د سرچینو په وینا، طالبانو دا دوه دیني عالمان وروسته له هغه خوشې کړل چې هغوی ورسره ژمنه وکړه، په راتلونکي کې به د حضرت فاطمې زهرا د وفات د کلیزې په مناسبت مراسم نه جوړوي.
دا دوه دیني عالمان د شنبې په ورځ د لړم په ۲۳مه په هرات کې د دوو مذهبي مراسمو له ترسره کېدو یوه ورځ وروسته ونیول شول. دغه مراسم د جمعې په ورځ د هرات ښار په مرکزي برخه کې د صادقیې جامع جومات او د انجیل ولسوالۍ د جغارې کلي په جامع جومات کې جوړ شوي وو.
سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتو د شنبې په ورځ د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، له دغو دوو دیني عالمانو سره اړیکه ونیوله او له هغوی یې وغوښتل چې دې ادارې ته ورشي؛ خو هغوی دې غوښتنې ته ځواب ورنه کړ. له دې وروسته د طالبانو استخباراتي ځواکونه د صادقیې جامع جومات ته ولاړل او دغه دوه دیني عالمان یې ونیول.
د سرچینو په خبره، طالبانو تر دوو ورځو بند وروسته له دغو عالمانو څخه د ژمنې په اخیستو سره خوشې کړل. سرچینې زیاتوي چې طالبانو ورته ویلي، له دې وروسته په هېڅ ځای کې د حضرت فاطمې زهرا چې د اسلام د پیغمبر لور وه، د وفات د کلیزې په مناسبت د مراسمو جوړولو اجازه نه لري.
تر اوسه طالبانو د محمدجواد رجبزاده او محمد روحاني د نیولو، خوشې کېدو او له هغوی څخه د اخیستل شوې ژمنې په اړه څه نه دي ویلي. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې راپورونه په افغانستان کې پر شیعهګانو او د نورو مذهبونو پر پیروانو د محدودیتونو د زیاتېدو خبر ورکوي.
په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې د کابل د یوه ځوان ویډیو خپره شوې وه. په دې ویډیو کې د طالبانو ملایان هغه اړ باسي چې کلمه طیبه ووایي او له شیعه مذهب څخه سني مذهب ته د اوښتو اعلان وکړي.
همدارنګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۱۴۰۵ کال د دویمې ربعې په راپور کې ویلي چې طالبانو په پروان او لوګر ولایتونو کې له شیعهګانو غوښتي چې د عاشورا مراسم یوازې په ځانګړو جوماتونو کې ترسره کړي.
یوناما همدارنګه ثبت کړې چې د غبرګولي په ۲۸مه په کابل کې ۴۵ شیعه نارینه د عاشورا د بیرغونو د لګولو له امله نیول شوي دي.
د دغه راپور له مخې، طالبانو په بدخشان کې د ۱۴۰۵ کال له جنورۍ تر جون پورې د اسماعیلیانو لږ تر لږه ۳۳ جماعتخانې تړلې دي. له دې ډلې ۱۷ په زیباک، ۱۴ په اشکاشم او دوه په واخان ولسوالۍ کې دي. د طالبانو چارواکو ویلي چې د دغو مرکزونو په اړه پرېکړه د هرې سیمې د وضعیت له مخې شوې ده.
یوناما تر دې مخکې هم راپور ورکړی و چې د ۱۴۰۳ کال په مرغومي او سلواغه میاشتو کې په بدخشان کې لږ تر لږه ۵۰ اسماعیلي نارینه د طالبانو د سیمهییزو چارواکو له خوا سني مذهب ته د اوښتو لپاره تر فشار لاندې نیول شوي وو.
د دې ادارې په وینا، هغه کسان چې له مذهب بدلولو یې ډډه کړې وه، له وهلو ټکولو، زور زیاتي او د مرګ له ګواښ سره مخ شوي وو.
د بشري حقونو د څار سازمان هم په خپل راپور کې، چې د ۱۴۰۵ کال په اسد کې خپور شوی، ویلي چې د طالبانو د محکمو د جزايي اجراآتو اصولنامه د شیعهګانو په ګډون د حنفي مذهب د نورو مذهبونو پیروان له تبعیض سره مخ کوي.
د دې سازمان په وینا، دغه اصولنامه او د واعظانو قانون د طالبانو په حقوقي او مذهبي جوړښت کې د حنفي فقهې ځای پیاوړی کوي او د مذهبي ازادۍ ساحه نوره هم محدودوي.