• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو مخالف ډیپلوماتان په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب کلیزه نمانځي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۱۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق، په دغه سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د اتیايمې کلیزې په مناسبت ویلي چې په دغه سازمان کې د افغانستان ځای د دغه هېواد« خلکو د مشروع نظام» اړوند دی.

فایق اعلان وکړ، چې په نیویارک، ژنیو او ویانا کې د افغانستان دایمي استازولۍ، د دې مناسبت لپاره د «افغانستان او ملګري ملتونه؛ اته لسیزې تعامل، ونډه اخیستنه او د راتلونکي لپاره درسونه» تر سرلیک لاندې یوه ګډه غونډه جوړوي.

د ۲۰۲۶ کال د نوامبر نولسمه نېټه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب اتیايمه کلیزه ده.

د دغه پروګرام د یادښت پر بنسټ، ناسته د چهارشنبې په ورځ، د نوامبر پر ۱۸مه، د کابل پر وخت د ماښام په ۷:۳۰ بجو په انلاین بڼه جوړېږي او په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

فایق ویلي ، چې دا ناسته به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د شتون او رول لوبولو د تاریخ بیاکتنې، د هېواد د ډیپلوماتانو د تجربو انعکاس او په افغانستان کې د دې سازمان د رول څېړلو لپاره یو فرصت وي.

په څو اړخیزه ډیپلوماسۍ کې د افغانستان ونډه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالیت او د هېواد د راتلونکي تعامل لپاره درسونه د دې ناستې درې اصلي موضوعات اعلان شوي دي.

د افغانستان استازي ټینګار کړی دی، چې د دغه میراث نمانځل، د سولې، انساني کرامت، برابرۍ او غوره راتلونکي لپاره د خلکو د غږ او د هغوی د هیلو انعکاس ته د افغانستان د استازولیو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي.

په دغه یادښت کې چې د فایق په اېکسپاڼه کې خپور شوی راغلي چې د طالبانو د سیاستونو له امله د خپلو اساسي حقونو څخه د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بې‌برخې کېدو په شرایطو کې دا ناسته د افغانستان په ډیپلوماټیک هویت کې د خبرو اترو او همکارۍ پر ارزښت ټینګار کوي.

تنظیموونکو له ډیپلوماتانو او نورو مینه والو غوښتي چې اړوندې یادښتونه، عکسونه، اسناد او غږیز یا ویډیویي فایلونه د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر لسمې نېټې پورې د افغانستان استازولیو ته ولېږي.

افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نوامبر پر ۱۹مه، د محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ پر مهال د ملګرو ملتونو غړی شو او په دې سازمان کې د هېواد لومړي استازي، عبدالحسین عزیز د افغانستان د یوځای کېدو سند لاسلیک کړ.

ډېر لیدل شوي

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی
۱

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۲
ځانګړی

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي

۳

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځینه وکیلانې له سختو حقوقي خنډونو سره مخ دي

۴
ځانګړی

طالبانو د خوست له سرحدي سیمو د وزیرستاني کډوالو شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته ولېږدولې

۵

انتوني بلینکن: امریکا د افغانستان د جګړې له امله له پاکستان سره مصلحتي سیاست خپل کړی و

•
•
•

نور خبرونه

طالبانو په هرات کې دوه شیعه دیني عالمان په دې شرط خوشې کړل چې مذهبي مراسم به نه جوړوي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۲۱ GMT+۰
100%

سرچینو د دوشنبې په ورځ د لړم په ۲۵مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو په هرات کې دوه شیعه دیني عالمان محمدجواد رجب‌زاده او محمد روحاني تر دوو ورځو بند وروسته خوشې کړي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو دا دوه دیني عالمان وروسته له هغه خوشې کړل چې هغوی ورسره ژمنه وکړه، په راتلونکي کې به د حضرت فاطمې زهرا د وفات د کلیزې په مناسبت مراسم نه جوړوي.

دا دوه دیني عالمان د شنبې په ورځ د لړم په ۲۳مه په هرات کې د دوو مذهبي مراسمو له ترسره کېدو یوه ورځ وروسته ونیول شول. دغه مراسم د جمعې په ورځ د هرات ښار په مرکزي برخه کې د صادقیې جامع جومات او د انجیل ولسوالۍ د جغارې کلي په جامع جومات کې جوړ شوي وو.

سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتو د شنبې په ورځ د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، له دغو دوو دیني عالمانو سره اړیکه ونیوله او له هغوی یې وغوښتل چې دې ادارې ته ورشي؛ خو هغوی دې غوښتنې ته ځواب ورنه کړ. له دې وروسته د طالبانو استخباراتي ځواکونه د صادقیې جامع جومات ته ولاړل او دغه دوه دیني عالمان یې ونیول.

د سرچینو په خبره، طالبانو تر دوو ورځو بند وروسته له دغو عالمانو څخه د ژمنې په اخیستو سره خوشې کړل. سرچینې زیاتوي چې طالبانو ورته ویلي، له دې وروسته په هېڅ ځای کې د حضرت فاطمې زهرا چې د اسلام د پیغمبر لور وه، د وفات د کلیزې په مناسبت د مراسمو جوړولو اجازه نه لري.

تر اوسه طالبانو د محمدجواد رجب‌زاده او محمد روحاني د نیولو، خوشې کېدو او له هغوی څخه د اخیستل شوې ژمنې په اړه څه نه دي ویلي. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې راپورونه په افغانستان کې پر شیعه‌ګانو او د نورو مذهبونو پر پیروانو د محدودیتونو د زیاتېدو خبر ورکوي.

په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې د کابل د یوه ځوان ویډیو خپره شوې وه. په دې ویډیو کې د طالبانو ملایان هغه اړ باسي چې کلمه طیبه ووایي او له شیعه مذهب څخه سني مذهب ته د اوښتو اعلان وکړي.

همدارنګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۱۴۰۵ کال د دویمې ربعې په راپور کې ویلي چې طالبانو په پروان او لوګر ولایتونو کې له شیعه‌ګانو غوښتي چې د عاشورا مراسم یوازې په ځانګړو جوماتونو کې ترسره کړي.

یوناما همدارنګه ثبت کړې چې د غبرګولي په ۲۸مه په کابل کې ۴۵ شیعه نارینه د عاشورا د بیرغونو د لګولو له امله نیول شوي دي.

د دغه راپور له مخې، طالبانو په بدخشان کې د ۱۴۰۵ کال له جنورۍ تر جون پورې د اسماعیلیانو لږ تر لږه ۳۳ جماعت‌خانې تړلې دي. له دې ډلې ۱۷ په زیباک، ۱۴ په اشکاشم او دوه په واخان ولسوالۍ کې دي. د طالبانو چارواکو ویلي چې د دغو مرکزونو په اړه پرېکړه د هرې سیمې د وضعیت له مخې شوې ده.

یوناما تر دې مخکې هم راپور ورکړی و چې د ۱۴۰۳ کال په مرغومي او سلواغه میاشتو کې په بدخشان کې لږ تر لږه ۵۰ اسماعیلي نارینه د طالبانو د سیمه‌ییزو چارواکو له خوا سني مذهب ته د اوښتو لپاره تر فشار لاندې نیول شوي وو.

د دې ادارې په وینا، هغه کسان چې له مذهب بدلولو یې ډډه کړې وه، له وهلو ټکولو، زور زیاتي او د مرګ له ګواښ سره مخ شوي وو.

د بشري حقونو د څار سازمان هم په خپل راپور کې، چې د ۱۴۰۵ کال په اسد کې خپور شوی، ویلي چې د طالبانو د محکمو د جزايي اجراآتو اصول‌نامه د شیعه‌ګانو په ګډون د حنفي مذهب د نورو مذهبونو پیروان له تبعیض سره مخ کوي.

د دې سازمان په وینا، دغه اصول‌نامه او د واعظانو قانون د طالبانو په حقوقي او مذهبي جوړښت کې د حنفي فقهې ځای پیاوړی کوي او د مذهبي ازادۍ ساحه نوره هم محدودوي.

حبیب‌الرحمن حکمتیار د وضعي قوانینو پر ضد د طالب مشرانو څرګندونې رد کړې

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۰
100%

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمن حکمتیار د طالبانو د وضعي قوانینو د جوړولو پر ضد د طالب مشرانو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی. هغه ویلي، چې د ټولنیزو چارو د سمون په موخه د انسانانو له خوا د قوانینو جوړول، د شریعت خلاف عمل نه دی.

حبیب‌الرحمن حکمتیار نن دوشنبه، د لړم پر ۲۵مه په کابل کې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله د فرمانونو په اړه له ناستې سره هم مهاله، پر خپلې اېکس پاڼې د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي، چې د انسانانو له لوري د ټولنې د چارو د سمون لپاره د قوانینو جوړول په خپله د اسلامي شریعت خلاف چاره نه ده.

هغه له طالبانو پوښتلي، چې که د بشر له خوا جوړ شوي قوانین غیرشرعي وي، نو د دې ډلې ادارې ولې په خپله په بېلابېلو برخو کې فرمانونه، مقررات او طرزالعملونه تدوین او پلي کوي.

حبیب‌الرحمن حکمتیار څرګنده کړې، چې د قطعي شرعي حکم او د ټولنې د چارو د تنظیم لپاره د وضع شوي قانون ترمنځ څرګند توپیر شتون لري.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي خپله له ۴۱ ادارو غوښتي چې قوانین تدوین کړي او د توشیح لپاره یې د دوی مشر ته ولېږي.

د هغه په وینا، طالبانو په یو کال کې د ۱۳۷ تقنيني اسنادو د مسودو جوړولو او په رسمي جریده کې د ۲۴ سندونو د خپرولو خبر ورکړی، چې دا پخپله ښيي دوی هم د انسانانو جوړ کړي قواعد کاروي.

نوموړي د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ته په اشارې سره وویل، چې دا قانون په ۲۰۲۴ کال کې په څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې خپور شو، خو د دې قانون اداري جوړښت، د محتسبانو واکونه او مشخصې جزایي مادې مستقیما په قران کریم کې نه دي راغلي بلکې د انسانانو له خوا لیکل شوي دي.

هغه همدارنګه د طالبانو د محکمو جزا اصولنامې ته اشاره وکړه، چې خلک یې پر بېلابېلو ټولنیزو طبقو لکه علما، اشراف، منځنۍ او ټیټه طبقه وېشلي او له هغوی سره یې توپیري چلند روا ګڼلی دی، چې د ده په خبره مشروعیت یې باید د اسلامي عدالت له اصولو سره و ارزول شي.

حکمتیار روښانه کړه، چې قران کریم د اساسي ارزښتونو او احکامو منبع ده، خو د اساسي قانون په څېر د ادارو د جوړښت، د وزیرانو د مرستیالانو د شمېر او د اداري فرمانونو د پړاوونو ټول جزییات په مستقیم ډول پکې نه دي ذکر شوي.

هغه د بېلګې په توګه وویل که د ټرانسپورت اداره د ټکرونو د مخنیوي او د عامه مصلحت لپاره د موټرو سرعت وټاکي، دا د انسان لخوا جوړ شوی قانون دی او هېڅکله غیرشرعي نه ګڼل کېږي، نو ځکه طالبان نه شي کولای یوازې خپل جوړ شوي قواعد سم وبولي او د نورو پر تګلارو د غیرشرعي توب تور ولګوي.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل پوهنتون کې د خپل مشر د فرمانونو د ملاتړ غونډې پر مهال پر وضعي قوانینو نیوکه کړې او ویلي، چې دوی که اساسي قانون نه لري، خو شرعي قانون لري او دا تر ټولو باوري او نه بدلیدونکی قانون دی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، دوی د افغانستان د اساسي قانون د لغوه کولو اعلان کړی او ډېر نور قوانین یې هم څنډې ته ایښي دي.

بایډن د خاطرو کتاب کې: د افغان حکومت د نه ړنګېدو ډاډ راکړل شوی و

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۰
100%

د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن وايي، ډاډ ورکړل شوی و چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومت په خپلواکه توګه خپلو چارو ته دوام ورکړي او کابل به لږ تر لږه تر شپږو میاشتو پورې د طالبانو لاس ته نه لوېږي.

بایډن ویلي، چې دا ارزونه د امریکايي ځواکونو له وتلو یوازې څو ورځې وروسته ناسمه ثابته شوه او د ځواکونو د وتلو پر بهیر یې ژوره اغېزه وکړه.

هغه دا موضوع په خپل نوي خاطراتي کتاب کې، چې «Promise Me, America» نومېږي، بیان کړې ده.

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې، چې د کتاب له رسمي خپرېدو مخکې یې ځینې برخې ترلاسه کړې وې، د یکشنبې په ورځ د لړم په ۲۴مه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن د خاطرو ځینې برخې خپرې کړې دي. ټاکل شوې چې دغه کتاب د سې‌شنبې په ورځ د لړم په ۲۶مه، خپور شي.

بایډن په خپل کتاب کې لیکلي: «هغه شپږ میاشتې چې ژمنه یې راسره شوې وه، په څو ورځو کې پای ته ورسېدې. دې موضوع د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي ژوره اغېزه وکړه».

نوموړي لیکلي چې د امریکايي ځواکونو له افغانستانه د ایستلو تر پرېکړې مخکې ډاډ ورکړل شوی و چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د دفاع توان لري او د هغه وخت حکومت کولای شي د امریکايي ځواکونو له پوځي ملاتړ پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.

خو په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل سره سم، طالبانو په لنډ وخت کې د افغانستان پراخې سیمې ونیولې او د همدغه کال د اګست په ۱۵مه کابل ته ننوتل. د افغانستان د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني هم له هېواده ووت او د افغانستان اسلامي جمهوریت ړنګ شو.

بایډن په خپل کتاب کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع کړې ده. هغه ویلي چې لا هم باور لري، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل سمه پرېکړه وه او که یو ځل بیا له همدې حالت سره مخ شي، همدا پرېکړه به وکړي.

نوموړي ټینګار کړی: «په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول سمه پرېکړه وه».

د امریکا پخواني ولسمشر دا هم لیکلي چې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړې ته د هغه د حکومت دننه هم مخالفتونه موجود وو. د بایډن په وینا، د هغه وخت د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټین او د پوځ لوی درستیز مارک مېلي دواړو د دې پرېکړې د پایلو په اړه اندېښنه لرله.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو لومړی حکومت یې ړنګ کړ.

دغه ځواکونه له شاوخوا ۲۰ کلن پوځي حضور وروسته، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه ووتل. د دوی وتل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له ړنګېدو، واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو او د میلیونونو افغانانو له بې‌ځایه کېدو سره مل وو.

بایډن په داسې حال کې لا هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع کوي چې د وتلو د بهیر څرنګوالی او د کابل چټک سقوط د هغه د حکومت پر بهرني سیاست د نیوکو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

سلام حنفي: هېڅ حکومت له ظلم او بې‌عدالتۍ سره دوام نه‌شي کولای

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، هېڅ حکومت په ظلم او بې‌عدالتۍ خپل واک نه شي ساتلی. هغه ادعا کړې چې بندیان، ان هغه کسان چې د طالبانو پر ضد یې جګړه هم کړې، د دې ډلې تر واک لاندې د حقونو خاوندان دي او باید حقونه یې ورکړل شي.

حنفي د دوشنبې په ورځ د لړم په ۲۵مه کابل پوهنتون کې د ملا هبت الله ملاتړ غونډې ته د طالبانو د مشر د فرمانونو د اغېزو په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل: «که خدای مه کړه، د افغانستان په یوه سیمه کې ظلم وشي، ناشونې ده چې یو نظام دې له ظلم سره دوام وکړي».

د طالبانو دغه چارواکي زیاته کړه چې د خلکو حقونه باید په دولتي ادارو او محکمو کې خوندي وي. د هغه په وینا، دیني عالمان باید هغه مسوولان نصیحت او ورټي چې له سمې لارې واوړي.

حنفي په خپلو خبرو کې وویل چې هبت‌الله اخوندزاده د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون ته دنده سپارلې چې د زندانونو او بندیانو وضعیت وڅېړي.

د هغه په وینا، یوه پلاوي د کابل، څرخي‌پله، بګرام، د ماشومانو د روزنې مرکز او د ولایتونو له زندانونو لیدنه کړې او له بندیانو سره یې خبرې کړې دي. حنفي وویل چې بندیان، ان هغه کسان چې د طالبانو پر ضد یې جګړه کړې، هم حقونه لري او باید دغه حقونه یې مراعات شي.

هغه همدارنګه وویل چې هبت‌الله اخوندزاده د بندیانو د وضعیت د ښه کولو لپاره یو میلیارد افغانۍ ځانګړې کړې دي. د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د جګړې د دواړو لورو د وژل شویو کسانو د کورنیو د حقونو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې دغه کورنۍ تر پاملرنې لاندې نیول شوې دي.

د حنفي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو، په ځانګړي ډول د پخواني حکومت د چارواکو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو پر وړاندې د چلند په اړه راپورونه خپروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) په خپل تازه درې میاشتني راپور کې، چې د تلې په ۲۳مه خپور شوی، ویلي چې د ۱۴۰۵ کال د سرطان له لومړۍ نېټې د سنبلې تر پایه یې د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو د خپل‌سرو نیونو او بندي کولو لږ تر لږه ۱۴ پېښې او د هغوی د وژل کېدو څلور پېښې ثبت کړې دي.

یوناما وایي، د طالبانو له خوا د ټول‌بښنې له اعلان سره سره، د پخواني حکومت چارواکي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي افغانستان ته تر ستنېدو وروسته هم د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دي.

په ځینو پېښو کې د وژنو عاملان ناپېژندل شوي وسله‌وال بلل شوي او د کره شواهدو له نشتوالي پرته د دغو پېښو مسوولیت کوم لوري ته نه شي منسوبېدای.

د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي راپور ورکوونکي د ۱۴۰۵ کال په راپور کې هم راغلي چې یوناما د ۱۴۰۴ کال له میزان څخه د ۱۴۰۵کال تر جوزا پورې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د وژل کېدو لږ تر لږه ۲۷ پېښې ثبت کړې دي.

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۰
100%

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده، چې دغه ډله یې «امیرالمؤمنین» بولي، د ۲۰۲۷ کال د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای خپل کړی دی. دغه کلنی نوملړ د اردن د شاهي اسلامي ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز خپور کړی دی.

د ۲۰۲۷ کال د نوملړ په سر کې د درېیو هېوادونو پنځو کسانو په ګډه لومړی ځای خپل کړی دی. په دوی کې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز، د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان، د پاکستان لومړی وزیر محمد شهباز شریف، د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر مارشال عاصم منیر او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان شامل دي.

له دوی وروسته، د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي دویم، د اردن پاچا عبدالله دویم درېیم، د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني څلورم، پاکستاني دیني عالم محمد تقي عثماني پنځم، یمني دیني عالم حبیب عمر بن حفیظ شپږم، د مصر د الازهر جومات مشر احمد الطیب اووم او د موریتانیا دیني عالم عبدالله بن بیه اتم ځای لري.

په دې نوملړ کې د سیاسي او مذهبي مشرانو ترڅنګ د ورزش او کلتور د نړۍ د یو شمېر مشهورو کسانو نومونه هم شامل دي.

په دغو کسانو کې د مصر د فوټبال لوبغاړی محمد صلاح، د فرانسې د فوټبال پخوانی ستوری زین‌الدین زیدان، د سینیګال لوبغاړی سادیو ماني، امریکايي باسکټبالر کریم عبدالجبار، د فرانسې او هسپانیې فوټبالران عثمان دمبله او لامین یامال، او د روسیې د رزمي لوبو پخوانی لوبغاړی حبیب نورمحمدوف شامل دي.

هبت‌الله اخوندزاده په دې ۵۰۰ کسیز نوملړ کې ۴۳م ځای لري. د راپور له مخې، په دې نوملړ کې د کسانو سیاسي، مذهبي، ټولنیز او کلتوري نفوذ په پام کې نیول شوی دی.

اخندزاده په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشر شو. ملا اختر محمد منصور د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، اخندزاده د دې ډلې مهم فرمانونه صادر کړي او د سیاسي او ټولنیزو چارو لویې پرېکړې د هغه تر مشرۍ لاندې کېږي.

د «نړۍ ۵۰۰ بانفوذه مسلمانان» په نوم راپور د هبت‌الله اخوندزاده د پېژندنې په برخه کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو د طالبانو محدودیتونو ته هم اشاره کړې ده. په دغو محدودیتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ بندیزونه شامل دي.

هبت‌الله اخوندزاده د ۲۰۲۶ کال په نوملړ کې ۴۴م ځای درلود، خو د ۲۰۲۷ کال په نوملړ کې یوه درجه پورته شوی او ۴۳م ځای ته رسېدلی دی.

د اردن شاهي اسلامي ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هر کال دا راپور خپروي. په دې ارزونه کې د کسانو سیاسي، مذهبي، ټولنیز او کلتوري نفوذ ته پام کېږي. په نوملړ کې د یوه کس شاملېدل د هغه د کړنو یا نظرونو د تایید په معنا نه دي.