تاجمیر جواد شرعي امامت ورک واقعیت ګڼلی دی

د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال، تاجمیر جواد د طالبانو ډله د امارت د احیا او مشر یې له پېړیو وروسته د «امامت» ریښتینې بېلګه وګڼله. تاجمیر په یوه مقاله کې چې د کابل پوهنتون غونډې ته یې وړاندې کړه، د هبتالله فرمانونو ته ځانګړی« اعتقادي او شرعي» مقام ورکړی دی.
د طالبانو دغه چارواکي لیکلي چې د هبت الله د فرمانونو د درک لپاره، یوازې د هغو د متن لوستل بسنه نه کوي، بلکې باید د هغه افکار، عقاید او اخلاقي معیارونه هم وپېژندل شي.
د تاج میر جواد په وینا، د طالبانو امارت د اسلامي نړۍ په یوه برخه کې، د امامت او شرعي امارت د احیا رښتینې بېلګه ده او د دې ډلې د مشر د فرمانونو د مخینې، بنسټونو او پایلو پېژندل، د شرعي امامت او امارت ژور درک رامنځته کوي.
هغه زیاته کړه، چې هر مسلمان باید د شرعي امامت او امارت په اړه ژور پوهاوی ولري او باید اجازه ورنه کړل شي چې تاریخ او فکري استعمار د جهادونو، شرعي امامت او امارت اړوند حقایق تحریف کړي.
هغه په ورته وخت کې وویل، چې خپله علمي کچه تر دې کمه ګڼي چې د طالبانو د مشر د فرمانونو په اړه څېړنیزه مقاله ولیکي، خو د دې نوښت د ستاینې لپاره یې پرېکړه کړې ده چې د شرعي امامت او امارت، طالبانو تحریک، د هبتالله اخندزاده شخصیت او د هغه د فرمانونو د اغېزو په اړه یوه لیکنه چمتو کړې.
د طالبانو مشر واک ته د دې ډلې له راستنېدو وروسته د هغې د پرېکړو په تر ټولو لوړ مرجع بدل شو.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې، د شریعت له خپل سختدریځه برداشت پر بنسټ یو نظام رامنځته کړی او د هېواد د ادارې یوه مهمه برخه یې د دې ډلې د مشر په فرمانونو او لارښوونو پر مخ وړې ده.
دا فرمانونه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې پراخې پایلې لرلې دي.
له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز له لوړو زدهکړو او ډېرو دندو څخه د ښځو محرومول، د تګراتګ محدودیت او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پلي کول، له هغو تګلارو څخه دي چې طالبانو د شریعت له خپل برداشت سره په استناد پلي کړي دي.
ملګرو ملتونو دا محدودیتونه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پراخه نقض بللی دی.
کارپوهان باور لري، چې د طالبانو په جوړښت کې د هبتالله فرمانونه یوازې اداري لارښوونې نه دي، بلکې د حکومت په بېلابېلو برخو کې د دې ډلې د تګلارو د پلي کولو بنسټ هم ګرځېدلي دي.
طالبانو واک ته له راستنېدو وروسته، پخوانی اساسي قانون یوې خوا ته کړ او د جمهوریت د دورې قوانین یې وځنډول او د دې ډلې چارواکو په وار وار اعلان کړی چې شریعت د افغانستان د حقوقي نظام بنسټ دی
