د پېښور پولیسو د تحریک انصاف ګوند درې مشران نیولي دي

د پېښور پولیسو د پاکستان تحریک انصاف ګوند درې مشران تیمور سلیم جګړا، کامران بنګښ او عرفان سلیم د عامه نظم د ساتنې قانون د درېیمې مادې له مخې نیولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د پېښور عالي محکمې د ۲۰۲۳کال د مئ د نهمې نېټې پېښو په تړاو دغه درېیو کسانو ته ضمانت ورکړی و.
دوی د پولیسو او خپلو وکیلانو ترمنځ له اوږدو خبرو وروسته د پېښور عالي محکمې مخې ته پولیسو ته تسلیم شوي دي. د پولیسو د عملیاتو مشر فرحان خان هم د هغوی د نیولو پرمهال حاضر و.
دغه درې کسان د ۲۰۲۳کال د مئ د نهمې او لسمې نېټې د هغو لاریونونو په تړاو په یوه قضیه کې تورن دي، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان له نیول کېدو وروسته په بېلابېلو سیمو کې وشول. په پېښور کې د دغه لاریونونو پرمهال د راډیو پاکستان پر تاریخي ودانۍ برید شوی و.
یاده قضیه د ۲۰۲۳کال د مئ په لسمه د پېښور د ختیځ کانټ پولیسو په مرکز کې د ترهګرۍ ضد قانون او نورو اړوندو قوانینو له مخې ثبت شوې وه. د ترهګرۍ ضد محکمې په دې قضیه کې د تحریک انصاف ګوند د اوسنیو او پخوانیو پارلماني غړو په ګډون شاوخوا ۷۵ کسان تورن کړي دي.
د تېرکال په جون میاشت کې پر تورنو کسانو د لګول شویو تورونو رسمي اورېدنه شوې وه؛ خو هغوی خپل جرم نه و منلی. د ثبت شویو ویډیوګانو د عدلي تخنیکي ارزونې او د تورنو کسانو د هویت له تایید وروسته، د خیبر پښتونخوا د پخواني سر وزیر سهیل اپریدي ترڅنګ تیمور سلیم جګړا، کامران بنګښ او عرفان سلیم هم په دې قضیه کې تورن شوي وو.
د پېښور عالي محکمې دغه درېیو مشرانو ته د نومبر تر ۲۳مې لنډمهاله ضمانت ورکړی و.
