د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې خونې رییس سید کریم هاشمي په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفي سره په کتنه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوهاړخیزو همکاریو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرولو خبرې وکړې.
سید کریم هاشمي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه یو خپلواک، بېطرفه او غیرسیاسي بنسټ وباله او په وینا یې، دغې خونې د خپلو ۹۵ کلونو فعالیتونو په اوږدو کې خپله بېطرفي او غیرسیاسي دریځ ساتلی دی.
هغه په کابل کې د تاجکستان له سفیر څخه وغوښتل چې په لومړي سر کې لږ تر لږه ۱۰ کسیز افغان سوداګریز پلاوي ته د سفر زمینه برابره کړي، څو د تاجکستان د سوداګرۍ او پانګونې له فرصتونو سره له نږدې بلد شي او له خپلو تاجکستاني سیالانو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړي.
په کابل کې د تاجکستان سفیر په دې لیدنه کې څرګنده کړه: «د هېواد مشرتابه یې لېوالتیا لري، څو د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پراخې شي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د ګډو فعالیتونو زمینه برابره شي».
نوموړي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډې پولې په اوږدو کې د یوه ګډ بازار د جوړولو په اړه د خپل هېواد له پلان څخه خبر ورکړ او ویې ویل، چې د دې طرحې موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو، پانګوالو او وګړو ترمنځ د راکړې ورکړې او اقتصادي تعاملاتو لپاره د زمینې برابرول دي.
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې ماشومان یې د جګړو، بېوزلۍ، اقتصادي ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو له څو اړخیزو اغېزو سره مخ دي. د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو پر زدهکړو محدودیتونو، د کورنیو اقتصادي ستونزو او د ماشومانو د خوندیتوب د کمزورو میکانیزمونو له امله د هغوی د زیانمنېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د انساني قاچاق په راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو ناقانونه جلب او په جګړهییزو او ملاتړیزو دندو کې ترې ګټه اخیستنه، د هلکانو جنسي استثمار یا «بچهبازي» او جبري کار لا هم دوام لري.
راپور زیاتوي چې د ښځو، ماشومانو او کډوالو پر وړاندې د جبري کار او جنسي ګټې اخیستنې موارد هم شته او طالبانو د دغو جرمونو د مخنیوي او د قربانیانو د ملاتړ لپاره اغېزناک اقدامات نه دي کړي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ماشومانو پر وړاندې د بشري حقونو ۴۵۸۲ جدي سرغړونې ثبت شوې دي. په دې موده کې ۵۵۷ هلکان د طالبانو له خوا په وسلهوالو فعالیتونو کې ګومارل شوي او ۱۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د ماشومانو د وضعیت بله جدي ستونزه له زدهکړو محرومیت دی. د یونېسف او یونسکو د ۲۰۲۶ کال د نومبر د څلورمې ګډ راپور له مخې، په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زدهکړو بهر دي. دغه راز، له ۲،۶ میلیونو زیاتې نجونې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
بېوزلي او د کورنیو اقتصادي ستونزې هم د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کوي. یو شمېر ماشومان د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو له امله د زدهکړو پر ځای کار کولو ته اړ کېږي، چې دا چاره یې د استثمار، ناوړه چلند او نورو خطرونو پر وړاندې زیانمنونکي کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، طالبانو د انساني قاچاق د عاملانو د څېړنې، قضايي تعقیب او محکومولو، د قربانیانو د پېژندلو او هغوی ته د ملاتړ برابرولو په اړه کوم راپور نه دی وړاندې کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو په راپور کې د بدخشان ولایت د یوې پېښې یادونه کړې ده. د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د یوه واده په مراسمو کې د دوو طالب قوماندانانو ترمنځ د یوه هلک پر سر شخړه شوې وه، چې وروسته په ډزو بدله شوه. راپور وايي، دغه هلک د طالبانو د شهدا ولسوالۍ د هغه وخت د ولسوال د ساتونکي یا سرتېري په توګه هم کار کاوه او د «بچهبازۍ» له جنسي استثمار سره تړاو درلود.
د ماشومانو په جبري ګومارلو کې هم د بدخشان ولایت یوه بله پېښه ثبت شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو راپور وايي، د همدې ولایت طالب ځواکونو شاوخوا ۳۰ ماشومان چې عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۸ کلونو وو، د پوځي روزنې یوه ځانګړي مرکز ته لېږدولي وو. د راپور له مخې، د سیمې طالب چارواکو د دغو ماشومانو کورنیو ته خبرداری ورکړی و چې د خپلو ماشومانو د ګومارلو په اړه شکایت ونه کړي او د روزنې بهیر کې لاسوهنه ونه کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو او وسلهوالو شخړو په اړه د سرمنشي د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا د ۳۴۲ هلکانو ګومارل او په جګړهییزو او ملاتړیزو دندو کې د هغوی کارول ثبت شوي دي. له دې ډلې ۱۵۰ هلکان په جګړهییزو او ۱۹۲ نور په ملاتړیزو چارو کې کارول شوي وو.
د ماشومانو د جبري کار یوه څرګنده بېلګه د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ کې لیدل شوې ده. د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۳مه سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی و چې په دې ولسوالۍ کې نږدې ۵ زره او ۸۷۹ ماشومان په خښتو بټیو کې پر درنو کارونو بوخت دي. په راپور کې د بلال او بشرا په نوم د دوو ماشومانو خبرې هم خپرې شوې وې. بلال ویلي وو چې هیله یې ښوونځي ته تلل دي، خو بشرا ویلي وو چې د زدهکړو فرصت نه لري او د کورنۍ د اړتیاوو له امله کار کوي.