د چین ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د چین په سویل ښار شېنجن کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (اپېک) په غونډه کې د وینا پر مهال د لوېدیځ بندیزونه او سوداګرییز محدودیتونه غندلي دي.
د چین ولسمشر ژمنه کړې چې هېواد به یې د سوداګریز ملاتړپالنې پر وړاندې ودرېږي. په ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لوېدیځو هېوادونو بندیزونه غندلي.
دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته له رسېدو څو ساعته مخکې وشوې. ټرمپ د روانې اوونۍ په پیل کې په مانیلا کې د سیمې له مهمو متحدانو سره تر لیدنې وروسته چین ته ولاړ.
شي جینپینګ په هوايي ډګر کې د ټرمپ هرکلی کړی دی.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د شي جینپینګ له قوله لیکلي: «چین د ادب او درناوي هېواد دی او د متقابل درناوي دود لري.» هغه زیاته کړې چې د چین او امریکا د اړیکو، د اسیا او ارام سمندر د همکارۍ او د نړۍ د وضعیت په اړه خبرو ته لېواله دی.
د شینهوا د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې له شي سره یې هره لیدنه «ډېره په زړه پورې» وه.
ټاکل شوې ده دواړه مشران د اپېک د مشرانو په ګډ انځور اخیستلو او د نورو مشرانو په ګډون په مېلمستیا کې برخه واخلي.
ټاکل شوې ده شي، ټرمپ او پوتین د پنجشنبې په ورځ د غونډې په څنډه کې درېاړخیزه لیدنه وکړي. تمه ده په دې غونډه کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړې، له ایران سره د امریکا جګړې او همدارنګه د سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا او اټومي وسلو په څېر موضوعاتو خبرې وشي.
دې غونډې د ۱۹۴۵ کال د یالتا کنفرانس یادونه هم تازه کړې ده. په هغه کنفرانس کې د امریکا، بریتانیا او شوروي اتحاد مشرانو د نفوذ سیمې سره ووېشلې، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې د نړیوال نظم بنسټ کېښود او د لویو قدرتونو لهخوا پر کوچنیو هېوادونو د پرېکړو د تپلو یوه بېلګه وګرځېده.
د دې درېاړخیزې غونډې احتمال د اروپا او اسیا ځینې هېوادونه هم اندېښمن کړي دي. هغوی وېره لري چې د نړۍ ستر پوځي قدرتونه به د خپلو پرېکړو پر مهال د دوی ګټې له پامه وغورځوي.
شي جینپینګ په خپله پرانیستونکې وینا کې د «ازادې او پرانیستې سوداګرۍ» د ملاتړ غوښتنه وکړه. نوموړي هڅه وکړه چې چین په نړیواله کچه د یوه باثباته شریک په توګه معرفي کړي؛ په داسې حال کې چې د ټرمپ په مشرۍ امریکا تعرفې لوړې کړې او په بهرنۍ پالیسۍ کې یې سخت دریځ خپل کړی دی.
د شي څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې واشنګټن د انوېډیا په څېر شرکتونو لهخوا چین ته د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیا چپونو پر پلور نور محدودیتونه اعلان کړل. دغه اقدام ښايي له بیجینګ سره د سوداګرۍ نازک اوربند نور هم ستونزمن کړي. چین ګواښ کړی چې د امریکا د دې اقدام ځواب به ورکړي.
شي جینپینګ د سوداګریزو شرکتونو مشرانو ته په وینا کې وویل: «موږ باید د نړیوال سوداګریز نظام پر هغو اصولو ولاړ څواړخیز جوړښت ته ټینګه ژمنتیا ولرو چې د نړیوال سوداګریز سازمان یې په مرکز کې دی، او د ازادې او پرانیستې سوداګرۍ او پانګونې ملاتړ وکړو.»
د چین لوېدیځو سوداګریزو شریکانو پر دغه هېواد نیوکه کړې چې د داسې سیاستونو له لارې چې د مصرفوونکو په زیان د تولیدي سکټور ملاتړ کوي، هر کال یې سوداګریز مازاد له یو ټریلیون ډالرو اوړي.
بیجینګ وايي، د دغه هېواد د اقتصادي ودې اوسنی ماډل د یوه داسې اقتصاد لپاره مناسب دی چې لا هم د نړۍ د شتمنو هېوادونو کچې ته د رسېدو په حال کې دی. خو واشنګټن، بروکسل او نورې لوېدیځې پلازمېنې اندېښنه لري چې د چین لهخوا د اکمالاتي ځنځیرونو کنټرول دغه هېواد ته سیاسي او جیوپولیټیک نفوذ ورکوي او د دوی صنعتونه او دندې له ګواښ سره مخ کوي.
شي ویلي چې چین به د خپلو صنعتي بنسټونو او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې چې د نړۍ دویم لوی اقتصاد به تعرفې راکمې او خپل بازارونه نور هم پرانیزي، خو د سوداګریز ملاتړپالنې او یو اړخیز سیاستونو پر وړاندې به ودرېږي.
د «اېشیا ګروپ» د ډیجیټلي چارو د څانګې مشر جورج چېن ویلي، د شي پیغام ښايي د نړیوال سوېل له ډېرو هېوادونو سره همغږی وي او د بیجینګ هغه هڅې پیاوړې کړي چې غواړي د ټکنالوژۍ په برخه کې خپله تګلاره د واشنګټن له تګلارې جلا وښيي.
پوتین چې وروسته له هغې یې وینا وکړه چې اوکراین د کریمیا او روسیې ترمنځ مهم کرچ سړکپل سخت زیانمن کړ، لوېدیځ قدرتونه یې «پخواني زبرځواکونه» وبلل. دا پل د روسیې د څلور کلنې جګړې لپاره مهمه لاره ده.
پوتین وویل، اروپا د «سپکوونکې زوال» په حال کې ده او پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته پر مسکو لګېدلي بندیزونه بېرته د بندیز لګوونکو پر زیان تمام شوي دي.
هغه وویل: «تجربې ښودلې چې د اقتصادي برلاسۍ او په عمل کې د زور اچولو دودیزې وسیلې تر ډېره خپل اغېز له لاسه ورکړی او نور د پخوا په څېر د وېرولو ځواک نه لري.»
پوتین زیاته کړه: «که څه هم بندیزونه، تعرفې او د صادراتو محدودیتونه لا هم تر یوه بریده د مخنیوي اغېز لرلای شي، خو د اقتصادي ودې مخه نه شي نیولای، او ان د سیالانو اقتصادونه هم نه شي له منځه وړلای.»
ټرمپ په مانیلا کې ژمنه کړې وه چې له فیلیپین سره به دفاعي همکاري پراخه کړي. دا ژمنه په داسې حال کې شوې چې د جنوبي چین سمندرګي پر لانجمنو سیمو د بیجینګ او مانیلا ترمنځ ترینګلتیا مخ په زیاتېدو ده.
ټرمپ تر دې مخکې په چین کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د احتمالي لیدنې خبره هم کړې وه، خو تر اوسه دا لیدنه نه ده تایید شوې.
کرملین په روانه اوونۍ کې د درېاړخیزې غونډې او د یالتا کنفرانس ترمنځ پرتله کول د «سیاسي شنونکو لوبې» بللې دي، خو ویلي یې دي چې دا غونډه به پر نړیوالو چارو لوی اغېز ولري.
بیجینګ ویلي چې د درېاړخیزې غونډې موخه د نړۍ د سولې پیاوړتیا ده.
پوتین نړۍ «له کړکېچونو ډکه» بللې، خو ویلي یې دي چې اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.
هغه زیاته کړه: «له همدې امله، له راتلونکې درېاړخیزې غونډې څخه د پام وړ ګټې تمه لرم.»
د جاپان لومړۍ وزیرې ته سوړ هرکلی
د استرالیا، کاناډا، سویلي کوریا او نورو هېوادونو د مشرانو هرکلی د نڅاګرو او هغو سرتېرو لهخوا وشو چې ټوپکونه یې پورته نیولي وو.
خو د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي ته تر رسېدو وروسته هېڅ ځانګړی هرکلی ونه شو او یوازې موټر ته لارښوونه ورته وشوه.
چین ته د نوموړې سفر په داسې حال کې دی چې د بیجینګ او ټوکیو ترمنځ اړیکې له یوه کال راهیسې ترینګلې دي. دا کړکېچ وروسته له هغې پیل شو چې تاکایچي وویل، که د تایوان پر وړاندې د چین اقدام د جاپان خاوره هم له ګواښ سره مخ کړي، توکیو ښايي خپل پوځ وکاروي.
د سېشنبې په ورځ تایوان او جاپان د روسیې د الوتکو لهخوا د دوی د هوايي حریم د نقض راپورونه هم ورکړل.