• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ډسمبر په ۹مه د اسلام‌اباد ۲ ورځنۍ غونډه؛ په غونډه کې د افغانستان په تړاو هم بحث کېږي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۳۷ GMT+۰

د پاکستان د اسلام‌اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، د را روانې ډسمبر میاشتې په ۹مه به د «اسلام‌اباد غونډې» شپړم دوه ورځنی پړاو پیل شي. د دغه انسټيټيوټ مسوولین وايي، په دې غونډه کې به له نورو موضوعاتو سربېره د افغانستان په تړاو هم بحثونه وشي.

د اسلام‌اباد په ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیيټیوټ کې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا څانګې مشره امنه خان وايي، د دې کلنۍ غونډې په یوې برخه کې به د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا په تړاو «د سولې، ثبات او ګډې سوکالۍ په لټه کې» تر سرلیک لاندې هم یوه غونډه جوړه شي.

د نوموړې په وینا، په دې غونډه کې به نوموتي پالیسي جوړوونکي، ډیپلوماټان او سیمه‌ییز کارپوهان پر مهمو سیمه‌ییزو بدلونونو خبرې وکړي او په وینا یې: «تمرکز به یې پر افغانستان او سیمه‌ییز ثبات، په لوېدیځه اسیا کې پر جیو-پولیټیکي بدلونونو، په سیمه‌ییز اتصال کې د منځنۍ اسیا مخ پر ودې رول او له افریقا سره د پاکستان پر پراخېدونکو اړیکو وي».

نوموړې په دې تړاو چې دغې غونډې ته به طالبان او یا هم بهرمیشتي افغان سیاستوال وبلل شي که څنګه، څه نه‌دي ویلي.

ویل کېږي په دې غوڼده کې به د پاکستان پر اړوند مسایلو او همداراز اقتصادي او امنیتي موضوعګانو په اړه هم جلا جلا غونډې جوړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلام‌اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ مرکز تر دې مخکې هم د افغانستان او په ځانګړې توګه د طالبانو د تګلارو په تړاو د طالبانو له حضور پرته د بهر مېشتو یو شمېر افغان سیاستوالو په ګډون څو غونډې جوړې کړې دي.

ډېر لیدل شوي

بایډن د خاطرو کتاب کې: د افغان حکومت د نه ړنګېدو ډاډ راکړل شوی و
۱

بایډن د خاطرو کتاب کې: د افغان حکومت د نه ړنګېدو ډاډ راکړل شوی و

۲

بایډن: که اړتیا وي، امریکا بېرته افغانستان ته ستنېدای شي

۳

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی

۴

بایډن خپل کتاب کې: امریکا ونه توانېده چې افغانستان کې یو باثباته ډېموکراتیک نظام جوړ کړي

۵

حبیب‌الرحمن حکمتیار د وضعي قوانینو پر ضد د طالب مشرانو څرګندونې رد کړې

•
•
•

نور خبرونه

نړیوال بانک: د ۲۰۲۶ کال اقتصادي ودې سربېره د افغانانو سرانه عاید ۳،۳ سلنه راټیټېږي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۸ GMT+۰
100%

نړیوال بانک اټکل کړی، چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې د ښه کرنیزو حاصلاتو له امله درې سلنه وده وکړي، خو د نفوس د زیاتوالي له کبله به د هر وګړي پر سر عاید ۳،۳ سلنه راکم شي.

نړیوال بانک د افغانستان د پراختیا په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد د نفوس د ودې کچه ۶،۶ سلنه اټکل شوې او د هر وګړي پر سر د تولید کمښت به د درېیم پرله‌پسې کال لپاره دوام وکړي.
د ۲۰۲۶ کال د مني په دغه راپور کې د افغانستان د اوبو پر امنیت هم ځانګړی تمرکز شوی او ویل شوي، چې ډېری کورنۍ له اقتصادي فشارونو سره مخ دي او د هېواد د اوبو زېرمې په کمېدو دي.
د راپور له مخې، د کاري ورځو کمښت او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو د کورنیو د پېرلو وړتیا کمه کړې ده. د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې ورځني مزدورانو د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه لږې کاري ورځې لرلې او د هغوی اوونیز عاید د غنمو د اوړو ۲۷ سلنه کمه اندازه اخیستلای شوه.
نړیوال بانک وايي، د ښه حاصلاتو سربېره، د خوړو د خوندیتوب د مدغم پړاوونو د طبقه‌بندۍ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر او اکتوبر کې شاوخوا ۱۵،۹میلیونه کسان له سختې لوږې او د خوړو له ناامنۍ سره مخ وو.
راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د کورنیو عوایدو کچه ۱۰،۲ سلنه لوړه شوې ده. د کورنیو مالیاتو او غیرمالیاتي عوایدو زیاتوالي د ګمرکي محصولاتو د کمښت اغېز تر یوه بریده جبران کړی دی.
خو په افغانستان کې عامه پانګونه لا هم ټیټه ده او اټکل کېږي، چې په روان مالي کال کې به د پراختیايي لګښتونو کچه د ناخالص کورني تولید یوازې ۱،۳ سلنه وي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، له پاکستان سره د لارږ د تړل کېدو له امله اوس د افغانستان شاوخوا ۹۷ سلنه واردات د منځنۍ اسیا او ایران له لارې ترسره کېږي. همداراز، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او سپټمبر ترمنځ د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵،۱سلنه کم شوي دي.
د اوبو د زېرمو کمښت
نړیوال بانک په خپل راپور کې د افغانستان د اوبو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد له ۲۰۰۳ کال راهیسې هر کال په اوسط ډول ۴،۹ میلیارده متر مکعبې تازه اوبه له لاسه ورکوي.
د راپور له مخې، په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه د طبیعي بېرته پوره کېدو په پرتله نږدې څلور برابره چټکۍ ایستل کېږي.
د اوبو کمښت د کلیوالو سیمو د خلکو معیشت هم له ګواښ سره مخ کړی دی. د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، کرنه د افغانستان د ۴۶ سلنه خلکو د کار سرچینه ده او د هېواد ۹۵ سلنه اوبه په کرنیزو فعالیتونو کې مصرفېږي.
د راتلونکو کلونو اقتصادي وړاندوینه
نړیوال بانک اټکل کوي، چې د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ کال کې ۳،۳ سلنې او په ۲۰۲۸ کال کې ۳،۵ سلنې ته ورسېږي.
خو د دغه اټکل له مخې، ان که اقتصاد وده هم وکړي، په ۲۰۲۸ کال کې به د هر وګړي پر سر تولید د ۲۰۲۴ کال د کچې په پرتله شاوخوا اووه سلنه ټیټ وي.
راپور خبرداری ورکوي، چې د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د سوداګریزو لارو نورې ستونزې، د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې زیاتوالی او د نړیوالو مرستو نور کمښت کولای شي د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړي.
نړیوال بانک د خلکو د ژوند د کچې د ښه کېدو لپاره د سوداګرۍ د باوري لارو پرانیستل، هغو ولایتونو کې د کاري فرصتونو زیاتول چې ډېر راستنېدونکي ور روان دي او ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار د لاسرسي بېرته برابرول مهم بللي دي.
دغه بانک د اوبو د ستونزې د حل لپاره د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د بنسټیزو خدمتونو د بېرته فعالولو، د اوبو لګولو د سیستمونو د بیارغونې او د اوبو د طبیعي سرچینو او د ځمکې لاندې زېرمو د ساتنې سپارښتنه هم کړې ده.

صدیق صدیقي: د «ملا» ځای د جومات کُنج دی

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۲ GMT+۰
100%

د پخواني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، په کابل پوهنتون کې د ملا هبت‌الله څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، طالبان له اسلام څخه په «ناقص» درک سره دین د خپلې ګټې او د «استبدادي» حاکمیت د دوام پر وسیلې بدل کړی. هغه هبت‌الله ته د نوي لقب ورکړې په تړاو ویلي، د ملا ځای د جومات کُنج دی.

طالب پلویو ملایانو پرون (سې‌شنبه- د لړم ۲۶مه) په کابل پوهنتون کې د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه د علمي - څېړنیز کنفرانس په دویمه ورځ کې هبت‌الله اخوندزاده ته د «شیخ‌الاسلام» لقب ورکړ.

هبت‌الله اخوندزاده په تېره ورځنۍ غونډه کې په خپله وینا کې له علماوو وغوښتل: «د امیرالمومنین ښېګڼې بیانوئ، چې د خلکو محبت ورسره پیدا شي، چې محبت پیدا شي، نو اطاعت رامنځته کېږي او که اطاعت رامنځته شو بیا فتنه بندېږي».

نوموړي همداراز څرګنده کړه: «هسې د ملایانو په صف کې یم، خو ملا هم نه یم».

د جمهوري نظام د پخواني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د هبت‌الله څرګندونو ته په غبرګون کې طالبان له اسلام څه پر «ناقصې پوهې» تورن کړل او په باور یې، دغې ډلې دین د خپلې ګټې، د واک د ترلاسه کولو او «استبدادي» حاکمیت د دوام لپاره پر یوې وسیلې بدل کړی دی.

صدیق صدیقي څرګنده کړه: «[طالبان] هغه مذهبي تفسیر او نسخه تبلیغوي، چې ګټې یې خوندي کوي. دوی ان مذهبي کتابونه چاپوي او خپلو ځانونو ته اسلامي القاب ورکوي».

هغه د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «خو ایا د جومات کُنج د ملا ځای نه وو»؟

د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هبت‌الله د کابل پوهنتون د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه د علمي - څېړنیز کنفرانس کې د ګډون په پلمه له څلورو شپو راهیسې په کابل کې دی او د دفاع وزارت لپاره د طالبانو له مرستیال قیوم ذاکر، سراج‌الدین حقاني او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره هم کتلي دي.

سرچینې وايي، کابل ته د طالبانو د مشر د سفر یوه موخه د دې ډلې په مشرتابه او د ادارې په کچه د رامنځته شویو اختلافاتو حل او د هغو چارواکو د نظرونو نږدې کول دي چې د هبت‌الله له ځینو فرمانونو او پرېکړو سره موافق نه دي.

د نجونو د زده‌کړې او د ښځو د کار په اړه د هبت‌الله تګلارې د طالبانو په منځ کې د اختلافونو یو لامل ګڼل کېږي.

د طالبانو مشر هم په کابل پوهنتون کې د سې‌شنبې ورځې په وینا کې د دې ډلې دننه د اختلافاتو او احتمالي درزونو په اړه اندېښنه وښوده.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څار ډلې په یوه راپور کې هم د طالبانو دننه د کندهار او کابل د دوو نفوذي مرکزونو ترمنځ د اختلافونه په تشرېح سره ویلي وو، چې د کندهار ډله تر ډېره د هبت‌الله نږدې مذهبي ملګرو او د هغه د تګلارې پلویانو جوړه کړې، په داسې حال کې چې په کابل کې د حقاني شبکه او د ډلې یو شمېر مهم چارواکي نفوذ لري.

د ماشومانو د جنسي استثمار مخنیوي نړیواله ورځ؛ افغان ماشومان له ګڼو ګواښونو سره مخ دي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۸ GMT+۰
100%

د ماشومانو د جنسي استثمار او تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې ماشومان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له زده‌کړو محرومیت، جبري کار، انساني قاچاق، جنسي استثمار او په جګړو کې د ګومارنې له ګواښونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۲۰۲۲ کال په پرېکړه‌لیک کې د نومبر ۱۸مه د ماشومانو د جنسي استثمار، ناوړه ګټې اخیستنې او تاوتریخوالي د مخنیوي او له دې زیانونو څخه د رغېدو نړیواله ورځ نومولې ده. د دې ورځې موخه د ماشومانو د حقونو خوندیتوب، د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی، د قربانیانو ملاتړ او د عاملانو حساب‌ورکونې ته پاملرنه ده.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې ماشومان یې د جګړو، بېوزلۍ، اقتصادي ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو له څو اړخیزو اغېزو سره مخ دي. د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونو، د کورنیو اقتصادي ستونزو او د ماشومانو د خوندیتوب د کمزورو میکانیزمونو له امله د هغوی د زیان‌منېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د انساني قاچاق په راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو ناقانونه جلب او په جګړه‌ییزو او ملاتړیزو دندو کې ترې ګټه اخیستنه، د هلکانو جنسي استثمار یا «بچه‌بازي» او جبري کار لا هم دوام لري.

راپور زیاتوي چې د ښځو، ماشومانو او کډوالو پر وړاندې د جبري کار او جنسي ګټې اخیستنې موارد هم شته او طالبانو د دغو جرمونو د مخنیوي او د قربانیانو د ملاتړ لپاره اغېزناک اقدامات نه دي کړي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ماشومانو پر وړاندې د بشري حقونو ۴۵۸۲ جدي سرغړونې ثبت شوې دي. په دې موده کې ۵۵۷ هلکان د طالبانو له خوا په وسله‌والو فعالیتونو کې ګومارل شوي او ۱۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د ماشومانو د وضعیت بله جدي ستونزه له زده‌کړو محرومیت دی. د یونېسف او یونسکو د ۲۰۲۶ کال د نومبر د څلورمې ګډ راپور له مخې، په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌کړو بهر دي. دغه راز، له ۲،۶ میلیونو زیاتې نجونې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

بېوزلي او د کورنیو اقتصادي ستونزې هم د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کوي. یو شمېر ماشومان د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو له امله د زده‌کړو پر ځای کار کولو ته اړ کېږي، چې دا چاره یې د استثمار، ناوړه چلند او نورو خطرونو پر وړاندې زیان‌منونکي کوي.

100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، طالبانو د انساني قاچاق د عاملانو د څېړنې، قضايي تعقیب او محکومولو، د قربانیانو د پېژندلو او هغوی ته د ملاتړ برابرولو په اړه کوم راپور نه دی وړاندې کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو په راپور کې د بدخشان ولایت د یوې پېښې یادونه کړې ده. د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د یوه واده په مراسمو کې د دوو طالب قوماندانانو ترمنځ د یوه هلک پر سر شخړه شوې وه، چې وروسته په ډزو بدله شوه. راپور وايي، دغه هلک د طالبانو د شهدا ولسوالۍ د هغه وخت د ولسوال د ساتونکي یا سرتېري په توګه هم کار کاوه او د «بچه‌بازۍ» له جنسي استثمار سره تړاو درلود.

100%

د ماشومانو په جبري ګومارلو کې هم د بدخشان ولایت یوه بله پېښه ثبت شوې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو راپور وايي، د همدې ولایت طالب ځواکونو شاوخوا ۳۰ ماشومان چې عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۸ کلونو وو، د پوځي روزنې یوه ځانګړي مرکز ته لېږدولي وو. د راپور له مخې، د سیمې طالب چارواکو د دغو ماشومانو کورنیو ته خبرداری ورکړی و چې د خپلو ماشومانو د ګومارلو په اړه شکایت ونه کړي او د روزنې بهیر کې لاسوهنه ونه کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو او وسله‌والو شخړو په اړه د سرمنشي د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا د ۳۴۲ هلکانو ګومارل او په جګړه‌ییزو او ملاتړیزو دندو کې د هغوی کارول ثبت شوي دي. له دې ډلې ۱۵۰ هلکان په جګړه‌ییزو او ۱۹۲ نور په ملاتړیزو چارو کې کارول شوي وو.

د ماشومانو د جبري کار یوه څرګنده بېلګه د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې لیدل شوې ده. د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۳مه سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی و چې په دې ولسوالۍ کې نږدې ۵ زره او ۸۷۹ ماشومان په خښتو بټیو کې پر درنو کارونو بوخت دي. په راپور کې د بلال او بشرا په نوم د دوو ماشومانو خبرې هم خپرې شوې وې. بلال ویلي وو چې هیله یې ښوونځي ته تلل دي، خو بشرا ویلي وو چې د زده‌کړو فرصت نه لري او د کورنۍ د اړتیاوو له امله کار کوي.

100%

همدارنګه د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۹مه سیمیزو رسنیو راپور ورکړی و چې د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې د خښتو په بټیو کې شاوخوا درې زره ماشومان او تنکي ځوانان کار کوي. په راپور کې د سلما په نوم د یوې لس کلنې نجلۍ یادونه هم شوې چې د ژمي په سړه هوا کې یې په خپلو کوچنیو لاسونو خښتې جوړولې.

د ماشومانو د ننني وضعیت دوام یوازې د هغوی ماشومتوب نه اخلي، بلکې د راتلونکي نسل د زده‌کړې، روغتیا او اقتصادي پرمختګ فرصتونه هم له ګواښ سره مخ کوي. که د ماشومانو پر وړاندې د بېوزلۍ، جبري کار، استثمار او زده‌کړو د محرومیت ستونزې حل نه شي، افغانستان به له داسې نسل سره مخ شي چې د ماشومتوب پر ځای یې د ژوند لومړني کلونه په شاقه کار، محرومیت او ناامنۍ کې تېر کړي وي. د نن ورځې دا ماشومان د سبا ټولنه جوړوي خو که نن یې د زده‌کړې او خوندي ژوند حق خوندي نه شي، د هېواد راتلونکی به هم له جدي ننګونو سره مخ وي.

بېوزلي او د کورنیو اقتصادي ستونزې هم د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغېز کوي. یو شمېر ماشومان د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو له امله د زده‌کړو پر ځای کار کولو ته اړ کېږي، چې دا چاره یې د استثمار، ناوړه چلند او نورو ګواښونو پر وړاندې زیان‌منونکي کوي.

د ماشومانو د جنسي استثمار، ناوړه ګټې اخیستنې او تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ یو ځل بیا ټینګار کوي چې هر ماشوم د زده‌کړې، خوندي ژوند، روغتیا او له هر ډول تاوتریخوالي او استثمار څخه د خوندیتوب حق لري. د دې حقونو تامین د کورنیو، ټولنې او واکمنو ادارو ګډ مسوولیت دی.

د ماشومانو ژغورنې سازمان: افغانستان کې ۵۵ سلنه بې‌ځایه شوي ماشومان له لوږې سره مخ دي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۰
100%

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له نیمایي ډېر بې‌ځایه شوي ماشومان د خپل اصلي استوګنځي پرېښودو وروسته د خوړو له کمښت سره مخ شوي او ۴۱ سلنه یې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو خبر ورکوي.

دغه سازمان په خپل نوي راپور «په خوځښت کې ماشومان» کې ویلي، چې بې‌ځایه کېدو د ماشومانو لوږه زیاته کړې، زده‌کړې یې له خنډ سره مخ کړې او د هغوی د خوندیتوب پر وړاندې یې ګواښونه ډېر کړي دي.
دا راپور د افغانستان په اوو ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د هغوی له پالونکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.
د راپور له مخې، ۵۵ سلنه ماشومانو ویلي، چې له بې‌ځایه کېدو وروسته د خوړو اندازه یې کمه شوې، ۴۱ سلنه د روغتیايي وضعیت د خرابېدو او ۳۳ سلنه پالونکي د ماشومانو زده‌کړو ته د لاسرسي د محدودېدو خبر ورکوي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان وايي، له هرو لسو ماشومانو څخه له یوه څخه کم مرستې ترلاسه کړې دي، په داسې حال کې چې له لسو څخه نهه ماشومان د خوړو برابرولو لپاره مرستو ته اړتیا لري.
دا موندنې په داسې حال کې خپرېږي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۶،۶۷ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. دغه راستنېدنې د افغانستان نفوس تر ۱۴ سلنې پورې زیات کړی او پر هغو کورنیو یې فشار ډېر کړی، چې له بې‌وزلۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي.
راپور ښيي، چې اقتصادي ستونزې د بې‌ځایه کېدو اصلي لامل دی. ۴۹ سلنه ماشومانو ویلي، چې کورنۍ یې د کار او کافي عاید د نشتوالي له امله کډه شوې دي.
همداراز، نږدې ۷۰ سلنه ماشومان په تېرو درېیو کلونو کې له دوو یا زیاتو بحرانونو سره مخ شوي، چې وچکالي، سېلابونه، زلزلې او جګړې هم پکې شاملې دي.
د راپور له مخې، څه باندې ۱۱ سلنه ماشومان د شاقه کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي او کم‌عمره ودونو په ګډون د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ شوي دي. د ماشومانو پالونکي وايي، نجونې د بې‌ځایه کېدو پر مهال او نویو سیمو ته تر رسېدو وروسته له ځانګړو خطرونو سره مخ دي.
په راپور کې د نوریا په نوم د یوې اته کلنې نجلۍ کیسه هم خپره شوې، چې کورنۍ یې د روان کال په پیل کې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنه شوې ده.
نوریا وايي، په پاکستان کې یې کور، ښوونځی او ملګرې لرلې، خو اوس د پخواني ژوند له نشتوالي کړېږي. نوموړې وايي، غواړي د پاکستان په څېر ښوونځی ولري او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.
د هغې مور وايي، مېړه یې په افغانستان کې کار نه لري او کورنۍ یې د ماشومانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د عاید سرچینه نه لري. د اقتصادي ستونزو له امله نوریا هم ښوونځي ته د تګ راتګ لګښتونه نه شي برابرولای او اوس د دغه سازمان په یوه لنډمهاله ښوونیز مرکز کې زده‌کړې کوي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان مشر، اشیش داملي ویلي، بې‌ځایه شوي ماشومان د سفر پر مهال له جدي خطرونو سره مخ کېږي او نویو سیمو ته له رسېدو وروسته هم د خوړو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
نوموړي د نړیوالې ټولنې د دوامداره مالي ملاتړ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې بې‌ځایه شوي ماشومان باید د خوندیتوب، زده‌کړو او خپل ژوند د بیا جوړولو فرصت ولري.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۰۲ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلېچر په افغانستان کې د شاوخوا ۸۲۴ زره هغو کسانو د ملاتړ لپاره د دغه سازمان د بېړنیو مرستو له مرکزي صندوق څخه ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي، چې له سختو بشري اړتیاوو سره مخ دي.

دا مرسته په داسې وخت کې ځانګړې شوې، چې افغانې کورنۍ له زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو، د خوړو له کمښت او د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د ژمي او د خوراکي توکو د موسمي کمښت له ګواښونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دغه پیسې به د خوړو خوندیتوب او کرنې، روغتیا، تغذیې، خوندیتوب، سرپناه او پاکو اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ‌الصحې په برخو کې د اوو پروژو د پلي کولو لپاره ولګول شي.
د دې مرستې موخه د اړمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول، د مخنیوي وړ مړینو او ناروغیو کمول او د خلکو د خوندیتوب په برخه کې د خطرونو مخنیوی دی. دغه راز هڅه کېږي چې په هغو سیمو کې اړین خدمات دوام ومومي، چې بشري اړتیاوې پکې ډېرې دي، مرستې ورسره کمې شوې او موسمي ګواښونه یې وضعیت لا پسې سختوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لېمارکيس ویلي، راتلونکی ژمی به د هغو کورنیو ستونزې نورې هم زیاتې کړي چې له وړاندې د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړې، اړینه ده چې د ژمي د سختېدو تر مخه خلک خوړو، روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او د خوندیتوب خدماتو ته لاسرسی ولري.
لېمارکيس ویلي، دغه مرسته به له بشري مرستندویه بنسټونو سره مرسته وکړي چې تر ټولو زیان‌منونکو ټولنو ته ورسېږي، خو د مرستو همغږي وېش او د ښځو په مشرۍ د بنسټونو په ګډون د ملي او سیمه‌ییزو ادارو د فعالیت دوام هم مهم دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو مرستو په وېش کې به ملي او سیمه‌ییز بنسټونه مهم رول ولري او لومړیتوب به بېرته راستنېدونکو، بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو ته ورکړل شي. په ځانګړي ډول به د ښځو، نجونو، ماشومانو، سپین‌ږیرو او معلولیت لرونکو کسانو اړتیاوو ته پاملرنه وشي.
دغه راز د ښځو په مشرۍ بنسټونه او ښځینه مرستندویه کارکوونکې به د ښځو او نجونو د لاسرسي او هغوی ته د مرستو رسولو په برخه کې مهم رول ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د مرکزي صندوق د ۱۸ میلیونه ډالرو مرسته د ۴۸ میلیونه ډالرو د یوې پراخې او همغږې مرستندویه برنامې برخه ده. د دې برنامې په چوکاټ کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه هم ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د بېړنیو مرستو مرکزي صندوق به د ملګرو ملتونو د ادارو تخصصي وړتیاوې، اړین توکي او مهم خدمات تمویل کړي؛ په داسې حال کې چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق به مرستندویه بنسټونو ته مستقیمې پیسې ورکړي، څو د ژمي لپاره چمتووالی ونیسي، د مرستو په برخه کې بېړنۍ تشې ډکې کړي او د «ال نینو» اقلیمي پدیدې له امله د زیان‌منونکو ټولنو د خطرونو د کمولو لپاره لومړني اقدامات ترسره کړي.