• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تېرو درېیو میاشتو کې په سویلي افریقا کې نږدې ۶۰۰ ښځې وژل شوې دي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۰

د سویلي افریقا د پولیسو د شمېرو له مخې، په درېیو میاشتو کې په دغه هېواد کې ۵۸۱ ښځې وژل شوې دي؛ په دې شمېرو کې د هغو ۱۳ ښځو وژنې هم شاملې دي چې نیمه لوڅ او له ټپونو ډک جسدونه یې د جوهانسبرګ ښار په شاوخوا سیمو کې موندل شوي دي.

دغو وژنو یو ځل بیا په سویلي افریقا کې د ښځو پر وړاندې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه د خلکو غوسه راپارولې ده.

په سویلي افریقا کې د روانې اوونۍ په لومړیو کې د مرګوني تاوتریخوالي په تازه پېښه کې د فري سټېټ په ایالت کې په ډزو کې پنځه ښځې او یو کوچنی ماشوم وژل شوي دي.

پولیس وايي، درې مخ پټو کسانو د چهارشنبې په ماښام د بوڅابېلو سیمې پر یوه کور برید وکړ. بریدګرو د کور خاوند ونه موند او پر کور کې یې پر موجودو کسانو ډزې وکړې. د کور د خاوند مېرمن هم په دې برید کې ټپي شوې او روغتون ته لېږدول شوې ده.

د ګاوټینګ ایالت د پولیسو مشر ویلي، تر اوسه اته کسان د هغو ۱۳ ښځو د وژنو په تړاو نیول شوي چې جسدونه یې د جوهانسبرګ په شاوخوا سیمو کې موندل شوي وو.

له نیول شویو کسانو درې تنه د ۳۸ کلنې الیزابت موسلاکګومو د وژنې په تړاو نیول شوي دي. نوموړې خپل کور ته نږدې د منډې وهلو پر مهال ورکه شوې وه او په سپټمبر میاشت کې یې جسد نیم بربنډ او پر بدن یې ټپونه هم وه موندل شوې و.

دوه نور کسان د ۳۳ کلنې جابولیله نتیمبا د وژنې په تړاو نیول شوي دي. د نوموړې نیمه لوڅ جسد، چې په یوه کمپله کې تاو شوی و، د سپټمبر په میاشت کې د بوکسبرګ سیمې د یوه سړک ترڅنګ موندل شوی و.

پولیسو همداراز ویلي، چې د کمپټن پارک په سیمه کې د یوې بلې وژنې په تړاو یې یو شکمن کس او د نومبیفوتي نکسومالو د مړینې په تړاو یې بل کس نیولی دی. د نکسومالو جسد د سپټمبر په میاشت کې د تمبیسا سیمې په یوه هدیره کې د سر له سختو ټپونو سره موندل شوی و.

د پولیسو د تازه شمېرو له مخې، په سویلي افریقا کې د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ د وژنې ۵ زره او ۵۹۰ پېښې ثبت شوې دي. دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰۴ پېښې کمې دي، خو بیا هم په دغه هېواد کې هره ورځ په منځني ډول شاوخوا ۶۰ کسان وژل کېږي.

ډېر لیدل شوي

د ایران او ترکیې په پوله د ۲۰ افغانانو جسدونه موندل شوي او لسګونه لادرکه دي
۱
ځانګړی راپور

د ایران او ترکیې په پوله د ۲۰ افغانانو جسدونه موندل شوي او لسګونه لادرکه دي

۲

کابل ته د هبت الله تبلیغاتي سفر

۳

پاکستان د اسیان سرمنشي ته: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن یو

۴

د فقر او بېکارۍ په منځ کې د نویو جوماتونو جوړول؛ د طالبانو د حکومت لومړیتوبونه

۵

بې پولې ډاکټران: د خوارځواکۍ ځپلو افغان ماشومانو بسترکېدل ۲۸ سلنه زیاته شوي دي

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان پولیسو د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغان محصله نیولې

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰
100%

په اسلام اباد کې د افغان محصلانو د اتحادیې مشر افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغانه محصله نیولې او د کډوالو د توقیف یوه مرکز ته یې لېږدولې ده.

په اسلام اباد کې د افغان محصلانو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي ویلي، یادې افغان محصلې د اسلام په نړیوال پوهنتون کې د ارواپوهنې په برخه کې د ماسټرۍ زده کړې کولي او د اسلام اباد په جي ـ ۵ سیمه کې نیول شوې ده.
د نوموړي په وینا، محصلې پولیسو ته ویلي چې د خپل تحصیلي ویزې د غځولو غوښتنلیک یې سپارلی او د پاکستان د حکومت له لوري د ویزو د نه تمدید له امله لا هم د ځواب په تمه ده، خو پولیسو دغه وضاحت نه دی منلی.
شریعتي وايي، محصلې د پوهنتون اسناد او د ویزې د غځولو د غوښتنلیک شواهد هم پولیسو ته وړاندې کړي وو، خو ورته ویل شوي چې معتبره ویزه نه لري او وروسته د اسلام‌اباد یوه توقیف مرکز ته لېږدول شوې ده.
د هغه په خبره، یاده محصله اوس هم د اسلام‌اباد په «حاجي کېمپ» کې ساتل کېږي او ښايي په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ولېږدول شي.
شریعتي زیاته کړه چې له نیول کېدو وروسته له محصلې موبایل هم اخیستل شوی او د همدې امله هغې سره د دوامدار تماس نیول ستونزمنه ده.
هغه وویل: «دا یوازینۍ پېښه نه ده. په وروستیو میاشتو کې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو د افغان محصلینو د نیولو لسګونه پېښې ثبت شوې دي. محصلین په بېلابېلو پلمو نیول کېږي او له پاکستانه د ایستلو له خطر سره مخ دي.»
د افغان زده‌کوونکو د اتحادیې مشر وايي، د پاکستان په پوهنتونونو کې د زده‌کړو پر افغان محصلینو، په ځانګړي ډول ښځینه محصلو، رواني فشارونه زیات شوي او ډېری یې د خپل راتلونکي په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د پاکستان په پوهنتونونو کې زرګونه افغان محصلین زده‌کړې کوي. شاوخوا دوه زره محصلین د علامه اقبال بورس له لارې او نږدې درې زره نور په شخصي لګښت زده‌کړې پر مخ وړي.
شریعتي ادعا کوي چې د پاکستان حکومت له شاوخوا شپاړسو میاشتو راهیسې د زده‌کړیزو ویزو د غځولو بهیر درولی او د زرګونو افغان محصلینو غوښتنلیکونه لا هم ځواب ته په تمه دي.
هغه وايي، افغان محصلینو په وار وار له پاکستاني چارواکو، پوهنتونونو او اړوندو ادارو سره دا موضوع شریکه کړې، خو تر اوسه یې د حل لپاره کوم عملي ګام نه دی لیدلی.
د یادونې وړ ده د روانې مياشتې په پنځمه نیټه د بلوچستان سترې محکمې د بولان طب کالج شپاړس افغان محصلینو ته لنډمهاله قانوني خوندیتوب ورکړی او حکم یې کړی چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۲۴مې پورې دې د هغوی زده‌کړې نه ځنډول کېږي او اجازه دې ورکړل شي چې خپلو ټولګیو او لیلیو ته بېرته ستانه شي.
خو په دې اړه بیا صدیق شریعتي وویل چې د بلوچستان عالي محکمې د بولان طبي کالج د افغان محصلینو په ګټه موقتي حکم صادر کړی او هغوی ته یې د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړې، خو د ده په وینا دا ډول پرېکړې تر اوسه په اسلام‌آباد او د پاکستان په نورو برخو کې د ادارو له لوري په بشپړه توګه نه عملي کېږي.

لوېدیځو مشرانو د اوکراین په دوامدار پوځي ملاتړ او امنیتي تضمینونو ټینګار وکړ

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۰
100%

د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس په برلین کې وویل، اروپا به تر هغې چې اړتیا وي د کییف مالي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي. هممهاله د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون له اوکراین سره د سمدستي وسلو پر مرستو ټینګار وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په اړه د برلین غونډې له ګډونوالو سره ټلېفوني اړیکه نیولې او هغوی یې په چین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپلو لیدنو له جزییاتو خبر کړي دي. د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له مخې، دا اړیکه په داسې حال کې نیول شوې چې په کییف کې د روسیې د تازه توغندیزو بریدونو پر مهال یو توغندی د هالنډ سفارت ته نږدې لګېدلی، خو چا ته په کې مالي او ځاني زیان نه دی رسېدلی.
په برلین کې د «خوښو هېوادونو ایتلاف» تر غونډې وروسته، د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس وویل چې هېواد به یې تر هغه وخته د اوکراین تر څنګ ولاړ وي څو چې اړتیا لیدل کېږي. مرتس زیاته کړه چې د خبرو اترو د بریالیتوب په صورت کې پر روسیې د لګول شویو بندیزونو مشروط لغوه کول ممکن دي، ځکه د ده په وینا، مسکو اوس پوه شوی چې خپلې اعظمي غوښتنې یې واقع‌بینانه نه دي. هغه په شنژن کې د امریکا، روسیې او چین د ولسمشرانو وروستۍ درې اړخیزه ناسته یوازې «د عکس اخیستلو فرصت» وبلله.
له بلې خوا د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ټینګار کړی چې د اوکراین متحدان باید همدا اوس د کییف د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې ټولې هڅې ګړندۍ کړي او خپل پوځي ملاتړ سمدستي پیاوړی کړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ماکرون همدارنګه په ناټو تړون کې د اوکراین د غړیتوب د موضوع پر بیا مطرح کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې اوس د دې مسلې په اړه د خبرو د بیا پیل لپاره تر ټولو مناسب وخت دی.
د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي جرد کوشنر په برلین کې له اروپايي او اوکرایني چارواکو سره خبرې خورا بنسټیزې او بریالۍ بللې دي. کوشنر وویل چې ولسمشر ټرمپ اوکراین ته د امنیتي تضمینونو له ورکولو سره موافق دی، اروپا د اوکراین په ملاتړ کې متحده ده او ټرمپ غواړي هر ډول هوکړه د اروپايي متحدانو په حضور کې وشي. په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل ولیکل چې له چینه واشنګټن ته د ستنېدو په حال کې دی، سفر یې خورا لوی او اغېزناک و او ډېر ژر به په سپینه ماڼۍ کې د نویو سوداګریزو هوکړو په اړه خبري غونډه وکړي.
دغه ډیپلوماټیک تحولات وروسته له هغې چټک شول چې د امریکا، روسیې او چین مشرانو د چین په شنژن ښار کې په خپله لومړۍ درې اړخیزه ناسته کې د یوې ګډې اعلامیې له لارې ټینګار وکړ چې اټومي جګړه هېڅ ګټونکی نه لري او باید هېڅکله پیل نه شي. ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ په دغه غونډه کې د ستراتیژیک ثبات پر ساتلو، د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډو ګټو او د نړیوالو قضايي بنسټونو د واکونو پر محدودولو هم بحثونه کړي وو.

ډونالډ ټرمپ: که ایران په واشنګټن کې چاودنه وکړي حکومت به یې له منځه یوسو

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۵ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که د ایران حکومت په واشنګټن کې د چاودنې یا بم‌اېښودنې اقدام وکړي، امریکا به د ایران حکومت له منځه یوسي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۸مه، د چین په شېنژن ښار کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې د هغو راپورونو په غبرګون کې دا څرګندونې کړې، چې ښایي د ایران حکومت په واشنګټن کې د بم‌اېښودنې پلان ولري.
کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا دا ګواښ جدي او قطعي دی، ټرمپ په ځواب کې وویل: «ژمنه کوم، په بشپړه توګه».
ټرمپ د ایران له‌خوا د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د احتمالي کارونې په اړه هم وویل، تهران د اټومي وسلو ترلاسه کولو له ستونزو سره د مخ کېدو له امله د کیمیاوي ګازونو او بیولوژیکي وسلو په لټه کې دی.
هغه زیاته کړه: «نوی کال په مخکې دی او د جنورۍ له لومړۍ وروسته به وګورو چې څه پېښېږي».
د امریکا ولسمشر د ایران حکومت «بدکاره کسان» بللي او ټینګار یې کړی چې امریکا جګړه نه ده پیل کړې، بلکې له ایران سره شخړه ۵۱ کاله وړاندې پیل شوې ده، نه ۴۷ کاله مخکې، لکه څنګه چې ځینې کسان یې یادونه کوي.
ټرمپ ادعا کړې چې د ایران حکومت په تېرو اتو میاشتو کې ۷۵ زره اعتراض کوونکي وژلي او د دغه هېواد خلک د اعتراض غوښتونکي دي، خو د وسله‌وال او خونړي ځپلو له امله اوس مهال نه شي کولای واټونو ته راووزي.
هغه د اعتراضونو د ځپلو په اړه وویل: «کله چې د زرګونو کسانو د یوې ډلې پر وړاندې دوه ماشیندارې درول شوې وي او ناڅاپه ډزې پیل شي، خلک هر لور ته پر ځمکه لوېږي او وژل کېږي، په داسې حال کې چې هېڅ وسله هم نه لري، نو اعتراض نه شي کېدای».
ټرمپ له ایران سره د خبرو اترو په اړه وویل چې غواړي له تهران سره هوکړې ته ورسېږي، خو دا هوکړه باید دوامداره او باوري وي.
هغه تایید کړه چې واشنګټن لا هم له تهران سره خبرې کوي او زیاته یې کړه: «موږ ورسره خبرې کړې دي. هغوی غواړي هوکړه وکړي، خو زه داسې هوکړه غواړم چې دوامداره وي».
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې هر ډول هوکړه باید داسې تضمینونه ولري چې ان په امریکا کې د یوه کمزوري یا نامناسب ولسمشر د واکمنېدو په صورت کې هم پر خپل اعتبار پاتې شي او په واشنګټن کې د حکومت له بدلون سره اغېزمنه نه شي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د داسې یوې هوکړې تر ترلاسه کېدو پورې به امریکايي ځواکونه په سیمه کې پاتې شي، هغه مثبت ځواب ورکړ او ویې ویل: «هو، زه به دا کار پای ته ورسوم. ډېر ژر به یې پای ته ورسوو، په هره بڼه چې وي».

د ډیموکرات ګوند لوړپوړی استازی د ټرمپ د کورنۍ مالي فساد او د اپسټین دوسیه څېړي

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۰
100%

د امریکا د استازو جرګې د څار کمېټې احتمالي مشر رابرټ ګارسیا د ټرمپ د کورنۍ له ۱۲ غړو، ملاتړو او اوسنیو او پخوانیو مرستیالانو غوښتي چې هېڅ اسناد دې له‌منځه نه‌وړي. ډیموکراټان د فساد، اپسټین دوسیې او له کډوالو سره د حکومت د چلند په اړه څېړنې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د استازو جرګې د څار کمېټې احتمالي مشر رابرټ ګارسیا د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د ټرمپ د کورنۍ له ۱۲ غړو، ملاتړو او اوسنیو او پخوانیو مرستیالانو غوښتي، چې اړوند اسناد له‌منځه یونه‌سي. نوموړي دغه لیکونه د دیموکراتانو له‌خوا د کانګرس د اکثریت تر ترلاسه کولو مخکې لېږلي دي.
ډیموکراټانو د روانې میاشتې په منځنیو ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو اکثریت ترلاسه کړی او ټاکل شوې، چې د مرغومي میاشتې له نیمایي وروسته د کمېټو مشري په غاړه واخلي.
ګارسیا له دغه کسانو غوښتي، چې د ټرمپ کورنۍ د غړو د احتمالي ګټو د ټکر او د هغه په حکومت کې د واک د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه ټول اړوند اسناد وساتي. د دغه لیکونو ترلاسه کوونکو په ډله کې د ولسمشر زامن ډونالډ ټرمپ جونیور او اریک ټرمپ او زوم یې جرد کوشنر هم شامل دي.
خو د اسنادو د ساتلو غوښتنه په خپله د دغه کسانو د سرغړونې یا ناقانونه کړنو د ثبوت په معنا نه ده.
د اپسټین د اسنادو خپرول او د مکسول لېږد
ځینې لیکونه د امریکايي پانګه‌وال جفري اپسټین چې د جنسي جرمونو په تور محکوم شوی و، د دوسیو د خپرولو څرنګوالي او د هغه د همکار ګیلین مکسول د یوه داسې زندان ته د لېږد په اړه دي چې امنیتي تدابیر یې نسبتا نرم دي.
ګارسیا د فدرالي زندانونو ادارې مشر ویلیام مارشال او د براین زندان مشرې تاني‌شا هال ته په یوه لیک کې ویلي، چې حکومت د ډیموکراټانو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی.
هغه خبرداری ورکړی، چې کمېټه به په راتلونکي کې له خپلو قانوني واکونو کار واخلي؛ څو له هغو کسانو معلومات ترلاسه کړي، چې د مکسول او اپسټین د جرمونو په پټولو کې یې مرسته کړې ده.
د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس، د سپینې ماڼۍ د دفتر مشر سټیفن مېلر، د عدلیې وزیر ټاډ بلانش او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ دفتري مشرې سوزي وایلس هم دغه لیکونه ترلاسه کړي دي.
ګارسیا په یونان کې د امریکا پخوانۍ سفیرې کېمبرلي ګیلفویل، د کورني امنیت پخوانۍ وزیرې کریسټي نوم او د دغه وزارت پخواني سلاکار کوري لېوانډوفسکي ته هم لیکونه استولي دي.
لېوانډوفسکي په یوه خبرپاڼه کې ګارسیا تورن کړی، چې هڅه کوي د هغه په اړه ناسم او ګمراه کوونکی انځور وړاندې کړي.
سپینه ماڼۍ د ګارسیا قانوني صلاحیت تر پوښتنې لاندې راوستی
د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکار ویل شارف د چهارشنبې په ورځ د کانګرس ډیموکراټانو ته په یوه لیک کې ویلي، چې حکومت ځان د غوښتل شویو اسنادو پر وړاندې کولو مکلف نه ګڼي. د هغه په وینا، د اقلیت ګوند د لوړپوړو غړو غوښتنه د کانګرس د یوې کمېټې د رسمي غوښتنې په څېر قانوني اعتبار نه‌لري.
شارف زیاته کړې، چې د اوسنۍ دورې غوښتنې به د کانګرس د نوې دورې له پیل سره خپل اعتبار له لاسه ورکړي. هغه ویلي، چې سپینه ماڼۍ به د کمېټو له راتلونکو مشرانو سره همکاري وکړي؛ خو د هرې غوښتنې قانوني بنسټ او د قانون جوړونې په برخه کې به یې موخه وارزوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې لورین بیس ویلي، چې ټرمپ له ډیموکراټانو سره همکارۍ ته چمتو دی؛ خو خبرداری یې ورکړی چې د «جعلي څېړنو» څار به د امریکا خلکو ته زیان ورسوي. ټرمپ د عدلیې وزارت ته هم لارښوونه کړې، چې وڅېړي، ایا د کانګرس ډیموکراټ غړو څوک ګواښلي دي که نه.

د اروپا پارلمان استازې: د طالبانو سیاستونه له جنسیتي توپیر پرته بل څه نه‌دي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰
•
طاهر قادري
100%

له افغانستان سره د اړیکو لپاره د اروپا پارلمان د پلاوي مرستیاله الساندرا مورتي وايي، اروپا باید تر هغه وخته له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه‌کړي؛ څو چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو وضعیت ښه شوی نه وي.

هغې ټینګار کړی، چې «د ښځو حقونه باید هېڅکله د سیاسي معاملاتو قرباني نه‌شي». مورتي له افغانستان انټرنشنل راډیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو په منظم ډول ښځې له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له ګډون محرومې کړې دي.

هغې د طالبانو دغه سیاست «جنسیتي توپیر» بللی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې بشري مرستې روانې وساتي، پر طالبانو ډیپلوماتیک فشار زیات کړي او د ښځو د حقونو د سرغړونو عاملین ځواب ویلو ته اړ باسي.

اروپايي چارواکو سره له دې چې د ښځو په اړه یې د طالبانو پر کړنو نیوکې کړې او د یادې ډلې اداره یې په رسمیت نه ده پېژندلې؛ خو د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یې له طالبانو سره تعامل کړی دی.

نیوکه کوونکي وايي، دغه ډول چلند په نړۍوالو اړیکو کې د طالبانو د عادي کېدو لامل کېږي او دغه ډلې ته مشروعیت وربښي.

الساندرا مورتي چې د اروپا پارلمان د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ د کمېټې غړې هم ده، ویلي چې د افغانستان وضعیت یوازې یو بشري ناورین نه‌دی. هغې زیاته کړې: «د افغانستان وضعیت یوازې یو بشري ناورین نه؛ بلکې د بشري حقونو ژور ناورین هم دی، په ځانګړي ډول هغه ناورین چې ښځې ورسره مخ دي».

د نوموړې په وینا، له زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډون څخه د ښځو محرومول نور د جلا، جلا محدودیتونو ټولګه نه؛ بلکې پر یوه منظم نظام بدل شوی دی. هغې ویلي: «دا یوازې ساده تبعیض نه‌دی؛ بلکې هغه څه دي چې جنسیتي توپیر یې بللی شو».

په وروستیو کلونو کې د «جنسیتي توپیر» په توګه د افغانستان د وضعیت پېژندلو موضوع د اروپايي بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو د بحثونو پر یوه مهم محور بدله شوې ده. د اروپا پارلمان هم په خپلو پرېکړه‌لیکونو کې غوښتنه کړې، چې جنسیتي توپیر دې د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

100%

پنځه کاله بې‌پایلې نړۍوالې غندنې

اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د طالبانو سیاستونه غندلي دي. خو له دغه ټولو غندنو سره، سره پر ښځو لګېدلي اساسي محدودیتونه لاهم پر خپل ځای پاتې دي او په ځینو برخو کې لا سخت شوي هم دي.

الساندرا مورتي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نړۍوالو غندنو په عملي ډګر کې څه پایله لرلې، ویلي چې د اروپا دنده دا وه چې نړۍواله ټولنه پرېنږدي افغانستان او ښځې یې هېرې کړي.

د نوموړې په وینا، د افغان ښځو غوښتنې، له زده‌کړو او ازادۍ نیولې، په ټولنه کې تر ګډون پورې، د هر انسان له بنسټیزو حقونو څخه دي. هغې ویلي: «دوی د زده‌کړو، ازادۍ، انساني کرامت او په ټولنه کې د ګډون په څېر هغه حقونه غواړي چې د هر انسان طبیعي حقونه دي».

مېرمن مورتي ټینګار کړی، چې اروپا باید په افغانستان کې د ښځو له روان وضعیت سره عادت نه‌شي او دغه هېواد باید د نړۍ د ګڼو نورو ناورینونو په منځ کې هېر نه‌شي.

100%

ایا له طالبانو سره تعامل د طالبانو د منلو په معنا دی؟

د افغانستان په تړاو د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ یوه له مهمو ننګونو څخه دا ده، چې څنګه له طالبانو سره اړیکې وساتي؛ خو په ورته وخت کې دغه ډلې ته مشروعیت ورنه کړي.

اروپايي ټولنه له یوې خوا د بشري مرستو رسولو، امنیتي مسایلو او د بشري حقونو د وضعیت د څار لپاره له طالب چارواکو سره اړیکو ته اړتیا لري؛ خو له بلې خوا ټینګار کوي چې دغه اړیکې د طالبانو د ادارې د رسمیت پېژندلو په معنا نه‌دي.

اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱کال راهیسې له طالبانو سره د اړیکو لپاره پنځه معیارونه ټاکلي دي: د افغانستان د خاورې له کارولو څخه د نورو هېوادونو پرضد د وسله‌والو فعالیتونو مخنیوی، د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو درناوی، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او بشري مرستو ته د لاسرسي ډاډمنول.

خو له دې سره، سره جرمني او د اروپا یوشمېر نورو هېوادونو د طالبانو پر سیاستونو د نیوکو ترڅنګ د یادې ډلې ډیپلوماتان هم منلي دي. دغه هېوادونه هڅه کوي، چې له طالبانو سره د قونسلي خدمتونو او کډوالۍ په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

مېرمن مورتي باور لري، چې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په وضعیت کې له واقعي بدلون پرته باید له طالبانو سره اړیکې د عادي کېدو پړاو ته ونه رسېږي.

د اروپا پارلمان په وروستیو کلونو کې د طالبانو د سیاستونو غندلو په موخه څو پرېکړه‌لیکونه تصویب کړي دي. په دې لړ کې یو له وروستیو پرېکړه‌لیکونو څخه د غويي ۳۱مې نېټې هغه پرېکړه‌لیک دی، چې د طالبانو له‌خوا د محاکمو د اجرااتو د نوي قانون تر تصویب وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته ځانګړی شوی و.

دغه پرېکړه‌لیک د ۴۸۰ موافقو، پنځو مخالفو او ۸۳ ممتنعو رایو په پایله کې تصویب شو. د اروپا پارلمان په دغه پرېکړه‌لیک کې د طالبانو نوی قانون په کلکه غندلی او د هغه د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

100%

د اروپا پارلمان همدارنګه د اروپايي ټولنې له شورا او کمېسیون څخه غوښتي، چې د هغه طالب مشرانو پر وړاندې بندیزونه پراخ کړي چې د ښځو د ځورونې او ځپلو مسوول دي. په دغه بندیزونو کې د سفر بندیز او د هغوی د شتمنیو کنګل شامل دي.

واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو پنځه کاله وروسته، یوه مهمه پوښتنه دا ده که نړۍوالو غندنو ونه شوای کړای د یادې ډلې سیاستونه بدل کړي؛ نو نړۍوالې ټولنې ته د فشار راوړلو لپاره نورې کومې وسیلې پاتې دي؟

الساندرا مورتي وايي، د داسې یوې تګلارې موندل چې وکولای شي په افغانستان کې د ښځو وضعیت ښه کړي اسانه کار نه دی؛ خو نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو د فشار راوړلو هڅې ونه دروي.

هغې پر څو لومړیتوبونو ټینګار کړی دی: د بشري مرستو دوام، پر طالبانو د ډیپلوماتیک فشار زیاتول، د بشري حقونو د سرغړونو عاملین ځواب ویلو ته اړ کول، د افغان ښځو او مدني ټولنې ملاتړ او په سیاسي معاملاتو کې د ښځو د حقونو د قرباني کېدو مخنیوی.

مورتي وايي، بشري مرستې اړینې دي، خو یوازې دغه مرستې د افغانستان د ناورین د حل لپاره بسنه نه‌کوي. هغې ټینګار کړی: «بشري مرستې باید دوام وکړي؛ خو دغه مرستې د سیاسي فشار او د بشري حقونو د سرغړونو د عاملینو د ځواب ویلو د بهیر بدیل نه‌شي کېدای».

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو خبرداری ورکړی، چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ په نورو برخو کې د جګړو او ناورینونو له زیاتېدو سره نړۍوالو سیاست‌والو او رسنیو د افغانستان وضعیت ته لږه پاملرنه کړې ده.

خو مورتي له دې ارزونې سره موافقه نه‌ده. هغې ویلي، د اروپا په پارلمان کې هڅې روانې دي چې په افغانستان کې د ښځو غږ واورېدل شي او اروپايي سیاست‌وال خپلې پرېکړې د همدې ښځو د تجربو او روایتونو پر بنسټ ونیسي.

نوموړې ټینګار کړی: «موږ باید هغو افغان ښځو ته غوږ ونیسو، چې په خپل هېواد کې ژوند کوي. هغوی تر بل هر چا ښه پوهېږي، چې له کومو ستونزو سره مخ دي».

په همدې تړاو، د افغانستان لپاره د اروپا پارلمان د اړیکو پلاوی هم له هغو بنسټونو دی، چې هڅه کوي د افغانستان موضوع د اروپا په سیاسي اجنډا کې ژوندۍ وساتي او د تېرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو په برخه کې ملاتړ وکړي.