د یوناما مشرې د افغانستان د سیاسي بهیر پر پرمختګ ټینګار وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې ویلي، چې ملګري ملتونه د افغانستان د سیاسي بهیر پرمختګ ته سترګې په لاره ده. د هغې په وینا، دا پرمختګ د شته ستونزو په هواري کې خورا مرسته کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) نن یکشنبه، د لیندۍ پر لومړۍ نېټې پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، چې د یوناما مشرې او د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې ننګرهار، بامیان او کندهار ولایتونو ته د خپلو سفرونو په پای کې د افغانستان د سیاسي بهیر د پرمختګ غوښتنه کړې ده.
سرچینې د نوموړې له قوله لیکلي: "په خپلو سترګو د ننګونو لیدل زما لپاره یوه خورا اغیزناکه او ارزښتمنه تجربه وه. د راستنیدونکو لپاره نه یوازې د سرپناه، خوراک او بېړني خوندیتوب برابرولو په برخه کې، بلکې د اوږدمهاله حللارو موندلو په برخه کې هم باید ډیر کار ترسره شي."
رباب فاطمې د دغو سفرونو په ترڅ کې له طالب چارواکو، ښځو، د ټولنې له مشرانو، ځوانانو، د خصوصي سکټور له استازو، راستنېدونکو او د ملګرو ملتونو له کارکوونکو سره لیدلي دي.
هغې په ننګرهار کې له هغو ټرانزیټي مرکزونو هم لیدنه کړې چې بېرته راستنېدونکو کورنیو ته مرستې رسوي. نوموړې ټینګار کړی، چې دغو کورنیو ته دې پر سرپناه او بېړنیو مرستو سربېره اوږدمهاله حللارې وموندل شي.
د یوناما مشرې د کندهار له راستنېدونکو سره لیدنې ته په اشارې ویلي، چې د هغوی ډېرې کیسې د اندېښنې وړ وې او راتلونکی یې خورا ناڅرګند ښکاري. هغې زیاته کړه، چې بېکاري، اقتصادي ستونزې او اقلیمي بدلونونه په ټولو هغو سیمو کې پراخې ننګونې دي چې دې ترې لیدنه کړې ده.
ملګرو ملتونو او بېلابېلو افغان او بهرنیو لوریو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سیاسي بهیر له لارې د روان وضعیت د حل ټینګار کړی، خو طالب چارواکو دغه غوښتنې رد کړې دي.
د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوند زاده تېره اونۍ کابل ته د سفر پر مهال یو ځل بیا د دوی له مخالفانو وغوښتل، چې هېواد ته ستانه شي او د ده اطاعت ومني.
هغه دا هم ویلي، چې که په مخالفانو کې یې څوک د دندو« اهل» وګڼل، حکومتي څوکۍ به ورکړي، خو ګڼو مخالفو لوریو یې دا څرګندونې رد کړې او ټینګار یې وکړ، چې دوی د څوکیو لپاره د طالبانو مخالفت نه کوي؛ بلکې د دوی په وینا، د خلکو د حقونو تامین او یو مشروع نظام یې هدف دی.
