د خبرپاڼې له مخې، ګډونوالو د افغانستان د سیاسي بدلونونو او بشري وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو سازمان دریځ هم وارزاوه او له طالبانو سره د اړیکو د ډلې د تعامل د تنظیمولو پر لارو چارو یې خبرې وکړې.
د دغه سازمان په وینا، وړاندیز شوی چوکاټ باید د افغانستان د خلکو د ګټو د خوندي کولو او په دغه هېواد کې د ثبات او پرمختګ د پیاوړتیا په موخه وي.
په دې غونډه کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د پرېکړهلیکونو د عملي کولو لپاره د اړیکو ډلې لومړیتوبونه هم وڅېړل شول. همداراز، له طالب چارواکو سره د ګډو ګټو پر موضوعاتو د مخامخ او رغنده خبرو اترو د پیل په اړه بحث وشو.
د اسلامي همکاریو سازمان د دې نقشې د جزییاتو، د تعامل د پړاوونو د مهالوېش او یا هغو موضوعاتو په اړه چې له طالبانو سره به په خبرو کې مطرح شي، نور معلومات نه دي ورکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو سره د تعامل پر دوام د ټینګار ترڅنګ، څو ځله د افغان ښځو او نجونو پر حقونو د دې ډلې محدودیتونه هم غندلي دي. دغه سازمان د روان کال د لړم په ۲۰مه د ښځو پر زدهکړو او کار کولو حق ټینګار وکړ او د هغوی د بنسټیزو حقونو د ملاتړ غوښتنه یې وکړه.
د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي د روان کال د تلې په ۲۶مه یو ځل بیا وویل، چې د نجونو او ښځو د زدهکړې او کار کولو د حق په اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي. هغه همداراز د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي اړتیاوو د ملاتړ په اړه د دغه سازمان پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
دغه سازمان تر دې وړاندې هم په نیویارک کې د افغانستان په اړه د وزیرانو د اړیکو ډلې په غونډه کې له طالب چارواکو سره د خبرو اترو پر دوام او د افغانستان د سیاسي، بشري او اقتصادي ننګونو د هواري لپاره د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی و.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، په تېره یوه ورځ کې پاکستان او ایران ۴۸۱ افغانان له ګڼو لارو هېواد ته په جبري ډول ستانه کړي. په داسې حال کې چې د راستنېدونکو کورنیو د سرپناه، خوراک، تودوخې او لومړنیو اړتیاوو برابرول د مرستندویه ادارو له مهمو اندېښنو څخه دي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د معلوماتو له مخې یادې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل، اسلامکلا او بهرامچې له لارو هېواد ته په جبري ډول ستانه شوي دي. دوی زیاتوي، ۶۱ کورنۍ چې ۳۱۰ غړي درلودل خپلو اصلی ولایتونو ته لیږدول شوي او له دغو کورنیو سره نغدي مرستي هم شوي دي.
افغانستان ته د ایران او پاکستان له لارو د افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ داسې مهال دوام لري، چې ژمی په رارسېدو دی او په هېواد کې د بېوزلۍ، بېکارۍ، د سرپناه نشتوالي او بشري مرستو ته د اړتیا کچه لوړه ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۳۰مه خبرداری ورکړی، چې په روان کال کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د راستنو شویو افغانانو شمېر له ۱،۳ میلیونو اوښتی دی. دغه سازمان ویلي، د ژمي له رارسېدو سره راستنې شوې کورنۍ د سرپناه، تودوخې، سونتوکو، ژمنیو جامو او کمپلو له کمښت سره مخ دي.
د دغه سازمان په وینا، د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د ژمي د مرستو لپاره نږدې ۲۰۰ زره کسانو ته د مرستې رسولو پلان جوړ شوی، خو د ۱۲،۸ میلیونه ډالرو له اړینې بودجې څخه یوازې څلور میلیونه ډالر برابر شوي دي. ای او ایم خبرداری ورکړی، چې د پاتې بودجې نه برابرېدل ښايي له ۱۴۰ زرو ډېر کسان، چې راستنېدونکي کډوال، بېځایه شوي او کوربه ټولنې پکې شاملې دي، له حیاتي ژمنیو مرستو بېبرخې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر اوومې نېټې د شمېرو له مخې، په روان کال کې ټولټال ۱،۴ میلیونه افغانان له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي، چې شاوخوا ۷۲۷ زره یې له پاکستان او ۶۸۱ زره یې له ایران څخه دي. په دې شمېرو کې جبري ایستل، په خپله خوښه راستنېدل او نور ډولونه شامل دي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۰مه خپور شوي راپور د راستنېدونکو د وضعیت په اړه اندېښمنوونکي معلومات وړاندې کړي دي. د راپور له مخې، د راستنېدونکو ۶۹ سلنه کسانو د سروې په تېرو ۳۰ ورځو کې کار نه دی کړی، ۵۴ سلنه کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او ۷۷ سلنه راستنېدونکي په لنډمهاله سرپناوو کې ژوند کوي. همدارنګه، ۱۴ سلنه ارزول شویو کورنیو له راستنېدو وروسته د کورونو د پرېښودو له ستونزې سره مخ شوې دي.
د ژمي په درشل کې د راستنېدونکو کورنیو د سرپناه، خوراک، تودوخې او لومړنیو اړتیاوو برابرول د بشري مرستندویه ادارو له مهمو اندېښنو څخه دي؛ په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې له ایران او پاکستان څخه له خپلو شتمنیو، د کار له فرصتونو او د اوسېدو له خوندي ځای پرته بېرته افغانستان ته ستنېږي.
په همدې حال کې، د طالبانو د کډوالو کمېسیون د ورځني راپور له مخې، راستنېدونکو ته د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، سیمکارتونو، ترانسپورټ او نغدي مرستو په برخو کې خدمات وړاندې کېږي؛ خو د نړیوالو ادارو راپورونه ښيي چې د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوازې د پولو په اوږدو کې لنډمهاله مرستې بسنه نه کوي او د ژمي لپاره پراخو او دوامدارو بشري مرستو ته اړتیا ده.
اسنیکو، چې د امریکا د انټرنېټ یوه جنجالي څېره ده، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو او غړو سره د لیدنو او خبرو اترو ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړې. دغو ویډیوګانو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه او بحثونه راپارولي دي.
له دغو ویډیوګانو یوه یې له اسنیکو سره د واده په اړه د یوه طالب غړي د څرګندونو له امله جنجالي شوه.
په دې ویډیو کې طالب غړي اسنیکو ته وایي، که له یوې افغانې نجلۍ سره واده کولو ته لېوالتیا ولري، دوی ورته ښځه پیدا کولای شي. نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې ډېرې نجونې په «ویاړ» له اسنیکو سره واده کولو ته چمتو دي.
د دغو څرګندونو پراخې نیوکې راپارولې دي. نیوکه کوونکو ویلي، چې دا ډول څرګندونې د افغان ښځو او نجونو په اړه له سپکاوي ډک لیدلوری څرګندوي او په دې مانا ده چې هغوی د یوې وسیلې په توګه د یوه بهرني نارینه د خوښۍ لپاره وکارول شي.
اسنیکو د خپل سفر پر مهال د طالبانو له څو څېرو، د انس حقاني او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عبدالقهار بلخي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي. نوموړي له طالب غړو سره د لمانځه، له ماشومانو سره د لیدنې او د نجونو د ښوونیزو مرکزونو د لیدو ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.
په یوه ویډیو کې د طالبانو یو غړی د ښځو پر کار او له کوره د هغوی پر وتلو بندیز ناسم بولي. د نوموړي دغه څرګندونې افغانستان کې د ښځو پر حقونو او د نجونو پر زدهکړو د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره په ټکر کې دي.