نوموړي په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې ویلي، چې د دوی نیکونه مسلکي او پخواني سرتېري وو، چې د پخوانیو جګړو پر مهال د هند بېلابېلو سیمو ته تللي او هلته مېشت شوي دي. د هغه په وینا، نیکونه یې د هند د حیدراباد، اندور، بوپال او رامپور په څېر د لویو شاهي ریاستونو له پوځونو سره د یو ځای کېدو لپاره هند ته راغلي وو. د نوموړي په وینا، هغوی له خپلو ښځو پرته هند راغلي و او د روهیلکنډ (روهلیکنډ) په سیمه کې له مېشتېدو وروسته یې هلته ودونه کړي او خپل ژوند ته یې دوام ورکړی دی.
رضا علي مراد په دې خپرونه کې د خپلې کورنۍ د څو نسلونو د مشرانو نومونه هم یاد کړي دي. د هغه په وینا، په دې لړۍ کې ادم خان، معظم خان، بهادر خان، حشمت علي خان، ولي علي خان، حمد علي خان، رضا علي خان، مراد او د هغه زوی علي مراد شامل دي.
نوموړي ویلي، د کورنۍ اوسنی نسل، په ځانګړي ډول ماشومان یې، د خپلو نیکونو د تاریخ او افغانستان کې د خپلو کورنیو د ریښو په اړه ډېر معلومات نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د تاریخپوهانو د څېړنو له مخې، افغانستان او هند ترمنځ تاریخي اړیکې څو پېړۍ مخینه لري. د تاریخ په اوږدو کې ګڼ شمېر افغانان، په ځانګړي ډول پښتانه، د بېلابېلو سیاسي، پوځي او اقتصادي لاملونو له مخې هند ته تللي او هلته مېشت شوي دي. د غزنويانو، غوریانو، لودیانو او سوریانو د واکمنیو پر مهال د افغانانو تګ راتګ هند ته زیات و. ګڼ شمېر افغانان د پوځونو د سرتېرو، قوماندانانو، سوداګرو او واکمنانو په توګه هند ته تللي او په بېلابېلو سیمو کې یې خپل استوګنځایونه جوړ کړي دي.د دغو افغان کډوالو یوه مهمه ټولنه د هند په شمال کې د روهیلکنډ په سیمه کې مېشت شوي و، چې د اوسني اترپردېش ایالت برخه ده. د دغې سیمې اوسېدونکي د «روهیله افغانانو» په نوم پېژندل کېدل. د تاریخي څېړنو له مخې، د پنځلسمې او شپاړسمې پېړۍ په اوږدو کې د لودي او سوري واکمنیو پر مهال هند ته د افغانانو کډوالي زیاته شوه او وروسته د اتلسمې پېړۍ پر مهال هم ګڼ افغانان هلته مېشت شول. دغو افغانانو د هند په پوځي، سیاسي او ټولنیز ژوند کې مهم رول ولوباوه او په ځینو سیمو کې یې خپلواکې واکمنۍ هم جوړې کړې.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، په تېره یوه ورځ کې پاکستان او ایران ۴۸۱ افغانان له ګڼو لارو هېواد ته په جبري ډول ستانه کړي. په داسې حال کې چې د راستنېدونکو کورنیو د سرپناه، خوراک، تودوخې او لومړنیو اړتیاوو برابرول د مرستندویه ادارو له مهمو اندېښنو څخه دي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د معلوماتو له مخې یادې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل، اسلامکلا او بهرامچې له لارو هېواد ته په جبري ډول ستانه شوي دي. دوی زیاتوي، ۶۱ کورنۍ چې ۳۱۰ غړي درلودل خپلو اصلی ولایتونو ته لیږدول شوي او له دغو کورنیو سره نغدي مرستي هم شوي دي.
افغانستان ته د ایران او پاکستان له لارو د افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ داسې مهال دوام لري، چې ژمی په رارسېدو دی او په هېواد کې د بېوزلۍ، بېکارۍ، د سرپناه نشتوالي او بشري مرستو ته د اړتیا کچه لوړه ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۳۰مه خبرداری ورکړی، چې په روان کال کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د راستنو شویو افغانانو شمېر له ۱،۳ میلیونو اوښتی دی. دغه سازمان ویلي، د ژمي له رارسېدو سره راستنې شوې کورنۍ د سرپناه، تودوخې، سونتوکو، ژمنیو جامو او کمپلو له کمښت سره مخ دي.
د دغه سازمان په وینا، د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د ژمي د مرستو لپاره نږدې ۲۰۰ زره کسانو ته د مرستې رسولو پلان جوړ شوی، خو د ۱۲،۸ میلیونه ډالرو له اړینې بودجې څخه یوازې څلور میلیونه ډالر برابر شوي دي. ای او ایم خبرداری ورکړی، چې د پاتې بودجې نه برابرېدل ښايي له ۱۴۰ زرو ډېر کسان، چې راستنېدونکي کډوال، بېځایه شوي او کوربه ټولنې پکې شاملې دي، له حیاتي ژمنیو مرستو بېبرخې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر اوومې نېټې د شمېرو له مخې، په روان کال کې ټولټال ۱،۴ میلیونه افغانان له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي، چې شاوخوا ۷۲۷ زره یې له پاکستان او ۶۸۱ زره یې له ایران څخه دي. په دې شمېرو کې جبري ایستل، په خپله خوښه راستنېدل او نور ډولونه شامل دي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۰مه خپور شوي راپور د راستنېدونکو د وضعیت په اړه اندېښمنوونکي معلومات وړاندې کړي دي. د راپور له مخې، د راستنېدونکو ۶۹ سلنه کسانو د سروې په تېرو ۳۰ ورځو کې کار نه دی کړی، ۵۴ سلنه کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او ۷۷ سلنه راستنېدونکي په لنډمهاله سرپناوو کې ژوند کوي. همدارنګه، ۱۴ سلنه ارزول شویو کورنیو له راستنېدو وروسته د کورونو د پرېښودو له ستونزې سره مخ شوې دي.
د ژمي په درشل کې د راستنېدونکو کورنیو د سرپناه، خوراک، تودوخې او لومړنیو اړتیاوو برابرول د بشري مرستندویه ادارو له مهمو اندېښنو څخه دي؛ په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې له ایران او پاکستان څخه له خپلو شتمنیو، د کار له فرصتونو او د اوسېدو له خوندي ځای پرته بېرته افغانستان ته ستنېږي.
په همدې حال کې، د طالبانو د کډوالو کمېسیون د ورځني راپور له مخې، راستنېدونکو ته د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، سیمکارتونو، ترانسپورټ او نغدي مرستو په برخو کې خدمات وړاندې کېږي؛ خو د نړیوالو ادارو راپورونه ښيي چې د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوازې د پولو په اوږدو کې لنډمهاله مرستې بسنه نه کوي او د ژمي لپاره پراخو او دوامدارو بشري مرستو ته اړتیا ده.
اسنیکو، چې د امریکا د انټرنېټ یوه جنجالي څېره ده، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو او غړو سره د لیدنو او خبرو اترو ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړې. دغو ویډیوګانو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه او بحثونه راپارولي دي.
له دغو ویډیوګانو یوه یې له اسنیکو سره د واده په اړه د یوه طالب غړي د څرګندونو له امله جنجالي شوه.
په دې ویډیو کې طالب غړي اسنیکو ته وایي، که له یوې افغانې نجلۍ سره واده کولو ته لېوالتیا ولري، دوی ورته ښځه پیدا کولای شي. نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې ډېرې نجونې په «ویاړ» له اسنیکو سره واده کولو ته چمتو دي.
د دغو څرګندونو پراخې نیوکې راپارولې دي. نیوکه کوونکو ویلي، چې دا ډول څرګندونې د افغان ښځو او نجونو په اړه له سپکاوي ډک لیدلوری څرګندوي او په دې مانا ده چې هغوی د یوې وسیلې په توګه د یوه بهرني نارینه د خوښۍ لپاره وکارول شي.
اسنیکو د خپل سفر پر مهال د طالبانو له څو څېرو، د انس حقاني او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عبدالقهار بلخي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي. نوموړي له طالب غړو سره د لمانځه، له ماشومانو سره د لیدنې او د نجونو د ښوونیزو مرکزونو د لیدو ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.
په یوه ویډیو کې د طالبانو یو غړی د ښځو پر کار او له کوره د هغوی پر وتلو بندیز ناسم بولي. د نوموړي دغه څرګندونې افغانستان کې د ښځو پر حقونو او د نجونو پر زدهکړو د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره په ټکر کې دي.