اسماعیل بقایي: د جرمني او قطر له لوري د ایران د اقداماتو غندل د منلو وړ نه دي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د جرمني او قطر ګډه اعلامیه رد کړې او د قطر د څرګندونو په غبرګون کې یې د دغه هېواد شارژدافیر احضار کړی دی. نوموړي ټینګار کړی چې په ټولو جبهو کې د جګړې درول د هرې هوکړې اساسي برخه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د جرمني او قطر په ګډه اعلامیه کې د ایران د اقداماتو غندل د تهران لپاره د منلو وړ نه دي. د هغه په وینا، د همدې اعلامیې په غبرګون کې د قطر شارژدافیر د ایران بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی او د تهران رسمي اعتراضلیک یې ورته سپارلی دی.
بقایي زیاته کړې، د قطر د لومړي وزیر د واشنګټن سفر او له امریکايي چارواکو سره د خبرو په اړه د تهران دریځ دا دی چې په ټولو جبهو کې باید جګړه ودرول شي او دا موضوع باید د هر ډول احتمالي هوکړې نه بېلېدونکې برخه وي.
نوموړي د جګړې د درولو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ایران ځان مسوول ګڼي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا د خزانې وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې هم ویلي چې ایران له جګړې زیانمن شوی، خو د هغه په تعبیر، دغه زیانونو د ایران «د زمري منګولې او غاښونه» لا پیاوړي کړي دي.
دا په داسي حال کې ده، چې د نومبر په ۲۰مه او ۲۱مه د قطر امیر جرمني ته د خپل سفر په لړ کې ددغه هیوا له ولسمشر فرانکوالټر شټاینمایر او صدراعظم فریدریش مېرتس سره د لیدنې پر مهال په ګډه اعلامیه کې د ایران پر هغو بریدونو نیوکه شوې چې د قطر او سیمې نور هېوادونه یې په نښه کړي دي. همداراز، د هرمز تنګي د بېخنډه تګ راتګ، د ایران د اټومي پروګرام او په سیمه کې د وسلهوالو ډلو د ملاتړ په اړه د تهران د ژمنو د پلي کېدو غوښتنه شوې ده.
قطر او جرمني په دغه اعلامیه کې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره پر ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ټینګار کړی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۸۱۷م پرېکړهلیک د پلي کېدو غوښتنه یې هم کړې ده.
د ایټالیا د پادوا پوهنتون د څېړونکو نوې څېړنه ښيي چې هغه پاخه عمر لرونکي چې دین او معنویت ته ډېر ارزښت ورکوي، په ټوله کې د خپل ژوند کیفیت ښه ارزوي او له خپل ژوند څخه ډېر رضایت لري.
دا څېړنې د ۱۹۹۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په اسیا، افریقا، اروپا او امریکا کې ترسره شوې دي. په دغو څېړنو کې ټولټال ۵ زره او ۶۶۴ کسانو ګډون کړی و. د ګډونوالو تر ټولو کمعمره ۶۰ کلن او تر ټولو ډېر عمر لرونکی یې ۱۰۴ کلن و. د دې څېړنې پایلې د پنجشنبې په ورځ د «پلاس روغتیا او زړښت» په علمي مجله کې خپرې شوې دي.
څېړونکو ټینګار کړی چې موندنې یې د دیني او معنوي باورونو او له ژوند څخه د رضایت ترمنځ اړیکه ښيي، خو د دغې اړیکې لامل نه روښانوي. د دوی په وینا، په دغو څېړنو کې د دینپالنې او معنویت د کچې معلومولو لپاره بېلابېلې لارې کارول شوې دي چې له همدې امله د پایلو پرتله کول ستونزمن شوي دي.
د یادې څېړنې له مخې، په اسیا کې د دیني او معنوي باورونو او د ژوند د رضایت ترمنځ اړیکه د نورو سیمو په پرتله پیاوړې ده. افریقا او امریکا ورپسې راځي او په اروپا کې دا اړیکه تر ټولو کمزورې ده. د څېړنې یوې لیکوالې، الېساندرا بوجا، له سياېناېن سره په خبرو کې ویلي چې د دې توپیر یو لامل ښايي د اروپایانو په ورځني ژوند کې د دین کمرنګه رول وي.
د بوجا په وینا، معنوي باورونه ښايي له بوډاګانو سره مرسته وکړي چې له تقاعد وروسته هم په خپل ژوند کې معنا او موخه ومومي. د لندن پوهنتون کالج کې د زړښت د ټولنپوهنې استاد، پاول هېګز، هم ویلي چې د بېلابېلو سیمو ترمنځ د توپیر د پیدا کولو لپاره باید د خلکو په ژوند کې د دین ځای ته پام وشي. د هغه په وینا، د اسیا او افریقا په ځینو برخو کې دین او معنویت لا هم د خلکو د ټولنیز او کلتوري ژوند مهمه برخه ده.
په بریتانیا کې د «تیوس» څېړنیز بنسټ مشر، چین مکډونالډ، په دیني غونډو او ټولنو کې رامنځته کېدونکو ملګرتیاوو ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، بوډاګان په دغو غونډو کې داسې کسان مومي چې د ناروغۍ پر مهال یا د یوه نږدې کس له مړینې وروسته پرې د مرستې او ملاتړ لپاره تکیه کولای شي. هغه ویلي چې د یوازیتوب او ټولنیز انزوا له پراخېدو سره، دغه ملګرتیاوې او د تړاو احساس چې پاخه عمر لرونکو ته یې وربښي، لا ډېر اهمیت پیدا کوي.
په امریکا کې د «پیو» څېړنیز مرکز د ۲۰۲۵ کال راپور هم ښيي چې دین په منځني ختیځ، سویلي او سوېل ختیځه اسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې د خلکو په ژوند کې ډېر مهم ځای لري. په بنګلهدېش، اندونیزیا، سریلانکا، تونس او کینیا کې تر ۹۰ سلنې ډېرو لویانو ویلي چې دین ورته ډېر ارزښت لري. دغه کچه په امریکا کې ۳۸ سلنه او په بریتانیا کې ۲۰ سلنه ده.
د پیو د شمېرو له مخې، په ټوله کې ۵۰ کلن او تر هغه لوړ عمر لرونکي کسان د ځوانانو په پرتله ځانونه ډېر دینپال بولي. په امریکا کې د دې عمر ډلې ۸۰ سلنه کسانو ویلي چې د یوه دین پیروان دي. دغه کچه په برازیل او پولنډ کې ۹۸ سلنه ده.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د ۲۰۷۰ لسیزې تر وروستیو پورې به په نړۍ کې د ۶۵ کلونو او تر هغه لوړ عمر لرونکو کسانو شمېر دوه میلیاردو او ۲۰۰ میلیونو ته ورسېږي او د ماشومانو له شمېر څخه به زیات شي.
د پادوا پوهنتون څېړونکي وايي، له نورو خلکو سره اړیکې، عاطفي ملاتړ او هغه فعالیتونه چې ذهن فعال ساتي، د سپینږیرو د رواني روغتیا په ښه ساتلو کې مرسته کولای شي او ښايي د هغوی له اوږد عمر سره هم تړاو ولري. د دوی په وینا، د سپینږیرو د پاملرنې پر مهال د هر کس دیني باورونو او معنوي اړتیاوو ته هم پام کېدای شي.
اسنیکو، چې د امریکا د انټرنېټ یوه جنجالي څېره ده، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو او غړو سره د لیدنو او خبرو اترو ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړې. دغو ویډیوګانو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه او بحثونه راپارولي دي.
له دغو ویډیوګانو یوه یې له اسنیکو سره د واده په اړه د یوه طالب غړي د څرګندونو له امله جنجالي شوه.
په دې ویډیو کې طالب غړي اسنیکو ته وایي، که له یوې افغانې نجلۍ سره واده کولو ته لېوالتیا ولري، دوی ورته ښځه پیدا کولای شي. نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې ډېرې نجونې په «ویاړ» له اسنیکو سره واده کولو ته چمتو دي.
د دغو څرګندونو پراخې نیوکې راپارولې دي. نیوکه کوونکو ویلي، چې دا ډول څرګندونې د افغان ښځو او نجونو په اړه له سپکاوي ډک لیدلوری څرګندوي او په دې مانا ده چې هغوی د یوې وسیلې په توګه د یوه بهرني نارینه د خوښۍ لپاره وکارول شي.
اسنیکو د خپل سفر پر مهال د طالبانو له څو څېرو، د انس حقاني او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت له ویاند عبدالقهار بلخي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي. نوموړي له طالب غړو سره د لمانځه، له ماشومانو سره د لیدنې او د نجونو د ښوونیزو مرکزونو د لیدو ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.
په یوه ویډیو کې د طالبانو یو غړی د ښځو پر کار او له کوره د هغوی پر وتلو بندیز ناسم بولي. د نوموړي دغه څرګندونې افغانستان کې د ښځو پر حقونو او د نجونو پر زدهکړو د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره په ټکر کې دي.