د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د پرځېدو په وروستیو ورځو کې پیل شوې دغې جګړې شپږ ورځې دوام وکړ او په پایله کې یې د سياېای د یوه افسر په ګډون سلګونه کسان ووژل شول او دغه کلا څخه یو لوی پاڅون هم رامنځته شو.
د یوې پېړۍ څلورمې برخې له تېرېدو وروسته، قلعه جنګي لا هم د افغانستان د معاصر تاریخ د یوه حساسې دورې په توګه یادېږي؛ هغه پېښه چې د ځواکونو تسلیمېدل، د بندیانو پاڅون، د امریکا او برېتانیا د ځانګړو ځواکونو عملیات، هوايي بریدونه او د جګړې د بندیانو د وضعیت په اړه د بشري حقونو څېړنې پکې سره تړلې وې.
په شمال کې د جګړو پای او ورپسې بدلونونه
د ۲۰۰۱ کال په مني کې، د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو او په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو له پیل وروسته، د شمال ټلوالې ځواکونو د امریکا د هوايي ملاتړ په مرسته په چټکۍ سره د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ونیولې. د مزارشریف، تالقان او ورپسې کابل له سقوط سره، کندز ولایت په شمال کې د طالبانو پر وروستي لوی مرکز بدل شو.
هغه کلا چې د جګړې پر ډګر بدله شوه
د ټایم مجلې د راپور له مخې، د تسلیمۍ له هوکړې وروسته، د طالبانو سلګونه جنګیالي او د هغوی متحد بهرني جنګیالي له کندزه دې کلا ته ولېږدول شول. د هغوی د ساتنې مسوولیت د عبدالرشید دوستم اړوندو ځواکونو ته سپارل شوی و او په همدې وخت کې امریکايي مامورینو هم د القاعدې شبکې د احتمالي غړو د پېژندلو لپاره له هغوی څخه د پوښتنو ګروېږنو بهیر پیل کړی و.
قلعه جنګي د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ ته نږدې یوه پوځي ودانۍ ده چې تر اوسه د طالبانو د پوځيانو له خوا کارول کېږي. د جمهوریت پر مهال دغه کلا د شاهین قول اردو اړوند وه.
امنیتي تشې او د پاڅون پیل
له دې پېښې وروسته خپاره شوي راپورونه ښيي چې د بندیانو یوه لویه برخه کلا ته د لېږد پر مهال په بشپړه توګه نه وه تلاشي شوې او له همدې امله ځینو یې توانېدلي وو چې لاسي بمونه او پوځي تجهیزات له ځان سره پټ وساتي.
د ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۲۵مه سهار مهال د یوې ډلې بندیانو د پوښتنو ګروېږنو پر مهال یوه بندي پر ساتونکو ځواکونو برید وکړ چې له امله یې پاڅون پیل شو. په څو ساعتونو کې بندیانو د کلا د وسلو زېرمو ته لاسرسی وموند او د دې کلا ځینې برخې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.
د لومړنیو نښتو پر مهال د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سياېاې) افسرجاني مایکل سپن ووژل شو. هغه لومړنی امریکايي وګړی و چې د افغانستان په جګړه کې یې ژوند له لاسه ورکړ او مړینې یې په متحده ایالاتو کې پراخ انعکاس وموند. د افغانستان پخواني حکومت او امریکايي ځواکونو وروسته په دهدادي ولسوالۍ کې یوه پوځي اډه د «کمپ سپن» په نوم ونوموله.
پاڅون په چټکۍ سره په یوې بشپړې جګړې بدل شو. د شمال ټلوالې ځواکونو د کلا د کنټرول بېرته ترلاسه کولو لپاره د امریکا او برېتانیا له ځانګړو ځواکونو مرسته وغوښته. امریکايي جنګي الوتکو، بم غورځوونکو الوتکو، اېسي ۱۳۰ الوتکې، د امریکا ځانګړو ځواکونو او د بریتانیا ځانګړو واحدونو په عملیاتو کې ګډون وکړ.
د شته روایتونو له مخې، د کلا په محدود چاپېریال کې جګړه په ډېر شدت روانه وه. پاڅون کوونکو د وسلو زېرمو ته د لاسرسي په لرلو مقاومت کاوه او یوې برخې یې د کلا په ځمکتلي او تر ځمکې لاندې دفاعي سنګرونو کې پناه اخیستې وه او ان له هوايي بمباریو وروسته یې هم مقاومت ته دوام ورکاوه.
د دغو عملیاتو په یوه پړاو کې، د امریکايي ځواکونو یوه هوايي برید په تېروتنه د شمال ټلوالې ځواکونو د سنګرونو په څېرمه سیمه کې ولګېد چې له امله یې یو شمېر افغان سرتېري او لوېدیځ پوځیان ټپیان شول؛ دې پېښې د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ په ګډو عملیاتو کې د همغږۍ ستونزې څرګندې کړې.
د مرګژوبلې شمېر او د ژوندي پاتې شویو برخلیک
له شپږو ورځو پرلهپسې نښتو وروسته، په قلعه جنګي کې پاڅون وځپل شو. د تاریخي راپورونو له مخې، په کلا کې له مېشتو سلګونو بندیانو څخه یوازې ۸۶ کسان ژوندي پاتې شول او بېرته ونیول شول. نور بندیان د وسلهوالو نښتو، هوايي بریدونو، توپچي ډزو یا د سیمې د پاکولو د عملیاتو پر مهال ووژل شول.
د وژل شویو کسانو د کره شمېر په اړه هېڅ سند په لاس کې نشته، خو له دې ډلې یوازې ۸۶ کسان ژوندي پاتې شول. له همدې امله، د بشري حقونو بنسټونه او څېړونکي د قلعه جنګي جګړه د افغانستان د جګړې د لومړیو میاشتو له تر ټولو خونړیو پېښو څخه ګڼي. د ژوندي پاتې شویو کسانو په منځ کې د جان واکر لینډ نوم هم یادېږي؛ هغه امریکايي وګړی چې د طالبانو په لیکو کې و. د هغه نیول کېدل په متحده ایالاتو کې د افغانستان د جګړې په تړاو په یوې مهمې قضايي دوسیې بدل شول.
د مزارشریف د سقوط د ورځو په اړه د شمال ټلوالې د قوماندانانو روایتونه
که څه هم عبدالرشید دوستم، چې د خپل ګوند د ځواکونو مشري یې کوله او د طالبانو پر وړاندې د قلعه جنګي د جګړې د مشرتابه تور پرې لګېدلی، تر اوسه د دې جګړې په اړه کوم کره روایت نه دی وړاندې کړی او په ډېرو رسمي غونډو او رسنیزو مرکو کې یې دا تور رد کړی دی، خو د مزارشریف د سقوط د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت، د بلخ پخواني والي او د شمال ټلوالې یوه قوماندان عطا محمد نور په ټولنیزه شبکه اېکس کې پر خپلې رسمي پاڼې دې ښار ته د طالبانو ضد ځواکونو د ننوتلو په اړه یو روایت خپور کړ.
هغه لیکلي چې د ۱۳۸۰ کال د لړم په ۱۹مه سهار له خپلو ځواکونو سره مزارشریف ته ننوت او د ښار د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شو. د هغه په وینا، څو ساعته وروسته عبدالرشید دوستم، محمد محقق او د طالبانو نور سیاسي او پوځي مخالف مشران هم له خپلو ځواکونو سره دې ښار ته ننوتل.
نور زیاتوي چې له لومړني ځای پر ځای کېدو وروسته، د شمال ټلوالې مشران په قلعه جنګي کې راټول شول، څو د مزارشریف او بلخ ولایت د امنیت د ټینګښت په اړه سلا مشورې وکړي. د هغه د روایت له مخې، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بېنظمۍ او احتمالي شخړو د مخنیوي لپاره، د عبدالرشید دوستم اړوند ځواکونه په قلعه جنګي کې، د جمعیت اسلامي ځواکونه د اوومې قول اردو په قرارګاه کې او د حزب وحدت، حرکت اسلامي او نورو ډلو ځواکونه د ښار په نورو برخو کې ځای پر ځای شي. دا روایت ښيي چې قلعه جنګي د ۲۰۰۱ کال د نومبر له جګړې څو اوونۍ مخکې په شمال کې د طالبانو ضد ځواکونو د همغږۍ او ځای پر ځای کېدو پر یوه مهم مرکز بدله شوې وه.
په همدې تړاو، د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر او د شمال ټلوالې یوه لوړپوړي غړي محمد محقق د دې پېښې د کلیزې په مناسبت په یوه لیکنه کې ویلي چې په شمال کې د طالبانو د وروستي مقاومت له پای ته رسېدو وروسته، د دې ډلې یوه پلاوي د ملا نورالله نوري او ملا فاضل مظلوم په مشرۍ قلعه جنګي ته ورغی او د طالبانو د ځواکونو تسلیمېدل یې د شمال د مقاومت د رهبرۍ پلاوي ته، چې عبدالرشید دوستم، محمد محقق او عطا محمد نور پکې شامل وو، اعلان کړل.
په هغو ورځو کې، سلګونو جنګیالیو، چې د پام وړ شمېر یې د عربي هېوادونو، پاکستان، ازبکستان، چیچنیا او نورو هېوادونو وګړي وو، خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې. په داسې حال کې چې ډېرو څارونکو ته په شمال کې جګړه پای ته رسېدلې ښکارېده، په قلعه جنګي کې ورپسې بدلونونو د پېښو مسیر بدل کړ.
بېلابېل لیدلوري او د حقوقي څېړنو غوښتنه
د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د رسنیو او نړیوالو بنسټونو پام د بندیانو برخلیک او د کړکېچ د مدیریت څرنګوالي ته واوښت. د بښنې نړیوال سازمان د بندیانو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه وکړه او د جګړې د ټولو ښکېلو لورو پر ځواب ویلو یې ټینګار وکړ.
دغه سازمان د دې موضوع د څېړلو غوښتنه وکړه چې ایا د پاڅون د ځپلو پر مهال د نړیوال بشردوستانه قانون او د جګړې د بندیانو حقونه مراعات شوي وو که نه. همدارنګه، ځینو بشري حقونو بنسټونو او رسنیو د هغه ځای په اړه، چې سلګونه بندیان پکې موجود وو، د درنو هوايي بریدونو د کارولو د تناسب په اړه پوښتنې مطرح کړې.
په مقابل کې، د شمال ټلوالې قوماندانانو او امریکايي پوځي چارواکو ټینګار کاوه چې دوی له یوه بشپړ وسلهوال پاڅون سره مخ وو او بندیانو د وسلو د زېرمو په نیولو سره په عملي توګه پر یوې سمبالې جنګي قوې بدل شوي وو. هغوی استدلال کاوه چې د مقاومت دوام او درنو وسلو ته د پاڅون کوونکو لاسرسي د وضعیت د کنټرول لپاره پراخ پوځي عملیات اړین کړي وو.
د دښتې لیلې دوسیه؛ د بندیانو د برخلیک په اړه یوه بله هممهاله موضوع
د افغانستان په شمال کې د بندیانو د برخلیک اړوند پېښې یوازې د قلعه جنګي تر جګړې محدودې نه وې. د طالبانو د مورچو له سقوط وروسته په اوونیو او میاشتو کې، یوه بله موضوع هم د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالو رسنیو د پام په مرکز کې وه چې د «د لیلې دښتېدوسیې» په نوم پېژندل کېږي. په دې اړه چې په لیلي دښتې کې وژل شوي طالب بندیان له قلعه جنګي څخه لېږدول شوي وو که نه، کوم معتبر سند نشته.
د خپلواکو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو د خپرو شویو راپورونو له مخې، په کندز کې د طالبانو د جبهې له ړنګېدو وروسته، د دې ډلې ګڼ شمېر جنګیالي او متحد ځواکونه یې د شمال ټلوالې ځواکونو ونیول او ټاکل شوې وه چې د ساتنې لپاره د جوزجان ولایت د شبرغان زندان ته ولېږدول شي. په هغه وخت کې شبرغان د دوستم دودیز مرکز ګڼل کېده.
یو شمېر ژوندي پاتې شویو کسانو او عیني شاهدانو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د لېږد پر مهال یو شمېر بندیان په فلزي کانتینرونو کې د اکسیجن د کمښت، ګرمۍ او نامناسبو شرایطو له امله مړه شوي دي. همدارنګه، په ځینو روایتونو کې پر کانتینرونو د ډزو یادونه هم شوې ده. د ګڼو راپورونو له شتون سره سره، د وژل شویو کسانو کره شمېر تر اوسه په خپلواکه او قطعي توګه نه دی تایید شوی او په بېلابېلو سرچینو کې د څو سوو کسانو یادونه شوې ده.
په ۲۰۰۲ کال کې د عدلي طب د کارپوهانو یوې ډلې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د دشت لیلي له سیمې لیدنه وکړه چې د څېړنو پایلو یې په دې ځای کې د ډلهییزو قبرونو د شتون څرګندونه کوله. په ورپسې کلونو کې، د بشري حقونو بنسټونو په ساحه کې د شواهدو د احتمالي زیانمنېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د سیمې د ساتنې او هر اړخیزو څېړنو غوښتنه یې وکړه.
د دښت لیلې د دوسیې په اړه سیاسي او حقوقي غبرګونونه
په ۲۰۰۹ کال کې، د امریکا د هغه وخت ولسمشر باراک اوباما، د دې دوسیې د څېړنې د مخنیوي په اړه د امریکا د پخواني حکومت د هڅو په تړاو د رسنیزو افشاګریو وروسته، خپل ملي امنیتي ټیم ته لارښوونه وکړه چې د دشت لیلي د پېښو په اړه څېړنې وکړي. خو څلور کاله وروسته، د ۲۰۱۳ کال په جنورۍ کې، سپینې ماڼۍ په پټه توګه د دې دوسیې د تړلو اعلان وکړ او د دغو څېړنو له پایلو یا جزئیاتو له خپرولو یې ډډه وکړه.
په مقابل کې، عبدالرشید دوستم او نږدې کسانو یې تل د بندیانو په مرګونو کې د خپلو تر قوماندې لاندې ځواکونو لاس لرل رد کړي دي. تر اوسه هېڅ نړیوالې محکمې یا خپلواک قضايي مرجع د دې دوسیې په تړاو د مشخصو کسانو یا ډلو د جزايي مسوولیت په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
څرنګه چې د دشت لیلي د پېښو پر مهال د لېږدول شویو بندیانو یوه برخه د قلعه جنګي له جګړې ژوندي پاتې شوي کسان وو، دغه دواړه پېښې په ډېرو څېړنو کې یو ځای څېړل کېږي؛ خو څېړونکي او حقوقي کارپوهان په دې باور دي چې قلعه جنګي او دشت لیلي دوه جلا پېښې دي او هره یوه یې خپلواکې تاریخي او حقوقي څېړنې ته اړتیا لري.
له دوو لسیزو څخه د ډېر وخت له تېرېدو وروسته، د قلعه جنګي جګړې او د دشت لیلي دوسیې بېلابېل اړخونه لا هم د افغانستان په معاصر تاریخ او د ۲۰۰۱ کال د بدلونونو په تړاو د څېړنو له بحثپارونکو موضوعاتو څخه دي.
د طالبانو غبرګون
طالبانو په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې څو ځله د عبدالرشید دوستم تر قوماندې لاندې ځواکونه او امریکايي پوځیان په قلعه جنګي او دشت لیلي کې د خپلو بندیانو په وژلو کې په لاس لرلو تورن کړي او دا یې «جنګي جنایت» بللی دی.
په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د دې ډلې له بېرته رسېدو وروسته هم، په جوزجان ولایت کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دشت لیلي په سیمه کې په مراسمو کې د «دې ډلهییزې وژنې د عاملانو پر مجازاتو» ټینګار وکړ؛ خو طالبانو تر اوسه د دې سیمې د ډلهییزو قبرونو د عدلي طب د څېړنې لپاره کومه خپلواکه او شفافه قضايي یا څېړنیزه پروسه نه ده پیل کړې.