• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر افغانستان او پاکستان ته سفر کوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۰

په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر صالح الخلیفي راتلونکې اونۍ افغانستان، پاکستان او ازبکستان ته سفر کوي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوحه غواړي د ډیپلوماټیکو اړیکو ترڅنګ د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو له لارې هم د طالبانو او اسلام‌اباد د اړیکو رغولو زمینه برابره کړي.

افغانستان انټرنشنل ته باوري سرچینو ویلي، چې په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي ښايي د نومبر پر ۲۸مه، د شنبې په ورځ، د افغانستان او پاکستان په ګډون سیمې ته سفر وکړي او وروسته ازبکستان ته ولاړ شي.

سرچینې وايي، د دغه سفر یوه احتمالي موخه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د منځګړیتوب د هڅو بیا پیلول او د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د خبرو اترو زمینه برابرول دي. د سرچینو په وینا، قطر د دې احتمالي رول په اړه له دواړو لوریو سره مشورې هم کړې دي.

د قطر حکومت تر اوسه د الخلیفي د سفر مهالوېش او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب د نوې هڅې په اړه رسمي اعلان نه دی کړی.

الخلیفي د نومبر پر ۲۴مه په واشنګټن کې د قطر او امریکا د اتم ستراتیژیک ډیالوګ په غونډه کې ګډون کړی و او د غونډې ګډونوالو د افغانستان په ګډون د سیمې پر وروستیو تحولاتو، د شخړو د سوله‌ییز حل او د منځګړیتوب پر هڅو خبرې کړې دي.

د اقتصادي ډيپلوماسۍ له لارې هڅې

د قطر د نوې هڅې یوه مهمه برخه ښايي د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د اورګاډي پټلۍ، سوداګرۍ او ترانسپورټي اړیکو نښلول وي.

د نومبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام‌اباد کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د بهرنیو چارو وزیرانو ۳۰مه غونډه جوړه شوه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار په دې غونډه کې د سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ او اقتصادي ادغام پر ارزښت ټینګار وکړ.

د غونډې په بحثونو کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ طرحه هم د سیمه‌ییز اتصال له مهمو پروژو څخه یاده شوې ده. دغه پټلۍ که عملي شي د منځنۍ اسیا هېوادونه به د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي.

د پاکستان او ترکمنستان ترمنځ د انرژۍ د همکاریو خبرې هم په همدې لړ کې د پام وړ دي.

د نومبر په ۱۷مه په اسلام‌اباد کې د دواړو هېوادونو د ګډ بین‌الحکومتي کمېسیون په غونډه کې د ټاپي د ګاز نللیکې او د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د برېښنا د لېږد د پروژې پر پرمختګ هم خبرې وشوې.

اسحاق ډار او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د ټاپي پروژې لپاره د اړوندو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او تخنیکي همغږۍ پر اړتیا خبرې وکړې. دواړو لوریو د دې پروژې د مشرتابه کمېټې د غونډې پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.

د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې

قطر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب مخکینۍ تجربه لري. د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر۱۹مه، طالبانو او پاکستان د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې د اوربند هوکړه وکړه. وروسته د اکتوبر له ۲۵مې تر ۳۰مې په استانبول کې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند د ټینګښت او د څارنې د میکانیزم په اړه خبرې وشوې.

د نومبر پر ۸مه په کابل کې د افغانستان د سیاست او ډیالوګ په فورم کې د قطر سفیر مردف بن علي القاشوطي د دوحې د هغو ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې وکړې چې د هغه په وینا، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو لپاره ترسره شوې دي.

د قطر سفارت د غونډې موضوع « له نړۍ سره د افغانستان د نښلولو په برخه کې د قطر رول» بللې وه. په دې غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اوربند په ټینګښت کې د دوحې رول هم یاد شوی و.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۱۷مه په لندن کې د الخلیفي او د بریتانیا د منځني ختیځ او شمالي افریقا د دولت وزیر سټیفن ډوټي د لیدنې خبر هم ور کړی. د دواړو لوریو د خبرو یوه برخه د منځګړتوب په برخه کې د همکاریو او د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه وه.

د اسلام اباد او کابل اړیکې لاهم ترینګلې دي

د قطر د احتمالي هڅو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د امنیتي مسایلو پر سر د اختلافونو دوام دی.

پاکستان د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې ده. طالبان دا تور ردوي او د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مساله بولي.

د نومبر پر۲۰مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو غونډې ته نه و بلل شوی، ځکه د هغه په وینا، پاکستان د طالبانو اوسنۍ اداره په رسمیت نه پېژني.

هغه زیاته کړه چې په یاد سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی دی.

په دې توګه په داسې حال کې چې اسلام‌اباد د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانسپورټي اړیکو د پراختیا هڅې کوي، افغانستان، چې اوس یې طالبان اداره کوي، د دغو سیمه‌ییزو بحثونو له یوې مهمې غونډې بهر پاتې شوی و.

د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان د اورګاډي پټلۍ، د ټاپي ګاز نللیکه او د برېښنا د لېږد طرحې هغه سیمه‌ییزې پروژې دي چې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ګډې ګټې سره نښلوي.

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي، قطر غواړي د ډیپلوماټیکو تماسونو ترڅنګ د سیمه‌ییزو پروژو له لارې هم د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې عادي حالت ته نږدې کړي. خو دا لا نه ده روښانه چې د الخلیفي په احتمالي سفر کې به د دغو پروژو په اړه مشخص وړاندیزونه مطرح شي او که د سفر اصلي تمرکز به د امنیتي ترینګلتیاوو پر کمولو وي.

ډېر لیدل شوي

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»
۱
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۲

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۳
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۴

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

۵

د طالبانو واکمني به څومره پایښت ولري؟

•
•
•

نور خبرونه

فرانسوي ورځپاڼه: پاریس د افغان کډوالو د ایستلو په بدل کې افغان سفارت طالبانو ته سپاري

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۰
100%

د فرانسې لو فیګارو ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د دغه هېواد حکومت له طالبانو سره د داسې یوه احتمالي هوکړه‌لیک په اړه خبرې کوي چې له مخې به یې پاریس له فرانسې څخه د یو شمېر افغان کډوالو د ایستلو په بدل کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته وسپاري.

د لو فیګارو د راپور له مخې، د موضوع له بهیر سره د دوو بلد سرچینو ویلي، د فرانسې او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي. د راپور له مخې، طالبان به هغه افغان وګړي بېرته ومني چې د فرانسې حکومت یې له خپلې خاورې ایستل غواړي او په بدل کې به یې د طالبانو ډیپلوماتان په پاریس کې د افغانستان د سفارت د کنټرول واک ترلاسه کړي.
فرانسې د اکتوبر په لومړیو کې د هغو افغانانو د بېرته لېږلو په اړه له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل کړې وې چې په دغه هېواد کې په غیرقانوني ډول اوسېږي او د فرانسوي چارواکو په وینا، د دغه هېواد د وګړو امنیت ته خطر پېښوي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم د دغو خبرو ترسره کېدل تایید کړي وو.
د راپور له مخې، په فرانسه کې شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي او دغه ټولنه په دغه هېواد کې د کډوالو له لویو ټولنو څخه ده.
د بشري حقونو او کډوالو د خوندیتوب اندېښنې
د فرانسې د کډوالو د حقونو د یوې ادارې مشر وینسنټ بوګراند د احتمالي هوکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د کډوالو بېرته لېږل داسې هېواد ته چې هلته له مرګ، شکنجې او بند سره مخ کېدای شي، د نړیوالو قوانینو له مخې د منلو وړ نه دي.
د نوموړي په وینا، د نه بېرته ستنولو اصل یو نړیوال قانوني مکلفیت دی او هېڅ دلیل نه شي کولای هغه توجیه کړي چې یو کس داسې سیمې ته ولېږل شي چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ وي.
د راپور له مخې، د فرانسې حکومت لا نه شي تضمینولای چې افغانستان ته ستانه شوي کسان به د طالبانو له خوا له ځورونې، بند یا نورو ګواښونو سره مخ نه شي.
په پاریس کې د افغانستان پر سفارت د طالبانو فشار
لو فیګارو لیکلي، طالبانو د پاریس په ګډون په ځینو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان پر پخوانیو ډیپلوماتانو فشار زیات کړی، څو د طالبانو تر ادارې لاندې ډیپلوماتیک ټیم سره یوځای شي.
د راپور له مخې، د افغانستان د پخواني حکومت له وخته په پاریس کې مېشت سفیر محمد همایون عزیزي لا هم په خپل رسمي استوګنځي کې اوسېږي او له اروپايي سیالانو سره اړیکې ساتي، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې د سفارت مالي ملاتړ بند شوی دی.
سرچینو ویلي، طالبانو د پاریس سفارت لپاره خپل کسان هم ټاکلي دي، چې ښايي د استخباراتي ادارو غړي وي.
راپور زیاتوي چې د پاریس سفارت دوه پاتې کارکوونکې ښځې دي او که فرانسې د طالبانو استازي د سفارت د اداره کولو لپاره ومنل، نو د طالبانو هغه سیاست به هم په غیرمستقیم ډول ومنل شي چې ښځې او د پخواني حکومت استازي له سیاسي او اداري جوړښتونو څنډې ته کوي.
جرمني له دې مخکې ورته ګام اخیستی
د راپور له مخې، په اروپا کې د دې ډول هوکړې یوه بېلګه جرمني ده، چې د ۲۰۲۵ کال له اوړي راهیسې یې په برلین کې سفارت او په بن او مونیخ کې قونسلګرۍ د طالبانو استازو ته سپارلې دي.
د راپور له مخې، د دغو ډیپلوماتیکو استازولیو له مهمو موخو څخه افغانستان ته د هغو افغانانو بېرته لېږل دي چې د جرمني حکومت یې له خپلې خاورې شړي. خو ځینو جرمني بشري حقونو سازمانونو ویلي چې ټول بېرته لېږل شوي کسان په جرمني کې د جرمونو په تور محکوم شوي نه وو.
همداراز، راپور وايي چې په جرمني کې شاوخوا ۳۵ زره افغانان چې د بشري پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته تللي، د خپلو پاسپورټونو د نوي کولو لپاره د طالبانو تر ادارې لاندې ډیپلوماتیکو استازولیو ته مراجعه کوي. د دې بهیر پر مهال د هغوی د کورنیو په اړه معلومات هم غوښتل کېدای شي، چې د سیاسي مخالفانو او په جلاوطنۍ کې د فعالانو د خپلوانو ژوند له خطر سره مخ کولای شي.
اروپايي ټولنې سره د طالبانو اړیکې
د راپور له مخې، د طالبانو یوه پلاوي د جون په ۲۳مه د ځانګړې ۲۴ ساعته ویزې په ترلاسه کولو سره بروکسل ته سفر کړی و او د اروپايي کمېسیون له استازو سره یې د افغان کډوالو د بېرته لېږلو په اړه خبرې کړې وې. تر دې مخکې په جنوري کې هم په کابل کې ورته غونډه شوې وه.
راپور زیاتوي چې د پلاوي ځینې غړي د نړیوالې جزايي محکمې د نیولو د حکمونو تابع وو، خو له قانوني ستونزو پرته یې دغه سفر ترسره کړ.
همداراز، د نیویارک ټایمز د نومبر د ۳۰مې د راپور له مخې، د امریکا حکومت هم د شاوخوا ۱۵۰ افغانانو د بېرته لېږلو په درشل کې و، چې په هغوی کې د هغو کسانو خپلوان هم شامل وو چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و، او یو همجنس‌پال افغان وګړی هم پکې شامل و.
راپور لیکي، که فرانسه له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته لېږلو په بدل کې د سفارت د سپارلو هوکړه وکړي، دا به د داسې یوه حکومت لپاره مهم ډیپلوماتیک پرمختګ وي چې فرانسه یې په رسميت نه پېژني.
د فرانسې چارواکو د راپور تر خپرېدو پورې ویلي وو چې د احتمالي هوکړې په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده تایید شوې.

د بلوچستان محکمې د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو موده د ډسمبر تر ۹مې وغځوله

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۲۴ GMT+۰
100%

د بلوچستان عالي محکمې د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د بولان مېډیکل کالج د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو په اړه خپل لنډمهالی حکم د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر ۹مې نېټې پورې وغځاوه.

د بولان مېډیکل کالج افغان زده‌کوونکي عمران خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دوی د قضیې وروستۍ اورېدنه په مثبته فضا کې ترسره شوې او د قاضي او حکومتي وکیلانو له رویې داسې ښکاري چې د زده‌کوونکو د زده‌کړو د دوام په اړه به مثبتې پرېکړې وشي.
عمران خان وايي، د قضیې اورېدنه د نومبر په ۲۴مه ترسره شوې، په داسې حال کې چې دوی تمه لرله اورېدنه به د نومبر په ۲۵مه وي.
د نوموړي په وینا، په دې اورېدنه کې د پاکستان طبي او غاښونو شورا، د بولان مېډیکل کالج، د بولان پوهنتون د طبي علومو او روغتیايي څانګې او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت استازو او وکیلانو ګډون کړی و.
هغه وايي، د حکومتي ادارو د وکیلانو رویه سخته نه وه او قاضي هم د قضیې په اړه نرمه او مثبته رویه لرله. د عمران خان په خبره، قاضي له اړوندو لورو د ځواب غوښتنه کړې وه او د اورېدنې فضا د زده‌کوونکو لپاره هیله‌بښونکې وه.
عمران خان زیاته کړې چې قاضي افغان محصلینو ته ډاډ ورکړی چې خپلې زده‌کړې به بشپړوي او په دې اړه یې د دوو وروڼو ترمنځ د اختلاف مثال وړاندې کړی او ویلي یې دي چې اختلافات د وروڼو ترمنځ هم رامنځته کېږي.
د نوموړي په وینا، د محکمې د وروستۍ اورېدنې او د قاضي د رویې له مخې دوی هیله لري چې د زده‌کوونکو د اوسېدو او زده‌کړو په اړه به قانوني خوندیتوب بیا هم وغځول شي.
هغه وايي، شاوخوا ۹۰ سلنه ډاډ لري چې د محکمې اوسنی حکم به د اړتیا په صورت کې بیا وغځول شي، څو افغان محصلین وکولای شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
عمران خان له خپلو نورو افغان محصلینو غوښتي چې اندېښنه ونه کړي، ځکه د ده په باور د قضیې د حل په برخه کې مثبت پرمختګ روان دی او تمه لري چې د محکمې د پرېکړو له لارې به د دوی د زده‌کړو دوام خوندي شي.
د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په پنځمه نېټه د بلوچستان عالي محکمې د بولان مېډیکل کالج ۱۶ افغان محصلینو ته لنډمهالی قانوني خوندیتوب ورکړی و.
محکمې په خپل حکم کې ویلي وو چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۲۴مې نېټې پورې دې د یادو محصلینو زده‌کړې نه ځنډول کېږي او هغوی ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلو ټولګیو او لیلیو ته بېرته ستانه شي.
له یاد حکم وروسته افغان محصلین خپلو درسونو ته ستانه شوي وو او په لیلیو کې یې هم د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې وه.
د محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې، د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو موده اوس د ډسمبر تر ۹مې نېټې پورې غځول شوې ده.

عمر داوودزی: طالبانو سره د خبرو د فرصت نښې را څرګندې شوې دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۰
100%

د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې تایید کړه چې له طالبانو سره یې اړیکې نیولې دي. نوموړي وویل، د پردې تر شا د دواړو لورو لپاره فرصتونه شته او هیله یې څرګنده کړه چې دغه اړیکې به د سیاسي مذاکراتو د پیل لامل شي.

داوودزی د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع دوره‌يي رییس دی. هغه د افغانستان انټرنشنل «د ورځې بحث» خپرونه کې وویل، د مخالفانو د واک په جوړښت کې د ګډون په اړه د هبت‌الله اخوندزاده وروستۍ څرګندونې تصادفي نه وې او د طالبانو د مشر د سیاست د بدلون ښکارندويي کوي.

هغه زیاته کړه چې د اوسنیو اړیکو د جزیاتو افشا کول ښايي سیاسي بهیرونو ته زیان ورسوي.

عمر داوودزي د کابل پوهنتون کې د هبت‌الله اخوندزاده وروستۍ وینا بې‌سارې وبلله او ویې ویل، د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې په تېرو پنځو کلونو کې انتظار درلود چې طالبان له مخالفانو سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

د ښاغلي داوودزي په وینا، هېواد ته د بېرته ستنېدو او په دولتي ادارو کې د کار کولو لپاره د طالبانو د مشر له لوري د مخالفانو تازه بلنه د هغه په دریځ کې یو مهم بدلون دی.

هغه د طالبانو د مشر د دې څرګندونې په اړه چې ګواکې د افغانستان ټول وګړي حنفي مذهبه دي، وویل چې دې خبرې د افغانستان د ټولنې یوه مهمه برخه خواشینې کړې او ښايي د ژبې د ښویېدو له امله شوې وي.

د طالبانو مخالفان احتمالي مذاکراتو ته چمتووالی نیسي

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع دوره‌يي رییس وویل، د یکشنبې په ورځ د دې مجمع په غونډه کې یې د طالبانو د مشر د څرګندونو په اړه د خپل دریځ دلیلونه له نورو غړو سره شریک کړي او یو شمېر وړاندیزونه یې مطرح کړي دي.

د هغه په وینا، د مجمع غړو له وړاندیزونو سره موافقه کړې او د طرحې د چمتو کولو او راتلونکو پړاوونو ته د چمتووالي لپاره یې یوه ډله جوړه کړې ده.

ښاغلي داوودزي وویل، د هبت‌الله اخوندزاده څرګندونې باید د طالبانو د سیاست د بدلون په توګه وکتل شي، که څه هم دا بدلون لا هم په قانون یا مقرره نه دی بدل شوی.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو سیاسي مخالفان هم باید د احتمالي بدلونونو لپاره چمتو وي او په احتیاط او دقت عمل وکړي، څو رامنځته شوی فرصت له لاسه ور نه کړي.

د لویې جرګې او ټاکنو د جوړولو وړاندیز

عمر داوودزي وویل، که طالبان خبرو اترو ته چمتو شي، د هغه وړاندیز به د یوې خپلواکې، ملي او د پرېکړې کولو د واک لرونکې لویې جرګې جوړول وي.

هغه زیاته کړه چې یوه ګډه کمېسیون باید د لویې جرګې د جوړېدو د څرنګوالي، واکونو او غړو په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي داوودزي وویل، د افغانستان ځینې پخوانۍ لویې جرګې د هغه وخت د دولت تر اغېز لاندې وې او وړاندیز شوې جرګه باید خپلواکه وي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع ازادې ټاکنې د مشروعیت ترلاسه کولو یوازینۍ لار ګڼي او په دغو ټاکنو کې باید ښځې او نارینه د رایې ورکولو برابر حق ولري.

هغه د پخواني حکومت د اساسي قانون د تصویب په بهیر کې د طالبانو ګډون نه کول یوه تېروتنه وبلله او ویې ویل، که طالبان د اساسي قانون د تصویب په بهیر کې د ګډون غوښتنه وکړي، دا به یې پرځای غوښتنه وي.

خو ښاغلي داوودزي ټینګار وکړ چې د مذاکراتو د پیل په صورت کې به د هغه وړاندیز د پخواني حکومت د اساسي قانون ساتل او د اړتیا په صورت کې د هغه تعدیل وي.

هغه وویل، دغه اساسي قانون د اوسني عصر له شرایطو سره سمون لري، په نړیواله کچه پېژندل شوی او د افغانستان خلک هم ورسره بلدتیا لري.

د طالبانو مشروعیت

عمر داوودزي په افغانستان کې سیاسي مشروعیت یوه پېچلې موضوع وبلله او ویې ویل چې د افغانستان په تاریخ کې یوازې حامد کرزی او اشرف غني د خلکو د رایو له لارې د ولسمشرۍ مقام ته رسېدلي دي.

د هغه په وینا، د افغانستان نورو واکمنانو د کودتا، زور یا میراث له لارې واک ترلاسه کړی دی.

ښاغلي داوودزي وویل، طالبان د نړیوال مشروعیت له پلوه په ډېر کمزوري دریځ کې دي. هغه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ طالبانو ته نه سپارل کېدو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو، واک ته د رسېدو د څرنګوالي له پام پرته، دا څوکۍ په واک کې لرله.

مخالفانو ته د حکومت د اجراییوي برخې د سپارلو احتمال

عمر داوودزي وویل، د طالبانو مشر په خپله وروستۍ وینا کې د حکومت او دولتي څوکیو ترمنځ توپیر کړی دی.

ښاغلي داوودزي وویل، طالبانو د دوحې په مذاکراتو کې هم د امارت د ساتلو او د یوه ګډ حکومت د جوړولو غوښتنه کړې وه.

هغه وویل، افغانستان په تېرو پنځو لسیزو کې څو ځله د داسې ډلو واک ته رسېدل لیدلي چې خپل مخالفان یې تېښتې، زنداني کېدو یا جګړې ته اړ کړي دي. د هغه په وینا، وروسته بیا مخالفانو د مرستو په ترلاسه کولو سره حکومت نسکور کړی او له خپلو سیالانو سره یې ورته چلند کړی دی.

ښاغلي داوودزي د دې کړۍ د پای ته رسولو او د خبرو اترو له لارې د یوه ګډ حل غوښتنه وکړه؛ داسې حل چې د افغانستان ټول وګړي په یوه ملي دولت کې ونډه ولري.

د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر پر افغانستان، په ځانګړې توګه پر کابل او کندهار، د پاکستان هوايي بریدونه یوه لویه تاریخي تېروتنه وبلله او ویې ویل چې پاکستان باید د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي.

عمر داوودزي وویل، پاکستان باید د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي او د یوې ډلې پر وړاندې د بلې ډلې له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د طالبانو پر سیاست د سیمه‌ییزو بدلونونو اغېز

عمر داوودزي وویل، په سیمه کې نوي ایتلافونه د جوړېدو په حال کې دي او چین غواړي چې افغانستان هم د دغه هېواد او پاکستان ترڅنګ ودرېږي.

د هغه په وینا، د مکې د تړون د ځینو غړو هېوادونو هم غوښتنه ده چې افغانستان له دې تړون سره یوځای شي، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالي د دغو غوښتنو د پوره کېدو مخه نیولې ده.

هغه زیاته کړه چې له ایران او روسیې سره د افغانستان نږدې کېدل هم د لوېدیځو هېوادونو او د سیمې د ځینو نورو هېوادونو له هرکلي سره نه دي مخ شوي.

د هغه په وینا، طالبان د هېواد په یوازې ځان اداره کولو کې ناکام شوي او د افغانستان د ثبات د ټینګښت لپاره د یوه ملي حکومت جوړول اړین دي.

د طالبانو په دننه کې دوه بېلابېل لیدلوري

عمر داوودزي وویل، د طالبانو په دننه کې دوه بېلابېل لیدلوري شته او د دې ډلې د سیاستونو د بدلون پلویان د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

د هغه په وینا، په طالبانو کې یو جریان د ښځو له کار او د نجونو له زده‌کړو سره مخالف دی او غواړي چې واک د طالبانو او دیني عالمانو په انحصار کې پاتې شي. هبت‌الله اخندزاده تر اوسه د همدې لیدلوري پیروي کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو په دننه کې بل جریان دغه سیاستونه د منځنیو پېړیو اړوند ګڼي او باور لري چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د داسې وضعیت دوام نه مني.

ښاغلي داوودزي وویل، د هغه په باور، دویم جریان توانېدلی چې د طالبانو مشر په ځینو مهمو برخو کې د خپلو سیاستونو پر بدلون قانع کړي.

هغه د طالبانو د مشرتابه د احتمالي بدلون په اړه وویل چې دا موضوع پخپله طالبانو پورې اړه لري او دی نه غواړي په دې بحث کې ښکېل شي.

له طالبانو د اوسني فرصت د کارولو غوښتنه

عمر داوودزي د افغانستان له سیاسي مشرانو او طالبانو وغوښتل چې اوسنی فرصت له لاسه ور نه کړي.

هغه وویل، طالبانو په نولس سوه نویمو کلونو کې په ټول افغانستان د واکمنېدو فرصت درلود، خو د دې ډلې د مشرانو ناسمې پرېکړې طالبان له ستونزو سره مخ کړل.

ښاغلي داوودزي خبرداری ورکړ چې ښايي طالبان یو ځل بیا له ورته وضعیت سره مخ شي.

هغه د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې له نړیوالې ټولنې، ګاونډیو هېوادونو او تر ټولو مهمه، د افغانستان له خلکو سره تر مخامخېدو مخکې خپل سیاستونه بدل کړي او د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د ۴۰۰ لاریو د یوې شبکې جوړولو وړاندیز شوی

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۱۴ GMT+۰
100%

د ټرانسپورټ او لوژستیک دوو شرکتونو د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې د باروړونکو موټرو د یوې شبکې جوړولو وړاندیز کړی دی. له دې طرحې سره به شاوخوا ۴۰۰ لارۍ چمتو شي، ترڅو د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د توکو منظم او ډاډمن لېږد رالېږد تنظیم کړي.

په جرمني کې د مېشت شرکت «اېم‌ټي‌اېس منګل ټرانسپورټ او لوژستیک» بنسټ‌اېښودونکي او مشر اصغرخېل منګل په عشق‌اباد کې د ۲۰۲۶ کال د نړیوالو ټرانسپورټي او ټرانزیټي دهلېزونو نړیوال فورم ته ویلي:«د سرحدي سوداګرۍ په پراختیا کې د ځمکني ټرانسپورټ ستراتیژیک رول ته په کتو، موږ وړاندیز کوو چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې د ځمکني ټرانسپورټ عصري شبکه شي».

نوموړي ویلي چې په دې شبکه کې د شاوخوا ۳۰۰ تر ۴۰۰ لاریو د یوه ګډ کاروان جوړول شامل دي.

نوموړي زیاته کړې:«د دغه شبکې اصلي موخه د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د بارونو د منظم او باوري بهیر او لېږد رالېږد تنظیمول دي.»

منګل باور لري چې د دغو تصدیو جوړول به د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د بارونو د دوامدار بهیر رامنځته کولو، د سرحدي سوداګرۍ پراختیا، د نویو کاري فرصتونو پیدا کولو او د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو پیاوړتیا کې مرسته وکړي. د نوموړي په وینا، MTS او ILS ټرانسپورټي شرکتونه چمتو دي چې د دغې پروژې په عملي کولو کې عملي رول ولوبوي.

منګل همداراز د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د ټرانسپورټي نښلونې په پراختیا کې د ترکمنستان رول ستایلي او ټینګار یې کړی چې د دغه هېواد جغرافیايي موقعیت ورته اجازه ورکوي چې نه یوازې د یوه ټرانزیټي ټکي په توګه، بلکې د سیمه‌ییزې اقتصادي پراختیا په پراخ بهیر کې د یوه فعال ګډونوال په توګه عمل وکړي.

په همدې تړاو، هغه د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د ټرانسپورټي همکاریو پر اهمیت او همدارنګه له پاکستان، هند او چین سره د منځنۍ اسیا د بازارونو د نښلولو د امکاناتو په اړه هم څرګندونې کړې دي.

د دغه شرکت مشر د «لاجوردو دهلېز» د راتلونکو فرصتونو په اړه هم خبرې وکړې چې افغانستان له ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې سره نښلوي. نوموړي ویلي:« دا لاره د کسپین سیمې او قفقاز له لارې د منځنۍ او سوېلي اسیا او اروپايي بازارونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اضافي فرصتونه پرانیزي».

منګل ټینګار وکړ چې افغانستان ته باید یوازې د یوې ټرانزیټي خاورې په سترګه ونه کتل شي، بلکې د سیمه‌ییزې اقتصادي پراختیا د یوه بشپړ ګډونوال په توګه وپېژندل شي. هغه وویل چې د سړک ټرانسپورټ او سرحدي بېخبناوو پراختیا به د شته ټرانسپورټي لارو له وړتیا څخه د لا اغېزناکې ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي.

د منګل په خبره، هغه ټرانسپورټي لارې چې له افغانستان، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه تېرېږي، او همدارنګه هغه لارې چې سیمه د باکو او ترکمنباشي له کسپین بندرونو سره نښلوي، دا وړتیا لري چې د باروړونکي ټرانسپورټ او په ټولیز ډول د سیمې اقتصاد ته نوی خوځښت ورکړي.

د MTS او ILS ترانسپورټي شرکتونه د نړیوال ګروپ برخه دي. د MTS مرکزي دفتر د جرمني په هامبورګ ښار کې دی، او د ILS په شبکه کې په دوبۍ، کراچۍ، کابل او د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو کې شرکتونه شامل دي.

دا راپورونو له‌مخې، دا ګروپ له څه باندې ۲۵ کلونو راهیسې د نړیوال ټرانسپورټي لوژستیک په بازار کې فعالیت کوي او سمندري، ځمکني، اورګاډي، هوايي، څو اړخیز او پروژه‌يي ټرانسپورټي خدمات وړاندې کوي. دغه شرکت له ۲۰۰۰ څخه د زیاتو کانټینرونو یوه شبکه لري چې د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګریزو توکو منظم لېږد رالېږد تضمینوي.

د نړیوالو مرستو کمښت یو میلیون افغان ښځې او نجونې له ملاتړ څخه بې‌برخې کړې دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، په روان زېږدیز کال کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیانمنو ښځو سره د خدمتونو د وړاندې کولو څه باندې ۱۹۳ مرکزونه د مرستو د کمښت له امله تړل شوي دي. دغه وضعیت تر یو میلیون ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې کړې دي.

دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په څلورمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له نړیوالې ورځې او د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین له پیلېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د ښځو په برخه کې له فعالو سازمانونو څخه د بېړني مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن وویل، اقتصادي ستونزو، چاپېریالي بحرانونو، پرله‌پسې بشري ناورینونو او د ښځو پر حقونو او ازادیو د محدودیتونو زیاتېدو، د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر ډېر کړی دی.

هغې وویل، په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي خطر زیاتېږي، هغه خدمتونه چې ښځې او نجونې پرې تکیه کوي، د مرستو د کمښت له امله له منځه ځي.

د مېرمن فرګوسن په وینا، د ښځو په برخه کې فعال سازمانونه ښځو ته خوندي ځایونه، مشورتي خدمتونه، مسلکي زده‌کړې او نور اړین خدمات برابروي. په داسې شرایطو کې چې له ښځو سره مرسته باید د ښځو له لارې وشي، د دغو سازمانونو بدیل نشته.

هغې له حکومتونو او نړیوالو مرسته‌کوونکو وغوښتل چې له دغو سازمانونو سره خپل مالي ملاتړ زیات کړي او د افغان ښځو او نجونو د تاوتریخوالي له وېرې پرته د ژوند کولو د حق ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې سږنۍ نظرپوښتنه، چې په افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې له ۷۴ سازمانونو څخه ترسره شوې، ښيي چې د دغو سازمانونو نږدې درې پر څلور برخې بودیجه په تېر میلادي کال کې کمه شوې ده. له نیمایي ډېرو یې هم اړ شوي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو د ملاتړ خدمتونه راکم کړي.

په دې نظرپوښتنه کې د ګډون کوونکو نیمایي سازمانونه اټکل کوي چې د راتلونکي کال تر اپرېل پورې به خپل فعالیتونه ودروي یا به په بشپړ ډول وتړل شي. په داسې حالت کې به تر ۴۲۷ زرو پورې ښځې د ملاتړ له خدمتونو څخه د بې‌برخې کېدو له خطر سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو هغه موندنې چې د روان کال په مارچ میاشت کې خپرې شوې، ښيي چې په افغانستان کې د ښځو د رسمي عدلي او قضايي میکانیزمونو ته د لاسرسي احتمال د نارینه‌وو په پرتله نږدې څلور برابره کم دی.

دغه مخ پر زیاتېدو نابرابري د دې لامل شوې چې ډېرې ښځې د خپلو حقونو د دفاع، د ملاتړ غوښتلو او له ناوړه چلند سره د مقابلې لپاره خوندي لاره ونه لري.

ملګري ملتونه، مرسته‌کوونکي، مدني ټولنې او په افغانستان کې نور همکار بنسټونه د سږني ۱۶ ورځني کمپاین په ترڅ کې د «لا هم یو ځای یو، د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږئ» تر شعار لاندې فعالیت کوي. د دغه کمپاین موخه د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او ورته د رسېدنې پر بېړنۍ اړتیا ټینګار دی.