د شیخ حماسي د دغې تازه رسنیزې شوې وینا کره نېټه نه ده روښانه، خو داسې ښکاري چې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې یې کړې ده. دغه طالب ملا د تدریس پر مهال خپلو شاګردانو ته وویل، چې د افغانستان له دغه کرکټر سره د طالبانو غړي هم په ډېر ویاړ سره انځورونه اخلي او دا کار باید ونهشي.
حماسي زیاتوي: «دا کرکټر د کفر د روح لپاره کار کوي؛ دې ته ایسيسي پیسې ورکوي، بله ورځ ته دلته پرې شفاخانه جوړوي. افغانان خو محتاج خلک دي، بله ورځ د سرطان یوه لویه شفاخانه ورته جوړه کړي او د افغانانو په زړونو کې هر قسم محبت ورته پیدا کړي.»
نوموړي وړاندې وویل: «د کفر په روح کې چې ښه سپینږیری شي، افغانستان کې بل سړی نه وي او نظام ړنګ شي او بیا خلکو ته ذهن کې ور واچوي چې هغه سړی خو هم د پاچاهۍ لپاره جوړ دی او د هغه سړي روح خو د کفر دی او هندو دی او له هندو هم بدتر دی.»
د طالبانو دغه غړي د طالبانو پر غړو هم نیوکې کړې دي چې د کرکټ له دغه لوبغاړي سره انځورونه اخلي. د عبدالحمید حماسي په خبره: «ما چې عکسونه وکتل چې وسلهوال مجاهدین ورسره ولاړ دي او عکسونه ورسره اخلي. دا ټوپک دې ستا اور واخلي چې د کفر په مقابل کې دې چلولی دی او نن د هغه کافر له روح سره عکس اخلې.»
دې طالب په خپله وینا کې زیاته کړې چې پخواني ولسمشران محمد اشرف غني او حامد کرزی هېڅ چا نه پېژندل، خو د نړۍ غېرمسلمانو هېوادونو پر افغانانو واکمن کړل. د خواله رسنیو افغان کاروونکو او د کرکټ مینهوالو د حماسي دا څرګندونې په سختو ټکو غندلې دي. یو شمېر کاروونکو لیکلي چې د طالبانو دغه دیني عالم په خپلو خبرو کې راشد خان ته اشاره کړې ده.
د چهارشنبې په ورځ د لړم په ۴مه نېټه د عبدالحمید حماسي یو بل غږیز پیغام خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې پکې د خپلو څرګندونو ملاتړ کوي او زیاتوي چې په شعوري توګه یې د کرکټ یو لوبغاړي پسې دغه څرګندونې کړې دي.
حماسي که څه هم په خپلو خبرو کې مخامخ د راشد خان نوم نه اخلي، خو نیوکه کوي چې په کندهار کې دغه لوبغاړي ته یو سوداګر کور هم ډالۍ کړی دی. نږدې یوه میاشت وړاندې د اعمار په نوم یوه ودانیز شرکت د کندهار په عینومېنه کې راشد خان ته یو کور ډالۍ کړ؛ راشد خان هم د دغو مراسمو لپاره کندهار ته تللی و.
عبدالحمید حماسي زیاتوي: «دا خبره مې د فکري اشغال لپاره کړې او پرې پښېمانه نه یم. کوم انسانان چې رامخته کېږي سرونه یې کله د انګرېزانو په شکل جوړ وي. دا کور باید دې تجار هغه مجاهد ته ورکړی وای چې د کفر د اشغال په مقابل کې شهید شو.»
د طالبانو دغه دیني عالم د راشد پر ضد له خپلو څرګندونو په دفاع کې زیاتوي، چې د کرکټ لوبغاړي په کفري روحیه سنبال دي او باید د غربي روحیې پر ځای دې ځانونه پر اسلامي روحیه سنبال کړي.
د حماسي څرګندونو ته غبرګونونه
په دې وروستیو کې د طالبانو او کرکټ مینهوالو ترمنځ سختې ناندرۍ راپارېدلې دي. هممهاله په کندهار کې طالبانو راډیوګانو ته سپارښتنه کړې چې د کرکټ لوبې او تبصرې (کمېنټري) باید نورې خپرې نه کړي. تر دې مخکې هلمند کې هم طالبانو د کرکټ یو لوبغالی ړنګ کړ او پر عیدګاه یې بدل کړ.
د کرکټ لوبو مبصر او خبریال جعفر هاند په یوه ویډیو کې د عبدالحمید حماسي دغه څرګندونې غندلې او دا چاره یې له یوه مسلمان لوبغاړي سره زیاتی بللی دی. هغه زیاتوي: «د حماسي مشخص هدف راشد خان دی او راشد خان موږ پوهېږو چې د خیر په کارونو کې تر ډېرو افغانانو مخکښ دی او ډېرو مسلمانانو ته یې خیر رسېدلی دی. ما له راشد خان سره وخت تېر کړی او زه یې په مسلمانۍ شاهدي ورکوم.»
د هغه په خبره، د حماسي په څرګندونو کې کینه ښکاري.
لیکوال عمادالدین دوران پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې د راشد خان پر ضد د حماسي په دغه پیغام کې د کارول شوې ژبې ترمینالوژي پاکستانۍ ده. هغه لیکي: «وايي راشد خان هندو دی. په دې جمله کې پرته سایکالوژي زموږ د ټولنې نه ده، ځکه موږ په خپلو وطني ژبو کې اصلاً له هندوانو څخه د کرکې ادبیات نه لرو؛ بلکې د مذهبي توپیر سربېره زموږ په شفاهي او مکتوبي ادب دواړو کې له هندوانو سره د مینې او ټولنیز نږدېکت روحیه پالل شوې ده.»
د وحدتالله په نوم د کرکټ یو مینهوال وايي، د طالبانو د دغه ملا فتوا سیاسي او بهرنی بوی لري. هغه لیکي: «ده ته هم د بادار لهخوا د عمران خان مثال ورکړل شوی دی.»
عمران خان په ۱۹۹۰ کال کې د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان و، چې وروسته یې بیا د دغه هېواد په کچه د سرطان روغتون جوړ کړ، ګڼ خیریه کارونه یې وکړل، سیاسي ګوند یې جوړ کړ او په ټاکنو کې تر بریالي کېدو وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو.
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکي باور لري چې طالبان هم او شیخ حماسي هم په افغانستان کې د کرکټ لوبغاړو له محبوبیت څخه ډار لري او غواړي په قصدي ډول د دوی پر ضد ناوړه تبلیغات وکړي.