• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لسو میاشتو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۱.۴ مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو لسو میاشتو کې له پاکستان، ایران او ترکیې څه باندې یو مېلیون او ۴۰۰زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د طالبانو حکومت او همکارو بنسټونو په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي. نوموړي زیاته کړې: «د تېرو لسو میاشتو په ترڅ کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه یو مېلیون، ۴۲۰زره او ۹۴۱ افغان کډوال په خپله خوښه او په اجباري ډول بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي».

ورته مهال په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې راستنې شوې افغان کورنۍ محدودو امکاناتو ته لاسرسی لري. دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له دغه کورنیو سره باید په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ وشي.

له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په داسې حال کې دوام لري، چې ګڼې راستنې شوې کورنۍ په افغانستان کې د سرپناه، کار، روغتیايي خدمتونو او لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

ډېر لیدل شوي

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا  مدرسه کې ووژل شو
۱
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۲
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۳

افغان ډ‌ېپلومات د افغانستان د سیاسي لېږد لپاره د لارنقشې پر جوړولو ټینګار کړی

۴

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۵

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

•
•
•

نور خبرونه

پر ډیورنډ کرښه د لارو بندښت؛ پښتونخوا کې د څارویو سوداګري ټکنۍ شوې ده

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۰
•
جواد شينواری
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو او د افغان کډوالو بېرته ستنېدو په پښتونخوا کې د څارویو پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی. د څارویو سوداګر وايي، له تېرکال راهیسې له افغانستان سره د څارویو پېر او پلور په ټپه درېدلی او د خرڅلاو کچه هم د پام وړ راټیټه شوې ده.

د باړې په منډۍ کې د څارویو سوداګر حبیب الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، پخوا به یې هره ورځ لسګونه څاروي پېرل او پلورل. د هغه په وینا، ګڼ افغان کډوال به د څارویو د پېرلو لپاره د هغه کلي ته ورتلل او ډېری وخت به یې څاروي له منډۍ پرته د ده له کوره هم پېرل.

حبیب الله وايي، اوس په منډۍ کې کله دوه او کله درې څاروي د پلور لپاره وړاندې کوي؛ خو پېرودونکي یې ډېر کم دي او د خرڅلاو کچه د پخوا پرتله په څرګند ډول راټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، د پېرودونکو کمښت یې ورځنی کاروبار سخت اغېزمن کړی او د څارویو د پلور لپاره باید ډېر انتظار وباسي. هغه د خپلې سوداګرۍ د زیان د څرګندولو لپاره بېلګه وړاندې کوي او وايي، د چهارشنبې په ورځ یې یو څاروی په ۳۸زره پاکستانۍ کلدارې اخیستی و؛ خو پېرودونکو ورته تر ټولو لوړه بیه یوازې ۲۴زره کلدارې وړاندیز کړې وه.

په دې توګه، د هغه د پېر بیه او د پېرودونکو د وړاندیز شوې لوړې بیې ترمنځ ۱۴زره کلدارې توپیر و. د حبیب‌الله په وینا، په داسې وضعیت کې د څارویو سوداګر نه‌شي کولای خپل لګښتونه پوره کړي او له مالي زیان سره مخ کېږي.

د حبیب‌الله په وینا، پخوا به دوی د تورخم له لارې افغانستان ته مېښې، غواګانې او خوسکي لېږدول او له هغه ځایه به یې وزې او پسونه پاکستان ته راوړل. هغه وايي، د لارې تر تړل کېدو مخکې د څارویو سوداګري ښه روانه وه او د دواړو خواوو ترمنځ یې د پېر او پلور پراخ بازار درلود؛ خو اوس د لارو د بندښت له امله دغه سوداګریز بهیر په ټپه درېدلی او د دوی د عاید مهمه سرچینه له ستونزو سره مخ شوې ده.

په همدې منډۍ کې د څارویو بل سوداګر شېراحمد هم وايي، د تورخم لارې تړل کېدو او د افغان کډوالو بېرته ستنېدو د دوی پر سوداګرۍ ناوړه اغېز کړی او د څارویو د پېر او پلور پخوانی بازار یې له ځوړ سره مخ کړی دی.

د هغه په وینا، پخوا به افغان کډوال هم د څارویو د پېرلو لپاره دې منډۍ ته راتلل؛ خو د هغوی له بېرته ستنېدو وروسته د پېرودونکو شمېر کم شوی او د سوداګرۍ کچه یې راټیټه شوې ده.

شېراحمد زیاتوي، د څارویو د بېلابېلو ناروغیو په اړه د خبرونو خپرېدل هم د بازار پر وضعیت منفي اغېز کوي. د هغه په خبره، کله چې د څارویو د ناروغیو په اړه اندېښنې زیاتې شي؛ خلک د ناروغیو د لېږد له وېرې د څارویو له پېرلو ډډه کوي.

د شېراحمد په وینا، د پېرودونکو د شمېر کمښت او د سوداګرۍ د محدودېدو له امله د څارویو د پېرلو او پلورلو پخوانی بهیر بدل شوی دی. هغه وايي، پخوا به یې د افغانستان بازار ته په پام د څارویو پېر کاوه؛ خو اوس د پلور ډاډمن بازار نه‌لري او د هر څاروي له پېرلو وړاندې اړ دی چې د احتمالي پېرودونکو او خرڅلاو په اړه فکر وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په ګډون سوداګریزې لارې د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې د دواړو خواوو ترمنځ له وسله‌والو نښتو وروسته وتړل شوې. د لارو تړل کېدو نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګري اغېزمنه کړې؛ بلکې پر ډیورنډ کرښې د پرتو سیمو پر کاروبارونو او د خلکو پر ورځني ژوند یې هم منفي اغېز کړی دی.

د طالبانو والي: حکومتولي زموږ په خیال کې هم نه وه

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۰
100%

په میدان وردګ کې د طالبانو والي خیرالله خیرخواه وایي، چې طالبانو د خپل جوړښت پرمهال د حکومت کولو نیت نه درلود او موخه یې یوازې د مجاهدینو د پوستو او په لویو لارو کې د امنیتي تالاشیو لرې کول وو. د هغه په وینا، وروسته خدای دوی ته حکومت وسپاره.

ښاغلي خیرخواه د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۴مه) د یوه روغتون د پرانیستې او د میدان‌وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې دوی هغه مهال په مدرسه کې زده‌کړې کولې؛ خو د هېواد له ګډوډ وضعیت سره تر مخامخ کېدو وروسته یې پرېکړه وکړه، چې د مجاهدینو پر وړاندې اقدام وکړي.

هغه ویلي: «موږ هېڅکله د حکومت کولو په فکر کې نه وو. په مدرسه کې مو زده‌کړې کولې. کله چې مو وضعیت ولید، له ځانه مو وپوښتل چې دا څه حال دی؟ راځئ، لارې پاکې کړو. موږ په همدې نیت راغلي وو.»

خیرخواه زیاته کړې، چې د طالبانو لومړنۍ موخه په کندهار کې د جهادي ګوندونو د وسله‌والو ځواکونو د پوستو او امنیتي تالاشیو له شتون څخه د لارو پاکول او د جګړې وضعیت ته د پای ټکی اېښودل وو؛ خو د هغه په وینا، په پای کې خدای دغه ډلې ته حکومت ورکړ.

هغه ویلي، ان د طالبانو بنسټ‌اېښودونکي او پخواني مشر ملا محمد عمر هم په لومړیو کې دا تصور نه درلود چې دغه ډله به یوه ورځ حکومت جوړ کړي. د خیرخواه په وینا، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ملا عمر دوی ته ویلي و چې اوس حکومت جوړ شوی دی.

د میدان‌وردګ لپاره د طالبانو والي همداراز ویلي، چې د خلکو خدمت یوازې د حکومت مسوولیت نه دی؛ بلکې ولس هم باید په دې برخه کې ونډه واخلي.

هغه د ځینو لرو پرتو سیمو محرومیت ته په اشارې ویلي، چې دغه ستونزه یوازې په ځانګړو سیمو پورې محدوده نه ده؛ بلکې ان په کندهار کې هم یوشمېر ښوونځي نیمګړي پاتې دي.

خیرخواه زیاته کړې، د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده میدان‌وردګ ولایت ته د سفر پرمهال ترې غوښتي وو چې دغه ولایت ته دې یو روغتون جوړ کړي. د هغه په وینا، هبت‌الله ورته ویلي و چې په دغه سفر کې یې یوازې جومات پرانیستی دی.

د طالبانو والي ویلي، چې نوموړي په ځواب کې د طالبانو مشر ته ټینګار کړی و چې د روغتون جوړولو ثواب د جومات له جوړولو څخه کم نه دی.

خیرخواه د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان له پخواني حکومت سره د طالبانو جګړې ته په اشارې ویلي، چې د طالبانو اقتصادي او پوځي امکانات د پخوانیو دولتي ځواکونو له امکاناتو سره د پرتله کولو وړ نه وو؛ خو د هغه په باور، د دې ډلې بریا د «خدای د نصرت» پایله وه.

خیرالله خیرخواه د ملا محمد عمر له نږدې کسانو او د طالبانو له بنسټ‌اېښودونکو څخه دی. نوموړي تر دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر، د کورنیو چارو وزیر او په هرات کې د یادې ډلې د والي په توګه دندې ترسره کړې دي.

د طالبانو نوی فشار؛ کندهار کې امربالمعروف د ږېرو لنډولو په تور د خلکو موبایلونه ضبطوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۰
100%

په کندهار ښار کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د ږیرو لنډولو او خرېیلو په پلمه د خلکو پر وړاندې د فشار یوه بله تګلاره پیل کړې ده؛ د ځايي خلکو په خبره، د دغه ریاست کارکوونکي د هغو کسانو ګرځنده ټېلیفونونه ټولوي چې ږیرې یې لنډې کړې یا خرېیلې وي.

د کندهار یوشمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ویلي، د امربالمعروف کارکوونکي اوس د دې پر ځای چې ټول هغه کسان په مستقیم ډول ریاست ته ولېږدوي چې ږیرې یې لنډې یا خرېیلي دي؛ په بازارونو او نورو عامه ځایونو کې د دغه کسانو ګرځنده ټېلیفونونه ترې اخلي او ورته وایي، چې د خپلو ټېلیفونونو ترلاسه کولو لپاره د امربالمعروف ریاست ته مراجعه وکړي.

سرچینې وایي، له تېرې پنجشنبې راهیسې تر دې مهاله د سلګونه کسانو ګرځنده ټېلیفونونه د امربالمعروف ریاست ته وړل شوي دي. هغه کسان چې ټېلیفونونه یې وړل شوي وایي، کله چې د خپلو شخصي وسایلو د بېرته ترلاسه کولو لپاره ریاست ته ورځي؛ ټوله ورځ هلته ساتل کېږي او د بندي په څېر ورسره چلند کېږي.

د دوی په وینا، د یاد ریاست یو کارکوونکی ورسره کېني او د ږېرې د اوږدوالي او لنډوالي په اړه ورته اوږدې خبرې او نصیحتونه کوي. د دغه کسانو په خبره، که یو څوک تر دې وړاندې هم د ږیرې د لنډولو له امله د امربالمعروف له کارکوونکو سره مخ شوی وي؛ ښایي له یوې تر درېیو ورځو پورې بندي شي.

همدارنګه، که د چا په ګرځنده ټېلیفون کې سندرې یا عکسونه وموندل شي؛ نو د یوې اوونۍ د بند له ګواښ سره مخ کېدای شي. یو کس چې ګرځنده ټېلیفون یې د طالبانو د امربالمعروف کارکوونکو وړی وایي: «زه د خپل شخصي ټېلیفون د بېرته اخیستو لپاره ریاست ته ورغلم، هلته ټوله ورځ د بندي په څېر ساتل کېدم، ډېر نور کسان هم وو، ټوله ورځ د ږیرې په اړه راته خبرې او نصیحت شروع وو».

د کندهار یو بل اوسېدونکی هم وايي: «اوس هر ځای چې د امربالمعروف کارکوونکي داسې څوک وویني چې ږیره یې لنډه کړې وي ټېلیفون یې ترې اخلي. موږ نه پوهېږو، چې د خپل شخصي ټېلیفون د ساتلو لپاره باید څه وکړو او د بېرته ترلاسه کولو لپاره یې ټوله ورځ په ریاست کې تېره کړو».

د معلوماتو له مخې، دغه تګلاره وروسته له هغې پیل شوې چې د طالبانو د امربالمعروف کارکوونکي ونه توانېدل په کندهار ښار کې ټول هغه کسان په مستقیم ډول یاد ریاست ته ولېږدوي چې ږیرې یې لنډې کړې یا خرېیلې وي؛ ځکه هره ورځ له سلګونه داسې کسانو سره مخ کېږي.

اوس د خلکو د ګرځنده ټېلیفونونو نیول د فشار د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي؛ څو دغه کسان اړ شي د خپلو شخصي وسایلو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د امربالمعروف ریاست ته ورشي.

د کندهار اوسېدونکي وایي، د دغه اقدام له امله د خلکو ورځنی ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی. د دوی په خبره، د ډېرو کسانو ګرځنده ټېلیفونونه په دغه بهیر کې بې‌ځایه کېږي، ماتېږي او یا نور تخنیکي زیانونه ورته رسېږي.

خلک زیاتوي، چې د ګرځنده ټېلیفونونو نیول یوازې مالي زیان نه دی؛ بلکې له کورنیو، خپلوانو او دوستانو سره د خلکو اړیکې هم پرې کوي او تر هغه وخته چې خپل ټېلیفون بېرته ترلاسه کوي له ګڼو ورځنیو ستونزو سره مخ وي.

د کندهار اوسېدونکو په باور، د خلکو د ظاهري بڼې د کنټرول لپاره د شخصي ټېلیفونونو وړل او د هغوی د بېرته ترلاسه کولو په بدل کې د ساعتونو انتظار او احتمالي بند سزا، د خلکو پر ورځني ژوند یو ډول دروند فشار دی.

د کډوالو د اېستلو لړۍ دوام؛ پاکستان کې افغان سوداګر د خپلو کاروبارونو په اړه اندېښمن دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۰
•
جواد شينواری
100%

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پنډغالي مسوولان وايي، د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې تراوسه ۷زره او ۸۷۹ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

ورته مهال افغان سوداګر وايي، د پاکستان د حکومت د ضرب الاجل له امله له ستونزو سره مخ دي او د خپلو کاروبارونو او مالي چارو د بشپړولو لپاره نور وخت غواړي.
د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال لومړی د حمزه بابا افغان کډوالو پنډغالي ته لېږدول کېږي چېرته چې د هغوی نوم‌لیکنه، ثبت او نورې اړینې قانوني چارې بشپړېږي.

د نوموړي په وینا، له دې بهیر وروسته کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته استول کېږي.

بل لوري ته، د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې په تېره لړم میاشت کې ۳۷۲۶ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۱۶زره او ۲۰۵ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه راپور له مخې، له دې ډلې ۱۲۳۸ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

په پېښور کې افغان سوداګر د خپلو کاروبارونو د بشپړولو لپاره وخت غواړي

له بلې خوا په پېښور کې مېشت ۴۶ کلن افغان کډوال بلال افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د اوسني وضعیت او د نومبر د نهمې نېټې د ضرب الاجل له اعلان وروسته یې له کوره بهر تګ راتګ محدود شوی او د عادي ژوند چارې یې له ستونزو سره مخ شوې دي.

د بلال په وینا، کورنۍ یې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او په دې موده کې یې کاروبار، روزګار او ټولنیزې اړیکې په دغه هېواد کې جوړې کړې دي. هغه وايي، د پېښور په بایسکل بازار کې یې د کلونو په هڅو کاروبار جوړ کړی؛ خو په څو ورځو کې د هغه راټولول اسانه نه دي.

د نوموړي په وینا، د دوکان د توکو، پورونو او نورو مالي معاملو د تصفیې لپاره وخت ته اړتیا لري.

بلال وايي: «د دوکان د سامانونو، پورونو او نورو معاملو د بشپړولو لپاره وخت ته اړتیا ده. که په ناڅاپي ډول له هېواده وتلو ته اړ شو نه یوازې موږ له ستونزو سره مخ کېږو؛ بلکې هغه کسان هم زیان ویني چې زموږ ورسره مالي حسابونه پاتې دي.»

نوموړي له پاکستاني حکومته غوښتي، چې په دغه هېواد کې مېشتو افغان سوداګرو ته د خپلو کاروباري او قانوني چارو د بشپړولو لپاره نور وخت ورکړي؛ څو وکولای شي له خپلو چارو تر تصفیې وروسته په ډاډه زړه افغانستان ته ستانه شي.

هغه وايي، د دوی نوي نسل د ژوند ډېره برخه په پاکستان کې تېره کړې ده زده‌کړې، ملګري، روزګار او ټولنیزې اړیکې یې ټولې له همدې ځای سره تړلې دي. د بلال په وینا، افغانستان ته ستنېدل یوازې له یوه ځایه بل ځای ته سفر نه دی؛ بلکې د دوی د ژوند د ټول نظام بدلون دی.

بلال زیاتوي، چې کورنۍ یې د افغانستان د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ ده؛ خو دی خپله هلته نه دی اوسېدلی. د هغه په وینا، هلته یې ځمکه شته خو د اوسېدو لپاره کور، د روزګار زمینه او کاروبار نه لري.

هغه وايي: «موږ باید هلته هر څه له سره پیل کړو، چې دا کار اسانه نه دی.» سره له دې بلال وايي، د اوسني وضعیت له امله یې افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی پیل کړی او په کور کې یې د سامانونو په ټولولو لاس پورې کړی دی.

په قلعه جنګي کې د طالبانو د خونړي پاڅون پنځه ویشتمه کلیزه

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۰
100%

پنځه ویشت کاله وړاندې په همدې ورځ په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د ړنګېدو په وروستیو ورځو کې د افغانستان په شمال کې د قلعه جنګي کلا د هغه مهال د تر ټولو خونړیو پوځي نښتو یوه شاهده وه.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ د پرځېدو په وروستیو ورځو کې پیل شوې دغې جګړې شپږ ورځې دوام وکړ او په پایله کې یې د سي‌اې‌ای د یوه افسر په ګډون سلګونه کسان ووژل شول او دغه کلا څخه یو لوی پاڅون هم رامنځته شو.

د یوې پېړۍ څلورمې برخې له تېرېدو وروسته، قلعه جنګي لا هم د افغانستان د معاصر تاریخ د یوه حساسې دورې په توګه یادېږي؛ هغه پېښه چې د ځواکونو تسلیمېدل، د بندیانو پاڅون، د امریکا او برېتانیا د ځانګړو ځواکونو عملیات، هوايي بریدونه او د جګړې د بندیانو د وضعیت په اړه د بشري حقونو څېړنې پکې سره تړلې وې.

په شمال کې د جګړو پای او ورپسې بدلونونه

د ۲۰۰۱ کال په مني کې، د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو او په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو له پیل وروسته، د شمال ټلوالې ځواکونو د امریکا د هوايي ملاتړ په مرسته په چټکۍ سره د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ونیولې. د مزارشریف، تالقان او ورپسې کابل له سقوط سره، کندز ولایت په شمال کې د طالبانو پر وروستي لوی مرکز بدل شو.

هغه کلا چې د جګړې پر ډګر بدله شوه

د ټایم مجلې د راپور له مخې، د تسلیمۍ له هوکړې وروسته، د طالبانو سلګونه جنګیالي او د هغوی متحد بهرني جنګیالي له کندزه دې کلا ته ولېږدول شول. د هغوی د ساتنې مسوولیت د عبدالرشید دوستم اړوندو ځواکونو ته سپارل شوی و او په همدې وخت کې امریکايي مامورینو هم د القاعدې شبکې د احتمالي غړو د پېژندلو لپاره له هغوی څخه د پوښتنو ګروېږنو بهیر پیل کړی و.

قلعه جنګي د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ ته نږدې یوه پوځي ودانۍ ده چې تر اوسه د طالبانو د پوځيانو له خوا کارول کېږي. د جمهوریت پر مهال دغه کلا د شاهین قول اردو اړوند وه.

امنیتي تشې او د پاڅون پیل

له دې پېښې وروسته خپاره شوي راپورونه ښيي چې د بندیانو یوه لویه برخه کلا ته د لېږد پر مهال په بشپړه توګه نه وه تلاشي شوې او له همدې امله ځینو یې توانېدلي وو چې لاسي بمونه او پوځي تجهیزات له ځان سره پټ وساتي.

د ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۲۵مه سهار مهال د یوې ډلې بندیانو د پوښتنو ګروېږنو پر مهال یوه بندي پر ساتونکو ځواکونو برید وکړ چې له امله یې پاڅون پیل شو. په څو ساعتونو کې بندیانو د کلا د وسلو زېرمو ته لاسرسی وموند او د دې کلا ځینې برخې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

د لومړنیو نښتو پر مهال د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌اې‌اې) افسرجاني مایکل سپن ووژل شو. هغه لومړنی امریکايي وګړی و چې د افغانستان په جګړه کې یې ژوند له لاسه ورکړ او مړینې یې په متحده ایالاتو کې پراخ انعکاس وموند. د افغانستان پخواني حکومت او امریکايي ځواکونو وروسته په دهدادي ولسوالۍ کې یوه پوځي اډه د «کمپ سپن» په نوم ونوموله.

پاڅون په چټکۍ سره په یوې بشپړې جګړې بدل شو. د شمال ټلوالې ځواکونو د کلا د کنټرول بېرته ترلاسه کولو لپاره د امریکا او برېتانیا له ځانګړو ځواکونو مرسته وغوښته. امریکايي جنګي الوتکو، بم غورځوونکو الوتکو، اې‌سي ۱۳۰ الوتکې، د امریکا ځانګړو ځواکونو او د بریتانیا ځانګړو واحدونو په عملیاتو کې ګډون وکړ.

د شته روایتونو له مخې، د کلا په محدود چاپېریال کې جګړه په ډېر شدت روانه وه. پاڅون کوونکو د وسلو زېرمو ته د لاسرسي په لرلو مقاومت کاوه او یوې برخې یې د کلا په ځمکتلي او تر ځمکې لاندې دفاعي سنګرونو کې پناه اخیستې وه او ان له هوايي بمباریو وروسته یې هم مقاومت ته دوام ورکاوه.

د دغو عملیاتو په یوه پړاو کې، د امریکايي ځواکونو یوه هوايي برید په تېروتنه د شمال ټلوالې ځواکونو د سنګرونو په څېرمه سیمه کې ولګېد چې له امله یې یو شمېر افغان سرتېري او لوېدیځ پوځیان ټپیان شول؛ دې پېښې د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ په ګډو عملیاتو کې د همغږۍ ستونزې څرګندې کړې.

د مرګ‌ژوبلې شمېر او د ژوندي پاتې شویو برخلیک

له شپږو ورځو پرله‌پسې نښتو وروسته، په قلعه جنګي کې پاڅون وځپل شو. د تاریخي راپورونو له مخې، په کلا کې له مېشتو سلګونو بندیانو څخه یوازې ۸۶ کسان ژوندي پاتې شول او بېرته ونیول شول. نور بندیان د وسله‌والو نښتو، هوايي بریدونو، توپچي ډزو یا د سیمې د پاکولو د عملیاتو پر مهال ووژل شول.

د وژل شویو کسانو د کره شمېر په اړه هېڅ سند په لاس کې نشته، خو له دې ډلې یوازې ۸۶ کسان ژوندي پاتې شول. له همدې امله، د بشري حقونو بنسټونه او څېړونکي د قلعه جنګي جګړه د افغانستان د جګړې د لومړیو میاشتو له تر ټولو خونړیو پېښو څخه ګڼي. د ژوندي پاتې شویو کسانو په منځ کې د جان واکر لینډ نوم هم یادېږي؛ هغه امریکايي وګړی چې د طالبانو په لیکو کې و. د هغه نیول کېدل په متحده ایالاتو کې د افغانستان د جګړې په تړاو په یوې مهمې قضايي دوسیې بدل شول.

د مزارشریف د سقوط د ورځو په اړه د شمال ټلوالې د قوماندانانو روایتونه

که څه هم عبدالرشید دوستم، چې د خپل ګوند د ځواکونو مشري یې کوله او د طالبانو پر وړاندې د قلعه جنګي د جګړې د مشرتابه تور پرې لګېدلی، تر اوسه د دې جګړې په اړه کوم کره روایت نه دی وړاندې کړی او په ډېرو رسمي غونډو او رسنیزو مرکو کې یې دا تور رد کړی دی، خو د مزارشریف د سقوط د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت، د بلخ پخواني والي او د شمال ټلوالې یوه قوماندان عطا محمد نور په ټولنیزه شبکه اېکس کې پر خپلې رسمي پاڼې دې ښار ته د طالبانو ضد ځواکونو د ننوتلو په اړه یو روایت خپور کړ.

هغه لیکلي چې د ۱۳۸۰ کال د لړم په ۱۹مه سهار له خپلو ځواکونو سره مزارشریف ته ننوت او د ښار د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شو. د هغه په وینا، څو ساعته وروسته عبدالرشید دوستم، محمد محقق او د طالبانو نور سیاسي او پوځي مخالف مشران هم له خپلو ځواکونو سره دې ښار ته ننوتل.

نور زیاتوي چې له لومړني ځای پر ځای کېدو وروسته، د شمال ټلوالې مشران په قلعه جنګي کې راټول شول، څو د مزارشریف او بلخ ولایت د امنیت د ټینګښت په اړه سلا مشورې وکړي. د هغه د روایت له مخې، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بې‌نظمۍ او احتمالي شخړو د مخنیوي لپاره، د عبدالرشید دوستم اړوند ځواکونه په قلعه جنګي کې، د جمعیت اسلامي ځواکونه د اوومې قول اردو په قرارګاه کې او د حزب وحدت، حرکت اسلامي او نورو ډلو ځواکونه د ښار په نورو برخو کې ځای پر ځای شي. دا روایت ښيي چې قلعه جنګي د ۲۰۰۱ کال د نومبر له جګړې څو اوونۍ مخکې په شمال کې د طالبانو ضد ځواکونو د همغږۍ او ځای پر ځای کېدو پر یوه مهم مرکز بدله شوې وه.

په همدې تړاو، د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر او د شمال ټلوالې یوه لوړپوړي غړي محمد محقق د دې پېښې د کلیزې په مناسبت په یوه لیکنه کې ویلي چې په شمال کې د طالبانو د وروستي مقاومت له پای ته رسېدو وروسته، د دې ډلې یوه پلاوي د ملا نورالله نوري او ملا فاضل مظلوم په مشرۍ قلعه جنګي ته ورغی او د طالبانو د ځواکونو تسلیمېدل یې د شمال د مقاومت د رهبرۍ پلاوي ته، چې عبدالرشید دوستم، محمد محقق او عطا محمد نور پکې شامل وو، اعلان کړل.

100%

په هغو ورځو کې، سلګونو جنګیالیو، چې د پام وړ شمېر یې د عربي هېوادونو، پاکستان، ازبکستان، چیچنیا او نورو هېوادونو وګړي وو، خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې. په داسې حال کې چې ډېرو څارونکو ته په شمال کې جګړه پای ته رسېدلې ښکارېده، په قلعه جنګي کې ورپسې بدلونونو د پېښو مسیر بدل کړ.

بېلابېل لیدلوري او د حقوقي څېړنو غوښتنه

د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د رسنیو او نړیوالو بنسټونو پام د بندیانو برخلیک او د کړکېچ د مدیریت څرنګوالي ته واوښت. د بښنې نړیوال سازمان د بندیانو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه وکړه او د جګړې د ټولو ښکېلو لورو پر ځواب ویلو یې ټینګار وکړ.

دغه سازمان د دې موضوع د څېړلو غوښتنه وکړه چې ایا د پاڅون د ځپلو پر مهال د نړیوال بشردوستانه قانون او د جګړې د بندیانو حقونه مراعات شوي وو که نه. همدارنګه، ځینو بشري حقونو بنسټونو او رسنیو د هغه ځای په اړه، چې سلګونه بندیان پکې موجود وو، د درنو هوايي بریدونو د کارولو د تناسب په اړه پوښتنې مطرح کړې.

په مقابل کې، د شمال ټلوالې قوماندانانو او امریکايي پوځي چارواکو ټینګار کاوه چې دوی له یوه بشپړ وسله‌وال پاڅون سره مخ وو او بندیانو د وسلو د زېرمو په نیولو سره په عملي توګه پر یوې سمبالې جنګي قوې بدل شوي وو. هغوی استدلال کاوه چې د مقاومت دوام او درنو وسلو ته د پاڅون کوونکو لاسرسي د وضعیت د کنټرول لپاره پراخ پوځي عملیات اړین کړي وو.

د دښتې لیلې دوسیه؛ د بندیانو د برخلیک په اړه یوه بله هم‌مهاله موضوع

د افغانستان په شمال کې د بندیانو د برخلیک اړوند پېښې یوازې د قلعه جنګي تر جګړې محدودې نه وې. د طالبانو د مورچو له سقوط وروسته په اوونیو او میاشتو کې، یوه بله موضوع هم د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالو رسنیو د پام په مرکز کې وه چې د «د لیلې دښتېدوسیې» په نوم پېژندل کېږي. په دې اړه چې په لیلي دښتې کې وژل شوي طالب بندیان له قلعه جنګي څخه لېږدول شوي وو که نه، کوم معتبر سند نشته.

د خپلواکو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو د خپرو شویو راپورونو له مخې، په کندز کې د طالبانو د جبهې له ړنګېدو وروسته، د دې ډلې ګڼ شمېر جنګیالي او متحد ځواکونه یې د شمال ټلوالې ځواکونو ونیول او ټاکل شوې وه چې د ساتنې لپاره د جوزجان ولایت د شبرغان زندان ته ولېږدول شي. په هغه وخت کې شبرغان د دوستم دودیز مرکز ګڼل کېده.

یو شمېر ژوندي پاتې شویو کسانو او عیني شاهدانو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د لېږد پر مهال یو شمېر بندیان په فلزي کانتینرونو کې د اکسیجن د کمښت، ګرمۍ او نامناسبو شرایطو له امله مړه شوي دي. همدارنګه، په ځینو روایتونو کې پر کانتینرونو د ډزو یادونه هم شوې ده. د ګڼو راپورونو له شتون سره سره، د وژل شویو کسانو کره شمېر تر اوسه په خپلواکه او قطعي توګه نه دی تایید شوی او په بېلابېلو سرچینو کې د څو سوو کسانو یادونه شوې ده.

په ۲۰۰۲ کال کې د عدلي طب د کارپوهانو یوې ډلې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د دشت لیلي له سیمې لیدنه وکړه چې د څېړنو پایلو یې په دې ځای کې د ډله‌ییزو قبرونو د شتون څرګندونه کوله. په ورپسې کلونو کې، د بشري حقونو بنسټونو په ساحه کې د شواهدو د احتمالي زیانمنېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د سیمې د ساتنې او هر اړخیزو څېړنو غوښتنه یې وکړه.

د دښت لیلې د دوسیې په اړه سیاسي او حقوقي غبرګونونه

په ۲۰۰۹ کال کې، د امریکا د هغه وخت ولسمشر باراک اوباما، د دې دوسیې د څېړنې د مخنیوي په اړه د امریکا د پخواني حکومت د هڅو په تړاو د رسنیزو افشاګریو وروسته، خپل ملي امنیتي ټیم ته لارښوونه وکړه چې د دشت لیلي د پېښو په اړه څېړنې وکړي. خو څلور کاله وروسته، د ۲۰۱۳ کال په جنورۍ کې، سپینې ماڼۍ په پټه توګه د دې دوسیې د تړلو اعلان وکړ او د دغو څېړنو له پایلو یا جزئیاتو له خپرولو یې ډډه وکړه.

په مقابل کې، عبدالرشید دوستم او نږدې کسانو یې تل د بندیانو په مرګونو کې د خپلو تر قوماندې لاندې ځواکونو لاس لرل رد کړي دي. تر اوسه هېڅ نړیوالې محکمې یا خپلواک قضايي مرجع د دې دوسیې په تړاو د مشخصو کسانو یا ډلو د جزايي مسوولیت په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

څرنګه چې د دشت لیلي د پېښو پر مهال د لېږدول شویو بندیانو یوه برخه د قلعه جنګي له جګړې ژوندي پاتې شوي کسان وو، دغه دواړه پېښې په ډېرو څېړنو کې یو ځای څېړل کېږي؛ خو څېړونکي او حقوقي کارپوهان په دې باور دي چې قلعه جنګي او دشت لیلي دوه جلا پېښې دي او هره یوه یې خپلواکې تاریخي او حقوقي څېړنې ته اړتیا لري.

له دوو لسیزو څخه د ډېر وخت له تېرېدو وروسته، د قلعه جنګي جګړې او د دشت لیلي دوسیې بېلابېل اړخونه لا هم د افغانستان په معاصر تاریخ او د ۲۰۰۱ کال د بدلونونو په تړاو د څېړنو له بحث‌پارونکو موضوعاتو څخه دي.

100%

د طالبانو غبرګون

طالبانو په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې څو ځله د عبدالرشید دوستم تر قوماندې لاندې ځواکونه او امریکايي پوځیان په قلعه جنګي او دشت لیلي کې د خپلو بندیانو په وژلو کې په لاس لرلو تورن کړي او دا یې «جنګي جنایت» بللی دی.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د دې ډلې له بېرته رسېدو وروسته هم، په جوزجان ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دشت لیلي په سیمه کې په مراسمو کې د «دې ډله‌ییزې وژنې د عاملانو پر مجازاتو» ټینګار وکړ؛ خو طالبانو تر اوسه د دې سیمې د ډله‌ییزو قبرونو د عدلي طب د څېړنې لپاره کومه خپلواکه او شفافه قضايي یا څېړنیزه پروسه نه ده پیل کړې.