بېنېټ: د افغان ښځو پر وړاندې د جنسیتي تاوتریخوالي پای ته رسول بېړنۍ اړتیا ده

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي تاوتریخوالي پای ته رسول یوه بېړنۍ اړتیا بللې او د عدالت پر تامین او له مجازاتو د معافیت پر ختمولو یې ټینګار کړی دی.
بېنېټ د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سږني ۱۶ ورځني کمپاین موخه د عدالت تامین، له تاوتریخوالي د ژغورل شویو کسانو ملاتړ او له مجازاتو د معافیت پای ته رسول دي.
نوموړي د دغه کمپاین اهمیت ته په اشارې ویلي: «په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره تر دې ډېره اړونده او بېړنۍ موضوع نه شي کېدای.»
بېنېټ له افغان ښځو او نجونو سره د خپل ملاتړ په څرګندولو زیاته کړې: «زه د هغوی ترڅنګ ولاړ یم او له هر ډول جنسیتي تاوتریخوالي څخه د خوندي ژوند کولو له حق څخه یې ملاتړ کوم.»
د بېنېټ دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې د روان کال په اګست میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو د حقونو او ازادیو په تړاو تر سلو ډېر محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي.
د دغې ادارې په وینا، د ښځو د ملاتړ لپاره د حقوقي او قانوني میکانیزمونو له منځه وړلو، پر زدهکړو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې د موندنو له مخې، افغان ښځې د نارینهوو په پرتله نږدې څلور برابره لږ رسمي عدلي او قضايي میکانیزمونو ته د لاسرسي امکان لري.
هر کال د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. په همدې ورځ د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین هم پیلېږي، چې د ډسمبر تر لسمې، د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې دوام کوي.
