• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانسې ۱۲۰ افغان ښځو ته د ویزو ورکولو ارزونه پیل کړه

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د ۱۲۰ افغان ښځو هغې غوښتنې ته په ځواب کې، چې د بشري ویزو د ونډې د زیاتولو او د دوی د دوسیو د څېړنې د بهیر د چټکتیا غوښتنه یې کړې وه، ویلي چې د دوی غوښتنه یې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو چارو عمومي رییس ته د څېړنې لپاره لېږلې ده.

دغه ښځې چې دمګړی په افغانستان، ایران او پاکستان کې له ګواښونو، ځپنې او ناامنۍ سره مخ دي، د روان کال د اکتوبر په ۱۹مه د فرانسې حکومت ته په یوه لیک کې د بشري ویزو د ونډې د زیاتولو او د خپلو غوښتنلیکونو د ژر څېړلو لپاره د ځانګړي بهیر د جوړولو غوښتنه کړې وه.

دوی د افغان ښځو ستونزمن وضعیت او د هغوی پر حقونو او ازادیو پراخو محدودیتونو ته په اشارې، د فرانسې له حکومت څخه غوښتي وو، چې له خطر سره مخ ښځو خوندي ځای ته د لېږدولو زمینه برابره کړي.

دغو فعالانو ویلي، چې خپل مخکینی لیک یې د فرانسې ولسمشر، لومړۍ مېرمنې، د بهرنیو چارو وزارت، سنا او ملي شورا ته هم استولی و او د دغه هېواد له چارواکو یې غوښتي وو، چې له خطر سره د مخ افغان ښځو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په خپل ځواب کې، چې دغو ښځو ته یې استولی، ویلي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر لوران نونز د افغان ښځو غوښتنه په دقت څېړلې او لارښوونه یې کړې، چې موضوع د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې د بهرنیو وګړو چارو عمومي رییس ته د ارزونې لپاره ولېږل شي.

په لیک کې همداراز د ارزونې د پایلو او ترسره شویو اقداماتو په اړه د مستقیمو معلوماتو ورکولو مسوولیت هم د بهرنیو وګړو چارو عمومي رییس ته سپارل شوی دی.

100%
له ګواښ سره مخ افغان شځو غوښتنې ته د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ځواب

دغو ښځو د فرانسې د حکومت د ځواب په غبرګون کې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ، د افغان نجونو د زده‌کړو د ملاتړ او د جنسیتي اپارتاید د نړیوال جنایت په توګه د په رسمیت پېژندلو لپاره د فرانسې د هڅو او دریځونو مننه کړې ده.

دوی د خپلې غوښتنې د ارزونې لپاره د فرانسې د بهرنیو اتباعو چارو عمومي رییس ته د موضوع له لېږلو هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې، چې د دغو ۱۲۰ ښځو دوسیې دې لومړیتوب ومومي او د بشري ویزو د غوښتنلیکونو د څېړلو او صادرولو بهیر دې ژر تر ژره بشپړ شي.

دغو ښځو همداراز ویلي، چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې، چې په ملي شورا کې یې د افغان ښځو لپاره د ملاتړ د زیاتولو په اړه کړې وې، د افغانستان د زیان‌منونکو ښځو وضعیت ته د دغه هېواد د حکومت د پاملرنې نښه ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ښځو د وضعیت د خرابېدو په اړه ویلي، چې پاریس به له هغوی خپل ملاتړ زیات کړي. نوموړي همداراز اعلان کړی، چې هېواد به یې د افغان ښځینه محصلانو او پناه‌غوښتونکو له ډلې ډېر کسان ومني.

دغو ۱۲۰ افغان ښځو ټینګار کړی، چې د فرانسې سیاسي او بشري پیوستون باید په عملي اقداماتو بدل شي او له حکومت څخه یې غوښتي، چې د دوی دوسیې په بېړنۍ توګه وڅېړي.

ډېر لیدل شوي

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا  مدرسه کې ووژل شو
۱
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۲
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۳

افغان ډ‌ېپلومات د افغانستان د سیاسي لېږد لپاره د لارنقشې پر جوړولو ټینګار کړی

۴

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

۵

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

•
•
•

نور خبرونه

فرانسوۍ خبریاله: د افغان ښځو ژوند د سیمې، کورنۍ او د طالبانو د فرمانونو له مخې توپیر لري

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۱ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه تجربه لرونکې فرانسوۍ انځوریزه خبریاله الیزا بلانشار وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو ورځنی ژوند د اوسېدو ځای، کورنۍ او د طالبانو د فرمانونو د پلي کېدو له څرنګوالي سره توپیر لري.

الیزا بلانشار د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت له فرانس ۲۴ ټېلیویژن سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه عمومي قضاوت کول ستونزمن دي، ځکه د لرې پرتو کلیو، کابل او هرات په څېر لویو ښارونو کې د ښځو شرایط یو شان نه دي.
نوموړې چې اووه کاله یې په افغانستان کې ژوند او خبریالي کړې، ویلي، په ځینو لرې پرتو او محافظه‌کارو سیمو کې د ښځو پر ژوند سخت محدودیتونه شته، خو په لویو ښارونو کې د ښځو د جامو، تګ راتګ او ورځني ژوند وضعیت توپیر لري.
د بلانشار په وینا، د ښځو پر ژوند د محدودیتونو کچه یوازې د طالبانو له فرمانونو سره تړاو نه لري، بلکې د کورنۍ، په ځانګړي ډول د پلار د دریځ او د سیمه‌ییزو چارواکو د کړنو له مخې هم بدلېږي.
هغې زیاته کړې، اوس ډېرې لږې ښځې کار کولای شي او نجونې تر ۱۲ کلنۍ وروسته له زده‌کړو بې‌برخې دي. د نوموړې په وینا، په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ سلنه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي او په ځینو سیمو کې د کم عمر نجونو ودونه لا ډېر دي.
بلانشار ټینګار کړی چې د افغانستان په ځینو سیمو کې له پخوا راهیسې محافظه‌کار دودونه موجود وو او د دغه هېواد د جګړو اوږد تاریخ هم باید د ښځو د اوسني وضعیت په ارزونه کې له پامه ونه غورځول شي.
د ښځو د نومونو د ثبتولو پر وړاندې محدودیت
په مرکه کې د افغانستان په یوه شمالي ولایت کې د ښځو د نومونو د رسمي اسنادو پر مخ د نه لیکلو په اړه د یوه فرمان موضوع هم یاده شوې ده.
الیز بلانشار ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې داسې فرمانونه په بېلابېلو سیمو کې اعلان شوي، چې ځینې یې نورو سیمو ته هم غځېدلي، ځینې بیا له عملي کېدو پاتې شوي دي.
د هغې په وینا، لا وختي ده چې د دغه فرمان د دوام او نورو سیمو ته د پراخېدو په اړه قضاوت وشي او کېدای شي دا پرېکړه د طالبانو د کورنیو سیاسي اختلافونو یوه برخه وي.
هغې د ښځو د نومونو د نه ثبتولو د پرېکړې په اړه ویلي، چې که په رسمي اسنادو کې د ښځو نومونه نه وي، نو د دغو اسنادو عملي ارزښت هم تر پوښتنې لاندې راځي.
په افغانستان کې د ښځو په اړه د راپور جوړولو ستونزې
دغه انځوریزه خبریاله وايي، په افغانستان کې یې د راپورونو او انځورونو د چمتو کولو پر مهال تل هڅه کړې، چې ښځې په خپله خوښه پرېکړه وکړي، ایا غواړي مخونه یې ښکاره شي او که نه.
د نوموړې په وینا، که د یوې ښځې د مخ ښکاره کېدل د هغې ژوند یا خوندیتوب له خطر سره مخ کوي، نو اړین احتیاطي تدابیر نیول کېږي.
بلانشار ویلي، په وروستیو کلونو کې یې د ماشومانو د ودونو، اقلیمي بدلونونو او د امریکا د مرستو د کمېدو له امله د ښځو پر روغتیايي خدمتونو د اغېزو په اړه راپورونه جوړ کړي دي.
هغې زیاته کړې، په ځینو مواردو کې ښځو د قابلو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی، چې له امله یې ځینو خپل ماشومان او حتی خپل ژوند بایللی دی.
د نوموړې په خبره، په افغانستان کې د ښځو د انځور اخیستلو او د هغوی په اړه د راپور جوړولو محدودیتونه دومره ساده نه دي چې یوازې د قانون له مخې وارزول شي، بلکې د موضوع، د راپور جوړولو د طریقې او سیمه‌ییزو کلتوري حساسیتونو له مخې هم توپیر کوي.
له افغان ښځو سره د نړیوالې ټولنې د عملي مرستو غوښتنه

الیزابلانشار د ښځو پر وړاندې د تبعیض او محدودیتونو د جنسیتي اپارتاید په توګه د پېژندلو په اړه د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په تړاو ویلي، یوازې د یوه وضعیت نومول کافي نه دي، بلکې مهمه دا ده چې په عمل کې د ښځو د ملاتړ لپاره څه کېږي.
هغې ویلي، هغه افغانې ښځې چې غواړي له افغانستانه ووځي او په فرانسه یا نورو هېوادونو کې پناه واخلي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د بلانشار په وینا، د دغو ښځو لپاره اړینه ده چې لومړی ایران یا پاکستان ته ولاړې شي او بیا د پناه غوښتنې لپاره میاشتې او حتی کلونه انتظار وباسي.
نوموړې ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید یوازې په سیاسي څرګندونو بسنه ونه کړي، بلکې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه هم پورته کړي.
هغې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د کمېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د امریکا تر څنګ فرانسې او اروپايي هېوادونو هم د مرستو کچه راکمه کړې ده.
د هغې په وینا، د افغان ښځو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د نجونو لومړنۍ زده‌کړې او د لوږې له ګواښ سره د مخ خلکو لپاره د خوړو برابرول هغه مهمې اړتیاوې دي چې باید له پامه ونه غورځول شي.
افغان ښځې لا هم کوچني کاروبارونه پر مخ وړي

بلانشار د افغان ښځو د مقاومت او خپلمنځي ملاتړ په اړه ویلي، چې د ښځو د کوچنیو کاروبارونو فعالیتونه لا هم دوام لري.
هغې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې ښځې لا هم کوچني کاروبارونه لري او د لاسي صنایعو په څېر فعالیتونه کوي، خو د بازار موندنې، تګ راتګ او د نارینه محرم د ملتیا په برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي.
د نوموړې په وینا، ځینې ښځې د اوږده سفر پر مهال د یوه نارینه ملتیا ته اړې دي او بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.
هغې د نجونو د پټو ښوونځیو په اړه ویلي، چې دغه ډول ښوونځي کله فعالېږي او کله بېرته تړل کېږي، خو د هغوی په اړه د راپور جوړولو پر مهال باید ډېر احتیاط وشي، څو د ښوونکو او زده‌کوونکو ژوند له خطر سره مخ نه شي.
الیز بلانشار په پای کې ټینګار کړی، چې له ټولو محدودیتونو سره سره افغان ښځې لا هم د کاروبار، زده‌کړو او خپلمنځي ملاتړ لپاره هڅې کوي.

جرمني له ۷۵۳ افغان پناه غوښتونکو غوښتي چې د طالبانو کونسلګریو ته ورشي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۵۴ GMT+۰
100%

په جرمني کې د ۲۰۲۶ کال له پیله تر دې دمه ۷۵۳ افغان کډوالو ته د دغه هېواد د بهرنیانو ادارو داسې غوښتنې لېږلې دي چې له مخې یې باید د افغانستان ډیپلوماتیکو استازولیو ته ورشي او له هغو استازو سره وګوري چې د طالبانو تر اغېز لاندې دي.

د جرمني د اې ار ډي د حقوقي څانګې د راپور له مخې، په دې شمېره کې په باویریا ایالت کې د افغان کډوالو لپاره ۵۶۱ او په بادن‌وورتمبرګ ایالت کې ۱۹۲ غوښتنې شاملې دي. د دغو غوښتنو له امله د کډوالو د حقونو وکیلان د دې کړنلارې پر قانوني بنسټ او د افغانانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لري.
له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو ایستل
د راپور له مخې، له ۲۰۲۴ کال راهیسې له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو ډله‌ییزې ایستنې پیل شوې دي. له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، تر ۳۰۰ ډېر کسان له جرمني څخه دغه هېواد ته لېږل شوي دي.
په پیل کې یوازې هغه افغانان ایستل کېدل چې په جرمني کې په جرمونو محکوم شوي وو، خو د ۲۰۲۶ کال له اوړي راهیسې هغه کسان هم افغانستان ته لېږل کېږي چې جرمي سابقه نه لري.
د دغو ایستنو د تنظیم لپاره د جرمني حکومت له طالب چارواکو سره اړیکې ساتلې دي او دغو اړیکو ته په رسمي څرګندونو کې «تخنیکي تماسونه» وايي.
په جرمني کې د طالبانو استازي
افغانستان په جرمني کې درې ډیپلوماتیکې استازولۍ لري: په برلین کې سفارت او په بن او مونیخ ښارونو کې دوه جنرال قونسلګرۍ.
د راپور له مخې، د طالبانو استازي په دغو ډیپلوماتیکو دفترونو کې فعال دي او د جرمني حکومت یې «قونسلګرۍ کارکوونکي» بولي. داسې راپورونه هم شته چې طالبان په عملي توګه دغه دفترونه تر خپل کنټرول لاندې لري.
خو د جرمني حکومت په رسمي توګه نه ده منلې چې طالبانو د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ په بشپړ ډول تر خپل واک لاندې راوستي دي.
قونسلګرۍ ته د ورتګ قانوني بنسټ
د جرمني د اقامت قانون له مخې، چارواکي کولای شي د یوه بهرني وګړي د هویت د تثبیت یا د ایستلو د بهیر د چمتو کولو لپاره له هغه وغواړي چې د خپل هېواد ډیپلوماتیکې استازولۍ ته ورشي.
خو د افغان کډوالو وکیل ماتیاس هولېر د یوه افغان وګړي قضیه راپورته کړې چې له افغانستانه تښتېدلی او د اګسبورګ د بهرنیانو ادارې ترې غوښتي چې د افغانستان قونسلګرۍ ته ورشي.
د وکیل په وینا، د هغه د موکل هویت له مخکې تثبیت شوی او معتبر پاسپورټ هم لري؛ له همدې امله نوموړی نه غواړي له هغو استازو سره وګوري چې د طالبانو تر اغېز لاندې دي.
هولېر وايي، که د یوه کس هویت تثبیت شوی وي او معتبر پاسپورټ ولري، نو د هویت د معلومولو لپاره قونسلګرۍ ته د هغه د ورتګ اړتیا نه شته. د هغه په وینا، د نورو موخو لپاره د حضور غوښتنه د جرمني د اقامت قانون له ټاکلي چوکاټ څخه بهر ده.
د کورنیو د خوندیتوب په اړه اندېښنې
د وکیل په وینا، موکل یې په افغانستان کې کورنۍ لري او وېره لري چې په قونسلګرۍ کې ترې ترلاسه شوي معلومات به په افغانستان کې د هغه د خپلوانو پر ضد وکارول شي.
د راپور له مخې، طالب چارواکي د هغو افغانانو له بېرته منلو مخکې په قونسلګرۍ کې د هغوی حضور غواړي چې جرمني یې افغانستان ته لېږي. د بادن‌وورتمبرګ د عدلیې وزارت هم دا غوښتنه تایید کړې ده.
هولېر دا پوښتنه هم راپورته کړې چې ایا د طالبانو تر ادارې لاندې سفارت او قونسلګرۍ د افغانستان د دولت مشروع ډیپلوماتیک استازیتوب کولای شي؛ ځکه جرمني د طالبانو حکومت په سیاسي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.
د جرمني محکمو بېلابېلې پرېکړې
د راپور له مخې، د کولن اداري محکمې په دوو بېړنیو قضیو کې د افغان کډوالو په ګټه پرېکړې کړې او د قونسلګرۍ ته د ورتګ غوښتنې یې غیرضروري بللې دي.
دغې محکمې دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې ښايي په قونسلګریو کې د افغانانو یوازې هویت نه تثبیتېږي، بلکې د هغوی سیاسي نظرونه هم پوښتل کېږي. محکمې دا پوښتنه مطرح کړې چې ایا افغان کډوال باید د طالبانو د استازو له خوا سیاسي پوښتنو ته ځواب ویلو ته اړ شي؟
خو د کارلسروهه اداري محکمې په یوه جلا قضیه کې د قونسلګرۍ ته د ورتګ غوښتنه قانوني بللې ده.
وکیل هولېر د خپل موکل په استازیتوب د باویریا ایالت پر وړاندې دعوه هم کړې او د راپور د خپرېدو پر مهال یې قضیه روانه وه.
د جرمني حکومت دریځ
د جرمني فدرالي حکومت د چپ‌اړخي ګوند د پارلماني ډلې یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې د افغانستان دولت په رسمیت پېژني، خو دا په دې معنا نه ده چې د طالبانو حکومت یې هم په سیاسي توګه منلی دی.
د حکومت په وینا، د یوه حکومت نه‌پېژندل په خپله د هغه هېواد ډیپلوماتیکې استازولۍ ته د ورتګ امکان نه ردوي.
د راپور په وینا، د حکومت ځواب د «یوازې د ادارې د کارونې لپاره» په درجه‌بندۍ کې محرم ساتل شوی دی.
حکومت دې پوښتنې ته چې ایا په قونسلګریو کې له افغان کډوالو سره د لیدنو پر مهال د فشار راوړلو خطر ردولای شي، ویلي چې د دغو لیدنو څرنګوالی عموماً د اړوند هېواد د چارواکو په واک کې دی.
خو حکومت دې پوښتنې ته روښانه ځواب نه دی ورکړی چې ولې د طالبانو استازي، سره له دې چې د هغوی حکومت په سیاسي توګه نه پېژني، په جرمني کې د قونسلګرۍ د کارکوونکو په توګه له افغان کډوالو سره لیدنې او خبرې کوي.

ایوبي: طالبان او پاکستان به د یو بل د سقوط سبب شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۰
100%

د پخوانۍ ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي وایي، طالبان او پاکستان دواړه قانون نه مني او خپل مخالفان تېښتې ته اړ باسي، چې په پایله کې به د دواړو مخالفان یو بل ته په لاس ورځي او دا چاره به د دوی د متقابل سقوط سبب وګرځي.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د واک انحصار، ځپونکې تګلارې او له دې امله له هېواده د خلکو تېښته او د طالبانو خلاف درېدو ته اړ وتل او تر څنګ یې د پاکستان له لوري پر خپلو سیاسي مخالفانو فشارونه به طالبان او پاکستان یوې اوږدې جګړې ته راکاږي.

د طالبانو انحصار او د کدرونو تېښته

عبدالرحیم ایوبي د طالبانو پر ځپونکو تګلارو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د دغې ډلې اداره یوازې د ملایانو لپاره ده او هر څه یې د «ملا» په نوم ځان ته ځانګړي کړي دي. هغه زیاته کړه چې د طالبانو لومړیتوب د خلکو هوساینه نه، بلکې «لونګۍ او ږیره» ده.

ایوبي وویل: «که سبا په افریقا کې د ښاروالۍ د ۲۰۰ کارکوونکو د ګومارنې اعلان وشي، نو د افغانستان ۲۰۰ زره لوستي کسان به له طالبانو څخه د تېښتې لپاره نوم‌لیکنه وکړي.»

نوموړي همدارنګه پر طالبانو تور ولګاوه چې په خپلو کړنو سره یې ټولنه د «منافقت» پر لور روانه کړې ده او خلک یې د ظاهري بڼې بدلولو ته اړ ایستلي دي. د هغه په وینا، ډېرو کسانو ورته ویلي چې په ادارو کې د کار کولو لپاره یې یوازې له مجبورۍ اوږدې ږیرې پرېښې دي. ایوبي زیاته کړه چې طالبانو د «ګناه» په نوم له خلکو روزګار اخیستی او د دوی غلطو روایتونو خلک له دینه زړه‌توري کړي دي، تر دې چې ماشومان له ښوونځي زړه توري شوي او فکر کوي چې دلته هر څه یوازې له ملا سره دي.

د پاکستان داخلي ناورین او د مخالفانو ځپل

د پخوانۍ ولسي جرګې دغه غړي وویل، پاکستان له جوړښته تر ننه د افغانستان د هرې واکمنۍ پر ضد درېدلی او بقا یې د لوېدیځ له ګټو سره تړلې ده. هغه په پاکستان کې د پوځ پر واکمنۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، هلته رایه په صندوق کې پاتې کېږي او پرېکړې پوځ کوي.

د ایوبي په خبره، طالبان او پاکستان دواړه خپل مخالفان نه مني؛ طالبان خپل مخالفان اړ باسي چې د ګاونډیانو غېږې ته ولوېږي او بیا ورته د دښمن په سترګه ګوري، او پاکستان هم له عمران خان، ماهرنګ بلوڅ او منظور پښتین سره ورته چلند کوي او اوس یې د مولانا فضل‌الرحمان ګوند پسې اخیستې ده او ورته وايي چې «ته افغان یې او دلته د ژوند حق نه لرې.»

نوموړي وویل، که څه هم پاکستان اوس د طالبانو مخالفان په غېږ کې نیولي، خو دغه کسان د طالبانو د ناسمو تګلارو له امله دې کار ته اړ شوي دي.

«د طالبانو واکمنۍ پاکستان وژغوره»

ایوبي په دې باور دی چې د طالبانو واکمنۍ او د هغوی د مشر هبت‌الله اخوندزاده تګلارې په غیرمستقیم ډول پاکستان له سقوطه وژغوره. هغه وویل: «که طالبانو د افغانانو ۵۰ سلنه غوښتنې منلې وای، پاکستان به وخته له منځه تلی و؛ خو طالبانو د مولانا فضل‌الرحمان، محمود خان اڅکزي او منظور پښتین په څېر مشران ووېرول چې که پاکستان سقوط وکړي، نو هلته به هم د طالبانو په څېر د ټي‌ټي‌پي واکمني رامنځته شي.»

هغه د پاکستان دا غوښتنه غیرعملي او غیرمنطقي وبلله چې ګواکې طالبان دې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) غړي ونیسي او اسلام‌اباد ته دې یې وسپاري.

د ده په وینا، یاده ډله له طالبانو سره نه شلیدونکې اړیکې لري او د طالبانو مخینې ته په کتو سره، چې د اسامه بن لادن په نه سپارلو یې تېر ځل خپله واکمني سقوط کړه، دا شونې نه ده، چې دغه ډله دې د ټي ټي پي پر ضد له پاکستان سره ودریږي.

د اوږدې جګړې او متقابل سقوط خبرداری

عبدالرحیم ایوبي د خپلو خبرو په پای کې خبرداری ورکړ، چې د پاکستان او طالبانو دغه دوه‌ګونې لوبه به د دواړو په زیان تمامه شي. هغه وویل: «د پاکستان ګناه مطلقه خپله ده؛ یا به سقوط کوي او خیبر پښتونخوا او بلوچستان به یې له لاسه وځي، او یا به له طالبانو سره جګړه کوي؛ یا به آمو پاکستان کېږي او یا به اټک افغانستان کېږي.»

نوموړي ټینګار وکړ، کله چې پاکستان او طالبان دواړه خپل بچیان تېښتې ته اړ باسي او د یو بل لاس ته یې ورغورځوي، نو دا چاره به په سیمه کې د یوې اوږدې جګړې د دوام او د دواړو لورو د سقوط لامل شي.

د افغان مېرمنو له ګډون پرته؛ په کوټه کې د دوی د لاسي صنایعو نندارتون ترسره شو

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۰
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مرسته، د افغان ښځو د لاسي صنایعو نندارتون د دوی له ګډون پرته ترسره شو.

دغه نندارتون هر کال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مرسته جوړېږي. په تېرو کلونو کې به ګڼ شمېر افغان کډوالو ښځو په خپله خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کول، خو سږ کال په پاکستان کې د افغان کډوالو پر تګ‌راتګ د محدودیتونو له امله ښځینه سوداګرو د هغوی پر ځای دغه توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.

د افغان ښځو د لاسي صنایعو روزونکې نګهت رحیم افغان کډوالو ښځو ته د جامو ګنډلو پروګرام پر مخ وړي؛ هغې هم په نندارتون کې د خپلو افغان زده‌کوونکو ښځو جوړ کړي توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.

نوموړې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، افغان کډوالې ښځې اوس نه شي کولای چې په ازاده توګه نندارتون ته راشي او خپل لاسي صنایع خلکو ته وروښيي.

د نګهت رحیم په وینا، د افغان ښځو په لاس جوړو شویو جامو او نورو لاسي صنایعو ته د خلکو، په ځانګړي ډول د سیمې د ښځو، لېوالتیا زیاته ده او د دغو توکو د جوړولو ځانګړي هنر د هغوی د تولیداتو ارزښت لوړ کړی دی.

هغې وویل، افغان ښځو ته د خامک‌دوزۍ، ګنډلو، ګلیم اوبدلو، شیشې‌کارۍ، د بلوڅي جامو ګنډلو او نورو لاسي صنایعو روزنه ورکوي، څو وکولای شي د خپلو هنري مهارتونو له لارې عاید ترلاسه کړي.

د هغې په خبره، د روزنې پروګرام شپږ میاشتې دوام کوي او ګډونوالو ته د زده‌کړې پر مهال هره میاشت دوه نیم زره معاش ورکول کېږي. د پروګرام په پای کې فارغو ښځو ته سند ورکول کېږي، څو له خپلو زده‌کړو وروسته په کورونو کې د کار او عاید زمینه برابره کړي.

نوموړې زیاته کړه، د افغان کډوالو ښځو لپاره روزنیزو مرکزونو ته تګ‌راتګ ستونزمن شوی؛ له همدې امله هڅه کوي چې هغوی ته په کورونو کې د کار او تولید زمینه برابره کړي.

د نګهت رحیم په وینا، د دغو ښځو د لاسي صنایعو لپاره بازارموندنه او د تولیداتو پلور هم مهم دي، ځکه نندارتونونه د هغوی د کارونو د پېژندنې او د عاید ترلاسه کولو ښه فرصت برابروي.

د افغان ښځو کمرنګه حضور

د کوټې یوه خبریال محب خان هم افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې په تېرو کلونو کې به په دغه نندارتون کې ګڼ شمېر افغان کډوالې ښځې لیدل کېدې، خو اوس د هغوی په لاس جوړ شوي توکي نندارې ته وړاندې کېږي او خپله ښځې پکې نه ښکاري.

د محب خان په وینا، په تېرو دوو کلونو کې په کوټه کې د افغان کډوالو د ژوند چاپېریال بدل شوی او ښځې اوس نه شي کولای چې په ازاده توګه تګ‌راتګ وکړي، چې له امله یې د نندارتونونو په څېر عامه پروګرامونو کې د هغوی ګډون هم محدود شوی دی.

هغه زیاته کړه، پخوا به ګڼ شمېر افغان کډوالو ښځو په دغو نندارتونونو کې خپل لاسي صنایع پلورل او دا کار د هغوی د عاید له مهمو سرچینو څخه و.

د نوموړي په خبره، اوس که څه هم د افغان ښځو لاسي صنایع لا هم په نندارتون کې ځای لري، خو د هغو ښځو نه‌حضور د وضعیت د بدلون څرګند انځور وړاندې کوي، چې دغه توکي یې په خپلو لاسونو جوړ کړي دي.

په پاکستان کې د کډوالو د ایستلو فشار او له پولیسو وېره هم یو مهم لامل ګڼل کیږي، چې سږ کال یې له امله افغان کډوالې ښځې دغه نندارتون ته نه دي حاضرې شوي.

د طالبانو مخالفانو د نوي اساسي قانون د تدوین لپاره د یوې منتخبې شورا د جوړېدو غوښتنه کړې

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو استازو په هسپانیا کې د خپلو درېیم پړاو خبرو اترو په پای کې د سیاسي بدلون، د ټول‌شموله نظام جوړېدو او د افغانستان د نوي اساسي قانون د تدوین لپاره د یوه منتخبې شورا پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

دا غونډه د چهارشنبې په ورځ د «ښځې د افغانستان لپاره» په نوم د بنسټ په نوښت، د یوې ورځې لپاره د هسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، د غونډې ګډونوالو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره هم په جلا او غیررسمي مجازي غونډه کې خبرې کړې او د خپلو بحثونو پایلې یې ورسره شریکې کړې دي.
په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو او جریانونو، خوځښتونو، مدني فعالانو، پخوانیو وزیرانو، د پارلمان پخوانیو غړو، ډیپلوماټانو، پوهنتوني استادانو، څېړونکو، دیني عالمانو او خپلواکو مدني فعالانو په ګډون څه باندې ۴۰ کسانو برخه اخیستې وه.
د اعلامیې له مخې، ګډونوالو په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت ارزولی او د کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په پام کې نیولو سره یې د دغه هېواد د راتلونکي احتمالي وضعیت، فرصتونو او ننګونو په اړه بحث کړی دی.
د غونډې ګډونوالو د اوسني سیاسي بن‌بست د ژر پای ته رسولو او د سیاسي لېږد د بهیر د مدیریت لپاره پر ګډ چمتووالي ټینګار کړی دی.
دوی ویلي، د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام باید د خلکو پر واکمنۍ، د وګړو پر حقونو، عدالت، د قانون پر حاکمیت، د ښځو پر بشپړ او مانادار ګډون، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ولاړ وي.
د دې غونډې له مهمو وړاندیزونو څخه یو هم د اساسي قانون د تدوین لپاره د یوې منتخبې شورا جوړول دي. ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی اساسي قانون باید د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي او د یوه مشروع، ټول‌شموله او ولسواک سیاسي نظام لپاره حقوقي بنسټ وي.
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو، د نړۍ له هېوادونو او سیمه‌ییزو لوبغاړو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.
همدارنګه، د افغانستان دننه له ولسواکو ځواکونو سره د اړیکو د لارو چارو پر جوړولو او پیاوړتیا او په راتلونکو سیاسي بهیرونو کې د هغوی د نظرونو او غوښتنو د انعکاس پر ډاډ ترلاسه کولو خبرې شوې دي.
د غونډې ګډونوالو په سیاسي لېږد، د بنسټونو په جوړولو او د افغانستان په راتلونکي حکومتولۍ کې د ښځو د مرکزي رول د تضمین غوښتنه هم کړې ده.
د متقابل باور پیاوړتیا، سیاسي همغږي او د سیاسي او ټولنیزو جریانونو ترمنځ ګډو او همغږو اقداماتو ته هم د دې غونډې د لومړیتوبونو په توګه اشاره شوې ده.
د «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ ویلي، ګډونوالو ټینګار کړی چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره یوازې سیاسي هڅې بسنه نه کوي او د بدلون لپاره باید له نورو شته لارو او امکاناتو هم ګټه واخیستل شي.
دوی همدارنګه د سیاسي لېږد د مدیریت او د ټول‌شموله نظام د رامنځته کولو لپاره د یوه ګډ ملي چوکاټ د جوړولو په موخه د سیاسي بنسټونو او نوښتونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د دغو خبرو اترو لومړی پړاو د ۱۴۰۴ کال د تلې په اوومه او اتمه په اسلام‌اباد کې او دویم پړاو یې د ۱۴۰۵ کال د وري په څلورمه او پنځمه په لندن کې ترسره شوی و.