د افغان مېرمنو له ګډون پرته؛ په کوټه کې د دوی د لاسي صنایعو نندارتون ترسره شو

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مرسته، د افغان ښځو د لاسي صنایعو نندارتون د دوی له ګډون پرته ترسره شو.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مرسته، د افغان ښځو د لاسي صنایعو نندارتون د دوی له ګډون پرته ترسره شو.
دغه نندارتون هر کال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مرسته جوړېږي. په تېرو کلونو کې به ګڼ شمېر افغان کډوالو ښځو په خپله خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کول، خو سږ کال په پاکستان کې د افغان کډوالو پر تګراتګ د محدودیتونو له امله ښځینه سوداګرو د هغوی پر ځای دغه توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.
د افغان ښځو د لاسي صنایعو روزونکې نګهت رحیم افغان کډوالو ښځو ته د جامو ګنډلو پروګرام پر مخ وړي؛ هغې هم په نندارتون کې د خپلو افغان زدهکوونکو ښځو جوړ کړي توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.
نوموړې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، افغان کډوالې ښځې اوس نه شي کولای چې په ازاده توګه نندارتون ته راشي او خپل لاسي صنایع خلکو ته وروښيي.
د نګهت رحیم په وینا، د افغان ښځو په لاس جوړو شویو جامو او نورو لاسي صنایعو ته د خلکو، په ځانګړي ډول د سیمې د ښځو، لېوالتیا زیاته ده او د دغو توکو د جوړولو ځانګړي هنر د هغوی د تولیداتو ارزښت لوړ کړی دی.
هغې وویل، افغان ښځو ته د خامکدوزۍ، ګنډلو، ګلیم اوبدلو، شیشېکارۍ، د بلوڅي جامو ګنډلو او نورو لاسي صنایعو روزنه ورکوي، څو وکولای شي د خپلو هنري مهارتونو له لارې عاید ترلاسه کړي.
د هغې په خبره، د روزنې پروګرام شپږ میاشتې دوام کوي او ګډونوالو ته د زدهکړې پر مهال هره میاشت دوه نیم زره معاش ورکول کېږي. د پروګرام په پای کې فارغو ښځو ته سند ورکول کېږي، څو له خپلو زدهکړو وروسته په کورونو کې د کار او عاید زمینه برابره کړي.
نوموړې زیاته کړه، د افغان کډوالو ښځو لپاره روزنیزو مرکزونو ته تګراتګ ستونزمن شوی؛ له همدې امله هڅه کوي چې هغوی ته په کورونو کې د کار او تولید زمینه برابره کړي.
د نګهت رحیم په وینا، د دغو ښځو د لاسي صنایعو لپاره بازارموندنه او د تولیداتو پلور هم مهم دي، ځکه نندارتونونه د هغوی د کارونو د پېژندنې او د عاید ترلاسه کولو ښه فرصت برابروي.
د افغان ښځو کمرنګه حضور
د کوټې یوه خبریال محب خان هم افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې په تېرو کلونو کې به په دغه نندارتون کې ګڼ شمېر افغان کډوالې ښځې لیدل کېدې، خو اوس د هغوی په لاس جوړ شوي توکي نندارې ته وړاندې کېږي او خپله ښځې پکې نه ښکاري.
د محب خان په وینا، په تېرو دوو کلونو کې په کوټه کې د افغان کډوالو د ژوند چاپېریال بدل شوی او ښځې اوس نه شي کولای چې په ازاده توګه تګراتګ وکړي، چې له امله یې د نندارتونونو په څېر عامه پروګرامونو کې د هغوی ګډون هم محدود شوی دی.
هغه زیاته کړه، پخوا به ګڼ شمېر افغان کډوالو ښځو په دغو نندارتونونو کې خپل لاسي صنایع پلورل او دا کار د هغوی د عاید له مهمو سرچینو څخه و.
د نوموړي په خبره، اوس که څه هم د افغان ښځو لاسي صنایع لا هم په نندارتون کې ځای لري، خو د هغو ښځو نهحضور د وضعیت د بدلون څرګند انځور وړاندې کوي، چې دغه توکي یې په خپلو لاسونو جوړ کړي دي.
په پاکستان کې د کډوالو د ایستلو فشار او له پولیسو وېره هم یو مهم لامل ګڼل کیږي، چې سږ کال یې له امله افغان کډوالې ښځې دغه نندارتون ته نه دي حاضرې شوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، طالبان ښځې د برابر انساني کرامت او د بشپړو حقونو لرونکو انسانانو په توګه نه پېژني؛ بلکې د نارینهو د ملکیت یوه برخه یې ګڼي.
هغه اکبر وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه یوه منظمه تګلاره ده چې موخه یې د ټولنیز ژوند له ډګر څخه د ښځو اېستل دي. شهرزاد اکبر چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره او اوس د رواداري سازمان مشره ده، له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې له مساوي انسانانو څخه دویمه درجه کسانو ته راټیټې شوې دي.
د هغې په وینا، ښځې یوازې د خپل جنسیت له امله د نارینهو پرتله له لږو ازادیو او حقونو برخمنې دي او عدالت ته یې لاسرسی هم محدود دی. نوموړې زیاته کړې، د طالبانو لیدلوری دا دی چې د ښځې ځای په کور کې دی، دنده یې امېندواره کېدل، د ماشومانو زېږول او د کورنۍ پالنه ده او ښځې باید په ټولنیز ژوند کې حضور ونه لري.
هغې د افغانستان د ښځو وضعیت له «یوه لوی او پرانیستي زندان» سره پرتله کړی او ویلي یې دي، چې ښځې ژوندۍ دي خو له ژوند څخه بېبرخې شوې دي؛ ساه اخلي او د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو خپلو اړتیاوو، هیلو او خوبونو ته د رسېدو فرصت نه لري.
د ښځو ځپل؛ د طالبانو د منظمې تګلارې یوه برخه
د رواداري سازمان مشرې ویلي، طالبان دغه لیدلوری د قوانینو، په ځانګړي ډول د امربالمعروف قانون له لارې عملي کوي؛ دغه قانون د ښځو پر جامو، غږ او تګراتګ محدودیتونه لګولي او هغو نارینهو ته یې هم سزا ټاکلې چې دغه محدودیتونه نه عملي کوي.
د هغې په وینا، طالبانو د دغه میکانېزم له لارې نارینه هم د ښځو په کنټرول کې ښکېل کړي دي؛ داسې چې نارینه ښايي په موټر کې له محرم پرته د یوې ښځې د لېږدولو یا د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو د نه مراعتولو له امله مجازات شي.
اکبر دغه وضعیت د سویلي افریقا د اپارتاید له نظام سره پرتله کړی او ویلي یې دي، چې طالبان یوازې ښځې نه؛ بلکې هغه نارینه هم مجازات کوي چې د ښځو په اړه ټاکل شوي مقررات مراعت نه کړي.
هغې ټینګار کړی، چې دغه محدودیتونه جلا، جلا پرېکړې نه دي؛ بلکې د طالبانو د حکومتولۍ د جوړښت یوه برخه ده چې په ټول افغانستان کې په منظم ډول عملي کېږي. د هغې په وینا، طالبانو د دې تګلارې د پلي کولو لپاره قوانین، ادارې، مالي سرچینې او بشري ځواک ځانګړی کړی دی.
د تېر حکومت دې چارواکې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ته په اشارې ویلي، په داسې حال کې چې د افغانستان د خلکو لویه برخه د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، طالبان د هغو مامورانو د ګومارلو لپاره مالي سرچینې ځانګړې کوي چې په بازارونو او واټونو کې د ښځو جامې او حجاب څاري.
ښځې د تاوتریخوالي قربانیانې؛ نه د پناه ځای لري او نه د عدالت غوښتنې لار
شهرزاد اکبر ویلي، د طالبانو د تګلارو له امله د ښځو بېلابېلې ډلې د معلولیت لرونکو ښځو، ځوانو نجونو او د کورنیو د سرپرستو مېرمنو په ګډون په بېلابېلو بڼو زیانمنېږي. هغې د نابینایانو په ښوونځي کې له زدهکړو څخه د نابینا نجونو محرومیت ته په اشارې ویلي، معلولیت لرونکو ښځو هم هغو محدودو خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی چې پخوا ترې برخمنې وې.
هغې د ملګرو ملتونو راپورونو ته په اشارې ویلي، اوسمهال له هرو لسو افغان ښځو څخه اووه یې خپل رواني وضعیت «خراب یا ډېر خراب» بولي. د هغې په وینا، د افغان ښځو او نجونو ترمنځ د سخت خپګان او ځانوژنې د هڅو پېښې زیاتې شوې دي.
د رواداري سازمان مشرې ویلي، هغه ښځې چې د کورني تاوتریخوالي قرباني کېږي، د عدالت غوښتنې پر وړاندې له جدي خنډونو سره مخ دي. د هغې په وینا، د طالبانو قضايي نظام رواني، اقتصادي او جنسي تاوتریخوالی په رسمیت نه پېژني او ان د فزیکي تاوتریخوالي لپاره یې هم محدوده سزا ټاکلې ده.
هغې ویلي، د هغه سړي سزا چې خپله مېرمن وهي او هډوکی یې ماتوي، د حیواناتو د ځورولو له سزا هم کمه ده. اکبر زیاته کړې، هغه ښځې چې د طالبانو لهخوا نیول کېږي له خوشې کېدو وروسته په ډېرو مواردو کې د خپلې کورنۍ ملاتړ له لاسه ورکوي، په کورنۍ او ټولنه کې منزوي کېږي او ډېری وخت یې له کوره بهر له نړۍ سره اړیکې په بشپړ ډول پرې کېږي.
هغې ویلي، د طالبانو په ادارو کې له تاوتریخوالي سره د مخ شوې ښځې سره د قرباني پر ځای د مجرمې په توګه چلند کېږي او هغه ښځې چې د شکایت لپاره قاضي ته ورځي له سپک چلند سره مخ کېږي.
د اکبر په وینا، په ځینو مواردو کې ښځو ته چې د خپلو مېړونو پر ضد یې شکایت کړی، ویل شوي دي: «دا به درته ښه وي چې مړه شې؛ خو د خپل مېړه شکایت ونه کړې».
۲۴ کلنه زمزمه له نږدې یوه کال راهیسې د پلار په کور کې ژوند کوي. دوه کاله مخکې یې واده کړی و. د هغې په وینا، د ګډ ژوند لومړۍ ورځې عادي وې، خو له یوې میاشتې وروسته یې مېړه په بېلابېلو پلمو وهل او ځورول پیل کړل.
هغې د مېړه له کوره د وتلو او د محکمې له لارې د طلاق پرېکړه وکړه، خو کله چې د طالبانو محکمې ته ورغله، مېړه یې ټول تورونه رد کړل او ویې ویل چې مېرمن یې دروغ وایي.
زمزمه وایي، د طالبانو ښځینه کارکوونکو د هغې د بدن ټپونه هم ولیدل، خو د قضیې د جدي څېړلو پر ځای یې د جرګې له لارې د ستونزې حل مناسب وباله. د هغې په وینا، قاضي له مقابل اړخ نه یوازې د تاوتریخوالي د نه تکرار ژمنه واخېسته.
هغه بېرته د مېړه کور ته ستنه شوه، خو تاوتریخوالی پای ته ونه رسېد. زمزمه ادعا کوي چې یوه ورځ یې نشهيي مېړه دومره ووهله چې د مرګ تر پولې یې ورسوله او وروسته یې لېور ورغی او په زور یې جنسي تېری پرې وکړ.
زمزمه وایي، د مقاومت پر مهال دواړو سخته ووهله او بدن یې په وینو لړلی و. څو ساعته وروسته، چې لږه ارامه شوه، د طالبانو یوې نږدې حوزې ته لاړه او پېښه یې ثبت کړه، خو د هغې په وینا، مېړه یې بیا هم تورونه رد کړل او سره له دې، چې د تاوتریخوالي نښې یې پر بدن څرګندې وې، خبرې ته یې چا غوږ ونه نیوه.
نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « له دومره ظلمونو سره، چې هر څه د طالبانو په مخکې وو، بیا هم انصاف رانه کړل شو. زه له یوه کال راهیسې د پلار په کور ناسته یم».
طلاق؛ له تاوتریخوالي د وتلو وروستۍ دروازه
د مزارشریف اوسېدونکې تمنا هم له شاوخوا یوه کال راهیسې د پلار په کور ناسته ده.
هغه وایي، مېړه یې له واده وروسته له ګڼو ښځو سره اړیکې لرلې او تاوتریخجن چلند یې ورسره کاوه. له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې له هغه جلا شي.
تمنا محکمې ته عریضه وکړه، خو مېړه یې طلاق ونه مانه او ستونزه یې تراوسه نه ده حل شوې.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « مېړه مې بل واده کړی او موږ له یوه کال راهیسې جلا ژوند کوو. هغه په خپل ژوند کې خوشحاله دی، خو زه د طالبانو د ناسمو قوانینو له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ یم».
تمنا او زمزمه دواړې له خپلو مېړونو جلا شوې دي، خو لا هم نه پوهېږي چې د دوی د طلاق برخلیک به څه کېږي.
په افغانستان کې د ښځو لپاره طلاق اخیستل له ګڼو حقوقي او ټولنیزو ستونزو سره تړلي دي.
د ښځو د حقونو د مدافع ټولنو او حقوقپوهانو په وینا، د طالبانو نويو قضايي مقرراتو دا بهیر لا پېچلی کړی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو چارو پخوانۍ کمېشنره شبنم صالحي وایي، د مېړه او مېرمنې د قضايي بېلتون په اړه د طالبانو ۱۸مې ګڼې فرمان د ښځو لپاره له تاوتریخوالي ډک واده څخه د وتلو بهیر ستونزمن کړی دی.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، «زما په اند، د دغو مقرراتو اغیز د یوې ښځې له دې پوښتنې ښه درک کېدای شي، چې که نن شکایت وکړم، سبا به چېرته په خوندي ډول ژوند کوم؟ د قضیې څېړنه له لومړۍ ورځې د ښځې د خوندیتوب ارزونې، محرمیت او حقوقي ملاتړ ته اړتیا لري».
صالحي د طالبانو د ۲۰۲۶ کال د محاکمو د جزایي اصولو ۳۲مې مادې ته هم اشاره وکړه. د هغې په وینا، که یو مېړه خپله مېرمن دومره سخته ووهي چې هډوکی یې مات شي، پر بدن یې خلاص ټپ یا شینوالی پیدا شي او ښځه قاضي ته شکایت وکړي، د مېړه لپاره ۱۵ ورځې بند ټاکل شوی دی.
د نوموړې په وینا، په دې ماده کې د ښکاره ټپ شرط د هغو پېښو د څېړلو ساحه محدودوي چې فزیکي نښې یې ژر ورکېږي یا له پیله څرګندې نه وي. د هغې په اند، دوامدار ګواښونه او رواني ځورونه هم په دې معیار کې په روښانه ډول نه رانغاړل کېږي.
صالحي د ښځو د خوندیتوب لپاره د سزا ټاکل کافي نه بولي او ټینګار کوي، چې د شکایت له ثبت څخه نیولې د قضیې تر څېړنې او د پرېکړې تر عملي کېدو پورې باید د قرباني خوندیتوب تضمین شي.
هغې زیاته کړه: «زما په نظر، تر ټولو بېړنی کار دا دی چې ښځې په محرم او خوندي ډول مرستې ته لاسرسی ولري. دا د ښځینه کارکوونکو له لارې د شکایت ثبتولو، خوندي سرپناه، وړیا حقوقي مرستې او روغتیايي او رواني ملاتړ ته اړتیا لري. د سخت کورني او جنسي تاوتریخوالي پېښې باید په خپلواکه توګه وڅېړل شي. پر ښځې باید فشار وانهچول شي چې روغه وکړي یا بېرته هغه کور ته ستنه شي چې خوندیتوب یې پکې له ګواښ سره مخ دی».
جوړجاړی د ښځو حقوق نه شي خوندي کولی
د رسمي محکمو ترڅنګ، د کورني تاوتریخوالي ځینې قضیې د کورنیو مشرانو، قومي شوراګانو او سیمهییزو جرګو له لارې هم حل کېږي، خو د ښځو د حقونو فعالانې اندېښنه لري چې په داسې منځګړیتوبونو کې د قرباني د خوندیتوب او رضایت پر ځای د کورنۍ یوځای ساتلو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
ځینې ښځې جرګو ته د ښځو د تاوتریخوالي قضیو سپارل عادلانه نه ګڼي او وايي، چې په دغو ناستو کې ډېرې پرېکړې د نارینه وو په ګټه کیږي.
په ننګرهار کې کریمه هغه مهال روغتون ته یووړل شوه چې مېړه یې سخته ووهله. هغه یوه اونۍ بستر وه.
د هغې خور ملالۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د دې قضیې د حل لپاره جرګه جوړه کړه، خو جرګې د کریمه د مېړه په ګټه پرېکړه وکړه.
ملالۍ، چې په یوه روغتون کې روغتیاپاله ده، وایي، تر اوسه چا د هغې د خور د خوښې پوښتنه هم نه ده کړې.
د هغې په وینا، کریمه د سخت تاوتریخوالي له امله په بدن ټپي ده او رواني وضعیت یې هم د اندېښنې وړ دی، خو میړه ته یې چا هیڅ ونه ویل.
د کریمې د کورنۍ نیوکه دا ده چې د جرګې په پرېکړه کې د قرباني ښځې غوښتنې او خوندیتوب په پام کې نه دي نیول شوي.
د ډېرو شنونکو په باور، د جرګې له لارې جوړجاړی پخپله د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو ضمانت نه دی. که د قرباني رضایت، د تاوتریخوالي د بیا تکرار خطر او د هغې د خوندي ژوند امکان په پام کې ونه نیول شي، جوړجاړی ښایي ښځه بېرته همغه چاپېریال ته واستوي چې د خلاصون هڅه یې ترې کړې ده.
د دفاع کمزوري کېدل او د قضايي نظام بدلون
زمزمه په دې باور ده چې د ښځینه قاضۍ، څارنوالې او مدافع وکیلې نشتوالي هم د هغې ستونزه زیاته کړې ده.
نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « که ښځینه حقوقي کارکوونکې وای، ښايي د خپل ژوند او جنسي تېري پېښه مې په اسانه او پوره ډول بیان کړې وای او د خپل حق غوښتنه مې کړې وای».
د ښځینه حقوقي کارکوونکو د فعالیت محدودېدل د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې پر وړاندې بله ستره ستونزه ده.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پخواني قضايي نظام جوړښت بدل شوی او ښځینه قاضیانې، څارنوالانې او مدافع وکیلانې له خپلو مسلکي دندو او حقوقي فعالیتونو محرومې شوې دي.
د جمهوري نظام پر مهال هم په ټولو ولایتونو کې ښځینه مدافع وکیلانې نه وې، خو په کابل او نورو سترو ښارونو کې ښځینه قاضیانو، څارنوالانو او وکیلانو د ښځو د قضیو په څېړنه او دفاع کې ونډه لرله.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځینه وکیلانو پخواني کاري جوازونه لغوه شول او د هغوی د فعالیت ساحه محدوده شوه.
په کابل کې مدافع وکیله بنفشه شریفي، چې مستعار نوم کاروي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د حقوقپوهانو هغه ټولنه چې له عدلیې وزارت سره ثبت وه، نور فعالیت نه لري او ښځو ته د وکالت جوازونه نه ورکول کېږي».
نوموړې زیاته کړه، « څو محدودې ښځې شته چې د خپلو اړیکو په کارولو سره ځینې وکالتونه کولای شي. وکالت هم بېلابېل ډولونه لري. یو ډول یې په محاکمو کې وي چې وثیقه اخلي او بل ډول یې د قراردادونو لیکل، مشورې ورکول او منځګړیتوب دی. په دې برخو کې ځینې ښځې فعالې دي، خو شمېر یې ډېر محدود دی او ښځو ته په دې برخه کې جواز نه دی صادر شوی».
په ننګرهار کې پخوانۍ مدافع وکیله پلوشه هم وایي چې د جمهوري نظام پر مهال یې له نورو ښځینه وکیلانو سره فعالیت کاوه، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې کاري جوازونه لغوه شول.
د هغو ښځو لپاره چې د کورني یا جنسي تاوتریخوالي په اړه شکایت کوي، د ښځینه وکیلانو او قضايي کارکوونکو شتون د پېښې د بیانولو، د محرمیت ساتلو او د حقوقي دفاع د ترلاسه کولو لپاره مهم دي.
طالبانو د جمهوري نظام پر مهال د نافذو قوانینو او ادارو په جوړښت کې بدلونونه راوستي، پخواني قاضیان یې له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د دیني زدهکړو لرونکي کسان ګومارلي دي.
په کابل کې مدافع وکیل جواد اسحاقزی، چې مستعار نوم کاروي، وایي، د حقوقپوهانو د خپلواکې ټولنې لغوه کېدو د مدافع وکیلانو پر خپلواکۍ اغېز کړی دی.
هغه زیاته کړه، « د عادلانه محاکمې یو مهم اصل دا دی چې مدافع وکیلان باید خپلواک وي، څو په سمه توګه دفاع وکړای شي، خو اوس دا اصل لهمنځه تللی دی».
د اسحاقزي په وینا، د څارنوالۍ په جوړښت کې بدلونونو د وکیلانو او څارنوالانو ترمنځ پخوانی انډول کمزوری کړی او د وکالت د ځینو اسنادو ترلاسه کول هم وخت نیسي.
بل مدافع وکیل روښان رحیمي وایي، چې د طالبانو په قضايي نظام کې د نویو مقرراتو او کړنلارو په اړه پراخ ابهام موجود دی.
هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زموږ لپاره د وکیلانو په توګه هر څه ډېر مبهم دي».
رحیمي د عدلي طب، طبي او کمپیوټري تخنیکي څېړنو د بهیر محدودېدل هم د قضیو د تعقیب په برخه کې ستونزه بولي. د هغه په وینا، په ځینو قضیو کې د علمي او فزیکي شواهدو پر ځای د کورنیو ترمنځ جوړجاړي ته پام کېږي.
د دې بدلونونو اغېز د ښځو په قضیو کې په ځانګړي ډول مهم دی، ځکه د کورني او جنسي تاوتریخوالي د اثبات لپاره طبي معاینې، د ټپونو مستندول، د شاهدانو خبرې او خپلواکه حقوقي دفاع ټاکونکي دي.
د ملاتړو شبکو له منځه تلل
د قضايي نظام له بدلونونو سره هممهاله، د ښځو د ملاتړ ګڼې پخوانۍ ادارې هم لغوه یا له فعالیت څخه پاتې شوې دي.
د ښځو چارو وزارت، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د ښځو د ملاتړ ځینو بنسټونو د جمهوري نظام پر مهال د ښځو د شکایتونو، حقوقي مشورو، رواني ملاتړ او خوندي سرپناه په برابرولو کې ونډه لرله.
شبنم صالحي وایي، « د دغو ادارو هرې یوې د ښځو د ملاتړ په بهیر کې جلا رول درلود. یوې ښځې کولای شول خپل شکایت ثبت کړي، حقوقي مشوره واخلي، قضیه یې اړوندې ادارې ته راجع شي او که په کور کې له ګواښ سره مخ وه، د لنډمهالې سرپناه په موندلو کې مرسته ترلاسه کړي».
د هغې په وینا، د دغو ادارو له لغوه کېدو یا محدودېدو سره د شکایت ثبت، حقوقي څار او د قرباني خوندیتوب ترمنځ اړیکه کمزورې شوې ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو چارو د پخوانۍ کمېشنرې په په وینا، ډېری ښځې اقتصادي سرچینې نه لري او له محرم پرته ان د کور په کرایه نیولو کې له ستونزو سره مخ کېږي. د ماشومانو د حضانت مساله هم د ښځو لپاره د بېلتون پرېکړه ستونزمنوي.
د ملاتړو بنسټونو کمښت او عدالت ته محدود لاسرسی دا احتمال زیاتوي چې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې ثبت نه شي.
د افغانستان د ښځو د حقونو څار سازمان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ښځو او نجونو سره د فزیکي، رواني او جوړښتي تاوتریخوالي ۲۲۵ پېښې ثبت کړې دي.
د یاد سازمان راپور، چې د جنورۍ او جون میاشتو ترمنځ د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې څېړي، د وژنو، د وژنو د هڅو، کورني تاوتریخوالي، خپلسرو نیونو، جبري ورکېدو او د ښځو او نجونو د ځانوژنې پېښې رانغاړي.
دغه بنسټ په ۲۰۲۵ کال کې هم د ترکیې مېشتې ARSA ټولنې په همکارۍ د ښځو او نجونو د حقونو اړوند ۴۱۱ سرغړونې ثبت کړې وې. د راپور له مخې، شاوخوا ۳۰۰ پېښې پر ښځو مستقیم تاوتریخوالی و. په راپور کې د ښځو او نجونو د قصدي وژنو لږ تر لږه ۷۶ پېښې هم ثبت شوې دي، چې د دغو پېښو تر ټولو ډېرې ۱۶ هغه په ننګرهار کې وې.
راپور د ښځو او نجونو د ځانوژنې او ځانسوځونې تر ۳۰ زیاتې پېښې هم یادې کړې او په توقیفځایونو کې یې د جنسي تاوتریخوالي درې پېښې ثبت کړې دي.
د ښځو د حقونو فعالانې وایي، د غچ اخیستنې وېره، ټولنیز فشارونه، اقتصادي تړاو، د سرپناه نشتوالی او پر قضايي نظام بېباوري هغه عوامل دي چې ښځې له شکایت کولو راګرځوي.
صالحي وایي، یوه ښځه ښایي له دې ووېرېږي چې تر شکایت وروسته به تاوتریخوالی زیات شي، د ژوند لګښتونه به له لاسه ورکړي یا به له خپلو ماشومانو جلا شي. د کورنۍ د «عزت» په نوم فشار او د ښځې ملامتول هم د هغې پر پرېکړه اغېز کوي.
هغه زیاتوي، « زما په نظر، د ثبت شویو شکایتونو شمېر تر ډېره دا ښيي چې څو ښځې د شکایت تر ځایه رسېدلې دي، خو د تاوتریخوالي د اصلي کچې د معلومولو لپاره دغه شمېر بسنه نه کوي».
یادونه: په رپوټ کې د ځینو کسانو نومونه د هغوی امنیتي اندېښنو ته په پام په مستعار ډول راوړل شوي دي.
د اروپا او شمالي امریکا د قضايي اسنادو او رسنیو د راپورونو پربنسټ د افغانستان انټرنشنل ارزونه ښيي، چې په تېرو څه کم دوو کلونو کې لږترلږه ۱۷ ښځې په لوېدیځو هېوادونو کې، تر ډېره د خپلو افغان مېړونو او خپلوانو لهخوا وژل شوې دي. له دې ډلې ۱۶ ښځې افغانانې او یوه اوکراینۍ وګړې وه.
دغه وژنې په ټوله نړۍ کې د ښځو د وژنې د ټکان ورکوونکو شمېرو یوه برخه ده. د ښځو د حقونو فعالان له حکومتونو او ټولنو غواړي، چې د ښځو د وژنې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
د افغان ښځو د وژنې تر ټولو ډېرې پېښې په جرمني او ترکیه کې ثبت شوې دي. په ډېرو قضیو کې د ښځو مېړونه او په ځینو مواردو کې پخواني مېړونه د دغو وژنو اصلي تورن کسان دي.
افغانستان انټرنشنل په دې راپور کې یوازې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو اړوند قضیې څېړلې دي.
په جرمني کې د ښځو پر وړاندې تر ټولو ډېر تاوتریخوالی
د افغانستان انټرنشنل څېړنې د جرمني د رسمي سرچینو پر بنسټ ښيي، چې د تېرکال له پیل څخه د روان کال تر نومبر پورې په جرمني کې اووه افغان ښځې د خپلو مېړونو لهخوا وژل شوې دي.
دا له اسیا بهر په لوېدیځو هېوادونو کې د وژل شویو افغان ښځو تر ټولو لوړه شمېره ده.
۱. یلدا د چړې په ګوزارونو ووژل شوه
په برلین کې ۳۷ کلنه افغانه ښځه یلدا چې د څلورو ماشومانو مور وه، د ۱۴۰۴کال د وري په ۲۸مه د خپل جلا شوي مېړه لهخوا د چړې په ګوزارونو ووژل شوه. د محکمې د معلوماتو له مخې، دغه سړي له کلونو راهیسې یلدا تر خپل څار لاندې ساتله، د جرمني ژبې کورس ته یې د هغې د تګ مخه نیوله او د خپلواکو فعالیتونو اجازه یې نه ورکوله.
یلدا تر برید وروسته د زینو لارې ته پناه یووړه. ماشومانو یې هڅه وکړه، چې هغه وژغوري خو مور یې د ډېرې وینې بهېدو له امله ساه ورکړه.
۲. د اوو ماشومانو مور وه
د جرمني د مولهایم ښار په یوه کور کې ۴۳ کلنه افغانه ښځه چې د اوو ماشومانو مور وه، د ۲۰۲۵کال د جون په ۲۲مه د چړې په ګزارونو ووژل شوه. دغه کورنۍ له افغانستان نه جرمني ته تللې وه.
پولیسو د کورنۍ د شخصي حریم د ساتنې په موخه د وژل شوې ښځې نوم نهدی خپور کړی. د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه افغان ښځې او ماشومانو یې جرمني ژبه زده کړې وه او له جرمني ټولنې سره یې ځانونه عیار کړي وو. د هغې مېړه چې په افغانستان کې یې په یوه جرمني شرکت کې دنده لرله او ښه عاید یې درلود، په جرمني کې د ژبې په زدهکړه او د کار په موندلو کې له ستونزو سره مخ شوی و.
د فرایبورګ څارنوالۍ منلې، چې د پېښې پرمهال د یادې ښځې پنځه ماشومان لاهم له مور او پلار سره په یوه کور کې اوسېدل. د فرایبورګ محکمې د ۱۴۰۵کال د وري په ۳۱مه د دغې ښځې ۴۷ کلن مېړه د هغې د وژنې په تور پر نهه کاله او شپږ میاشتې بند محکوم کړ.
د وژل شوې ښځې ماشومانو په محکمه کې ویلي وو، چې دوی خپلې مور ته اړتیا لري خو نور خپل پلار ته اړتیا نهلري. د جرمني د عامه راډیو او ټلوېزیون (ARD) د محکمې د موندنو په حواله راپور ورکړی، چې دغه سړی په کورنۍ کې د خپل مقام له کمېدو ناخوښ و.
د هغه مېرمنې او ماشومانو جرمني ژبه زده کړې وه او په نوي هېواد کې یې پرمختګ کړی و؛ خو نوموړي احساس کاوه چې په کورنۍ کې یې پخوانی درناوی او ټولنیز مقام له لاسه ورکړی دی.
۳. معصومې غوښتل له خپل مېړه جلا شي
د جرمني په کمنیتس ښار کې ۳۸ کلنه افغانه معصومه چې غوښتل یې له خپل مېړه څخه طلاق واخلي، د ۲۰۲۵کال د سپټمبر په ۲۴مه د تبر په ګوزارونو ووژل شوه. پولیسو منلې، چې ښځه او مېړه دواړه د افغانان وو. معصومه د څلورو ماشومانو مور وه.
د جرمني رسنیو د رسمي قضايي دوسیې په حواله راپور ورکړی، چې معصومه څو ځله د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې وه. هغې د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې یوه ټولنیز کارکوونکي ته ویلي و، چې له خپل مېړه وېرېږي او غواړي کور پرېږدي.
معصومه بالاخره برلین ته ولاړه او پرېکړه یې وکړه، چې د تل لپاره له خپل مېړه جلا شي. د راپور له مخې، مېړه یې څو ځله د مرګ ګواښونه هم ورته کړي وو. معصومه د ۱۴۰۴کال د تلې په ۲مه، هغه مهال د خپل مېړه لهخوا ووژل شوه، چې د لنډ وخت لپاره بېرته په کمنیتس ښار کې خپل پخواني کور ته ستنه شوې وه.
د پولیسو موندنو ښودلې، چې دغه سړي تر وژنې مخکې هم خپله مېرمن وهلې وه، لاسونه او پښې یې ور تړلي وو او تر ستوني یې نیولې وه. دغه سړي له جلا کېدو وروسته ګواښ کړی و، چې د معصومې شخصي عکسونه به خپاره کړي؛ څو هغه بېرته ګډ ژوند ته اړ باسي.
د محکمې په وینا، دغه سړي نه شوای زغملای چې پر خپلې مېرمنې واک او کنټرول له لاسه ورکړي او هغه یې خپل ملکیت ګڼله. د کمنیتس محکمې د ۱۴۰۵کال د غبرګولي په ۱۵مه د معصومې مېړه د هغې د وژنې په تور پر عمري بند محکوم کړ. د جرمني فدرالي سترې محکمې هم د ۲۰۲۶کال په اکتوبر کې دغه حکم تایید کړ. دغه سړی همداراز مکلف شوی، چې د خپلو دوو کمعمره ماشومانو هر یوه ته ۱۵زره یورو تاوان ورکړي.
۴. یو افغان چې خپله مېرمن یې ووژله او د تېښتې هڅه یې وکړه
د جرمني په کمنیتس ښار کې د ۱۴۰۵کال د غبرګولي په ۱۰مه یوه بله ۳۸ کلنه افغانه ښځه ووژل شوه. پولیسو د دغې ښځې یو ۴۵ کلن افغان نږدې خپلوان د هغې د وژنې په تور مشکوک بللی دی. دغه سړی له برید وروسته له جرمني څخه ووت؛ خو د چک جمهوریت پولیسو د پېښې په هماغه سهار ونیوه.
پولیسو د شکمن کس نوم «جاوید م.» اعلان کړی دی. «بیلد» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه سړی د وژل شوې افغان ښځې پخوانی ملګری و؛ خو پولیسو په یوه رسمي خبرپاڼه کې هغه د ښځې نږدې خپلوان بللی او د دوی ترمنځ یې د خپلوۍ کره اړیکه نه ده څرګنده کړې.
په دې پېښه کې یوه بله ۲۰ کلنه افغانه ښځه هم سخته ټپي شوې ده. د «تاګ۲۴» خبري اژانس د وروستي راپور له مخې، د دغه سړي محاکمه د ۲۰۲۷کال په لومړیو کې ترسره کېدونکې ده. نوموړی دامهال په بند کې دی.
د کمنیتس ښاروالۍ د ۱۴۰۵کال د غبرګولي په ۱۳مه د وژل شوې ښځې د یادغونډې مراسم جوړ کړل. شاوخوا سل کسان د ښار په مرکزي میدان کې راټول شول، ډېوې یې بلې کړې او د ګلونو ګېډۍ یې کېښودې.
۵. هغه ښځه چې د اورګاډي تمځي ته نږدې ووژل شوه
یوه ۶۰ کلنه افغانه ښځه د ۱۴۰۵کال د غبرګولي په ۲۴مه د جرمني د الزنفلد ښار په یوه سیمه کې د چړې د ګوزارونو له امله ووژل شوه. پولیسو د هغې ۲۷ کلن زوم د وژنې په شک نیولی دی.
لارویانو دغه ښځه د الزنفلد ښار د اورګاډي تمځي ته نږدې د بایسکلچلوونکو پر لاره په داسې حال کې وموندله، چې سخته ټپي وه. هغوی سملاسي پولیس او د بېړنیو مرستو کارکوونکي خبر کړل.
دغه ښځې روغتون ته تر لېږدولو وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د دغې ښځې زوم چې هغه هم افغان دی، تر نیول کېدو مخکې د اوبرنبورګ ښار د پولیسو مرکز ته ورغلی و. محکمې د هغه له نیول کېدو یوه ورځ وروسته، د قصدي وژنې په شک د لنډمهالي توقیف حکم صادر کړ.
پولیسو د دغې ښځې د کورنۍ اړیکو او د هغې د احتمالي وژنې د انګېزې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د جرمني چارواکو د روانو څېړنو له امله د یادې ښځې د کورني ژوند په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
۶. کریمه؛ د خوب پرمهال د وژل شوې مور کیسه
۳۸ کلنه افغانه کریمه م.، چې د پنځو ماشومانو مور وه، د ۱۴۰۵کال د وري په درېیمه شپه د جرمني د هانوفر ایالت په بارزینګهاوزن ښار کې په خپل کور کې ووژل شوه. مېړه یې هغه مهال چې کریمه ویده وه، پر سر یې د څټک ګوزارونه وکړل.
کریمه تر وژل کېدو مخکې د پناه اخیستو لپاره د ښځو یوه خوندي مرکز ته تللې وه؛ خو وروسته بېرته خپل کور ته ستنه شوې وه. د محکمې په وینا، مېړه یې له کلونو راهیسې وهله او ان کوچنۍ خبرې به یې هم د تاوتریخوالي لپاره پلمه ګرځولې.
پولیسو د ۲۰۲۵کال په نومبر کې هم د کورني تاوتریخوالي د راپور له امله د دوی کور ته مراجعه کړې وه. د «اېنډياېف» رسنۍ د راپور له مخې، د برید په شپه د کورنۍ ۱۳ کلنه لور د خپلې مور په اړه اندېښمنه شوه او د هغې د لیدو لپاره ورغله. پلار یې پر خپلې لور هم د چړې او څټک برید وکړ.
څارنوالۍ وايي، دغه سړي غوښتل خپله لور هم ووژني؛ څو د خپلې مېرمنې وژنه پټه پاتې شي. د کورنۍ ۱۵ کلن زوی د شپې شاوخوا دوه بجې او لس دقیقې له پولیسو سره اړیکه ونیوله.
د کریمې لور له برید څخه ژوندۍ پاتې شوه؛ خو سخته ټپې شوې. د محکمې د موندنو له مخې، د هغې د بدن نیمايي برخه فلج شوې ده، یوازې د امسا په مرسته څو ګامه تګ کولای شي او له پېښې وروسته یې خبرې نه دي کړې.
د هانوفر محکمې د ۱۴۰۵کال د لړم په ۲۶مه د کریمې ۴۹ کلن مېړه د خپلې مېرمنې د وژلو او د خپلې لور د وژلو د هڅې په تور پر عمري بند محکوم کړ.
۷. فهیمه؛ هغه مور چې درې ماشومان ترې پاتې شول
د ۱۴۰۵کال د وږي میاشتې په ۲۶مه سهار، یوه ۳۴ کلنه افغانه ښځه د جرمني د هامبورګ ښار د بارمبک په سیمه کې په خپل اپارتمان کې ووژل شوه. د هغې ۴۰ کلن افغان مېړه له پېښې وروسته د پولیسو مرکز ته ورغی او ویې ویل چې خپله مېرمن یې وژلې ده.
پولیس د ښځې کور ته ورغلل او هغه یې بېحرکته وموندله. پولیسو د هغې د ژغورلو هڅې پیل کړې او روغتیايي مرستندویانو روغتون ته ولېږدوله؛ خو فهیمې لږ وروسته ساه ورکړه.
دغه کس پولیسو ته ویلي و، چې خپله مېرمن یې زندۍ کړې ده. د «بیلد» ورځپاڼې د راپور له مخې، فهیمې درې ماشومان لرل.
د «بیلد» ورځپاڼې د راپور له مخې، فهیمه تر وژل کېدو مخکې هم له ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ وه. د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې له یوه بل ګواښ وروسته، هغې له محکمې څخه داسې حکم ترلاسه کړی و چې مېړه یې له هغې او د هغې له کور څخه لرې ساته او د نږدې کېدو اجازه یې نه ورکوله.
د دغه حکم اعتبار د ۱۴۰۵کال د وږي میاشتې په ۲۲مه، یعنې د فهیمې تر وژل کېدو څلور ورځې مخکې پای ته رسېدلی و. د «بیلد» د لیکنې له مخې، د حکم له پای ته رسېدو مخکې د فهیمې مېړه بېرته کور ته ستون شوی و او یو ځل بیا له فهیمې او د هغوی له درېیو ماشومانو سره اوسېده.
په ۲۰۲۵کال کې په جرمني کې د ښځو د ۱۹۱ خوندي کورونو د ثبت شویو اوسېدونکو له ډلې ۳۵۶ افغان ښځې وې. هغوی د دغو مرکزونو د ټولو ثبت شویو اوسېدونکو شاوخوا پنځه سلنه جوړوله او تر سوریایي ښځو وروسته، په دغه خوندي کورونو کې د بهرني اصل لرونکو ښځو دویمه لویه ډله وه.
په همدې کال کې د جرمني پولیسو ۱۳۹ داسې پېښې ثبت کړې وې، چې افغان ښځې او نجونې پهکې د جنسي تېري، جنسي جبر یا سخت جنسي تېري قرباني شوې وې.
ترکیه؛ په بهر کې د افغان ښځو د وژنې ډګر
په ترکیه کې هم په ۲۰۲۵کال کې لږترلږه پنځه افغان ښځې او نجونې وژل شوې دي. ترکي رسنیو او دولتي ادارو د ۲۰۲۶کال له پیله تراوسه د افغان ښځو د وژنې کومه مشخصه پېښه نه ده راپور کړې.
۸. لیقا عظیمي؛ هغه ښځه چې لېور یې ووژله
۲۷ کلنه افغانه لیقا عظیمي له خپل ۲۵ کلن مېړه قربانعلي احمدي سره د ترکیې په کارابوک ښار کې اوسېده. د مېړه ۲۹ کلن ورور نوروز احمدي هم ورسره په یوه کور کې اوسېده.
د ۱۴۰۳کال د سلواغې په ۵مه لیقا عظیمي او مېړه یې د نوروز احمدي لهخوا ووژل شول. د پېښې پرمهال پنځه ماشومان په کور کې وو، چې له پېښې وروسته د ترکیې د دولت تر ملاتړ او پاملرنې لاندې ونیول شول.
پولیسو نوروز احمدي د پېښې له ځایه تر تېښتې وروسته ونیوه. محکمې د ۱۴۰۳کال د کب په ۶مه د هغه د نیولو حکم صادر کړ. په لومړنیو راپورونو کې د یادې وژنې انګېزه نه وه روښانه شوې.
۹. شبانه سلیمانخېل؛ د څلورو ماشومانو مور
۲۹ کلنه افغانه شبانه سلیمانخېل د ترکیې په اسکيشهر ښار کې اوسېده. هغه تر وژل کېدو شاوخوا یو کال مخکې له خپل افغان مېړه جلا شوې وه. شبانې له خپل معلول زوی سره ژوند کاوه او درې نور ماشومان یې له پلار سره اوسېدل.
د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې شبانه د ۱۴۰۴کال د چنګاښ په ۲۵مه په خپل کور کې د خپل پخواني مېړه عبدالکریم شاداب لهخوا ووژل شوه. د پېښې پر مهال یې زوی هم په کور کې و.
عبدالکریم شاداب له وژنې وروسته د ساکاریا ښار ته وتښتېد؛ خو پولیسو ونیوه. د شبانې څلور ماشومان د ترکیې د دولت تر ملاتړ او پاملرنې لاندې ونیول شول. د اسکيشهر محکمې د ۲۰۲۶کال د جنورۍ په ۲۳مه افغان وګړي عبدالکریم شاداب ته د سخت عمري بند سزا واوروله.
۱۰. هانیه عرب؛ هغه ځوانه چې غوښتل یې له خپل مېړه جلا شي
۱۷ کلنه افغانه هانیه عرب د ترکیې په مانیسا ښار کې له خپل ۲۳ کلن مېړه نجیب حبیبي سره اوسېده. هانیه د ۱۴۰۴کال د سلواغې له ۳مې راهیسې د ترکیې په دنیزلي ښار کې ورکه شوې وه او پولیسو یې د موندلو هڅې کولې.
د ۱۴۰۴کال د چنګاښ په ۲۸مه د هانیه مور چې په جرمني کې اوسېږي، وروسته له هغې پولیسو ته د خپلې اندېښنې خبر ورکړ چې ونه توانېده له لور سره اړیکه ونیسي. پولیس په مانیسا کې د هانیه کور ته ورغلل او مړی یې وموند. نجیب حبیبي له پېښې وروسته ازمیر ښار ته تښتېدلی و.
پولیسو هغه ونیوه. نوموړي په لومړنیو څېړنو کې اعتراف وکړ، چې هانیه یې له خپل مېړه څخه د جلا کېدو د پرېکړې له امله وژلې ده. محکمې د هغه د نیولو حکم صادر کړ.
۱۱. فاطمه رحماني؛ هغه مور چې له طلاق وروسته ووژل شوه
۲۸ کلنه افغانه فاطمه رحماني چې د څلورو ماشومانو مور وه، د ترکیې په اسپارتا ښار کې اوسېده. هغې تر وژل کېدو شاوخوا یو کال مخکې له خپل ۲۹ کلن مېړه خیرمحمد رحیمي څخه طلاق اخیستی و؛ خو له څه مودې راهیسې یې بېرته له هغه سره په یوه کور کې ژوند کاوه.
د ۲۰۲۵کال د اګست په شپږمه فاطمه له خپل پخواني مېړه سره د شخړې پرمهال تر برید لاندې راغله. د دغې کورنۍ ټول څلور ماشومان د پېښې پرمهال په کور کې وو.
ګاونډیانو یې پولیسو ته خبر ورکړ او روغتیايي مرستندویانو فاطمه روغتون ته ولېږدوله؛ خو د ډاکټرانو له هڅو سره، سره هغې ساه ورکړه. پولیسو د فاطمې پخوانی مېړه ونیوه او محکمې زندان ته د هغه د لېږدولو حکم صادر کړ. د فاطمې څلور ماشومان هم د ترکیې د دولت تر ملاتړ او پاملرنې لاندې ونیول شول.
۱۲. نجیبه عبادي؛ د ۱۴ میاشتو ماشوم مور
۲۸ کلنه افغانه نجیبه عبادي له خپل ۳۲ کلن مېړه سعادتالله عبادي سره د ترکیې د قونیه ولایت د چومرا ولسوالۍ په یوه کرونده کې کار کاوه. دغې جوړې یو ۱۴ میاشتنی زوی درلود.
د ۱۴۰۴کال د زمري په ۳۰مه شپه د نجیبې او مېړه ترمنځ د نامعلوم لامل له امله شخړه رامنځته شوه. نجیبې د خپل مېړه د تاوتریخوالي له امله په هماغه ځای کې ساه ورکړه.
پولیس او د ژغورنې ډلې کروندې ته ورغلل او سعادتالله عبادي یې ونیوه. د چومرا څارنوالۍ د نجیبې د وژنې په اړه څېړنې پیل کړې او محکمې یې مېړه زندان ته ولېږه.
د نجیبې ۱۴ میاشتنی زوی هم د ترکیې د کورنۍ او ټولنیزو چارو وزارت اړوندې ادارې ته وسپارل شو.
نور هېوادونه
له جرمني او ترکیې پرته په لوېدیځو هېوادونو کې هم د افغان ښځو د وژنې پېښې شوې دي؛ خو شمېر یې لږ دی. په امریکا، کاناډا، اسټرالیا او نورو هېوادونو کې هم افغان ښځې د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې دي.
۱۳. ګیتي سادات؛ هغه مور چې امریکا ته له کډوالۍ دوه کاله وروسته ووژل شوه
ګیتي سادات او مېړه یې سید نذیر سادات په ۲۰۱۳کال کې په افغانستان کې واده کړی و.
د قضايي اسنادو له مخې، د دوی واده د کورنیو په غوښتنه شوی و. دغه جوړه په ۲۰۲۳کال کې امریکا ته کډواله شوه او د واشنګټن ایالت په ابرن ښار کې مېشته شوه. هغوی درې ماشومان لرل، چې د مور د وژل کېدو پرمهال شپږ، نهه او ۱۱ کلن وو.
ګیتي د ۲۰۲۵کال د نومبر په ۲۳مه په خپل کور کې ووژل شوه. د هغې ۳۷ کلن مېړه له پولیسو سره اړیکه ونیوله او د خپلې مېرمنې د وژلو اعتراف یې وکړ. پولیسو درې واړه ماشومان روغ رمټ وموندل. د پولیسو په وینا، ښايي ماشومانو د خپلې مور د وژنې صحنه نه وي لیدلې.
سید نذیر سادات د پولیسو په لومړنیو څېړنو کې ادعا کړې وه، چې شاوخوا یو کال یې د خپلې مېرمنې پر اړیکې له یوه بل سړي سره شک درلود. پولیسو له هغه سړي سره هم خبرې وکړې، چې سادات پرې شک درلود؛ خو د خپلو څېړنو پرمهال یې د دغسې اړیکې هېڅ نښه ونه موندله.
سادات په لومړنیو څېړنو کې خپل عمل «ناموسي وژنه» بللې وه. څارنوالۍ هغه له مخکېنۍ طرحې سره د قصدي وژنې په تور تورن کړ. د ګیتي خورزه او د هغې مېړه په امریکا کې د ګیتي یوازیني خپلوان وو. ګیتي به په منظم ډول ورسره اړیکه نیوله، لیدنې به یې ورسره کولې او مرسته به یې ترې غوښتله. هغه سړی چې د ګیتي مېړه پرې شک درلود، د همدې خورزې مېړه و.
۱۴. یاسمین عطايي؛ هغه مور چې زوی یې د وژنې په تور تورن شو
۴۱ کلنه افغانه یاسمین عطايي د کاناډا د کبک ایالت د شربروک ښار د فلوریمون په سیمه کې اوسېده. د ۱۴۰۵کال د چنګاښ په ۱۸مه ماښام، د یادې کورنۍ ګاونډیانو وروسته له هغې له پولیسو سره اړیکه ونیوله، چې د دوی له کوره یې د شخړې غږونه واورېدل. پولیس د کورنۍ کور ته ورغلل او یاسمین یې په سخت ټپي حالت کې وموندله. هغې روغتون ته تر لېږدولو وروسته ساه ورکړه.
په دې پېښه کې یوه تنکۍ نجلۍ هم ټپي شوې وه؛ خو ژوند یې له مرګوني ګواښ سره نه و مخامخ. محکمې په دې قضیه کې د نابالغو قربانیانو او شاهدانو د هویت خپرول منع کړي دي.
د کاناډايي رسنیو د راپورونو له مخې، پولیسو د یاسمین ۱۸ کلن زوی رامش عطايي د دوی په کور کې نیولی دی. د شربروک پولیسو ویلي، تر دې پېښې مخکې د مور او زوی په اړه د پولیسو په دوسیو کې هېڅ ډول سابقه نه وه ثبت شوې.
رامش د جولای په ۱۰مه د شربروک محکمې ته د دویمې درجې قتل او دوه نورو هغو تورونو په تړاو ورپېژندل شو، چې د نجلۍ له ټپي کېدو سره تړاو لري. د یاسمین وژل کېدل په ۲۰۲۶کال کې د شربروک ښار د قتل لومړنۍ ثبت شوې پېښه وه.
د یاسمین تر وژل کېدو وروسته په فېسبوک، ټیکټاک او انسټاګرام کې داسې مطالب خپاره شول، چې ادعا یې کوله زوی یې پر کمپیوټري لوبو بوخت و او کله چې مور یې د کور انټرنېټ پرې کړ، هغه پرې برید وکړ.
۱۵. مژده حبیبي؛ هغه ځوانه مور چې د ډاکټر کېدو هیله یې لرله
۲۳ کلنه افغانه مژده حبیبي چې د دوو زامنو مور وه، استرالیا ته له کډوالۍ وروسته د برېزبېن ښار په سوېل لوېدیځ کې د سپرېنګفیلډ لېکس په سیمه کې اوسېده. د هغې د وژنې دوسیه ښيي، چې مژدې غوښتل خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او ډاکټره شي.
هغې په استرالیا کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په یوه مرکز کې انګلیسي ژبه زده کوله او غوښتل یې چې اولادونه یې زدهکړې وکړي او پوهنتون ته ولاړ شي. د «کوریر مېل» ورځپاڼې د راپور له مخې، مژدې د خپل ژوند په وروستۍ میاشت کې له سختو شرایطو سره مخ وه. هغې ان د اوسېدو لپاره سرپناه نه لرله او یوه موده یې له خپلو ماشومانو سره په موټر کې شپه تېروله.
د ۱۴۰۴کال د غويي په ۲۶مه، روغتیايي مرستندوی ځواکونه د مژدې د روغتیايي وضعیت په اړه د راپور له ترلاسه کولو وروسته د هغې کور ته ورغلل. د ژغورنې هڅې یې پایله ورنه کړه او مژدې ساه ورکړه.
پولیسو د مژدې خاوند خلیلالله حبیبي او د خاوند ورور مسیحالله حبیبي ونیول. دواړه په یوه قضیه کې د کورني تاوتریخوالي په تړاو د مژدې په وژلو تورن شول. د کوینزلنډ ایالت پولیسو تایید کړه، چې مژده او دواړه تورن کسان د افغانستان اوسېدونکي وو.
د مژدې مور انیسه فیضي په افغانستان کې اوسېده. یوه خور یې په بریتانیا او ورور یې مجتبی فیضي په هسپانیا کې ژوند کوي. د «کوریر مېل» د راپور له مخې، د خپلې لور د مړینې د خبر له اورېدو وروسته د مژدې مور هم په روغتون کې بستر شوه.
وروسته د مژدې مور او ورور د هغې د دوو ماشومانو د پالنې لپاره استرالیا ته ولاړل. کورنۍ غوښتل، چې ماشومان په استرالیا کې پاتې شي او د خپلې مور د هیلې له مخې په همدې هېواد کې زدهکړې وکړي.
۱۶. شفیقه حسيني؛ د شک قرباني
۴۱ کلنه افغانه شفیقه حسيني چې د شپږو ماشومانو مور وه، له خپل ۴۷ کلن خاوند میرزا حسيني سره د سوېلي استرالیا په ایالت کې اوسېده. دې کورنۍ د شفیقې له وژل کېدو شاوخوا ۱۵ کاله مخکې له افغانستان نه استرالیا ته کډه کړې وه.
د «اډلېډ اډوایزر» ورځپاڼې د راپور له مخې، شفیقه په ۱۲ کلنۍ کې په پاکستان کې واده شوې وه.
شفیقه د سیمې د مسلمانې ټولنې د غړو ترمنځ د سخاوت او له نورو سره د مرستې له امله مشهوره وه. هغې به د مذهبي مراسمو لپاره خواړه چمتو کول. سره له دې چې کلونه یې په استرالیا کې ژوند کړی و؛ خو پر انګلیسي ژبه یې چندانې تسلط نه درلود.
هغې څه موده د اډلېډ په ښار کې ژوند کاوه، چې ځینو اولادونو یې په پوهنتون کې زدهکړې کولې. وروسته د خپل خاوند ترڅنګ د اوسېدو لپاره د بورډرټاون ښار ته ولاړه.
د شفیقې له وژل کېدو څو میاشتې مخکې خاوند یې هغه له بل سړي سره پر اړیکو تورنه کړې وه او ورسره یې تاوتریخوالی کړی و. د کورنۍ یوه غړي له خپل پلار غوښتي و، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
شفیقې له دې پېښې وروسته خپل خاوند ته ویلي و، چې نور نه غواړي په دې ډول ژوند وکړي او طلاق غواړي. هغې د یوه ګاونډي کور ته پناه وړې وه. ګاونډي شفیقه د الیزابت د پولیسو مرکز ته رسولې وه او هغې په رسمي ډول د خپل خاوند پر ضد شکایت ثبت کړی و.
پولیسو میرزا حسيني د خپلې مېرمنې پر وړاندې د تاوتریخوالي په تور تورن کړی و. خو د شفیقې د وژل کېدو پرمهال د محکمې هېڅ داسې حکم نه و صادر شوی، چې خاوند یې له هغې سره له اړیکې نیولو منع کړي.
د ۱۴۰۴کال د زمري په ۱۲مه د کورنۍ یوه خپلوان چې له دې جوړې سره یې اړیکه نه شوه نیولای، له پولیسو وغوښتل چې د هغوی وضعیت وڅېړي. پولیسو شفیقه او خاوند یې د بورډرټاون په خپل کور کې مړه وموندل.
د سوېلي استرالیا پولیسو وویل، لومړنۍ موندنې ښيي چې میرزا حسيني لومړی خپله مېرمن وژلې او وروسته یې ځان وژنه کړې ده. د کورنۍ له شپږو اولادونو څخه هېڅ یو هم د پېښې پرمهال په کور کې نه و.
د شفیقې مشر زوی د خپلې مور له مړینې وروسته وویل، چې هغې خپل ژوند د اولادونو پالنې ته وقف کړی و. د شفیقې وژل کېدو، سره له دې چې مخکې یې شکایت هم ثبت کړی و، په استرالیا کې د پولیسو او د ښځو د ملاتړ ادارو د کړنو په اړه پوښتنې راپورته کړې. د سوېلي استرالیا د پولیسو مشر ژمنه وکړه، چې د شفیقې د مخکیني شکایت په اړه به د پولیسو د چلند څرنګوالی وڅېړل شي.
۱۷. هغه ۳۷ کلنه اوکراینۍ ښځه چې د وژنې دوسیه یې له محاکمې پرته وتړل شوه
د ۲۰۲۶کال د جون په ۲۲مه د سویس د لوسرن کانتون پولیسو د دغه هېواد د اشولزمات ښار د شوانداخر په سیمه کې د یوې ۳۷ کلنې اوکراینۍ ښځې د جسد د موندلو خبر ورکړ. د هغې ترڅنګ یو ۳۵ کلن افغان سړی هم موندل شوی و، چې روغتیايي وضعیت یې نازک و.
دغه سړی په چورلکه کې روغتون ته ولېږدول شو. پولیسو هغه د قتل اصلي شکمن وباله او د زورزه څارنوالۍ د قضیې د څېړنې مسوولیت پر غاړه واخیست. پولیسو له هغو کسانو چې د پېښې شاهدان وو یا یې په اړه معلومات لرل، وغوښتل چې له پولیسو سره اړیکه ونیسي.
له درېیو میاشتو زیات وخت وروسته، د ۱۴۰۵کال د تلې په ۷مه د لوسرن څارنوالۍ اعلان وکړ، چې د څېړنو د موندنو له مخې دغه ښځه یوه افغان سړي وژلې وه. شکمن کس د څېړنو په بهیر کې مړ شوی و او څارنوالۍ د هغه د مړینې له امله قضیه وتړله. په دې توګه، قضیه محکمې ته ونه رسېده.
د ښځو وژنه؛ یوه نړۍواله پدیده
ملګرو ملتونو د سېشنبې په ورځ د کورنۍ د غړو لهخوا د ښځو د وژنې په اړه ټکان ورکوونکي شمېرې خپرې کړې. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي، سره له دې چې په نړۍ کې د وژنو عمومي کچه راټیټه شوې؛ خو د ښځو د وژنې کچه نه ده کمه شوې.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې لږترلږه ۴۷زره ښځې او نجونې په ټوله نړۍ کې د خپل ژوند شریکانو یا د کورنۍ د غړو لهخوا وژل شوې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو نړۍوالې ورځې په مناسبت د سېشنبې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) د ښځو د وژنې په اړه یو راپور خپور کړ.
د دغه راپور له مخې، تېرکال په ټوله نړۍ کې ۷۸زره ښځې او نجونې وژل شوې دي. په ۶۰ سلنه پېښو کې قاتل د قربانۍ د ژوند شریک یا د کورنۍ یو غړی و. په دې توګه، هره ورځ په منځنۍ توګه ۱۲۹ ښځې او نجونې، یا په هر ساعت کې شاوخوا پنځه ښځې د خپلو نږدې کسانو لهخوا وژل شوې دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، کور لا هم د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو خطرناک ځای دی او په تېرو کلونو کې په دې وضعیت کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی. ډېری قربانیانې تر وژل کېدو مخکې د اوږدې مودې لپاره له ګواښونو، تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مخ وې. د دغه سازمان په وینا، که دغو پېښو ته پر وخت رسېدنه شوې وای؛ نو ښايي د دغه ښځو او نجونو د وژنې مخه نیول شوې وای.
د ملګرو ملتونو یوې مدیرې مونیکا جوما ویلي، چې ځینې ټولنیز باورونه او لیدلوري، د ښځو د خوندیتوب په برخه کې د مسوولو ادارو له غفلت سره یوځای د دې لامل شوي چې د مېرمنې، لور، مور یا خور وژل په ټولنه کې عادي او د منلو وړ وګڼل شي.
د بلوچستان عالي محکمې د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د بولان مېډیکل کالج د ۱۶ افغان محصلینو د زدهکړو او اوسېدو په اړه خپل لنډمهالی حکم د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر ۹مې نېټې پورې وغځاوه.
د بولان مېډیکل کالج افغان زدهکوونکي عمران خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دوی د قضیې وروستۍ اورېدنه په مثبته فضا کې ترسره شوې او د قاضي او حکومتي وکیلانو له رویې داسې ښکاري چې د زدهکوونکو د زدهکړو د دوام په اړه به مثبتې پرېکړې وشي.
عمران خان وايي، د قضیې اورېدنه د نومبر په ۲۴مه ترسره شوې، په داسې حال کې چې دوی تمه لرله اورېدنه به د نومبر په ۲۵مه وي.
د نوموړي په وینا، په دې اورېدنه کې د پاکستان طبي او غاښونو شورا، د بولان مېډیکل کالج، د بولان پوهنتون د طبي علومو او روغتیايي څانګې او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت استازو او وکیلانو ګډون کړی و.
هغه وايي، د حکومتي ادارو د وکیلانو رویه سخته نه وه او قاضي هم د قضیې په اړه نرمه او مثبته رویه لرله. د عمران خان په خبره، قاضي له اړوندو لورو د ځواب غوښتنه کړې وه او د اورېدنې فضا د زدهکوونکو لپاره هیلهبښونکې وه.
عمران خان زیاته کړې چې قاضي افغان محصلینو ته ډاډ ورکړی چې خپلې زدهکړې به بشپړوي او په دې اړه یې د دوو وروڼو ترمنځ د اختلاف مثال وړاندې کړی او ویلي یې دي چې اختلافات د وروڼو ترمنځ هم رامنځته کېږي.
د نوموړي په وینا، د محکمې د وروستۍ اورېدنې او د قاضي د رویې له مخې دوی هیله لري چې د زدهکوونکو د اوسېدو او زدهکړو په اړه به قانوني خوندیتوب بیا هم وغځول شي.
هغه وايي، شاوخوا ۹۰ سلنه ډاډ لري چې د محکمې اوسنی حکم به د اړتیا په صورت کې بیا وغځول شي، څو افغان محصلین وکولای شي خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
عمران خان له خپلو نورو افغان محصلینو غوښتي چې اندېښنه ونه کړي، ځکه د ده په باور د قضیې د حل په برخه کې مثبت پرمختګ روان دی او تمه لري چې د محکمې د پرېکړو له لارې به د دوی د زدهکړو دوام خوندي شي.
د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په پنځمه نېټه د بلوچستان عالي محکمې د بولان مېډیکل کالج ۱۶ افغان محصلینو ته لنډمهالی قانوني خوندیتوب ورکړی و.
محکمې په خپل حکم کې ویلي وو چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۲۴مې نېټې پورې دې د یادو محصلینو زدهکړې نه ځنډول کېږي او هغوی ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلو ټولګیو او لیلیو ته بېرته ستانه شي.
له یاد حکم وروسته افغان محصلین خپلو درسونو ته ستانه شوي وو او په لیلیو کې یې هم د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې وه.
د محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې، د ۱۶ افغان محصلینو د زدهکړو او اوسېدو موده اوس د ډسمبر تر ۹مې نېټې پورې غځول شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، په روان زېږدیز کال کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیانمنو ښځو سره د خدمتونو د وړاندې کولو څه باندې ۱۹۳ مرکزونه د مرستو د کمښت له امله تړل شوي دي. دغه وضعیت تر یو میلیون ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې کړې دي.
دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ په څلورمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له نړیوالې ورځې او د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین له پیلېدو سره هممهاله، د افغانستان د ښځو په برخه کې له فعالو سازمانونو څخه د بېړني مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن وویل، اقتصادي ستونزو، چاپېریالي بحرانونو، پرلهپسې بشري ناورینونو او د ښځو پر حقونو او ازادیو د محدودیتونو زیاتېدو، د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر ډېر کړی دی.
هغې وویل، په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي خطر زیاتېږي، هغه خدمتونه چې ښځې او نجونې پرې تکیه کوي، د مرستو د کمښت له امله له منځه ځي.
د مېرمن فرګوسن په وینا، د ښځو په برخه کې فعال سازمانونه ښځو ته خوندي ځایونه، مشورتي خدمتونه، مسلکي زدهکړې او نور اړین خدمات برابروي. په داسې شرایطو کې چې له ښځو سره مرسته باید د ښځو له لارې وشي، د دغو سازمانونو بدیل نشته.
هغې له حکومتونو او نړیوالو مرستهکوونکو وغوښتل چې له دغو سازمانونو سره خپل مالي ملاتړ زیات کړي او د افغان ښځو او نجونو د تاوتریخوالي له وېرې پرته د ژوند کولو د حق ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې سږنۍ نظرپوښتنه، چې په افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې له ۷۴ سازمانونو څخه ترسره شوې، ښيي چې د دغو سازمانونو نږدې درې پر څلور برخې بودیجه په تېر میلادي کال کې کمه شوې ده. له نیمایي ډېرو یې هم اړ شوي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو د ملاتړ خدمتونه راکم کړي.
په دې نظرپوښتنه کې د ګډون کوونکو نیمایي سازمانونه اټکل کوي چې د راتلونکي کال تر اپرېل پورې به خپل فعالیتونه ودروي یا به په بشپړ ډول وتړل شي. په داسې حالت کې به تر ۴۲۷ زرو پورې ښځې د ملاتړ له خدمتونو څخه د بېبرخې کېدو له خطر سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو هغه موندنې چې د روان کال په مارچ میاشت کې خپرې شوې، ښيي چې په افغانستان کې د ښځو د رسمي عدلي او قضايي میکانیزمونو ته د لاسرسي احتمال د نارینهوو په پرتله نږدې څلور برابره کم دی.
دغه مخ پر زیاتېدو نابرابري د دې لامل شوې چې ډېرې ښځې د خپلو حقونو د دفاع، د ملاتړ غوښتلو او له ناوړه چلند سره د مقابلې لپاره خوندي لاره ونه لري.
ملګري ملتونه، مرستهکوونکي، مدني ټولنې او په افغانستان کې نور همکار بنسټونه د سږني ۱۶ ورځني کمپاین په ترڅ کې د «لا هم یو ځای یو، د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږئ» تر شعار لاندې فعالیت کوي. د دغه کمپاین موخه د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او ورته د رسېدنې پر بېړنۍ اړتیا ټینګار دی.