د اروپا او شمالي امریکا د قضايي اسنادو او رسنیو د راپورونو پربنسټ د افغانستان انټرنشنل ارزونه ښيي، چې په تېرو څه کم دوو کلونو کې لږترلږه ۱۷ ښځې په لوېدیځو هېوادونو کې، تر ډېره د خپلو افغان مېړونو او خپلوانو لهخوا وژل شوې دي. له دې ډلې ۱۶ ښځې افغانانې او یوه اوکراینۍ وګړې وه.
دغه وژنې په ټوله نړۍ کې د ښځو د وژنې د ټکان ورکوونکو شمېرو یوه برخه ده. د ښځو د حقونو فعالان له حکومتونو او ټولنو غواړي، چې د ښځو د وژنې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
د افغان ښځو د وژنې تر ټولو ډېرې پېښې په جرمني او ترکیه کې ثبت شوې دي. په ډېرو قضیو کې د ښځو مېړونه او په ځینو مواردو کې پخواني مېړونه د دغو وژنو اصلي تورن کسان دي.
افغانستان انټرنشنل په دې راپور کې یوازې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو اړوند قضیې څېړلې دي.
په جرمني کې د ښځو پر وړاندې تر ټولو ډېر تاوتریخوالی
د افغانستان انټرنشنل څېړنې د جرمني د رسمي سرچینو پر بنسټ ښيي، چې د تېرکال له پیل څخه د روان کال تر نومبر پورې په جرمني کې اووه افغان ښځې د خپلو مېړونو لهخوا وژل شوې دي.
دا له اسیا بهر په لوېدیځو هېوادونو کې د وژل شویو افغان ښځو تر ټولو لوړه شمېره ده.
۱. یلدا د چړې په ګوزارونو ووژل شوه
په برلین کې ۳۷ کلنه افغانه ښځه یلدا چې د څلورو ماشومانو مور وه، د ۱۴۰۴کال د وري په ۲۸مه د خپل جلا شوي مېړه لهخوا د چړې په ګوزارونو ووژل شوه. د محکمې د معلوماتو له مخې، دغه سړي له کلونو راهیسې یلدا تر خپل څار لاندې ساتله، د جرمني ژبې کورس ته یې د هغې د تګ مخه نیوله او د خپلواکو فعالیتونو اجازه یې نه ورکوله.
د برلین ښاروالۍ لهخوا خپور شوی انځور، چې په دغه ښار کې د وژل شوې افغان مېرمنې یلدا د یاد په مناسبت خپور شوی دی یلدا تر برید وروسته د زینو لارې ته پناه یووړه. ماشومانو یې هڅه وکړه، چې هغه وژغوري خو مور یې د ډېرې وینې بهېدو له امله ساه ورکړه.
د جرمني د مولهایم ښار په یوه کور کې ۴۳ کلنه افغانه ښځه چې د اوو ماشومانو مور وه، د ۲۰۲۵کال د جون په ۲۲مه د چړې په ګزارونو ووژل شوه. دغه کورنۍ له افغانستان نه جرمني ته تللې وه.
پولیسو د کورنۍ د شخصي حریم د ساتنې په موخه د وژل شوې ښځې نوم نهدی خپور کړی. د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه افغان ښځې او ماشومانو یې جرمني ژبه زده کړې وه او له جرمني ټولنې سره یې ځانونه عیار کړي وو. د هغې مېړه چې په افغانستان کې یې په یوه جرمني شرکت کې دنده لرله او ښه عاید یې درلود، په جرمني کې د ژبې په زدهکړه او د کار په موندلو کې له ستونزو سره مخ شوی و.
د فرایبورګ څارنوالۍ منلې، چې د پېښې پرمهال د یادې ښځې پنځه ماشومان لاهم له مور او پلار سره په یوه کور کې اوسېدل. د فرایبورګ محکمې د ۱۴۰۵کال د وري په ۳۱مه د دغې ښځې ۴۷ کلن مېړه د هغې د وژنې په تور پر نهه کاله او شپږ میاشتې بند محکوم کړ.
د جرمني د فرایبورګ محکمې د دغې افغان مېرمنې خاوند پر ۹ کاله او شپږ میاشتې بند محکوم کړ د وژل شوې ښځې ماشومانو په محکمه کې ویلي وو، چې دوی خپلې مور ته اړتیا لري خو نور خپل پلار ته اړتیا نهلري. د جرمني د عامه راډیو او ټلوېزیون (ARD) د محکمې د موندنو په حواله راپور ورکړی، چې دغه سړی په کورنۍ کې د خپل مقام له کمېدو ناخوښ و.
د هغه مېرمنې او ماشومانو جرمني ژبه زده کړې وه او په نوي هېواد کې یې پرمختګ کړی و؛ خو نوموړي احساس کاوه چې په کورنۍ کې یې پخوانی درناوی او ټولنیز مقام له لاسه ورکړی دی.
۳. معصومې غوښتل له خپل مېړه جلا شي
د جرمني په کمنیتس ښار کې ۳۸ کلنه افغانه معصومه چې غوښتل یې له خپل مېړه څخه طلاق واخلي، د ۲۰۲۵کال د سپټمبر په ۲۴مه د تبر په ګوزارونو ووژل شوه. پولیسو منلې، چې ښځه او مېړه دواړه د افغانان وو. معصومه د څلورو ماشومانو مور وه.
د جرمني رسنیو د رسمي قضايي دوسیې په حواله راپور ورکړی، چې معصومه څو ځله د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې وه. هغې د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې یوه ټولنیز کارکوونکي ته ویلي و، چې له خپل مېړه وېرېږي او غواړي کور پرېږدي.
معصومه بالاخره برلین ته ولاړه او پرېکړه یې وکړه، چې د تل لپاره له خپل مېړه جلا شي. د راپور له مخې، مېړه یې څو ځله د مرګ ګواښونه هم ورته کړي وو. معصومه د ۱۴۰۴کال د تلې په ۲مه، هغه مهال د خپل مېړه لهخوا ووژل شوه، چې د لنډ وخت لپاره بېرته په کمنیتس ښار کې خپل پخواني کور ته ستنه شوې وه.
د پولیسو موندنو ښودلې، چې دغه سړي تر وژنې مخکې هم خپله مېرمن وهلې وه، لاسونه او پښې یې ور تړلي وو او تر ستوني یې نیولې وه. دغه سړي له جلا کېدو وروسته ګواښ کړی و، چې د معصومې شخصي عکسونه به خپاره کړي؛ څو هغه بېرته ګډ ژوند ته اړ باسي.
د محکمې په وینا، دغه سړي نه شوای زغملای چې پر خپلې مېرمنې واک او کنټرول له لاسه ورکړي او هغه یې خپل ملکیت ګڼله. د کمنیتس محکمې د ۱۴۰۵کال د غبرګولي په ۱۵مه د معصومې مېړه د هغې د وژنې په تور پر عمري بند محکوم کړ. د جرمني فدرالي سترې محکمې هم د ۲۰۲۶کال په اکتوبر کې دغه حکم تایید کړ. دغه سړی همداراز مکلف شوی، چې د خپلو دوو کمعمره ماشومانو هر یوه ته ۱۵زره یورو تاوان ورکړي.
د جرمني د کمنیتس په محکمه کې د خپلې مېرمنې د وژنې په تور د یوه سړي محاکمه ۴. یو افغان چې خپله مېرمن یې ووژله او د تېښتې هڅه یې وکړه
د جرمني په کمنیتس ښار کې د ۱۴۰۵کال د غبرګولي په ۱۰مه یوه بله ۳۸ کلنه افغانه ښځه ووژل شوه. پولیسو د دغې ښځې یو ۴۵ کلن افغان نږدې خپلوان د هغې د وژنې په تور مشکوک بللی دی. دغه سړی له برید وروسته له جرمني څخه ووت؛ خو د چک جمهوریت پولیسو د پېښې په هماغه سهار ونیوه.
پولیسو د شکمن کس نوم «جاوید م.» اعلان کړی دی. «بیلد» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه سړی د وژل شوې افغان ښځې پخوانی ملګری و؛ خو پولیسو په یوه رسمي خبرپاڼه کې هغه د ښځې نږدې خپلوان بللی او د دوی ترمنځ یې د خپلوۍ کره اړیکه نه ده څرګنده کړې.
په دې پېښه کې یوه بله ۲۰ کلنه افغانه ښځه هم سخته ټپي شوې ده. د «تاګ۲۴» خبري اژانس د وروستي راپور له مخې، د دغه سړي محاکمه د ۲۰۲۷کال په لومړیو کې ترسره کېدونکې ده. نوموړی دامهال په بند کې دی.
د کمنیتس ښاروالۍ د ۱۴۰۵کال د غبرګولي په ۱۳مه د وژل شوې ښځې د یادغونډې مراسم جوړ کړل. شاوخوا سل کسان د ښار په مرکزي میدان کې راټول شول، ډېوې یې بلې کړې او د ګلونو ګېډۍ یې کېښودې.
۵. هغه ښځه چې د اورګاډي تمځي ته نږدې ووژل شوه
یوه ۶۰ کلنه افغانه ښځه د ۱۴۰۵کال د غبرګولي په ۲۴مه د جرمني د الزنفلد ښار په یوه سیمه کې د چړې د ګوزارونو له امله ووژل شوه. پولیسو د هغې ۲۷ کلن زوم د وژنې په شک نیولی دی.
لارویانو دغه ښځه د الزنفلد ښار د اورګاډي تمځي ته نږدې د بایسکلچلوونکو پر لاره په داسې حال کې وموندله، چې سخته ټپي وه. هغوی سملاسي پولیس او د بېړنیو مرستو کارکوونکي خبر کړل.
دغه ښځې روغتون ته تر لېږدولو وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د جرمني د الزنفلډ د اورګاډي تمځای ارشیفي انځور؛ هغه ځای ته نږدې چې ۶۰ کلنه افغان مېرمن پهکې وژل شوې وه د دغې ښځې زوم چې هغه هم افغان دی، تر نیول کېدو مخکې د اوبرنبورګ ښار د پولیسو مرکز ته ورغلی و. محکمې د هغه له نیول کېدو یوه ورځ وروسته، د قصدي وژنې په شک د لنډمهالي توقیف حکم صادر کړ.
پولیسو د دغې ښځې د کورنۍ اړیکو او د هغې د احتمالي وژنې د انګېزې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د جرمني چارواکو د روانو څېړنو له امله د یادې ښځې د کورني ژوند په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
۶. کریمه؛ د خوب پرمهال د وژل شوې مور کیسه
۳۸ کلنه افغانه کریمه م.، چې د پنځو ماشومانو مور وه، د ۱۴۰۵کال د وري په درېیمه شپه د جرمني د هانوفر ایالت په بارزینګهاوزن ښار کې په خپل کور کې ووژل شوه. مېړه یې هغه مهال چې کریمه ویده وه، پر سر یې د څټک ګوزارونه وکړل.
کریمه تر وژل کېدو مخکې د پناه اخیستو لپاره د ښځو یوه خوندي مرکز ته تللې وه؛ خو وروسته بېرته خپل کور ته ستنه شوې وه. د محکمې په وینا، مېړه یې له کلونو راهیسې وهله او ان کوچنۍ خبرې به یې هم د تاوتریخوالي لپاره پلمه ګرځولې.
پولیسو د ۲۰۲۵کال په نومبر کې هم د کورني تاوتریخوالي د راپور له امله د دوی کور ته مراجعه کړې وه. د «اېنډياېف» رسنۍ د راپور له مخې، د برید په شپه د کورنۍ ۱۳ کلنه لور د خپلې مور په اړه اندېښمنه شوه او د هغې د لیدو لپاره ورغله. پلار یې پر خپلې لور هم د چړې او څټک برید وکړ.
څارنوالۍ وايي، دغه سړي غوښتل خپله لور هم ووژني؛ څو د خپلې مېرمنې وژنه پټه پاتې شي. د کورنۍ ۱۵ کلن زوی د شپې شاوخوا دوه بجې او لس دقیقې له پولیسو سره اړیکه ونیوله.
د کریمې لور له برید څخه ژوندۍ پاتې شوه؛ خو سخته ټپې شوې. د محکمې د موندنو له مخې، د هغې د بدن نیمايي برخه فلج شوې ده، یوازې د امسا په مرسته څو ګامه تګ کولای شي او له پېښې وروسته یې خبرې نه دي کړې.
د هانوفر محکمې د ۱۴۰۵کال د لړم په ۲۶مه د کریمې ۴۹ کلن مېړه د خپلې مېرمنې د وژلو او د خپلې لور د وژلو د هڅې په تور پر عمري بند محکوم کړ.
۷. فهیمه؛ هغه مور چې درې ماشومان ترې پاتې شول
د ۱۴۰۵کال د وږي میاشتې په ۲۶مه سهار، یوه ۳۴ کلنه افغانه ښځه د جرمني د هامبورګ ښار د بارمبک په سیمه کې په خپل اپارتمان کې ووژل شوه. د هغې ۴۰ کلن افغان مېړه له پېښې وروسته د پولیسو مرکز ته ورغی او ویې ویل چې خپله مېرمن یې وژلې ده.
پولیس د ښځې کور ته ورغلل او هغه یې بېحرکته وموندله. پولیسو د هغې د ژغورلو هڅې پیل کړې او روغتیايي مرستندویانو روغتون ته ولېږدوله؛ خو فهیمې لږ وروسته ساه ورکړه.
دغه کس پولیسو ته ویلي و، چې خپله مېرمن یې زندۍ کړې ده. د «بیلد» ورځپاڼې د راپور له مخې، فهیمې درې ماشومان لرل.
فهیمه د «بیلد» ورځپاڼې د راپور له مخې، فهیمه تر وژل کېدو مخکې هم له ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ وه. د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې له یوه بل ګواښ وروسته، هغې له محکمې څخه داسې حکم ترلاسه کړی و چې مېړه یې له هغې او د هغې له کور څخه لرې ساته او د نږدې کېدو اجازه یې نه ورکوله.
د دغه حکم اعتبار د ۱۴۰۵کال د وږي میاشتې په ۲۲مه، یعنې د فهیمې تر وژل کېدو څلور ورځې مخکې پای ته رسېدلی و. د «بیلد» د لیکنې له مخې، د حکم له پای ته رسېدو مخکې د فهیمې مېړه بېرته کور ته ستون شوی و او یو ځل بیا له فهیمې او د هغوی له درېیو ماشومانو سره اوسېده.
په ۲۰۲۵کال کې په جرمني کې د ښځو د ۱۹۱ خوندي کورونو د ثبت شویو اوسېدونکو له ډلې ۳۵۶ افغان ښځې وې. هغوی د دغو مرکزونو د ټولو ثبت شویو اوسېدونکو شاوخوا پنځه سلنه جوړوله او تر سوریایي ښځو وروسته، په دغه خوندي کورونو کې د بهرني اصل لرونکو ښځو دویمه لویه ډله وه.
په همدې کال کې د جرمني پولیسو ۱۳۹ داسې پېښې ثبت کړې وې، چې افغان ښځې او نجونې پهکې د جنسي تېري، جنسي جبر یا سخت جنسي تېري قرباني شوې وې.
ترکیه؛ په بهر کې د افغان ښځو د وژنې ډګر
په ترکیه کې هم په ۲۰۲۵کال کې لږترلږه پنځه افغان ښځې او نجونې وژل شوې دي. ترکي رسنیو او دولتي ادارو د ۲۰۲۶کال له پیله تراوسه د افغان ښځو د وژنې کومه مشخصه پېښه نه ده راپور کړې.
۸. لیقا عظیمي؛ هغه ښځه چې لېور یې ووژله
۲۷ کلنه افغانه لیقا عظیمي له خپل ۲۵ کلن مېړه قربانعلي احمدي سره د ترکیې په کارابوک ښار کې اوسېده. د مېړه ۲۹ کلن ورور نوروز احمدي هم ورسره په یوه کور کې اوسېده.
د ۱۴۰۳کال د سلواغې په ۵مه لیقا عظیمي او مېړه یې د نوروز احمدي لهخوا ووژل شول. د پېښې پرمهال پنځه ماشومان په کور کې وو، چې له پېښې وروسته د ترکیې د دولت تر ملاتړ او پاملرنې لاندې ونیول شول.
لیفا د ترکیې د کارابوک په کوچني ښار کې ووژل شوه پولیسو نوروز احمدي د پېښې له ځایه تر تېښتې وروسته ونیوه. محکمې د ۱۴۰۳کال د کب په ۶مه د هغه د نیولو حکم صادر کړ. په لومړنیو راپورونو کې د یادې وژنې انګېزه نه وه روښانه شوې.
۹. شبانه سلیمانخېل؛ د څلورو ماشومانو مور
۲۹ کلنه افغانه شبانه سلیمانخېل د ترکیې په اسکيشهر ښار کې اوسېده. هغه تر وژل کېدو شاوخوا یو کال مخکې له خپل افغان مېړه جلا شوې وه. شبانې له خپل معلول زوی سره ژوند کاوه او درې نور ماشومان یې له پلار سره اوسېدل.
د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې شبانه د ۱۴۰۴کال د چنګاښ په ۲۵مه په خپل کور کې د خپل پخواني مېړه عبدالکریم شاداب لهخوا ووژل شوه. د پېښې پر مهال یې زوی هم په کور کې و.
عبدالکریم شاداب له وژنې وروسته د ساکاریا ښار ته وتښتېد؛ خو پولیسو ونیوه. د شبانې څلور ماشومان د ترکیې د دولت تر ملاتړ او پاملرنې لاندې ونیول شول. د اسکيشهر محکمې د ۲۰۲۶کال د جنورۍ په ۲۳مه افغان وګړي عبدالکریم شاداب ته د سخت عمري بند سزا واوروله.
۱۰. هانیه عرب؛ هغه ځوانه چې غوښتل یې له خپل مېړه جلا شي
۱۷ کلنه افغانه هانیه عرب د ترکیې په مانیسا ښار کې له خپل ۲۳ کلن مېړه نجیب حبیبي سره اوسېده. هانیه د ۱۴۰۴کال د سلواغې له ۳مې راهیسې د ترکیې په دنیزلي ښار کې ورکه شوې وه او پولیسو یې د موندلو هڅې کولې.
د ۱۴۰۴کال د چنګاښ په ۲۸مه د هانیه مور چې په جرمني کې اوسېږي، وروسته له هغې پولیسو ته د خپلې اندېښنې خبر ورکړ چې ونه توانېده له لور سره اړیکه ونیسي. پولیس په مانیسا کې د هانیه کور ته ورغلل او مړی یې وموند. نجیب حبیبي له پېښې وروسته ازمیر ښار ته تښتېدلی و.
پولیسو هغه ونیوه. نوموړي په لومړنیو څېړنو کې اعتراف وکړ، چې هانیه یې له خپل مېړه څخه د جلا کېدو د پرېکړې له امله وژلې ده. محکمې د هغه د نیولو حکم صادر کړ.
۱۱. فاطمه رحماني؛ هغه مور چې له طلاق وروسته ووژل شوه
۲۸ کلنه افغانه فاطمه رحماني چې د څلورو ماشومانو مور وه، د ترکیې په اسپارتا ښار کې اوسېده. هغې تر وژل کېدو شاوخوا یو کال مخکې له خپل ۲۹ کلن مېړه خیرمحمد رحیمي څخه طلاق اخیستی و؛ خو له څه مودې راهیسې یې بېرته له هغه سره په یوه کور کې ژوند کاوه.
د ۲۰۲۵کال د اګست په شپږمه فاطمه له خپل پخواني مېړه سره د شخړې پرمهال تر برید لاندې راغله. د دغې کورنۍ ټول څلور ماشومان د پېښې پرمهال په کور کې وو.
د فاطمې رحماني د قبر ډبره ګاونډیانو یې پولیسو ته خبر ورکړ او روغتیايي مرستندویانو فاطمه روغتون ته ولېږدوله؛ خو د ډاکټرانو له هڅو سره، سره هغې ساه ورکړه. پولیسو د فاطمې پخوانی مېړه ونیوه او محکمې زندان ته د هغه د لېږدولو حکم صادر کړ. د فاطمې څلور ماشومان هم د ترکیې د دولت تر ملاتړ او پاملرنې لاندې ونیول شول.
۱۲. نجیبه عبادي؛ د ۱۴ میاشتو ماشوم مور
۲۸ کلنه افغانه نجیبه عبادي له خپل ۳۲ کلن مېړه سعادتالله عبادي سره د ترکیې د قونیه ولایت د چومرا ولسوالۍ په یوه کرونده کې کار کاوه. دغې جوړې یو ۱۴ میاشتنی زوی درلود.
د ۱۴۰۴کال د زمري په ۳۰مه شپه د نجیبې او مېړه ترمنځ د نامعلوم لامل له امله شخړه رامنځته شوه. نجیبې د خپل مېړه د تاوتریخوالي له امله په هماغه ځای کې ساه ورکړه.
پولیس او د ژغورنې ډلې کروندې ته ورغلل او سعادتالله عبادي یې ونیوه. د چومرا څارنوالۍ د نجیبې د وژنې په اړه څېړنې پیل کړې او محکمې یې مېړه زندان ته ولېږه.
د نجیبې ۱۴ میاشتنی زوی هم د ترکیې د کورنۍ او ټولنیزو چارو وزارت اړوندې ادارې ته وسپارل شو.
له جرمني او ترکیې پرته په لوېدیځو هېوادونو کې هم د افغان ښځو د وژنې پېښې شوې دي؛ خو شمېر یې لږ دی. په امریکا، کاناډا، اسټرالیا او نورو هېوادونو کې هم افغان ښځې د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې دي.
۱۳. ګیتي سادات؛ هغه مور چې امریکا ته له کډوالۍ دوه کاله وروسته ووژل شوه
ګیتي سادات او مېړه یې سید نذیر سادات په ۲۰۱۳کال کې په افغانستان کې واده کړی و.
گیتي سادات د قضايي اسنادو له مخې، د دوی واده د کورنیو په غوښتنه شوی و. دغه جوړه په ۲۰۲۳کال کې امریکا ته کډواله شوه او د واشنګټن ایالت په ابرن ښار کې مېشته شوه. هغوی درې ماشومان لرل، چې د مور د وژل کېدو پرمهال شپږ، نهه او ۱۱ کلن وو.
ګیتي د ۲۰۲۵کال د نومبر په ۲۳مه په خپل کور کې ووژل شوه. د هغې ۳۷ کلن مېړه له پولیسو سره اړیکه ونیوله او د خپلې مېرمنې د وژلو اعتراف یې وکړ. پولیسو درې واړه ماشومان روغ رمټ وموندل. د پولیسو په وینا، ښايي ماشومانو د خپلې مور د وژنې صحنه نه وي لیدلې.
سید نذیر سادات د پولیسو په لومړنیو څېړنو کې ادعا کړې وه، چې شاوخوا یو کال یې د خپلې مېرمنې پر اړیکې له یوه بل سړي سره شک درلود. پولیسو له هغه سړي سره هم خبرې وکړې، چې سادات پرې شک درلود؛ خو د خپلو څېړنو پرمهال یې د دغسې اړیکې هېڅ نښه ونه موندله.
سادات په لومړنیو څېړنو کې خپل عمل «ناموسي وژنه» بللې وه. څارنوالۍ هغه له مخکېنۍ طرحې سره د قصدي وژنې په تور تورن کړ. د ګیتي خورزه او د هغې مېړه په امریکا کې د ګیتي یوازیني خپلوان وو. ګیتي به په منظم ډول ورسره اړیکه نیوله، لیدنې به یې ورسره کولې او مرسته به یې ترې غوښتله. هغه سړی چې د ګیتي مېړه پرې شک درلود، د همدې خورزې مېړه و.
۱۴. یاسمین عطايي؛ هغه مور چې زوی یې د وژنې په تور تورن شو
۴۱ کلنه افغانه یاسمین عطايي د کاناډا د کبک ایالت د شربروک ښار د فلوریمون په سیمه کې اوسېده. د ۱۴۰۵کال د چنګاښ په ۱۸مه ماښام، د یادې کورنۍ ګاونډیانو وروسته له هغې له پولیسو سره اړیکه ونیوله، چې د دوی له کوره یې د شخړې غږونه واورېدل. پولیس د کورنۍ کور ته ورغلل او یاسمین یې په سخت ټپي حالت کې وموندله. هغې روغتون ته تر لېږدولو وروسته ساه ورکړه.
یاسمین عطایي په دې پېښه کې یوه تنکۍ نجلۍ هم ټپي شوې وه؛ خو ژوند یې له مرګوني ګواښ سره نه و مخامخ. محکمې په دې قضیه کې د نابالغو قربانیانو او شاهدانو د هویت خپرول منع کړي دي.
د کاناډايي رسنیو د راپورونو له مخې، پولیسو د یاسمین ۱۸ کلن زوی رامش عطايي د دوی په کور کې نیولی دی. د شربروک پولیسو ویلي، تر دې پېښې مخکې د مور او زوی په اړه د پولیسو په دوسیو کې هېڅ ډول سابقه نه وه ثبت شوې.
رامش د جولای په ۱۰مه د شربروک محکمې ته د دویمې درجې قتل او دوه نورو هغو تورونو په تړاو ورپېژندل شو، چې د نجلۍ له ټپي کېدو سره تړاو لري. د یاسمین وژل کېدل په ۲۰۲۶کال کې د شربروک ښار د قتل لومړنۍ ثبت شوې پېښه وه.
د یاسمین تر وژل کېدو وروسته په فېسبوک، ټیکټاک او انسټاګرام کې داسې مطالب خپاره شول، چې ادعا یې کوله زوی یې پر کمپیوټري لوبو بوخت و او کله چې مور یې د کور انټرنېټ پرې کړ، هغه پرې برید وکړ.
۱۵. مژده حبیبي؛ هغه ځوانه مور چې د ډاکټر کېدو هیله یې لرله
۲۳ کلنه افغانه مژده حبیبي چې د دوو زامنو مور وه، استرالیا ته له کډوالۍ وروسته د برېزبېن ښار په سوېل لوېدیځ کې د سپرېنګفیلډ لېکس په سیمه کې اوسېده. د هغې د وژنې دوسیه ښيي، چې مژدې غوښتل خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او ډاکټره شي. هغې په استرالیا کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په یوه مرکز کې انګلیسي ژبه زده کوله او غوښتل یې چې اولادونه یې زدهکړې وکړي او پوهنتون ته ولاړ شي. د «کوریر مېل» ورځپاڼې د راپور له مخې، مژدې د خپل ژوند په وروستۍ میاشت کې له سختو شرایطو سره مخ وه. هغې ان د اوسېدو لپاره سرپناه نه لرله او یوه موده یې له خپلو ماشومانو سره په موټر کې شپه تېروله.
د ۱۴۰۴کال د غويي په ۲۶مه، روغتیايي مرستندوی ځواکونه د مژدې د روغتیايي وضعیت په اړه د راپور له ترلاسه کولو وروسته د هغې کور ته ورغلل. د ژغورنې هڅې یې پایله ورنه کړه او مژدې ساه ورکړه.
پولیسو د مژدې خاوند خلیلالله حبیبي او د خاوند ورور مسیحالله حبیبي ونیول. دواړه په یوه قضیه کې د کورني تاوتریخوالي په تړاو د مژدې په وژلو تورن شول. د کوینزلنډ ایالت پولیسو تایید کړه، چې مژده او دواړه تورن کسان د افغانستان اوسېدونکي وو.
د مژدې مور انیسه فیضي په افغانستان کې اوسېده. یوه خور یې په بریتانیا او ورور یې مجتبی فیضي په هسپانیا کې ژوند کوي. د «کوریر مېل» د راپور له مخې، د خپلې لور د مړینې د خبر له اورېدو وروسته د مژدې مور هم په روغتون کې بستر شوه.
وروسته د مژدې مور او ورور د هغې د دوو ماشومانو د پالنې لپاره استرالیا ته ولاړل. کورنۍ غوښتل، چې ماشومان په استرالیا کې پاتې شي او د خپلې مور د هیلې له مخې په همدې هېواد کې زدهکړې وکړي.
۱۶. شفیقه حسيني؛ د شک قرباني
۴۱ کلنه افغانه شفیقه حسيني چې د شپږو ماشومانو مور وه، له خپل ۴۷ کلن خاوند میرزا حسيني سره د سوېلي استرالیا په ایالت کې اوسېده. دې کورنۍ د شفیقې له وژل کېدو شاوخوا ۱۵ کاله مخکې له افغانستان نه استرالیا ته کډه کړې وه.
د «اډلېډ اډوایزر» ورځپاڼې د راپور له مخې، شفیقه په ۱۲ کلنۍ کې په پاکستان کې واده شوې وه.
د استرالیا د جګړې د قربانیانو د یادګار بنر، چې د شفیقې حسینې نوم پرې لیکل شوی دی شفیقه د سیمې د مسلمانې ټولنې د غړو ترمنځ د سخاوت او له نورو سره د مرستې له امله مشهوره وه. هغې به د مذهبي مراسمو لپاره خواړه چمتو کول. سره له دې چې کلونه یې په استرالیا کې ژوند کړی و؛ خو پر انګلیسي ژبه یې چندانې تسلط نه درلود.
هغې څه موده د اډلېډ په ښار کې ژوند کاوه، چې ځینو اولادونو یې په پوهنتون کې زدهکړې کولې. وروسته د خپل خاوند ترڅنګ د اوسېدو لپاره د بورډرټاون ښار ته ولاړه.
د شفیقې له وژل کېدو څو میاشتې مخکې خاوند یې هغه له بل سړي سره پر اړیکو تورنه کړې وه او ورسره یې تاوتریخوالی کړی و. د کورنۍ یوه غړي له خپل پلار غوښتي و، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
شفیقې له دې پېښې وروسته خپل خاوند ته ویلي و، چې نور نه غواړي په دې ډول ژوند وکړي او طلاق غواړي. هغې د یوه ګاونډي کور ته پناه وړې وه. ګاونډي شفیقه د الیزابت د پولیسو مرکز ته رسولې وه او هغې په رسمي ډول د خپل خاوند پر ضد شکایت ثبت کړی و.
پولیسو میرزا حسيني د خپلې مېرمنې پر وړاندې د تاوتریخوالي په تور تورن کړی و. خو د شفیقې د وژل کېدو پرمهال د محکمې هېڅ داسې حکم نه و صادر شوی، چې خاوند یې له هغې سره له اړیکې نیولو منع کړي.
د ۱۴۰۴کال د زمري په ۱۲مه د کورنۍ یوه خپلوان چې له دې جوړې سره یې اړیکه نه شوه نیولای، له پولیسو وغوښتل چې د هغوی وضعیت وڅېړي. پولیسو شفیقه او خاوند یې د بورډرټاون په خپل کور کې مړه وموندل.
د سوېلي استرالیا پولیسو وویل، لومړنۍ موندنې ښيي چې میرزا حسيني لومړی خپله مېرمن وژلې او وروسته یې ځان وژنه کړې ده. د کورنۍ له شپږو اولادونو څخه هېڅ یو هم د پېښې پرمهال په کور کې نه و.
د شفیقې مشر زوی د خپلې مور له مړینې وروسته وویل، چې هغې خپل ژوند د اولادونو پالنې ته وقف کړی و. د شفیقې وژل کېدو، سره له دې چې مخکې یې شکایت هم ثبت کړی و، په استرالیا کې د پولیسو او د ښځو د ملاتړ ادارو د کړنو په اړه پوښتنې راپورته کړې. د سوېلي استرالیا د پولیسو مشر ژمنه وکړه، چې د شفیقې د مخکیني شکایت په اړه به د پولیسو د چلند څرنګوالی وڅېړل شي.
۱۷. هغه ۳۷ کلنه اوکراینۍ ښځه چې د وژنې دوسیه یې له محاکمې پرته وتړل شوه
د ۲۰۲۶کال د جون په ۲۲مه د سویس د لوسرن کانتون پولیسو د دغه هېواد د اشولزمات ښار د شوانداخر په سیمه کې د یوې ۳۷ کلنې اوکراینۍ ښځې د جسد د موندلو خبر ورکړ. د هغې ترڅنګ یو ۳۵ کلن افغان سړی هم موندل شوی و، چې روغتیايي وضعیت یې نازک و.
دغه سړی په چورلکه کې روغتون ته ولېږدول شو. پولیسو هغه د قتل اصلي شکمن وباله او د زورزه څارنوالۍ د قضیې د څېړنې مسوولیت پر غاړه واخیست. پولیسو له هغو کسانو چې د پېښې شاهدان وو یا یې په اړه معلومات لرل، وغوښتل چې له پولیسو سره اړیکه ونیسي.
له درېیو میاشتو زیات وخت وروسته، د ۱۴۰۵کال د تلې په ۷مه د لوسرن څارنوالۍ اعلان وکړ، چې د څېړنو د موندنو له مخې دغه ښځه یوه افغان سړي وژلې وه. شکمن کس د څېړنو په بهیر کې مړ شوی و او څارنوالۍ د هغه د مړینې له امله قضیه وتړله. په دې توګه، قضیه محکمې ته ونه رسېده.
د ښځو وژنه؛ یوه نړۍواله پدیده
ملګرو ملتونو د سېشنبې په ورځ د کورنۍ د غړو لهخوا د ښځو د وژنې په اړه ټکان ورکوونکي شمېرې خپرې کړې. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي، سره له دې چې په نړۍ کې د وژنو عمومي کچه راټیټه شوې؛ خو د ښځو د وژنې کچه نه ده کمه شوې. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې لږترلږه ۴۷زره ښځې او نجونې په ټوله نړۍ کې د خپل ژوند شریکانو یا د کورنۍ د غړو لهخوا وژل شوې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو نړۍوالې ورځې په مناسبت د سېشنبې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) د ښځو د وژنې په اړه یو راپور خپور کړ.
د دغه راپور له مخې، تېرکال په ټوله نړۍ کې ۷۸زره ښځې او نجونې وژل شوې دي. په ۶۰ سلنه پېښو کې قاتل د قربانۍ د ژوند شریک یا د کورنۍ یو غړی و. په دې توګه، هره ورځ په منځنۍ توګه ۱۲۹ ښځې او نجونې، یا په هر ساعت کې شاوخوا پنځه ښځې د خپلو نږدې کسانو لهخوا وژل شوې دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، کور لا هم د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو خطرناک ځای دی او په تېرو کلونو کې په دې وضعیت کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی. ډېری قربانیانې تر وژل کېدو مخکې د اوږدې مودې لپاره له ګواښونو، تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مخ وې. د دغه سازمان په وینا، که دغو پېښو ته پر وخت رسېدنه شوې وای؛ نو ښايي د دغه ښځو او نجونو د وژنې مخه نیول شوې وای.
د ملګرو ملتونو یوې مدیرې مونیکا جوما ویلي، چې ځینې ټولنیز باورونه او لیدلوري، د ښځو د خوندیتوب په برخه کې د مسوولو ادارو له غفلت سره یوځای د دې لامل شوي چې د مېرمنې، لور، مور یا خور وژل په ټولنه کې عادي او د منلو وړ وګڼل شي.