• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر موسیقۍ د طالبانو بندیزونه؛ په ننګرهار کې د موسیقۍ ۱۲۴۸ الات وسوځول شول

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۰

طالبانو پر موسیقۍ د بندیزونو د پلي کولو په دوام، د ننګرهار په دره‌نور ولسوالۍ کې د موسیقۍ ۱۲۴۸ الات او ګڼې پټاکۍ راټولې او سوځولې دي. دغه اقدام د هنري او فرهنګي فعالیتونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د لړۍ یوه بله بېلګه ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست ویلي، چې دغه الات د دره‌نور ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو راټول شوي او د امربالمعروف د محتسبانو د یوه ګډ پلاوي په حضور کې سوځول شوي دي.

طالبانو د موسیقۍ د دغو الاتو د له منځه وړلو موخه «د ناسمو دودونو مخنیوی او د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو پیاوړتیا» بللې ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د موسیقۍ پر غږولو، خپرولو او اورېدو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د دغې ډلې د امربالمعروف قانون هم محتسبان مکلفوي، چې د موسیقۍ د غږولو مخنیوی وکړي.

د موسیقۍ پر فعالیتونو د محدودیتونو ترڅنګ، د موسیقۍ د الاتو راټولولو او سوځولو د افغانستان د موسیقۍ د فرهنګي میراث د خوندیتوب او د هنرمندانو د معیشت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د افغانستان انټرنشنل د راپورنو له مخې، د دغه ډلې امربالمعروف وزارت یوازې د ۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې اعلان کړی و، چې په یوه کال کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ ۲۱ زره او ۳۲۸ الات له منځه وړي دي.

هغه مهال د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ دغه اقدام د افغانستان پر فرهنګي میراث بې‌ساری برید بللی و.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ هم په خپلو راپورونو کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د هنرمندانو ګواښل، ځورول او نیول د دې لامل شوي، چې ګڼ افغان هنرمندان هېواد پرېږدي، پټ ژوند ته مخه کړي او یا د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره ټیټ عاید لرونکو کارونو ته مخه کړي.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې هم د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ میاشتې په راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د موسیقۍ ښوونځي تړل شوي، ګڼو هنرمندانو خپل مسلک پرېښی او یو شمېر یې له فزیکي تاوتریخوالي، سپکاوي او نیونو سره مخ شوي دي.

طالبان د موسیقۍ پر الاتو بندیزونه د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه توجیه کوي، خو د بشري حقونو او فرهنګي بنسټونو په وینا، دغه اقدامات نه یوازې د هنرمندانو د عاید سرچینې له منځه وړي، بلکې په فرهنګي ژوند کې د افغانانو د ګډون حق محدودوي او راتلونکو نسلونو ته د افغانستان د موسیقۍ د تاریخي میراث لېږد هم له ګواښ سره مخ کوي.

ډېر لیدل شوي

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا  مدرسه کې ووژل شو
۱
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۲
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۳

افغان ډ‌ېپلومات د افغانستان د سیاسي لېږد لپاره د لارنقشې پر جوړولو ټینګار کړی

۴

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

۵

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

•
•
•

نور خبرونه

د ملګرو ملتونو کارپوهان: په افغانستان کې د تېرو جنایتونو څېړنې دې بېرته پیل شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جرمونو د نړیوالې محکمې پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې په افغانستان کې یې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې تر مخه د ترسره شویو جنایتونو څېړنې درولې دي او د دې پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.

هغوی خبرداری ورکړی چې دا اقدام به سلګونه زره قربانیان او د هغوی پاتې کورنۍ د عدالت له لاسرسي محرومې کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ (دلېندۍ ۵مه) په یوه اعلامیه کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د دویمې مقدماتي څانګې له هغې پرېکړې خواشیني څرګنده کړه چې په افغانستان کې یې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې تر مخه د ترسره شویو جنایتونو څېړنې درولې دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د روان کال په لړم میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د ترسره شویو جنایتونو د څېړنو د درولو امر صادر کړ. دې محکمې ویلي وو چې واک ته د طالبانو له بیارسېدو وروسته د دغه ډلې د ترسره شویو جنایتونو په اړه څېړنې به په جلا قضیه کې دوام ومومي.

محکمې د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې په افغانستان کې د جنګي او د بشریت ضد جنایتونو د څېړنو د پیل اجازه ورکړې وه.

د دغو څېړنو هغه برخه چې درول شوې، د ۲۰۰۳ کال د مې له لومړۍ نېټې، چې د افغانستان لپاره د روم اساسنامې د پلي کېدو نېټه ده د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې تر پایه چې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل د ادعا شویو جنایتونو څېړنه رانغاړي.

په دغو څېړنو کې د طالبانو، د داعش خراسان څانګې، د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو، د امریکا د پوځي ځواکونو او د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌اې‌اې) د مامورینو له‌خوا د جنایتونو د ترسره کولو ادعاوې څېړل کېدې.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو دغه پرېکړه «د مجازاتو د معافیت پر وړاندې د مبارزې لپاره دروند ګوزار» بللی او خبرداری یې ورکړی چې د څېړنو درول به په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو او کورنیو او بهرنیو پوځي ځواکونو د جنایتونو قربانیان عدالت ته له لاسرسي محروم کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، په افغانستان کې ډېری قربانیان د کلونو راهیسې د عدالت د پلي کېدو په تمه دي او یو شمېر یې له دوو لسیزو څخه د ډېر وخت راهیسې د عدالت غوښتنې هڅې کوي.

هغوی خبرداری ورکړی چې د قضیې د څېړنې بهیر د اوږدېدو له امله د تحقیقاتو درول ښايي د جرمونو په نړیواله محکمه کې یوه خطرناکه کړنلاره رامنځته کړي او د قضايي قضیو په څېړنه کې د دوه‌ګوني چلند لامل شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو د ځورونې د قضیو څېړنه باید د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې تر مخه د ورته جنایتونو او په افغانستان کې د نورو جدي جرمونو د له پامه غورځولو په بیه تمامه نه شي.

د هغوی په وینا، عدالت باید د ټولو قربانیانو لپاره تامین شي او د حقیقت روښانه کول، د جنایتونو د عاملانو مجازات او قربانیانو ته د زیانونو جبرانول باید پکې شامل وي.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې قربانیان او د هغوی حقوقي استازي پر وخت او په روښانه توګه د قضیې د څېړنې له بهیر څخه خبر کړي او قربانیانو ته فرصت ورکړي چې خپلې څرګندونې او اندېښنې له محکمې سره شریکې کړي.

هغوی ټینګار کړی چې د تېرو جنایتونو څېړنه او د مجازاتو د معافیت پای ته رسول په افغانستان کې د رښتینې او تلپاتې سولې د ټینګښت له لومړنیو شرطونو څخه دي.

امریکا په دې وروستیو کې د جرمونو پر نړیوالې محکمې فشارونه زیات کړي، څو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له‌خوا د احتمالي جنایتونو او سرغړونو څېړنې ودروي. د ټرمپ حکومت پر دې محکمې او قاضیانو بندیزونه هم لګولي دي.

د ځینو بشري حقونو سازمانونه احتمال وړاندي کوي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د بهرنیو ځواکونو له‌خوا د جنایتونو د ترسره کېدو په اړه د څېړنو درول له دغو فشارونو سره تړاو ولري.

غور کې د سرو زرو لټه؛ سترګې د هریرود شګو ته اوړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۰
•
وحید پیمان
100%

په غور ولایت کې د هریرود سیند په ریګزارو کې د سرو زرو د احتمالي زېرمو د موندلو راپورونو د دغه ولایت د اوسېدونکو پام ور اړولی او په وروستیو ورځو کې لسګونه کسان د فیروزکوه ښار ته څېرمه سیمو کې د سرو زرو د موندلو په لټه بوخت شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، باوري سرچینو، د طالبانو د کانونو وزارت د ځینو سرچینو په ګډون، ویلي چې د غور ولایت د هریرود سیند په بستر کې د سرو زرو نښې موندل شوې او د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست د دغو احتمالي زېرمو د استخراج لپاره د قرارداد د برابرولو هڅې پیل کړې دي.
سرچینې وايي، د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مشر په غور کې کابل ته تللی څو د سرو زرو د استخراج د قرارداد او کورنیو شرکتونو ته د هغه د سپارلو زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې، په وروستیو ورځو کې لسګونه د غور اوسېدونکي د فیروزکوه ښار په شاوخوا پنځه کیلومترۍ کې د «ګرمابک» سیمې ریګزارو ته ورغلي او د دودیزې زرشوۍ له لارې د سرو زرو د ذرو د موندلو هڅې کوي.
د افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ویډیو ښيي چې یو شمېر کسان د هریرود پر غاړه د ریګونو د مینځلو په وسیله د سرو زرو په لټه کې دي. خو تر اوسه روښانه نه ده چې دغو کسانو په کومه اندازه سره زر موندلي او که نه.
ځینو سرچینو ویلي، هغه کارګر چې پخوا یې په بدخشان ولایت کې د زرشوۍ تجربه لرله، په تېرو دوو ورځو کې یې د هریرود له بستر څخه د سرو زرو لږه اندازه ترلاسه کړې ده. دوی هیله څرګنده کړې چې د استخراج د قراردادونو د ورکړې پر مهال دې ځايي اوسېدونکو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د طالبانو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې یوه تخنیکي ډله سیمې ته تللې او لومړنیو ارزونو یې د سرو زرو شتون تأیید کړی، خو د دغو زېرمو کره اندازه او اقتصادي ارزښت لا نه دی معلوم.
پخوانیو جیولوژیکي څېړنو هم د غور او شاوخوا سیمو په ځینو برخو کې د سرو زرو د شتون نښې ثبت کړې دي. د امریکا د جیولوژۍ ادارې د ارزونو له مخې، د غور ځینې سیمې د سرو زرو له پلوه غیرعادي تمرکز لري او د کوشکک په سیمه کې د هر ټن معدني موادو په مقابل کې د ۰.۶ تر ۱.۱ ګرامه سرو زرو د شتون نښې ثبت شوې دي.
په ورته وخت کې، د غور یو شمېر اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې که د سرو زرو د استخراج چارې پیل شي، د دغو کانونو عواید دې په شفاف ډول د همدې ولایت د برېښنا، سړکونو او روغتیايي او ښوونیزو بنسټونو د پراختیا لپاره ولګول شي.
غور د افغانستان له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې له کلونو راهیسې د پراختیایي پروژو او بنسټیزو خدماتو له کمښت سره مخ دی، او اوسېدونکي یې هیله لري چې د سرو زرو احتمالي زېرمې د دغه ولایت په اقتصادي وضعیت کې بدلون راولي.

جرمني وایي په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض د بشریت ضد جنایت ګڼل کېدای شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۰
100%

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل په ځواب کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو سرغړونې غندلې او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو د حقونو سازمان شوې او جوړښتي سرغړونې ښايي د «جنسیت پر بنسټ ځورونې او تعقیب» مصداق وګرځي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض غندلی او ویلي یې دي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د روم اساسنامې له مخې، د جنسیت له امله ځورونه او تعقیب د بشریت پر ضد د جرمونو له مصداقونو څخه دي. افغانستان هم د دغې اساسنامې غړی دی.

د دغه وزارت د ځواب په یوه برخه کې راغلي دي: «په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو سازمان شوې او جوړښتي سرغړونې ښايي د جنسیت له امله د ځورونې او تعقیب مصداق وګرځي.»

یو شمېر د بشري حقونو بنسټونه او د ښځو د حقونو فعالان د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه «جنسیتي اپارتاید» بولي او غوښتنه کوي چې جنسیتي اپارتاید دې د نړیوالو قوانینو له مخې د یوه خپلواک جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

جرمني تر اوسه د ښځو په اړه د طالبانو پر سیاستونو د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح نه ده کارولې.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو تر دې وړاندې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو سیاستونه «جنسیتي اپارتاید» بللي وو او ویلي یې وو چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو سرغړونې په روانه پېړۍ کې بې‌سارې دي. هسپانیې هم تر دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې «جنسیتي اپارتاید» حاکم دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې برلین د طالبانو اداره د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني.

د دغه وزارت په وینا، له طالبانو سره د جرمني اړیکې او تماسونه یوازې په تخنیکي کچه دي او برلین په دغو خبرو اترو کې تل په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت پر ښه کېدو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو پر رعایتولو ټینګار کوي.

دغه وزارت ویلي چې جرمني په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو هڅو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

برلین همدارنګه خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو افغانستان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) له مخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او عملي یې کړي.

جرمني د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان په اړه د یوه خپلواک څېړنیز میکانیزم د جوړېدو ملاتړ کړی او د هغه د رامنځته کېدو لپاره یې مالي مرسته هم کړې ده.

د دغه میکانیزم دنده دا ده چې د نړیوالو جرمونو او د نړیوالو قوانینو د تر ټولو جدي سرغړونو اړوند شواهد راټول، سره یوځای، خوندي او وڅېړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له ماموریت څخه هم ملاتړ کوي.

دغه وزارت زیاته کړې چې جرمني د بشري اصولو په رعایتولو سره د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او دا مرستې لا هم اړمنو ښځو او ماشومانو ته رسېږي.


ټکسي چلوونکي د طالبانو له پیسو اخیستو او د موټرو له توقیفولو شکایت لري

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۰
100%

په کابل، هرات او مزارشریف ښارونو کې د ټکسیو او نورو مسافر وړونکو موټرو چلوونکي د فعالیت د لګښتونو له زیاتوالي، د مسافرو د لېږد پر وړاندې له محدودیتونو او د طالبانو د مامورینو له چلند شکایت کوي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد په کابل کې د یوه ټکسي د ۲۰ ورځني توقیف او له موټرچلوونکو څخه د میاشتنیو پیسو د اخیستو ښکارندويي کوي. ټکسي چلوونکي وايي، د رسمي لګښتونو ترڅنګ د خپلو موټرو د فعالیت لپاره له نورو مالي فشارونو او محدودیتونو سره هم مخ دي.
دا شکایتونه د پنجشنبې په ورځ، د قوس په پنځمه، داسې مهال مطرح کېږي چې طالبانو په تېرو کلونو کې د مسافر وړونکو موټرو د فعالیت د تنظیم لپاره د ټکسیو د رنګ بدلولو، د تګ راتګ د ځانګړو مسیرونو ټاکلو او د مسافرو د پورته کولو لپاره د تمځایونو جوړولو چارې پیل کړې دي.
خو موټرچلوونکي وايي، دغو مقرراتو د تېلو او د موټرو د ترمیم د لګښتونو له زیاتوالي سره یوځای د دوی ورځني عواید کم کړي او د کار کولو بهیر یې ستونزمن کړی دی.
کابل؛ د موټرو توقیف او د تم کېدو لپاره د پیسو اخیستل
په کابل کې یوه ټکسي چلوونکي، چې د مامورینو له لوري له موټرچلوونکو سره د چلند ویډیو یې افغانستان انټرنشنل ته استولې، وايي د څلورلارو او له ټاکل شویو تمځایونو بهر د مسافرو د پورته کولو د مخنیوي لپاره د ناحیو، پولیسو او ترافیکو د استازو یوه کمېټه جوړه شوې ده.
افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې دوه آبي رنګه ښاري ټکسي موټر د سړک پر غاړه ولاړ لیدل کېږي او څو کسان یې شاوخوا ولاړ دي. په ویډیو کې د طالبانو د مامورینو له لوري له موټرچلوونکو سره ګواښوونکی او نامناسب چلند لیدل کېږي.
محمد جلیل (مستعار نوم)، چې دغه ویډیو یې افغانستان انټرنشنل ته استولې، وايي په ویډیو کې لیدل شوي کسان د ښاري ترانسپورټ د تنظیم ریاست کارکوونکي دي.
د هغه په وینا، د ښاري ترانسپورټ د تنظیم ریاست په کابل کې په بېلابېلو سیمو کې د ټکسیو لپاره ځانګړي تمځایونه ټاکلي او موټرچلوونکي باید د خپل وار له مخې له همدغو ځایونو مسافر پورته کړي.
نوموړی وايي، له هر موټر څخه هره ورځ ۳۰ افغانۍ اخیستل کېږي او که کوم موټرچلوونکی له ټاکل شوي تمځای څخه بهر مسافر پورته کړي، موټر یې درول کېږي او د موټرو یوه تمځای ته لېږدول کېږي.
خلیفه نعیم، چې بل ټکسي چلوونکی دی، ادعا کوي چې ځینې هغه موټرونه چې له ټاکل شویو تمځایونو بهر مسافر پورته کوي، له یوې تر ۲۰ ورځو پورې په تمځایونو کې درول کېږي او د هرې ۲۴ ساعتونو لپاره ترې ۱۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.
هغه همداراز ادعا کوي، چې د کابل په هره سیمه کې د ترانسپورټ مامورین هره ورځ له سلو زیات موټرونه دروي؛ خو افغانستان انټرنشنل ونه توانېد چې دا ادعا په خپلواکه توګه تایید کړي یا یې په اړه اسناد ترلاسه کړي. دې رسنۍ یوازې د یوه موټر د درولو لپاره د ورځنیو ۱۰۰ افغانیو د ورکړې رسید ترلاسه کړی دی.
د نعیم په وینا، له هر موټر څخه د ورځني تم کېدو د ۱۰۰ افغانیو له جملې ۳۰ افغانۍ د هغه ځای مالک ته ورکول کېږي چې موټر پکې درول شوی وي، خو د پاتې ۷۰ افغانیو د لګښت او حساب په اړه معلومات نه شته.
حسن (مستعار نوم)، یو بل ټکسي چلوونکی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، هغه موټرچلوونکي چې د خپلو موټرو د درولو د لامل په اړه پوښتنې کوي، له ګواښونو او وهلو ډبولو سره مخ کېږي.
د هغه په وینا، ځینې مسوولان موټرچلوونکو ته وايي چې د اعتراض حق نه لري او که مخالفت وکړي، د موټر د توقیف موده یې په ثبت شوې پاڼه کې تر ۲۰ ورځو پورې لیکي.
حسن پوښتنه کوي، چې د هرې شپې لپاره له موټرچلوونکو څخه د ۱۰۰ افغانیو اخیستل د کومې مقررې له مخې کېږي او دا پیسې کوم حساب ته لېږدول کېږي.
افغانستان انټرنشنل داسې یو سند هم ترلاسه کړی، چې له مخې یې یو ټکسي د لړم له ۲۵مې د قوس تر ۱۵مې پورې، د ۲۰ ورځو لپاره درول شوی دی. دغه سند د یوه موټر د ۲۰ ورځني توقیف یوه بېلګه ښيي، خو په کابل کې د توقیف شویو موټرو ټول شمېر نه څرګندوي.
اداري لګښتونه؛ په اسنادو او د موټرچلوونکو په څرګندونو کې بېلابېلې شمېرې
په کابل کې یو شمېر ټکسي چلوونکي افغانستان انټرنشنل ته وايي، د تېلو او موټر د ترمیم له لګښتونو سربېره، د اسنادو د تمدید او د فعالیت د دوام لپاره هم بېلابېلې پیسې ورکوي.
دوی وايي، د مسافرو او ورځنیو عوایدو له کمېدو سره د دغو لګښتونو ورکړه ورته ورځ تر بلې ستونزمنه شوې ده.
افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو مالي اسنادو کې د یوه ترانسپورټي شرکت د حسابونو په جدول کې په څو میاشتو کې بېلابېلې ورکړې ثبت شوې دي. د موټرو د فعالیت د تنظیم په یوه سند کې په میاشت کې ۲۰۰ افغانۍ لیکل شوې، چې د درېیو میاشتو لپاره ۶۰۰ افغانۍ کېږي.
خو دوو موټرچلوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی په هرو درېیو میاشتو کې د طالبانو ادارې ته ۱۸۰۰ افغانۍ نورې هم ورکوي.
په ترلاسه شویو اسنادو کې یوه کتابچه هم شته، چې «د نقلیه وسایطو، ټکسیو او دربکو د تګ راتګ د مسیر ټاکل» نومېږي. د دې کتابچې چاپ شوی قیمت ۵۰۰ افغانۍ دی او د موټرچلوونکو په وینا، دوی دغه پیسې هر کال ورکوي.
موټرچلوونکي وايي، له بېلابېلو لګښتونو سره سره اجازه نه لري چې په ښار کې په ازاده توګه مسافر پورته کړي. دوی همداراز ادعا کوي، چې د ترافیکو ځینې مامورین د رسمي پیسو ترڅنګ په بېلابېلو پلمو ترې نورې پیسې هم غواړي.
هرات؛ د موټرو د رنګ بدلولو لګښت او د ټکسي چلوونکو اقتصادي فشار
په هرات کې هم ټکسي چلوونکي افغانستان انټرنشنل ته وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د خپلو موټرو د رنګ بدلولو لپاره له ۲۵ زرو تر ۴۰ زرو افغانیو پورې لګښت کړی، خو له دې ټولو ورکړو سره سره لا هم په بېلابېلو پلمو ترې پیسې اخیستل کېږي.
د دوی په وینا، هره ورځ له هر موټر څخه ۳۰ افغانۍ هم اخیستل کېږي.
وکیل احمد (مستعار نوم)، د هرات یوه ټکسي چلوونکي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «ټکسي څومره عاید لري چې طالبان هره ورځ ترې پیسې اخلي؟ له یوې خوا تېل ګران دي او له بلې خوا د موټر د ترمیم لګښتونه لوړ شوي دي. د ترافیکو مامورین هم په بېلابېلو پلمو له موږ رشوت اخلي. تاسې ووایاست، موږ څنګه د خپلو کورنیو د ژوند لګښتونه برابر کړو؟»
په هرات کې موټرچلوونکي وايي، د مسافرو د لېږد لپاره د کم‌مصرفه محلي موټرو کارونې هم سیالي زیاته کړې او د ټکسي چلوونکو پر عوایدو یې منفي اغېز کړی دی.
د دوی په وینا، په داسې حال کې چې د موټرو د فعالیت لګښتونه لوړ شوي، د عوایدو کمښت او کاري محدودیتونه یې د کورنیو د لګښتونو برابرول ستونزمن کړي دي.
مزارشریف؛ ټکسي او ریکشا چلوونکي د لګښتونو له زیاتوالي شکایت کوي
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې هم د ښاري ټکسیو او ریکشا چلوونکي د فعالیت د لګښتونو له زیاتوالي او د عوایدو له کمېدو شکایت کوي.
ټکسي چلوونکي وايي، هره ورځ ۳۰ افغانۍ ورکوي او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د خپلو موټرو د رنګ بدلولو لپاره له ۱۵ زرو تر ۳۰ زرو افغانیو پورې لګښت کړی دی.
دوی همداراز د ټکسیو د مالیاتو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي، د لګښتونو له لوړوالي سره سره یې عواید د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.
د مزارشریف یوه ټکسي چلوونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ښار کې د ټکسیو او مسافر وړونکو ریکشاګانو شمېر زیات شوی دی.
د هغه په وینا، ټکسي چلوونکي له ریکشاګانو سره سیالي نه شي کولای، ځکه مسافر د لږې کرایې د ورکړې لپاره ډېر ځله له ریکشاګانو استفاده کوي.
نوموړی وايي، د مسافر وړونکو موټرو د شمېر زیاتوالی، د مالیاتو لوړوالی، د تېلو او ترمیم لګښتونه د ټکسي چلوونکو اقتصادي وضعیت ستونزمن کړی دی. د هغه په خبره، موټرچلوونکي له یوې خوا د مسافرو له کمښت سره مخ دي او له بلې خوا باید ډېر لګښتونه ورکړي.
د ټکسي چلوونکو ترڅنګ، په مزارشریف کې د ریکشا چلوونکي هم د طالبانو د ترانسپورټ، ترافیکو او ښاروالۍ ادارو له لوري د پیسو له اخیستو شکایت کوي.
د دوی په وینا، دغه ادارې په بېلابېلو نومونو په جلا جلا توګه له موټرچلوونکو پیسې اخلي.
د ریکشا یوه چلوونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د ښار مرکزي سیمې ته د ننوتلو لپاره باید د طالبانو هرې یوې ادارې ته ۵۰ افغانۍ ورکړي.
ریکشا چلوونکي وايي، دغه ورکړې د تېلو او موټرو د ترمیم له لګښتونو سره یوځای د دوی ورځني عواید کموي.
بېکاري او د لوړو زده‌کړو لرونکو کسانو ټکسي چلولو ته مخه کول
اقتصادي کارپوهان باور لري، چې د افغانستان په ښارونو کې د ټکسیو او نورو مسافر وړونکو وسایطو د شمېر زیاتوالی د خلکو د اقتصادي وضعیت څرګندونه کوي.
په جرمني کې مېشت اقتصادي کارپوه شهیم احمدي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د ټکسي چلوونکو ستونزې یوازې کابل، هرات او مزارشریف پورې محدودې نه دي، بلکې د افغانستان په نورو سیمو کې هم ورته وضعیت موجود دی.
د احمدي په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼو کسانو د خپلو دندو د له لاسه ورکولو له امله ټکسي چلولو ته مخه کړې ده.
هغه وايي، داسې کسان پېژني چې پخوا یې د حکومت په بېلابېلو ادارو کې کار کاوه او ان د ماسټرۍ سندونه یې لرل، خو اوس په کابل او جلال‌اباد کې ټکسي چلوي.
شهیم احمدي افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې، د فعالیت د لګښتونو زیاتوالی، پر موټرچلوونکو محدودیتونه او په بېلابېلو پلمو د پیسو اخیستل هغه کورنۍ له لا ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ کوي، چې ټکسي چلول یې د عاید یوازینۍ سرچینه ده.
د هغه په وینا، کله چې لوستي کسان او د پخواني حکومت کارکوونکي د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله ټکسي چلولو ته مخه کوي، له هغوی څخه د اضافي پیسو اخیستل او د فعالیت محدودول د ګڼو کورنیو پر ژوند اغېز کوي.
د ټکسي چلولو مقررات؛ د ښاري نظم لپاره که د موټرچلوونکو د لګښتونو د زیاتوالي لامل؟
طالبانو په تېرو کلونو کې د ښاري ټکسیو د یو ډول کولو او د مسافر وړونکو موټرو د فعالیت د تنظیم په موخه د ټکسیو د رنګ فیروزه‌يي آبي ته د بدلولو بهیر پیل کړ.
د طالبانو د ترافیکو مسوولانو هغه مهال ویلي وو، چې د دې طرحې موخه د ټکسیو اسانه پېژندنه او په ښارونو کې د تګ راتګ تنظیمول دي.
خو په هغه وخت کې هم په بېلابېلو ښارونو کې موټرچلوونکو د دغو مقرراتو د پلي کولو له لګښتونو شکایت کړی و.
دوی وايي، د موټرو د رنګ بدلولو، د اسنادو د ترلاسه کولو او تمدید او د موټرو د چمتو کولو لپاره یې ډېرې پیسې لګولې دي.
خلیفه نعیم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې لا هم د ټکسي د رنګولو لپاره اخیستل شوی پور نه دی پرې کړی.
هغه وايي: «درې کاله کېږي چې ټکسي مې رنګ کړې او پیسې مې پور کړې وې. خدای یو دی، تر اوسه مې د کورنۍ د یوه غړي پور هم نه دی پرې کړی.»
د طالبانو د ترافیکو عمومي ریاست د پخوانیو شمېرو له مخې، تر ۷۴ زرو ډېر موټرونه د ټکسي په رنګ رنګ شوي او نږدې ۴۰ زره یې ښاري ټکسي موټرونه دي.
دا شمېرې ټول رنګ شوي موټرونه او ښاري ټکسیانې رانغاړي او باید په کابل کې د فعالو ټکسیو له شمېر سره یو شان ونه ګڼل شي.
د پیسو اخیستو او موټرو د توقیف قانوني بنسټ څه دی؟
په کابل، هرات او مزارشریف کې د ټکسي او ریکشا چلوونکو شکایتونه د پیسو اخیستو د قانوني بنسټ، د موټرو د توقیف د څرنګوالي او د مامورینو د فعالیتونو د څارنې په اړه پوښتنې راپورته کوي.
افغانستان انټرنشنل د دغو شکایتونو او ترلاسه شویو اسنادو په اړه د طالبانو د ښاري ترانسپورټ د تنظیم ریاست، د ترافیکو ادارې او د ترانسپورټ وزارت د نظر ترلاسه کولو هڅه کړې، خو د راپور تر چمتو کېدو پورې یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

فرانسې ۱۲۰ افغان ښځو ته د ویزو ورکولو ارزونه پیل کړه

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۰۳ GMT+۰
100%

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د ۱۲۰ افغان ښځو هغې غوښتنې ته په ځواب کې، چې د بشري ویزو د ونډې د زیاتولو او د دوی د دوسیو د څېړنې د بهیر د چټکتیا غوښتنه یې کړې وه، ویلي چې د دوی غوښتنه یې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو چارو عمومي رییس ته د څېړنې لپاره لېږلې ده.

دغه ښځې چې دمګړی په افغانستان، ایران او پاکستان کې له ګواښونو، ځپنې او ناامنۍ سره مخ دي، د روان کال د اکتوبر په ۱۹مه د فرانسې حکومت ته په یوه لیک کې د بشري ویزو د ونډې د زیاتولو او د خپلو غوښتنلیکونو د ژر څېړلو لپاره د ځانګړي بهیر د جوړولو غوښتنه کړې وه.

دوی د افغان ښځو ستونزمن وضعیت او د هغوی پر حقونو او ازادیو پراخو محدودیتونو ته په اشارې، د فرانسې له حکومت څخه غوښتي وو، چې له خطر سره مخ ښځو خوندي ځای ته د لېږدولو زمینه برابره کړي.

دغو فعالانو ویلي، چې خپل مخکینی لیک یې د فرانسې ولسمشر، لومړۍ مېرمنې، د بهرنیو چارو وزارت، سنا او ملي شورا ته هم استولی و او د دغه هېواد له چارواکو یې غوښتي وو، چې له خطر سره د مخ افغان ښځو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په خپل ځواب کې، چې دغو ښځو ته یې استولی، ویلي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر لوران نونز د افغان ښځو غوښتنه په دقت څېړلې او لارښوونه یې کړې، چې موضوع د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې د بهرنیو وګړو چارو عمومي رییس ته د ارزونې لپاره ولېږل شي.

په لیک کې همداراز د ارزونې د پایلو او ترسره شویو اقداماتو په اړه د مستقیمو معلوماتو ورکولو مسوولیت هم د بهرنیو وګړو چارو عمومي رییس ته سپارل شوی دی.

100%
له ګواښ سره مخ افغان شځو غوښتنې ته د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ځواب

دغو ښځو د فرانسې د حکومت د ځواب په غبرګون کې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ، د افغان نجونو د زده‌کړو د ملاتړ او د جنسیتي اپارتاید د نړیوال جنایت په توګه د په رسمیت پېژندلو لپاره د فرانسې د هڅو او دریځونو مننه کړې ده.

دوی د خپلې غوښتنې د ارزونې لپاره د فرانسې د بهرنیو اتباعو چارو عمومي رییس ته د موضوع له لېږلو هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې، چې د دغو ۱۲۰ ښځو دوسیې دې لومړیتوب ومومي او د بشري ویزو د غوښتنلیکونو د څېړلو او صادرولو بهیر دې ژر تر ژره بشپړ شي.

دغو ښځو همداراز ویلي، چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې، چې په ملي شورا کې یې د افغان ښځو لپاره د ملاتړ د زیاتولو په اړه کړې وې، د افغانستان د زیان‌منونکو ښځو وضعیت ته د دغه هېواد د حکومت د پاملرنې نښه ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ښځو د وضعیت د خرابېدو په اړه ویلي، چې پاریس به له هغوی خپل ملاتړ زیات کړي. نوموړي همداراز اعلان کړی، چې هېواد به یې د افغان ښځینه محصلانو او پناه‌غوښتونکو له ډلې ډېر کسان ومني.

دغو ۱۲۰ افغان ښځو ټینګار کړی، چې د فرانسې سیاسي او بشري پیوستون باید په عملي اقداماتو بدل شي او له حکومت څخه یې غوښتي، چې د دوی دوسیې په بېړنۍ توګه وڅېړي.