د ایالتي حکومت د اعلامیې له مخې، د دې بېلتونپالې ډلې د نوي ټاکل شوي مشر رحمان ګل او پخواني مشر بشیر زیب د نیولو یا د هغوی په اړه د معتبرو معلوماتو د وړاندې کولو پر سر ۲۵ میلیونه پاکستانۍ کلدارې جایزه اېښودل شوې ده.
د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار بابر یوسفزي څرګنده کړې ده چې د نورو مطلوبو وسلهوالو کسانو په اړه هم د معلوماتو ورکولو لپاره له پنځو لکو نیولې تر څو میلیونو کلدارو انعامونه ځانګړي شوي دي. هغه ډاډ ورکړی چې د معلومات ورکوونکو هویت به په بشپړ ډول محرم وساتل شي او انعامونه به د حکومت د اصولو او مقرراتو سره سم ورکول کېږي.
د «بلوچستان د ازادۍ پوځ» په همدې میاشت کې اعلان وکړ چې رحمان ګل، چې په «مرید بلوچ» مشهور دی، د دې ډلې نوی مشر ټاکل شوی دی. د یادې وسلهوالې ډلې ویاند په خپره شوې بیانیه کې ویلي، رحمان ګل د دوی په سازمان کې د مهمو پوځي او اداري مسوولیتونو پراخه تجربه لري او تر دې وړاندې د مشرتابه شورا لوړپوړی غړی او د «مجید لېوا» قوماندان و.
رحمان ګل د اسلم بلوڅ تر مشرۍ لاندې د دې ډلې له بیا تنظیمېدو وروسته درېیم عمومي قوماندان بلل کېږي، په داسې حال کې چې تر هغه وړاندې بشیر زیب نږدې اته کاله د دې وسلهوالې ډلې مشري پر غاړه لرله.
د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې د معلوماتو له مخې، پر رحمان ګل په بلوچستان کې د وسلهوالو فعالیتونو تر سلو ډېرې دوسیې ثبت دي او په سند ایالت کې هم تر څار لاندې دی. له همدې امله د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت نوموړی په خپل مطلوب نوملړ کې شامل کړی.
رحمان ګل د خپل مخکني قوماندان بشیر زیب په څېر د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې له افغانستان سره پوله لري او د کوټې لوېدیځ ته په ۱۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده. خبریال او شنونکی کیا بلوڅ وایي چې رحمان ګل د ۱۹۸۴ کال په اګست کې د نوشکي ښار په جنوب کې په «کَلي مینګل» سیمه کې نړۍ ته راغلی او پلار یې پخوا د ایالتي اسمبلۍ په ټاکنو کې د خپلواک نوماند په توګه برخه اخیستې وه. دغه راز نوموړی د بلوڅو له مشهور شاعر او سیاستوال ګل خان نصیر او همدارنګه د لونګ خان مینګل په نوم له پخواني چریکي قوماندان سره نږدې خپلوي لري.
د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، رحمان ګل په ۲۰۰۴ کال کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ له ۱۰۹مې اوږدمهالې ښوونیزې دورې تر فراغت وروسته د فرانتیر فورس ۱۹م غنډ ته لاړ. هغه د خپل اته کلن پوځي خدمت په لړ کې په شمالي او سوېلي وزیرستان او همدارنګه د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د کنټرول پر کرښه دنده ترسره کړه. نوموړي په ۲۰۱۰ کال کې د کپتان په رتبه له پوځه استعفا وکړه او د بياېلاې له ډلې سره یوځای شو.
کیا بلوچ څرګنده کړه چې رحمان ګل د پوځ له پرېښودو وروسته د کچي ولسوالۍ په بولان غرنۍ سيمه کې د بياېلاې د قوماندان اسلم بلوچ مشهور په «استاد اسلم اڅو» تر قوماندې لاندې فعالیت پیل کړ. د هغه په وینا، استاد اسلم د مجید لوا لومړنی قوماندان و چې د بلوچستان جګړه یې له غرونو څخه ښارونو، په ځانګړې توګه کراچۍ ته وغځوله. رحمان ګل په دغه سازمان کې تر فعالیت وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د مجید لوا د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
د مجید لېوا تر مشرۍ لاندې د رحمان ګل په راتګ سره پر چینايي کارکوونکو بریدونه ډېر شول، خو کارپوهان دا یوازې د هغه فردي تګلاره نه بولي. څېړونکي وایي، بلوڅ وسلهوالې ډلې او سیاسي ګوندونه له کلونو راهیسې د چین او سيپېک پروژو مخالف دي. د څېړونکو په باور، وسلهوالې ډلې فکر کوي چې د چین ملاتړ د پاکستان پوځ لا پسې پیاوړی کوي، نو ځکه د حکومت د کمزوري کولو لپاره د چین پر وړاندې سخت دریځ غوره کوي.
پاکستان دا انعامونه داسې مهال اعلانوي چې په روان کال کې په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځي ځواکونو، د پولیسو پر مرکزونو، کاروانونو او دولتي بنسټونو د وسلهوالو بریدونو لړۍ په بېساري ډول ډېره شوې ده.