• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر غزې د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۱۱ فلسطینیان وژل شوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۱:۴۵ GMT+۰

د غزې روغتیا وزرات ویلي، چې د چهارشنبې له سهار راهیسې د غزې په ښار او د تړانګې پر شمالي سیمو د اسراییل په هوايي بریدونو کې د دوو کوچنیو نجونو په ګډون لږترلږه ۱۱ فلسطینیان وژل شوي دي.

الجزیرې د پنجشنبې په سهار (د لېندۍ ۵مه) ویلي، په دغه بریدونو کې یوشمېر کسان ټپیان شوي او نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د الجزیرې په خبر کې د ټپیانو د کره شمېر په اړه څه نه‌دي راغلي.
د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې د امریکا په ملاتړ د اوربند له ټینګښت سره، سره په سیمه کې د اسراییل بریدونه په بشپړه توګه نه‌دي درېدلي. د رسمي شمېرو له مخې، د دغه اوربند له ټینګښت راهیسې لږترلږه ۱۶۰۰ فلسطینیان او پنځه اسراییلي سرتېري وژل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا  مدرسه کې ووژل شو
۱
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۲
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۳

افغان ډ‌ېپلومات د افغانستان د سیاسي لېږد لپاره د لارنقشې پر جوړولو ټینګار کړی

۴

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۵

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

•
•
•

نور خبرونه

روسیې د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهیسې تر ټولو لویه پوځي بودجه تصویب کړه

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۰
100%

د روسیې پارلمان د ۲۰۲۷ څخه تر ۲۰۲۹ کلونو پورې د دغه هېواد پوځي بودجه تصویب کړه، چې له مخې به یې شاوخوا ۶۰۶ میلیارد ډالر پوځي لګښتونو ته ځانګړي شي.

دا د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهیسې د روسیې تر ټولو لویه پوځي بودجه ده او ښيي، چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین نه غواړي په نږدې راتلونکي کې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.
د یادې بودجې د طرحې له مخې، روسیه به په ۲۰۲۷کال کې د خپلې فدرالي بودجې شاوخوا ۴۴ سلنه د دفاع، ملي امنیت او پولیسو په برخه کې ولګوي.
دغه طرحه د روسیې په دوما (پارلمان) کې د رایې اچونې په درېیم او وروستي پړاو کې د ۳۹۶ موافقو رایو او له مخالفې رایې پرته تصویب شوه. ۳۷ استازو ممتنع رایه ورکړه. اوس به دغه طرحه د روسیې د پارلمان مشرانو جرګې (فدراسیون شورا) ته ولېږل شي او تر هغې وروسته به د ولسمشر تایید ته وړاندې شي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، روسیې په راتلونکو درېیو کلونو کې د پوځي لګښتونو لپاره شاوخوا ۶۰۶ میلیارد ډالر ځانګړي کړي، چې د تېرې درې کلنې پوځي بودجې پرتله ۱۲۱ میلیارد ډالره زیات دي. د دغه ورځپاڼې په وینا، دا د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهیسې د روسیې تر ټولو لویه
پوځي بودجه ده.
مسکو ټایمز راپور ورکړی، چې د روسیې دفاعي بودجه به په ۲۰۲۷کال کې ۲۷ سلنه زیاته شي او شاوخوا ۲۰۸ میلیارد ډالرو ته ورسېږي. د ملي امنیت او پولیسو د لګښتونو په ګډون به په همدې کال کې د دغه درېیو برخو ټول لګښتونه شاوخوا ۲۵۹ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
روسیې په ۲۰۲۲کال کې پر اوکراین د پراخ برید له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۷۱۰ میلیارد ډالر پوځي لګښتونه کړي دي. که د راتلونکو درېیو کلونو بودجه د پلان له مخې ولګول شي، د اوکراین د جګړې له پیل څخه د ۲۰۲۹کال تر پایه به د روسیې ټول پوځي لګښتونه له ۱.۳ ټریلیون ډالرو واوړي.
د روسیې د پارلمان (دوما) مطبوعاتي دفتر ویلي، استازو د بودجې د طرحې تر دویم پړاو رایې اچونې مخکې د هغو پوځيانو او پخوانیو سرتېرو لپاره ځانګړې شوې بودجه زیاته کړه چې د اوکراین په جګړه کې یې برخه اخیستې ده.
د دوما رییس ویاچسلاو والودین ویلي، چې نوې بودجه به په جګړه کې د ښکېلو روسي ځواکونو او د هغوی د کورنیو اړتیاوې پوره کړي. هغه زیاته کړې، دوما دغه بودجه په داسې حال کې تصویب کړه چې لوېدیځو هېوادونو پر روسیې نږدې ۳۵زره او ۵۰۰ بندیزونه لګولي دي.
د پوځي لګښتونو له زیاتوالي سره هم‌مهاله، د روسیې حکومت په لومړنۍ بودجوي طرحه کې د ځینو ملکي برخو د لګښتونو د کمولو وړاندیز هم کړی و.
د مسکو ټایمز د راپور له مخې، په یاده طرحه کې د اقتصاد د ملاتړ او روغتیايي خدمتونو بودجه هره یوه درې سلنه کمېده. همداراز، حکومت وړاندیز کړی و چې د ټولنیزو مرستو، د تقاعد تنخواوو په ګډون، بودجه شپږ سلنه او د کور جوړونې او ښاري خدمتونو بودجه اته سلنه راکمه کړي.
د روسیې د مالیې وزیر او د لومړي وزیر مرستیال انتون سیلوانوف تر رایې اچونې وروسته خبریالانو ته ویلي، د فدرالي بودجې تنظیمول هر کال ستونزمنېږي. د هغه په وینا، د جګړې لګښتونو د بودجې کسر د حکومت له کلنیو اټکلونو لوړ کړی دی.
د روسیې حکومت اټکل کوي، چې د بودجې کسر به په ۲۰۲۶کال کې له بې‌ساري ۸۹ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۷کال کې شاوخوا ۶۶ میلیارد ډالرو ته راکم شي. د همدې اټکل له مخې، په راتلونکو درېیو کلونو کې به د بودجې ټول کسر نږدې ۱۹۳ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
د روسیې حکومت د جګړې د لګښتونو د یوې برخې د برابرولو لپاره په بودجوي طرحه کې د نویو مالیاتو وړاندیز هم کړی دی. د یادې طرحې له مخې، له بهرنیو پلورونکو څخه د انلاین پېرودل شویو توکو پر ارزښت به ۲۲ سلنه مالیه ولګول شي.
همداراز، د افرادو پر عایداتو مالیه به د عاید له کچې سره سم په تدریجي ډول تر ۲۲ سلنې پورې محاسبه شي. د کانونو د استخراج او فلزاتو د تولید شرکتونه به هم د خپلو اضافي ګټو ۳۰ سلنه مالیه ورکوي.

فرانسوي ورځپاڼه: پاریس د افغان کډوالو د ایستلو په بدل کې افغان سفارت طالبانو ته سپاري

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۰
100%

د فرانسې لو فیګارو ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د دغه هېواد حکومت له طالبانو سره د داسې یوه احتمالي هوکړه‌لیک په اړه خبرې کوي چې له مخې به یې پاریس له فرانسې څخه د یو شمېر افغان کډوالو د ایستلو په بدل کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته وسپاري.

د لو فیګارو د راپور له مخې، د موضوع له بهیر سره د دوو بلد سرچینو ویلي، د فرانسې او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي. د راپور له مخې، طالبان به هغه افغان وګړي بېرته ومني چې د فرانسې حکومت یې له خپلې خاورې ایستل غواړي او په بدل کې به یې د طالبانو ډیپلوماتان په پاریس کې د افغانستان د سفارت د کنټرول واک ترلاسه کړي.
فرانسې د اکتوبر په لومړیو کې د هغو افغانانو د بېرته لېږلو په اړه له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل کړې وې چې په دغه هېواد کې په غیرقانوني ډول اوسېږي او د فرانسوي چارواکو په وینا، د دغه هېواد د وګړو امنیت ته خطر پېښوي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم د دغو خبرو ترسره کېدل تایید کړي وو.
د راپور له مخې، په فرانسه کې شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي او دغه ټولنه په دغه هېواد کې د کډوالو له لویو ټولنو څخه ده.
د بشري حقونو او کډوالو د خوندیتوب اندېښنې
د فرانسې د کډوالو د حقونو د یوې ادارې مشر وینسنټ بوګراند د احتمالي هوکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د کډوالو بېرته لېږل داسې هېواد ته چې هلته له مرګ، شکنجې او بند سره مخ کېدای شي، د نړیوالو قوانینو له مخې د منلو وړ نه دي.
د نوموړي په وینا، د نه بېرته ستنولو اصل یو نړیوال قانوني مکلفیت دی او هېڅ دلیل نه شي کولای هغه توجیه کړي چې یو کس داسې سیمې ته ولېږل شي چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ وي.
د راپور له مخې، د فرانسې حکومت لا نه شي تضمینولای چې افغانستان ته ستانه شوي کسان به د طالبانو له خوا له ځورونې، بند یا نورو ګواښونو سره مخ نه شي.
په پاریس کې د افغانستان پر سفارت د طالبانو فشار
لو فیګارو لیکلي، طالبانو د پاریس په ګډون په ځینو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان پر پخوانیو ډیپلوماتانو فشار زیات کړی، څو د طالبانو تر ادارې لاندې ډیپلوماتیک ټیم سره یوځای شي.
د راپور له مخې، د افغانستان د پخواني حکومت له وخته په پاریس کې مېشت سفیر محمد همایون عزیزي لا هم په خپل رسمي استوګنځي کې اوسېږي او له اروپايي سیالانو سره اړیکې ساتي، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې د سفارت مالي ملاتړ بند شوی دی.
سرچینو ویلي، طالبانو د پاریس سفارت لپاره خپل کسان هم ټاکلي دي، چې ښايي د استخباراتي ادارو غړي وي.
راپور زیاتوي چې د پاریس سفارت دوه پاتې کارکوونکې ښځې دي او که فرانسې د طالبانو استازي د سفارت د اداره کولو لپاره ومنل، نو د طالبانو هغه سیاست به هم په غیرمستقیم ډول ومنل شي چې ښځې او د پخواني حکومت استازي له سیاسي او اداري جوړښتونو څنډې ته کوي.
جرمني له دې مخکې ورته ګام اخیستی
د راپور له مخې، په اروپا کې د دې ډول هوکړې یوه بېلګه جرمني ده، چې د ۲۰۲۵ کال له اوړي راهیسې یې په برلین کې سفارت او په بن او مونیخ کې قونسلګرۍ د طالبانو استازو ته سپارلې دي.
د راپور له مخې، د دغو ډیپلوماتیکو استازولیو له مهمو موخو څخه افغانستان ته د هغو افغانانو بېرته لېږل دي چې د جرمني حکومت یې له خپلې خاورې شړي. خو ځینو جرمني بشري حقونو سازمانونو ویلي چې ټول بېرته لېږل شوي کسان په جرمني کې د جرمونو په تور محکوم شوي نه وو.
همداراز، راپور وايي چې په جرمني کې شاوخوا ۳۵ زره افغانان چې د بشري پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته تللي، د خپلو پاسپورټونو د نوي کولو لپاره د طالبانو تر ادارې لاندې ډیپلوماتیکو استازولیو ته مراجعه کوي. د دې بهیر پر مهال د هغوی د کورنیو په اړه معلومات هم غوښتل کېدای شي، چې د سیاسي مخالفانو او په جلاوطنۍ کې د فعالانو د خپلوانو ژوند له خطر سره مخ کولای شي.
اروپايي ټولنې سره د طالبانو اړیکې
د راپور له مخې، د طالبانو یوه پلاوي د جون په ۲۳مه د ځانګړې ۲۴ ساعته ویزې په ترلاسه کولو سره بروکسل ته سفر کړی و او د اروپايي کمېسیون له استازو سره یې د افغان کډوالو د بېرته لېږلو په اړه خبرې کړې وې. تر دې مخکې په جنوري کې هم په کابل کې ورته غونډه شوې وه.
راپور زیاتوي چې د پلاوي ځینې غړي د نړیوالې جزايي محکمې د نیولو د حکمونو تابع وو، خو له قانوني ستونزو پرته یې دغه سفر ترسره کړ.
همداراز، د نیویارک ټایمز د نومبر د ۳۰مې د راپور له مخې، د امریکا حکومت هم د شاوخوا ۱۵۰ افغانانو د بېرته لېږلو په درشل کې و، چې په هغوی کې د هغو کسانو خپلوان هم شامل وو چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و، او یو همجنس‌پال افغان وګړی هم پکې شامل و.
راپور لیکي، که فرانسه له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته لېږلو په بدل کې د سفارت د سپارلو هوکړه وکړي، دا به د داسې یوه حکومت لپاره مهم ډیپلوماتیک پرمختګ وي چې فرانسه یې په رسميت نه پېژني.
د فرانسې چارواکو د راپور تر خپرېدو پورې ویلي وو چې د احتمالي هوکړې په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده تایید شوې.

د عراق لومړي وزیر د کردانو تر ولکې لاندې د تېلو د زېرمو د مدیریت امر کړی

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۶ GMT+۰
100%

د عراق لومړي وزیر د انرژۍ وزارت ته امر کړی، چې د کردانو تر ولکې لاندې د تېلو د زېرمو چارې سمبال کړي. خو د کردانو مشرانو دا پریکړه رد کړې او ویلي یې دي چې دا پریکړه په هېڅ ډول ورته د منلو وړ نه ده.

د الزیدي د دفتر په وینا، دغه امر د دیالې، کرکوک، صلاح الدین او نینوا ولایتونو د تېلو زېرمې رانغاړي. دا پرېکړه د دولتي شمالي تېلو شرکت کې د تېلو د قاچاق په اړه له څېړنو وروسته شوې ده.

خو د کردستان سیمې لومړي وزیر مسرور بارزاني د بغداد د حکومت هغه پریکړې رد کړې چې د تېلو او سرحدي دروازو کنټرول مرکزي حکومت ته لېږدوي. نوموړي دغه پرېکړه حیرانوونکې او «په هېڅ ډول د نه منلو وړ بللې» ده.

بارزاني ویلي، چې له بغداد سره په وروستیو لیدنو کې د مرکچي پلاوو پیغامونه د اوسنیو ستونزو د حل په اړه مثبت وو او د اساسي قانون پر بنسټ د اختلافاتو د هواري لور ته یې اشاره کوله.

د موضوع له جزئیاتو سره د درېیو اشنا سرچینو په وینا، د کردي ځواکونو تر امنیتي کنټرول لاندې د تېلو اصلي ډګر «خورماله» هم د الزیدي د امر تر پوښښ لاندې راځي. د دغو سرچینو یوه ویلي، ښايي کردي چارواکي د فدرالي حکومت د تېلو وزارت له خوا د دغه ډګر د مدیریت د ترلاسه کولو پر وړاندې مقاومت وکړي.

په بغداد کې مېشت سیاسي شنونکی حمزه مصطفی وايي، د تېلو او ګازو د قانون نشتوالی ښايي د کردستان سیمه د تېلو د څاګانو د سپارلو د ردولو لپاره پلمه وګرځوي او په دې توګه د پرېکړې د پلي کېدو پر څرنګوالي سیاسي او اساسي قانوني بحثونه راپورته شي.

د الزیدي دفتر ویلي، دغه لارښوونه د ملي حاکمیت د نه وېشل کېدو او د عراق د شتمنۍ د ساتنې پر اصل ولاړه ده او موخه یې د قاچاق د ټولو بڼو مخنیوی دی.

د قاچاق ضد مبارزه او د ایران پلوه ملېشو پر وړاندې اقدامات

د عراق لومړي وزیر په ورته وخت کې د ایران له ملاتړه برخمنې ځواکمنې وسله‌والې ډلې کتایب حزب‌الله او پر هغو لوړپوړو چارواکو فشارونه زیات کړي، چې د تېلو د قاچاق د یوې څو کلنې شبکې په چلولو تورن دي. د دغې شبکې له لارې د غلا شویو تېلو په قاچاق کې سلګونه میلیونونه ډالر ترلاسه شوي دي.

کتایب حزب‌الله چې په عراق کې د لسګونو ایران پلوه وسله‌والو ډلو له ډلې یوه ده او سیاسي نفوذ هم لري، د قاچاق د شبکې په اړه د یوې لوړپوړې رسمي څېړنیزې ډلې موندنې رد کړې دي.

د الزیدي حکومت د سرحدي دروازو ادارې ته هم امر کړی، چې د کردستان سیمې ټولې سرحدي دروازې تر خپل کنټرول لاندې راولي. دغه سیمه له ترکیې، ایران او سوریې سره ګډې پولې لري. نوموړي د کردستان سیمه‌ییز حکومت ته لارښوونه کړې، چې د خامو تېلو او نفتو د محصولاتو صادرات یوازې د فدرالي حکومت د تېلو وزارت له لارې منظور کړي.

الزیدي د سرحدي دروازو ادارې مشر له دندې ګوښه کړی او د شمالي تېلو شرکت عمومي رییس او مرستیالان یې د نورو څېړنو تر بشپړېدو پورې له دندو ځنډولي دي.

د چتم هاوس د منځني ختیځ او شمالي افریقا د پروګرام مرستیال مشر ریناد منصور وايي، د عراق حکومت غواړي په سیمه‌ییزو بدلونونو او احتمالي کړکېچونو کې خپل کورنی وضعیت منظم کړي. د هغه په وینا، د تېلو د قاچاق پر وړاندې مبارزه او د تېلو پر زېرمو د کنټرول هڅې الزیدي له هغو دوو ځواکمنو ډلو سره د مقابلې پر لور بیایي، چې له کلونو راهیسې د بغداد له مرکزي کنټروله سرغړونه کوي.

ملګري ملتونه: یوازې ۱۴ سلنه ښځې د تاوتریخوالي په اړه پولیسو ته شکایت کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰
100%

ملګري ملتونه وایي، په داسی حال کې چې ۶۰ سلنه د ښځو د وژنې پیښې د هغوی د نږدې کسانو له خوا شوي، خو یوازی ۱۴ سلنه ښځې د تاوتریخوالي په اړه پولیسو ته شکایت کوي. دوی زیاتوي، د غچ اخیستنې وېره، اقتصادي ناامني او عدالت ته د لاسرسي خنډونه لامل شوي، چې ډېری قربانیانې چوپتیا غوره کړي.

دملګرو ملتونو د ښځو څانګې، د ښځو په وړاندي د تاوترخوالي د ۱۶ ورځني کمپاین په درشل کې په خپل راپور کې ویلي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی انلاین نړۍ ته هم پراخ شوی او د ښځو د عامه حضور پر وړاندې یې نوی ګواښ رامنځته کړی دی.

د راپور په یوه سروې کې ۷۰ سلنه هغو ښځو ویلي، چې په عامه ژوند کې فعالې دي او د بشري حقونو مدافعانې، مدني فعالانې او خبریالانې دي، له انلاین تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو برخې مشرې، کالیوپي مینګیرو خبرداری ورکړی، چې د تاوتریخوالي د عاملینو د حساب ورکولو پر ځای، ښځې له ډیجیټلي فضا او عامه ژوند څخه شړل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې مرستیالې اجراییوي مشرې، نیارادزای ګومبونزوانډا هم ویلي، چې مصنوعي ځیرکتیا اوس کولای شي په څو ثانیو کې د ښځو د بدن جعلي انځورونه یا ډیپ‌فېک جوړ کړي؛ داسې انځورونه چې ښايي د ښځو ټول عمر ورسره پاتې شي.

د راپور له مخې، په افریقا کې د نږدې ملګرو او کورنۍ د غړو له خوا د ښځو د وژنې کچه تر ټولو لوړه ده او په هر یو لک ښځینه وګړو کې ۲،۹ قربانیانې ثبت شوې دي.

له افریقا وروسته، په امریکا کې دا کچه ۱،۴، په اقیانوسیه کې ۱،۱، په اسیا کې ۰،۶ او په اروپا کې ۰،۵ سلنه ده.

راپور وایي چې که څه هم په ټوله نړۍ کې د وژنو کچه راټیټه شوې، خو د ښځو د وژنو کچه په ورو سرعت کمه شوې ده.

د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ، په امریکا کې د عمومي وژنو کچه د ښځو د وژنو په پرتله نږدې دوه برابره چټکه او په اروپا کې شاوخوا یو نیم برابره چټکه راټیټه شوې ده.

دا راپور د نومبر په ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په درشل کې خپور شوی، چې ورسره د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي کلنی ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیلېږي.

دغه کمپاین د ډسمبر تر ۱۰مې، د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې پورې دوام کوي.

د روان کال د کمپاین شعار : «د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره یو موټی کېدل؛ عدالت تضمین کړئ، د قربانیانو ساتنه وکړئ او د عاملینو بې‌سزايي پای ته ورسوئ.»

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره او د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر له حکومتونو، خصوصي سکټور، ملګرو ملتونو، رسنیو، د ښځو له سازمانونو او ټولنو غواړي، چې د تاوتریخوالي د مخنیوي هڅې پیاوړې کړي، د قربانیانو خوندیتوب تضمین کړي او عاملین د خپلو کړنو ځواب ویلو ته اړ کړي.

دغه کمپاین له خلکو هم غواړي، چې د پیوستون او ملاتړ په توګه نړۍ په نارنجي رنګ وپوښي.

نیارادزای ګومبونزوانډا له پولیسو وغوښتل، چې د ښځو شکایتونه واوري او څېړنه یې وکړي؛ محکمې دې د قربانیانو خبرې له داسې چلند پرته واوري، چې ګواکې هغوی پخپله محاکمه کېږي؛ حکومتونه دې د ښځو د خوندیتوب لپاره اړین خدمات برابر کړي او ټکنالوژۍ شرکتونه دې د انلاین ځورونې پر وړاندې اقدام وکړي.

هغې د تاوتریخوالي قربانیانو ته په خطاب کې وویل: «هرې هغې قربانۍ ته چې نن زموږ خبرې اوري، وایو چې هر ځل پر تاسو باور لرو. تاسو باید هېڅکله د دې ثابتولو ته اړ نه شئ، چې د باور وړ یاست.»

رویټرز اژانس: امریکا د سوریې د اردو د روزنې طرحه څېړي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۰۵ GMT+۰
100%

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا او د هغې یو شمېر متحدین د سوریې د اردو د نویو ځواکونو د روزنې لپاره د یوې طرحې پر څېړلو بوخت دي. که دا طرحه عملي شي، نو دا به د سوریې له اردو سره د امریکا لومړنی روزنیز ماموریت وي.

د دغه راپور پر بنسټ چې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) خپور شوی، په وړاندیز شوې طرحه کې د بریتانیې، فرانسې، جرمني، اسټرالیا، سعودي عربستان او متحده عربي امارات په ګډون د امریکا شاوخوا ۱۵ متحد هېوادونه شامل دي. دغه روزنې به په لومړي پړاو کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو پر شنډولو متمرکزې وي.

د باخبره سرچینو په وینا، د روزنې دا بهیر به ښايي د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې په سوریه او اردن کې پیل شي او د امریکا یو محدود شمېر ځواکونه به هم په‌کې ګډون ولري. د سوریې د پولو د امنیت په ټينګښت کې مرسته هم له هغو موضوعاتو څخه ده چې په دې طرحه کې څېړل شوې ده.

خو د دغه پروګرام پلي کول په امریکا کې له قانوني خنډونو او د سوریې د ځینو پوځي چارواکو په منځ کې له شکونو سره مخ دي. د امریکا د قوانینو پر بنسټ چې د «لیهي قوانینو» په نوم یادېږي، واشنګټن نه‌شي کولای له هغو بهرنیو امنیتي ځواکونو سره پوځي مرسته وکړي چې د بشري حقونو په جدي نقض کې د هغوی د لاس لرلو معتبر شواهد موجود وي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د سوریې د نویو امنیتي ځواکونو د ځینو قوماندانانو د مخینې په اړه اندېښنې، چې د پخوانیو اسلام‌پالو وسله‌والو ډلو غړي هم په‌کې شامل دي او همداراز د نویو چارواکو اړوند ځواکونو له خوا د بشري حقونو د نقض په اړه د ملګرو ملتونو راپور، د دې همکارۍ له خنډونو څخه دي.

له بلې خوا، د سوریې د دفاع وزارت ځیني چارواکي هم د دغه هېواد پوځي مرکزونو او تاسیساتو ته د امریکایي ځواکونو له لاسرسي سره موافق نه‌دي.

دا طرحه په داسې حال کې څېړل کېږي، چې امریکا د بشار الاسد د حکومت له سقوط وروسته پر سوریې د بندیزونو د کمولو او لرې کولو بهیر هم پیل کړی دی. د بندیزونو لرې کول د سوریې له نوي دولت سره د اړیکو د ښه‌والي او د دغه هېواد د اقتصادي بیارغونې لپاره د زمینې برابرولو په موخه د واشنګټن د هڅو یوه برخه وه.

په همدې لړ کې، د امریکا دولت د ۲۰۲۵ کال په جون کې پر سوریې د پراخو بندیزونو د لرې کولو فرمان صادر کړ او د دغه هېواد کانګرس هم د همدې کال په ډسمبر میاشت کې د «سزار» د بندیزونو قانون لغو کړ.

واشنګټن د ۲۰۲۶ کال په اګست کې د سوریې نوم د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړ څخه واېست او د وسلو د پلورلو او پوځي مالي تمویل په برخه کې یې هم پاتې محدودیتونه لرې کړل. خو له دې سره سره، د بشار الاسد او د بشري حقونو پر نقض او د نشه‌يي توکو پر قاچاق د تورنو کسانو پر ضد موخه‌ییز بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.