• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز اژانس: امریکا د سوریې د اردو د روزنې طرحه څېړي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۰۵ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا او د هغې یو شمېر متحدین د سوریې د اردو د نویو ځواکونو د روزنې لپاره د یوې طرحې پر څېړلو بوخت دي. که دا طرحه عملي شي، نو دا به د سوریې له اردو سره د امریکا لومړنی روزنیز ماموریت وي.

د دغه راپور پر بنسټ چې د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) خپور شوی، په وړاندیز شوې طرحه کې د بریتانیې، فرانسې، جرمني، اسټرالیا، سعودي عربستان او متحده عربي امارات په ګډون د امریکا شاوخوا ۱۵ متحد هېوادونه شامل دي. دغه روزنې به په لومړي پړاو کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو پر شنډولو متمرکزې وي.

د باخبره سرچینو په وینا، د روزنې دا بهیر به ښايي د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې په سوریه او اردن کې پیل شي او د امریکا یو محدود شمېر ځواکونه به هم په‌کې ګډون ولري. د سوریې د پولو د امنیت په ټينګښت کې مرسته هم له هغو موضوعاتو څخه ده چې په دې طرحه کې څېړل شوې ده.

خو د دغه پروګرام پلي کول په امریکا کې له قانوني خنډونو او د سوریې د ځینو پوځي چارواکو په منځ کې له شکونو سره مخ دي. د امریکا د قوانینو پر بنسټ چې د «لیهي قوانینو» په نوم یادېږي، واشنګټن نه‌شي کولای له هغو بهرنیو امنیتي ځواکونو سره پوځي مرسته وکړي چې د بشري حقونو په جدي نقض کې د هغوی د لاس لرلو معتبر شواهد موجود وي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د سوریې د نویو امنیتي ځواکونو د ځینو قوماندانانو د مخینې په اړه اندېښنې، چې د پخوانیو اسلام‌پالو وسله‌والو ډلو غړي هم په‌کې شامل دي او همداراز د نویو چارواکو اړوند ځواکونو له خوا د بشري حقونو د نقض په اړه د ملګرو ملتونو راپور، د دې همکارۍ له خنډونو څخه دي.

له بلې خوا، د سوریې د دفاع وزارت ځیني چارواکي هم د دغه هېواد پوځي مرکزونو او تاسیساتو ته د امریکایي ځواکونو له لاسرسي سره موافق نه‌دي.

دا طرحه په داسې حال کې څېړل کېږي، چې امریکا د بشار الاسد د حکومت له سقوط وروسته پر سوریې د بندیزونو د کمولو او لرې کولو بهیر هم پیل کړی دی. د بندیزونو لرې کول د سوریې له نوي دولت سره د اړیکو د ښه‌والي او د دغه هېواد د اقتصادي بیارغونې لپاره د زمینې برابرولو په موخه د واشنګټن د هڅو یوه برخه وه.

په همدې لړ کې، د امریکا دولت د ۲۰۲۵ کال په جون کې پر سوریې د پراخو بندیزونو د لرې کولو فرمان صادر کړ او د دغه هېواد کانګرس هم د همدې کال په ډسمبر میاشت کې د «سزار» د بندیزونو قانون لغو کړ.

واشنګټن د ۲۰۲۶ کال په اګست کې د سوریې نوم د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړ څخه واېست او د وسلو د پلورلو او پوځي مالي تمویل په برخه کې یې هم پاتې محدودیتونه لرې کړل. خو له دې سره سره، د بشار الاسد او د بشري حقونو پر نقض او د نشه‌يي توکو پر قاچاق د تورنو کسانو پر ضد موخه‌ییز بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

ډېر لیدل شوي

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟
۱

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟

۲

د وحید صابري د ژوند ناویلې کیسې؛ له هنري پیل تر پردېسۍ

۳

غربت افغان پلار د ترکیې قاچاقي لارو ته اړ کړ؛ د پښو ګوتې یې د پرېکېدو له ګواښ سره مخ دي

۴

پخوانۍ امریکایي چارواکې: د امریکا د مرستو بندښت په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخ کړی دی

۵

امریکایي یوټیوبر سنیکو: له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته اېف‌بي‌ای اته ساعته وپوښتلم

•
•
•

نور خبرونه

د امریکا د استازو جرګې غړی: د افغان همکارانو د شړلو د مخنیوي لپاره دوه‌ګوندي هڅې روانې دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۵۹ GMT+۰
100%

د امریکا د استازو جرګې غړی سام لیکارډو وایي، د هغو هڅو لپاره چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغانانو د شړلو مخه ونیول شي، د دواړو ګوندونو ګډ کار دوام لري. نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا باید هغه افغانان له ملاتړ پرته پرېنږدي چې له دغه هېواد سره یې همکاري کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې دغه غړي د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۲مه، پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د امریکا د استازو جرګې ۱۴۴ غړو د هغو افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب د قانوني طرحې په اړه د رایې اچونې غوښتنه لاسلیک کړې او د یادې طرحې د بهیر پیلولو لپاره ۲۱۸ لاسلیکونو ته اړتیا ده.

د دغه غوښتنلیک د لاسلیک کوونکو په ډله کې د جمهوري‌پالو ګوند درې غړي هم شامل دي.

د نوموړي په وینا، د دې طرحې له مخې به په امریکا کې مېشت هغه افغانان چې د شرایطو وړ وي، یو ځل بیا د لنډمهاله خوندیتوب له وضعیت څخه برخمن شي او د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې به افغانستان ته له شړلو خوندي وي. دغه راز به د کار کولو اجازه هم ترلاسه کړي.

د امریکا د استازو جرګې د اصولو له مخې، د غوښتنلیک له لارې د طرحې په اړه د رایې اچونې د بهیر پیلولو لپاره د جرګې د لږ تر لږه ۲۱۸ غړو لاسلیکونو ته اړتیا ده. تر اوسه ۱۴۴ غړو غوښتنلیک لاسلیک کړی او د اړینو لاسلیکونو د بشپړېدو لپاره لا ۷۴ نورو لاسلیکونو ته اړتیا ده.

د یادونې وړ ده چې د غوښتنلیک لاسلیک کول د طرحې د تصویب په معنا نه دي بلکې د ۲۱۸ لاسلیکونو له بشپړېدو وروسته به په استازو جرګه کې د هغې په اړه د رایې اچونې زمینه برابره شي. له دې وروسته به هم طرحه د قانوني کېدو لپاره د کانګرس نور قانوني پړاوونه بشپړوي.

د امریکا د استازو جرګې د کولوراډو ایالت دیموکرات غړي جېسن کرو د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۳مه د «افغانانو د ۲۰۲۶ کال د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت قانون» طرحه د دواړو ګوندونو د یو شمېر استازو په ملاتړ وړاندې کړې وه.

د دې طرحې موخه په امریکا کې مېشت د شرایطو وړ افغانانو ته د لنډمهاله خوندیتوب د وضعیت بیا برابرول دي، څو وکولای شي د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې په دغه هېواد کې پاتې شي، د اخراج له ګواښ څخه خوندي وي او په قانوني توګه کار وکړي.

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې د ۲۰۲۲ کال د مې په ۲۰مه د افغانستان د امنیتي وضعیت او روانې جګړې له امله افغانانو ته د لنډمهاله خوندیتوب (TPS) وضعیت ورکړی و او په ۲۰۲۳ کال کې یې د دغه وضعیت موده د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۲۰مې وغځوله.

خو د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۳مه اعلان وکړ چې د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت پای ته رسوي. د امریکا د کورني امنیت وزارت د پرېکړې له مخې، دغه وضعیت د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۴مه پای ته ورسېد او په دې توګه زرګونه افغانان د دغه خوندیتوب له حق څخه بې‌برخې شول.

د کالیفورنیا د ډیموکراټانو استازی د جنسي تیري د راپور تر خپرېدو وروسته استعفا ورکوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۸ GMT+۰
100%

د کالیفورنیا دیموکرات استازي جیمي ګومېز د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲مه) اعلان کړی، چې ډېر ژر به د امریکا له کانګرس څخه استعفا وکړي. د استازو جرګې د اخلاقي چارو کمېسیون ویلي، داسې کره شواهد یې ترلاسه کړي چې ښيي ګومېز د یادې جرګې له یوې کارکوونکې سره جنسي ناوړه چلند کړی دی.

د استازو جرګې د اخلاقي چارو کمېسیون چې د دیموکرات او جمهوري‌پالو استازو له غړو جوړ دی، په خپل راپور کې لیکلي چې ګومېز دوه ځله د یوې کارکوونکې له غوښتنې پرته هغې ته نږدې شوی او په دواړو پېښو کې یې له هغې سره د جنسي اړیکې هڅه کړې ده.

د کمېسیون په وینا، ګومېز دې ته پام نه‌دی کړی چې د کانګرس د یوه غړي په توګه د واک او ځواک په موقف کې دی. کمېسیون زیاته کړې، چې د دغه دوو پېښو له ډلې یوه یې ښايي د جنسي تېري او ناوړه استفادې د جرم په ګوته کړي.

دغه ښځه چې په راپور کې د «لومړۍ شاهدې» په نوم یاده شوې، په مستقیم ډول د ګومېز لپاره کار نه کاوه. هغې څېړونکو ته ویلي، چې د ۲۰۲۴کال په فبرورۍ کې کله چې له ګومېز سره په واشنګټن کې په یوه بار کې ناسته وه؛ نوموړي د هغې له رضایت پرته خپل لاس د هغې د لمنې لاندې دننه کړی او هغه یې جنسي ځورولې ده. د یادې ښځې په وینا، دویمه پېښه د کانګرس په ودانۍ کې د ګومېز په دفتر کې شوې ده.

کمېسیون ویلي، چې د ګومېز چلند پر دې کارکوونکې ژورې او دوامدارې رواني اغېزې کړې دي او د هغې د دندې پرېښودو په پرېکړه کې یې هم ونډه لرلې ده.

د یادې ښځې وکیلانو لیزا بنکس او سارا نسبیت ویلي، ګومېز له هغه واک څخه ناوړه ګټه اخیستې چې رایه‌ورکوونکو ورته سپارلی و او په عامه خدمتونو کې یې د خپلې موکلې پر کاري راتلونکي منفي اغېز کړی دی.

دوی له کانګرسه غوښتي، چې د هغه کلتور د مخنیوي لپاره بېړني ګامونه پورته کړي چې د دغه ډول چلندونو د رامنځته کېدو زمینه برابروي.

ګومېز د دوشنبې په ورځ وویل، چې د کمېسیون له موندنو سره مخالفت لري. هغه زیاته کړه، چې کمېسیون د هغه د څرګندونو مهمې برخې په راپور کې نه دي شاملې کړې، خبرې یې په انتخابي ډول رااخیستې او ده ته یې فرصت نه دی ورکړی چې د راپور وروستۍ بڼې ته ځواب ووایي.

ګومېز چې تر دې مخکې یې ویلي و، له واده بهر یې اړیکې د دواړو لورو په رضایت ترسره شوې وې؛ یو ځل بیا وویل چې په دغه اړیکو کې د خپلو «شخصي تېروتنو» مسوولیت مني.

۵۱ کلن ګومېز د پنځو دورو لپاره د لاس‌انجلس ښار د یوې برخې استازیتوب کړی دی. هغه د روانې میاشتې په منځ‌مهاله ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند له بلې نوماندې انجیلا ګونزالس ـ تورس څخه د شاوخوا ۲۵ سلنه رایو په توپیر ماتې وخوړه.

د هغه د چلند په اړه څېړنې د ټاکنیزې سیالۍ له مهمو موضوعاتو څخه وې. ګومېز وویل، د استعفا لپاره یې د لیندۍ لسمه نېټه ټاکلې؛ څو د دفتر کارکوونکي یې وکولای شي د خپلې ټاکنیزې حوزې د اوسېدونکو مهمو غوښتنو ته رسېدنه بشپړه کړي.

د استازو جرګې د اخلاقي چارو کمېسیون ویلي، د ګومېز د استازولۍ دورې پای ته رسېدو ته په پام، د مناسبو انضباطي اقداماتو د عملي کولو لپاره کافي وخت نه لري. خو د کمېسیون غړو راپور خپور کړی، څو کانګرس وکولای شي د کال تر پای مخکې د انضباطي اقداماتو په اړه پرېکړه وکړي.

د استازو جرګې د ډیموکراتانو مشرانو هم د ګومېز پر وړاندې تورونه «جدي او د اندېښنې راپارونکي» بللي او له دندې یې د هغه د استعفا ملاتړ کړی دی.

د جمهوري‌پالو استازو په اړه دوه نور راپورونه هم خپاره شول

د استازو جرګې د اخلاقي چارو کمېسیون په همدې ورځ د ټېکساس ایالت د استازي ټرای نیلز او د جورجیا ایالت د استازي مایک کولینز په اړه د دوو جلا څېړنو موندنې هم خپرې کړې.

کمېسیون ټرای نیلز په رسمي ډول رټلی او ویلي یې دي، چې هغه په عملي توګه خپل شخصي شرکت د ټاکنیزې کمېټې په توګه کارولی دی. د کمېسیون په وینا، د پیسو راټولولو او لګولو طریقې د دغه معاملو اصلي موخه پټه ساتلې وه.

د مایک کولینز په قضیه کې کمېسیون موندلې، د هغه دفتر په ناسم ډول داسې یو کس ګومارلی و چې د نوموړي د دفتر د هغه وخت له مشر برانډون فېلیپس سره یې عاطفي اړیکه لرله. دغه کس ته په ۱۶ اوونیو کې لس زره ډالر ورکړل شوي وو.

د کمېسیون په وینا، کولینز د دغه کس په ګومارلو کې مستقیم رول نه درلود؛ خو د خپل دفتر د مشر پر کارونو یې کافي څار نه‌لاره. کمېسیون کولینز ته امر کړی، چې ۲زره او ۸۸۰ ډالره بېرته دولتي خزانې ته وسپاري. دغه راز یې له کانګرسه غوښتي، چې د څېړنو په بهیر کې د همکارۍ نه کولو له امله د فېلیپس پر وړاندې اقدام وکړي.

د جرمني خبرداری: روسیه ښايي په راتلونکو ۶۰ ورځو کې فضا ته اټومي وسلې وتوغوي

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۴ GMT+۰
100%

جرمني وايي، د لوېدیځو هېوادونو هغه استخباراتي راپورونه جدي دي چې په فضا کې د روسیې د اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو احتمال په ګوته کوي. د دغه معلوماتو له مخې، مسکو ښايي په راتلونکو ۶۰ ورځو کې د «سپوتنیک-اېس» په نوم پر اټومي وسلو سمباله سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي.

د دغه ډول وسلې ځای پر ځای کول په ځمکني مدار کې د نورو سپوږمکیو د پراخې ویجاړۍ لامل کېدای شي. د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ د دوشنبې په ورځ په برلین کې د ناټو له سرمنشي مارک روټه سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې دغه استخباراتي معلومات «ښيي چې روسیه د وضعیت د لا کړکېچنولو لپاره تر کومې کچې چمتو ده».

د جرمني ډبلیو‌ډي‌ار او اېن‌ډي‌ار ټلوېزیوني شبکې او زوددویچه تسایتونګ ورځپاڼه لومړنۍ رسنۍ وې، چې د دغه استخباراتي معلوماتو په اړه یې راپور ورکړ. په راپور کې ویل شوي، چې روسیې د «سپوتنیک-اېس» سپوږمکۍ د مسکو له زېرمتون څخه ایستلې او ښايي په پام کې ولري، چې ډېر ژر یې فضا ته وتوغوي.

د ۱۹۶۷کال د «بهرنۍ فضا تړون» له مخې، د ځمکې په مدار کې د اټومي وسلو ځای پر ځای کول منع دي. روسیه هم د دغه تړون له لاسلیک‌کوونکو هېوادونو څخه ده.

کرملین تل د داسې وسلو د جوړولو یا په فضا کې د ځای پر ځای کولو په اړه راپورونه رد کړي دي. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ د «سپوتنیک-اېس» سپوږمکۍ په اړه نوي راپورونه بې‌بنسټه بللي دي.

د شنونکو او د لوېدیځو هېوادونو د استخباراتي ادارو د معلوماتو له مخې، کرملین په وروستیو کلونو کې د خپلو سپوږمکیو ضد وسلو زېرمه په پراخه کچه پراخوي؛ څو د لوېدیځو سیالانو پرتله د پوځي ټکنالوژۍ تشه راکمه کړي.

د اوکراین جګړې په ځانګړې توګه څرګنده کړې، چې په جګړه‌ییز ډګر کې د پوځي بریا لپاره د سپوږمکیو له لارې اړیکې څومره مهمې دي.

د امریکا د دفاعي استخباراتو ادارې په یوه راپور کې چې تېره میاشت یې محرموالی لرې شو، په ځانګړي ډول د اټومي وسلو سمبالو سپوږمکیو د ځای پر ځای کولو لپاره د روسیې د پلانونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په دغه راپور کې راغلي: «په فضا کې د داسې وړتیا ځای پرځای کول کولای شي په چټکۍ او ناڅاپي ډول د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او شرکتونو زرګونه سپوږمکۍ ویجاړې کړي یا یې فعالیت ګډوډ کړي. همدارنګه کولای شي هغه مهم مخابراتي، د لارموندنې، علمي، هواپېژندنې، سوداګریز او د ملي امنیت خدمتونه له خنډ سره مخ کړي، چې دغه سپوږمکۍ یې برابروي».

فایننشل ټایمز د شنونکو او شته معلوماتو په حواله لیکلي، چې روسیه د سپوږمکیو د له‌منځه وړلو لپاره نورې وسلې هم جوړوي. په دغه وسلو کې داسې سپوږمکۍ شاملې دي، چې د حرکت او مسیر بدلولو لوړه وړتیا لري، نورو سپوږمکیو ته نږدې کېدای شي او ښايي هغه ویجاړې یا یې فعالیت ګډوډ کړي.

روسیې تر دې مخکې هم له ورته سپوږمکیو څخه په ځمکني مدار کې د څو اروپايي سپوږمکیو د نږدې څار او تعقیب لپاره کار اخیستی دی. ښايي د دغه کار موخه د یادو سپوږمکیو د مخابراتي او امنیتي سیستمونو په اړه د حساسو معلوماتو راټولول وي.

پرستو احمدي په ایران کې له جبري حجاب پرته د کنسرت ترسره کولو له امله ۷۴ دُرې وهل شوې ده

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۰
100%

ایراني وکیل مصطفی نیلي ویلي، ایرانۍ سندرغاړې پرستو احمدي او د «کاروانسرا کنسرت» څلور نور همکاران یې د دوشنبې په ورځ د قم په څارنوالۍ کې ۷۴ دُرې وهل شوي دي. محکمې دوی د هغه کنسرت د ویډیو جوړولو او خپرولو له امله په دُرو محکوم کړي، چې پرستو احمدي په‌کې له حجاب پرته سندرې ویلې وې.

نیلي «امتداد» وېب‌پاڼې ته ویلي، چې پرستو احمدي، سهیل فقیه‌نصيري، امین طاهري، امیرعلي پیرنیا او محسن لشکري د حکم له وروستي کېدو وروسته د قم په څارنوالۍ کې حاضر شوي او د دُرو وهلو سزا یې هم په همدې ورځ عملي شوې ده. محکمې په دې قضیه کې ټول نهه کسان محکوم کړي وو؛ خو نیلي د څلورو نورو کسانو د سزا د عملي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د کنسرت د ویډیو له خپرېدو د سندرغاړې او موسیقارانو تر نیول کېدو پورې

پرستو احمدي د ۱۴۰۳کال (د لېندۍ په ۲۱مه) ماښام مهال د ایران په یوه تاریخي کاروانسرای «دیرگچین» کې د خپلې سندرې ویلو د نندارې ویډیو په خپل یوټیوب چینل کې خپره کړه. په دې خپرونه کې چې د «خیالي کنسرت» په نوم مشهوره شوه، احمدي له جبري حجاب پرته سندرې ویلې او د نارینه موسیقارانو یوې ډلې ورسره موسیقي غږوله.

د دغه کنسرت ویډیو په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او ګڼو کاروونکو د پیغامونو په خپرولو سره له پرستو احمدي ملاتړ وکړ. د ایران قضايي قوې د ویډیو له خپرېدو یوه ورځ وروسته اعلان وکړ، چې د احمدي او د کنسرت د همکارانو پر ضد یې قضیه پرانیستې ده.
د ویډیو له خپرېدو درې ورځې وروسته امنیتي ځواکونو احمدي په مازندران او د کنسرت دوه موسیقار سهیل فقیه‌نصيري او بیرق‌دار په تهران کې ونیول. احمدي د بلې ورځې سهار وختي بېرته خوشې شوه.

د قم د دویمې جزايي محکمې ۱۲۲مې څانګې د ۱۴۰۵کال په غبرګولي میاشت کې احمدي او د کنسرت اته نور موسیقار او همکاران د «عامه عفت د زیانمنولو» په تور محکوم کړل. محکمې دغه تور د کنسرت د ویډیو له جوړولو او خپرولو سره تړلی وباله او د ویډیو منځ‌پانګه یې «بې‌ارزښته او له اخلاقو سره په ټکر کې» وبلله.

د دغه حکم له مخې، محکمې له نهو محکومو شویو کسانو هر یو ته د تعزیري سزا په توګه د ۷۴ دُرو وهلو حکم صادر کړ. همدارنګه یې دوی د دوو کلونو لپاره له هنري فعالیتونو او له ایران نه له وتلو منع کړل. د قم ولایت د استیناف محکمې ۱۶مې څانګې د ۱۴۰۵کال په تلې میاشت کې دغه ټول حکمونه تایید کړل.

د بښنې نړۍوال سازمان د حکمونو له وروستي کېدو وروسته له ایراني چارواکو وغوښتل، چې د پرستو احمدي او اتو نورو کسانو د دُرو وهلو سزا ودروي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې د دُرو وهل د شکنجې او ظالمانه، غیرانساني او سپکاوي ډکې سزا یوه بېلګه ده.

د جبري حجاب پر وړاندې فعالې مسیح علي‌نژاد هم د دغه نهو کسانو د دُرو وهلو حکم «منځنیو پېړیو ته ورته» بللی دی.

پرستو احمدي د «کاروانسرا کنسرت» له ترسره کولو مخکې هم دوه ځله له قضايي دوسیو سره مخ شوې وه. دغه دوسیې د ۱۴۰۱کال په تلې او د ۱۴۰۲کال په غبرګولي میاشتو کې وروسته له هغې پرانیستل شوې وې، چې هغې د «ښځه، ژوند، ازادي» غورځنګ په ملاتړ سندرې خپرې کړې وې.

پر نورو هنرمندانو او د حجاب د جبري کېدو پر مخالفانو د دُرو وهلو د سزا عملي کېدل

په وروستیو کلونو کې په ایران کې یوشمېر نور هنرمندان او د جبري حجاب مخالفان هم د دُرو وهلو له سزا سره مخ شوي دي. ایراني سندرغاړی مهدي یراحي د ۱۴۰۳کال د کب په ۱۵مه د تهران د اخلاقي امنیت په څارنوالۍ کې ۷۴ دُرې وهل شوی دی.

د هغه قضیه وروسته له هغې پرانیستل شوې وه، چې نوموړي د جبري حجاب پر ضد د «روسریتو» په نوم سندره خپره کړه. د یراحي وکیلې زهرا مینويي ویلي، د دُرو وهلو سزا د هغې وروستۍ برخه وه چې د تهران انقلابي محکمې نوموړي ته ټاکلې وه.

د جبري حجاب یوه بله مخالفه رویا حشمتي هم د ۱۴۰۲کال د مرغومي په ۱۳مه د تهران د اوومې حوزې په څارنوالۍ کې ۷۴ دُرې وهل شوې ده. هغې د سزا له عملي کېدو وروسته لیکلي و، چې د دُرو وهلو پرمهال یې د «پاڅېږئ، د ښځې، ژوند او ازادۍ لپاره» ترانه زمزمه کړې ده.

هنرمندې اتش شاکرمي چې د «ښځه، ژوند، ازادي» غورځنګ په لاریونونو کې د وژل شوې نیکا شاکرمي خاله ده، هم د ۱۴۰۴کال په لړم میاشت کې د ۳۸ دُرې وهلو سزا د عملي کېدو خبر ورکړی و.

څېړنه: په اوکراین جګړه کې د وژل شویو روسي سرتېرو شمېر شاوخوا ۷۲۰ زرو ته رسېدلی

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰
100%

د روسیې دوو خپلواکو رسنیو په یوه ګډه څېړنه کې اټکل کړی چې د اوکراین په جګړه کې د وژل شویو روسي سرتېرو شمېر د روان کال د تلې میاشتې تر لومړیو پورې شاوخوا ۷۲۰ زرو ته رسېدلی دی.

دا څېړنه د روسیې د دولتي احصایې ادارې د هک شویو اسنادو او د هغو مړینو د ارزونې پر بنسټ شوې چې لا هم په رسمي توګه نه دي ثبت شوې.
«مدوزا» او «مېدیا زونا» د دوشنبې په ورځ، د لېندۍ په ۲مه، په یوه ګډ راپور کې لیکلي چې د دوی د اټکل له مخې، په اوکراین جګړه کې شاوخوا ۷۲۰ زره روسي سرتېري وژل شوي دي.

د دغو دوو رسنیو په وینا، د روسیې دولتي احصایې ادارې په دې جګړه پورې د تړلو ۴۹۰ زره او ۳۳۴ سرتېرو مړینې ثبت کړې دي.

د «بېلاروس سایبر پارتیزان» او «سایلنټ کرو» په نوم دوو هکري ډلو د یادې ادارې اسنادو ته لاسرسی موندلی و. د مدوزا او مېدیا زونا خبریالانو تر دوو اوونیو زیاته موده دغه اسناد څېړلي دي.

دوی وايي، له نورو سرچینو سره د اسنادو د معلوماتو له پرتله کولو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې دغه اسناد په ډېر احتمال سره کره دي.

د دغو رسنیو په وینا، د روسیې حکومت کله ناکله د یوه سرتېري مړینه تر شپږو میاشتو ډېر ځنډ وروسته ثبتوي او په ځینو مواردو کې د دې بهیر بشپړېدل څو کاله وخت نیسي.

د هغو سرتېرو برخلیک هم لا نه دی روښانه چې په جګړه کې ورک شوي دي.

دغو دوو رسنیو د احصایوي محاسبو له لارې د هغو سرتېرو شمېر هم اټکل کړی چې وژل شوي، خو مړینه یې لا هم په رسمي اسنادو کې نه ده ثبت شوې. دوی ټینګار کوي چې د جګړې د وروستیو میاشتو د مرګ‌ژوبلې په اټکل کې د تېروتنې احتمال ډېر دی.

د ګارډین موندنې

ورځپاڼې ګارډین هم په یوه جلا څېړنه کې په روسیه کې د مړینو څه باندې ۱۱ میلیونه ثبت شوي اسناد څېړلي دي.

د دې ورځپاڼې د موندنو له مخې، د اوکراین جګړې په تړاو تر ۴۶۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

ګارډین لیکلي چې په ۲۰۲۵ کال کې جګړې د روسیې د ۶۵ کلونو څخه د کم عمر لرونکو نارینه‌وو ژوند تر بل هر عامل ډېر اخیستی دی.

الکساندر کورپانوف د ۲۰۲۳ کال په اګست کې په خپله خوښه د اوکراین جګړې ته د تلو لپاره نوملیکنه وکړه. هغه دوه ځله ټپي شو، خو دواړه ځله بېرته جګړې ته ولېږل شو.

په پای کې، له ۲۰ میاشتو جګړې وروسته، هغه د ۵۲ کلونو په عمر د اوکراین په ختیځ کې د پوکروفسک ښار ته نږدې، د اوسپېنووکا په کلي کې ووژل شو.

د روسیې پوځ په همدې یوه اوونۍ کې تر پنځو زرو ډېر سرتېري له لاسه ورکړل.

د اوکراین په ختیځ کې د پوکروفسک سیمه د جګړې د تر ټولو خونړیو ډګرونو په ډله کې وه. په دې سیمه کې نږدې ۱۱۶ زره کسان وژل شوي دي.

د اودی‌ییفکا ښار له نیولو وروسته، د روسیې پوځ ته ۲۱ میاشتې وخت ولګېد چې ۳۹ کیلومتره وړاندې لاړ شي او د پوکروفسک ښار څنډو ته ورسېږي.

په همدې موده کې د روسیې شاوخوا ۸۸ زره او ۷۰۰ سرتېري په دې سیمه کې وژل شوي دي. په دې حساب، د روسیې پوځ د هر یوه کیلومتر پرمختګ په بدل کې له ۲۲۰۰ ډېر سرتېري له لاسه ورکړي دي.

د روسیې بېوزلې سیمې د جګړې درنه بیه پرې کوي

د راپور له مخې، د جګړې مرګ‌ژوبله د روسیې پر بېوزلو سیمو تر نورو ډېره درنه تمامه شوې ده.

په هغو اتو سیمو کې چې د بېوزلۍ کچه پکې تر ټولو لوړه وه، د وژل شویو سرتېرو کچه د هغو سیمو په پرتله څلور برابره لوړه وه چې د بېوزلۍ کچه پکې تر ټولو ټیټه وه.

د وژل شویو روسي سرتېرو منځنی عمر هم په ۲۰۲۲ کال کې له ۳۴ کلونو څخه په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۴۰ کلونو ته لوړ شوی دی.

ګارډین لیکلي چې د کرملېن له خوا د پوځ د لیکو د پیاوړتیا لپاره د نغدي امتیازونو او مالي انعامونو ورکولو، په ځانګړې توګه د زړو نارینه‌وو د جذبېدو زمینه برابره کړې ده.

د ګارډین د اټکل له مخې، په وژل شویو کسانو کې تر ۷۳۰۰ ډېر کسان ښايي بهرني سرتېري وي. دې ورځپاڼې د اوکراین اتباع په دې شمېر کې نه دي شامل کړي.

د دغو بهرنیو وژل شویو سرتېرو څه باندې درې پر څلورمه برخه د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو اوسېدونکي وو، چې ډېری یې د قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او بېلاروس اتباع وو.

مسکو د خپلو تلفاتو رسمي شمېر نه دی تازه کړی

د روسیې دفاع وزارت وروستی ځل د ۱۴۰۱ کال په وږي میاشت کې اعلان وکړ چې په اوکراین جګړه کې یې ۵۹۳۷ سرتېري وژل شوي دي.

مسکو له هغه راهیسې په دې جګړه کې د خپلو وژل شویو سرتېرو په اړه تازه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړې.

د روسیې دولتي احصایې ادارې تر دې وړاندې پر خپلو کمپیوټري سیسټمونو د هکري برید پخلی کړی و، خو ویلي یې وو چې هکرانو د ادارې حساسو معلوماتو ته لاسرسی نه دی موندلی.