ههنگاو: په ایران کې په یوه کال کې شاوخوا ۱۵۹ ښځې وژل شوې دي

د بشري حقونو سازمان ههنگاو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي، په تېر یوه کال کې د ایران په ۲۷ ولایتونو کې شاوخوا ۱۵۹ ښځې وژل شوې دي.
د دغه سازمان په وینا، په دیاده موده کې په تهران کې د ښځو د وژنې ۳۶ پېښې ثبت شوې چې د نورو ولایتونو په پرتله تر ټولو لوړه شمېره ده.
ههنگاو د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د ښځو د وژنې په ۲۳ پېښو کې یې د «ناموسي» انګېزه تایید کړې ده. دغه سازمان اټکل کوي چې په حقیقت کې د ناموسي وژنو کچه ښایي تر ۴۰ سلنې هم لوړه وي.
د راپور له مخې، د ایران دولتي رسنۍ د ښځو د وژنې یو شمېر پېښې د «کورنۍ اختلافاتو» تر مبهم عنوان لاندې خپروي چې له امله یې په ډېرو مواردو کې د وژنې اصلي انګېزه نه څرګندېږي.
د ههنگاو د شمېرو له مخې، د ښځو د وژنې ثبت شوې پېښې د تېر کال د لیندۍ میاشتې له څلورمې نېټې راهیسې راټولې شوې دي. له تهران وروسته، په فارس ولایت کې ۱۲، ختیځ اذربایجان کې ۱۱ او سیستان او بلوچستان کې ۱۰ پېښې ثبت شوې دي. په خراسان رضوي او ارومیه کې اته ـ اته او په کرمانشاه، ګیلان، مازندران او کرمان کې اووه ـ اووه پېښې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، له وژل شویو ښځو څخه ۶۰ یې د خپلو مېړونو او ۱۱ یې د پخوانیو مېړونو له خوا وژل شوې دي. په ۱۲ پېښو کې د قربانیانو وروڼه او په ۱۲ نورو کې یې زامن د وژنې عاملان بلل شوي دي.
همدارنګه، ۱۱ ښځې د خپلو پلرونو، اته د واده د غوښتونکو، اووه د کورنۍ د زومانو او پنځه نورې د خپلو عاطفي اړیکو د شریکانو له خوا وژل شوې دي.
ههنگاو وایي، لږ تر لږه اووه ښځې د واده له وړاندیز سره د مخالفت او پنځه نورې د طلاق غوښتلو له امله وژل شوې دي.
