د الزیدي د دفتر په وینا، دغه امر د دیالې، کرکوک، صلاح الدین او نینوا ولایتونو د تېلو زېرمې رانغاړي. دا پرېکړه د دولتي شمالي تېلو شرکت کې د تېلو د قاچاق په اړه له څېړنو وروسته شوې ده.
خو د کردستان سیمې لومړي وزیر مسرور بارزاني د بغداد د حکومت هغه پریکړې رد کړې چې د تېلو او سرحدي دروازو کنټرول مرکزي حکومت ته لېږدوي. نوموړي دغه پرېکړه حیرانوونکې او «په هېڅ ډول د نه منلو وړ بللې» ده.
بارزاني ویلي، چې له بغداد سره په وروستیو لیدنو کې د مرکچي پلاوو پیغامونه د اوسنیو ستونزو د حل په اړه مثبت وو او د اساسي قانون پر بنسټ د اختلافاتو د هواري لور ته یې اشاره کوله.
د موضوع له جزئیاتو سره د درېیو اشنا سرچینو په وینا، د کردي ځواکونو تر امنیتي کنټرول لاندې د تېلو اصلي ډګر «خورماله» هم د الزیدي د امر تر پوښښ لاندې راځي. د دغو سرچینو یوه ویلي، ښايي کردي چارواکي د فدرالي حکومت د تېلو وزارت له خوا د دغه ډګر د مدیریت د ترلاسه کولو پر وړاندې مقاومت وکړي.
په بغداد کې مېشت سیاسي شنونکی حمزه مصطفی وايي، د تېلو او ګازو د قانون نشتوالی ښايي د کردستان سیمه د تېلو د څاګانو د سپارلو د ردولو لپاره پلمه وګرځوي او په دې توګه د پرېکړې د پلي کېدو پر څرنګوالي سیاسي او اساسي قانوني بحثونه راپورته شي.
د الزیدي دفتر ویلي، دغه لارښوونه د ملي حاکمیت د نه وېشل کېدو او د عراق د شتمنۍ د ساتنې پر اصل ولاړه ده او موخه یې د قاچاق د ټولو بڼو مخنیوی دی.
د قاچاق ضد مبارزه او د ایران پلوه ملېشو پر وړاندې اقدامات
د عراق لومړي وزیر په ورته وخت کې د ایران له ملاتړه برخمنې ځواکمنې وسلهوالې ډلې کتایب حزبالله او پر هغو لوړپوړو چارواکو فشارونه زیات کړي، چې د تېلو د قاچاق د یوې څو کلنې شبکې په چلولو تورن دي. د دغې شبکې له لارې د غلا شویو تېلو په قاچاق کې سلګونه میلیونونه ډالر ترلاسه شوي دي.
کتایب حزبالله چې په عراق کې د لسګونو ایران پلوه وسلهوالو ډلو له ډلې یوه ده او سیاسي نفوذ هم لري، د قاچاق د شبکې په اړه د یوې لوړپوړې رسمي څېړنیزې ډلې موندنې رد کړې دي.
د الزیدي حکومت د سرحدي دروازو ادارې ته هم امر کړی، چې د کردستان سیمې ټولې سرحدي دروازې تر خپل کنټرول لاندې راولي. دغه سیمه له ترکیې، ایران او سوریې سره ګډې پولې لري. نوموړي د کردستان سیمهییز حکومت ته لارښوونه کړې، چې د خامو تېلو او نفتو د محصولاتو صادرات یوازې د فدرالي حکومت د تېلو وزارت له لارې منظور کړي.
الزیدي د سرحدي دروازو ادارې مشر له دندې ګوښه کړی او د شمالي تېلو شرکت عمومي رییس او مرستیالان یې د نورو څېړنو تر بشپړېدو پورې له دندو ځنډولي دي.
د چتم هاوس د منځني ختیځ او شمالي افریقا د پروګرام مرستیال مشر ریناد منصور وايي، د عراق حکومت غواړي په سیمهییزو بدلونونو او احتمالي کړکېچونو کې خپل کورنی وضعیت منظم کړي. د هغه په وینا، د تېلو د قاچاق پر وړاندې مبارزه او د تېلو پر زېرمو د کنټرول هڅې الزیدي له هغو دوو ځواکمنو ډلو سره د مقابلې پر لور بیایي، چې له کلونو راهیسې د بغداد له مرکزي کنټروله سرغړونه کوي.