ښاغلي متقي د پاکستان تګلاره «غیرمعقوله» بللې او ویلي یې دي، چې اسلاماباد له دې تګلارې هېڅ ګټه نه ده ترلاسه کړې. هغه زیاته کړې، چې تاریخ ښودلې افغانان د فشار پر وړاندې نه تسلیمېږي او په اوږدمهال کې به وضعیت د طالبانو په ګټه تمام شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان په بریدونو کې د وژل شویو ملکي وګړو د وینې د مسوولیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې طالبان «ماشومانه» اقدامات نه کوي. هغه ټینګار وکړ، چې طالبان له پاکستان سره د عادي اړیکو غوښتونکي دي؛ لکه څنګه چې له بریتانیا او شوروي اتحاد سره هم، د افغانستان پر وړاندې د دغو هېوادونو د تېرو تېریو سربېره، د عادي اړیکو غوښتونکي دي. ښاغلي متقي وویل: «که هغوی په خپله تګلاره کې بیا کتنه وکړي، موږ کومه ستونزه نه لرو.» هغه زیاته کړه، چې اوس مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ هېڅ ډول خبرې اترې نه روانې دي.
نوموړي همداراز له تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو ډلو څخه د طالبانو ملاتړ رد کړ او ویې ویل، چې د دغو ډلو ستونزې له پاکستان سره په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو مخکې هم موجودې وې.
تهران ته د احمد مسعود د بلنې په اړه غبرګون
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ایران ته د احمد مسعود د بلنې په غبرګون کې وویل، چې تهران ته د هغه سفر چندان اهمیت نه درلود؛ ځکه د متقي په وینا، مسعود په دغه هېواد کې د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و او د افغانستان د وضعیت په اړه یې خبرې نه دي کړې. خو متقي وویل، چې طالبانو دا موضوع له پامه نه ده غورځولې او خپل اعتراض یې د ایران اسلامي جمهوریت ته څرګند کړی دی.
بهرنۍ اړیکې او د طالبانو په رسمیت پېژندل
امیرخان متقي وویل، چې طالبانو په بهرنیو اړیکو کې باور او اعتبار ترلاسه کړی او د هغه په وینا، په عملي توګه په رسمیت پېژندل شوي دي؛ ځکه له نورو هېوادونو سره د تعامل او همکارۍ پر وړاندې هېڅ خنډ نشته. هغه د مسکو فارمټ په غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګندونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې لاوروف د داعش پر وړاندې د طالبانو د اقداماتو ستاینه کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل، چې دا ډله له امریکا سره د مثبتو اړیکو غوښتونکې ده. هغه زیاته کړه، چې د شل کلنې جګړې او له هغې څخه د رامنځته شوې بېباورۍ سربېره، امریکا د دوی پر وړاندې کوم منفي اقدام نه دی کړی.
متقي د بګرام هوايي اډې په اړه د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې طالبان به د افغانستان د خاورې ان یو انچ هم چا ته ونه سپاري. هغه د امریکايي ځواکونو د پاتې شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو په اړه هم وویل، چې دا تجهیزات غنیمت دي او طالبان یې د افغانستان د دفاع لپاره کاروي.
له ایران سره اړیکې او د ایران او امریکا جګړه
متقي له ایران سره د طالبانو اړیکې ښې وبللې او ویې ویل، چې ایران یو صنعتي او تولیدي هېواد دی او افغانستان د دغه هېواد تولیداتو او وړتیاوو ته اړتیا لري.
هغه د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې په اړه وویل، چې طالبان په دې موضوع کې د بېطرفۍ تګلاره لري، خو پر یوه هېواد او د هغه پر خلکو له تېري سره مخالف دي.
بشري حقونه او د طالبانو د حکومت جوړښت
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه پوښتنو ته په ځواب کې ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د دغو حقونو نقض شتون نه لري. هغه په ورته وخت کې وویل، چې د افغانستان ټولنه له لوېدیځې ټولنې سره توپیر لري.
متقي په افغانستان کې د سیاسي بندیانو شتون رد کړ او ادعا یې وکړه، چې د طالبانو د حکومت جوړښت ټولشموله دی او ټول قومونه پکې حضور لري. هغه وویل، چې د افغانستان په تاریخ کې هېڅکله ټولشموله حکومت نه دی موجود شوی او د طالبانو امارت ګوند، تنظیم یا ډله نه ده، بلکې د ټولو افغانانو ګډ جوړښت دی.
د طالبانو مخالفان او امنیتي وضعیت
متقي د طالبانو مخالفان تر ډېره په ټولنیزو شبکو کې فعال وبلل او ویې ویل، چې هغوی خواره واره او پر څو ډلو وېشل شوي دي. هغه د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند دننه د بېلتون یادونه وکړه او ویې ویل، چې دغه جریان په تېرو وختونو کې یو واحد جوړښت و، خو اوس پر څو څانګو وېشل شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه، چې د دې ډلې مخالفان د افغانستان پر هېڅ برخه واک نه لري. هغه وویل، چې نورستان ته د برید لپاره د مخالفانو پنځه کلنې هڅې په دوو ساعتونو کې شنډې شوې. متقي په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه هم وویل، چې دغه ډله په افغانستان کې حضور نه لري او ګواښ یې له هېواده بهر سرچینه اخلي. هغه په دې برخه کې د پاکستان بلوچستان ته اشاره وکړه.
د طالبانو په لیکو کې خپلمنځي اختلافات او له مخالفانو سره خبرې اترې
متقي د طالبانو په لیکو کې د اختلافونو شتون رد کړ او د بدخشان په ولایت کې یې د جمعهخان فاتح د نښتې یادونه وکړه. هغه وویل، چې د یوه «ډلګۍ مشر» اعتراض د دې ډلې په جوړښت کې د اختلاف په معنا نه دی.
له طالبانو سره د مخالفانو د خبرو اترو په اړه متقي وویل، چې دا ډله له هېچا سره دښمني نه لري. هغه د خپل دریځ د تایید لپاره د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده وروستیو څرګندونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې طالبانو ان هغه کسان هم بښلي دي، چې په تېرو وختونو کې یې د دې ډلې د غړو له جسدونو سره سپکوونکی چلند کړی و.