• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایلان ماسک د افغان ښځو وضعیت «خورا اندېښمنونکی» وباله

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۰

د ټېسلا او سپېس‌اېکس مشر ایلان ماسک هغه راپورونه «خورا اندېښمنونکي» بللي، چې ګواکې طالبانو د افغانستان په رسمي ادارو کې د ښځو نومونه حذف کړي دي. د راپورونو له‌مخې، طالبانو په بلخ کې روغتیايي مرکزونو ته امر کړی، چې په روغتیايي اسنادو کې د ښځینه ناروغانو نومونه ونه‌لیکلي.

د «زن‌نیوز» او «ګارډين» په یوه ګډ راپور کې راغلي، چې طالبانو په بلخ کې روغتونونو او کلینیکونو ته امر کړی، چې په رسمي اسنادو، طبي نسخو او روغتیايي سوابقو کې د ښځینه‌ ناروغانو نومونه ونه‌لیکي او د هغو د نومونو پر ځای یوازې ورته «بي‌بي» ولیکي.

په افغاني ټولنه کې «بي‌بي» د درناوي وړ ښځې او په ځانګړې توګه «نیا» ته کارول کېږي.

د ټېسلا او سپېس‌اېکس مشر ایلان ماسک د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په خپله اېکس‎‌پاڼه د یاد راپور په بیا خپرولو سره ویلي: «خورا اندېښمنونکې ده».

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په ډېرو برخو کې په عام محضر کې د ښځې د نوم اخیستل یا لیکل د هغې د مېړه یا کورنۍ عزت ته سپکاوی ګڼل کېږي، چې له امله یې د هغوی نومونه ډېری وخت د قبرونو له تیږو څخه هم لرې کېږي.

طالبانو لا تر اوسه په رسمي توګه د «زن‌نیوز» او «ګارډین» دغه ګډ راپور ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

همدا ۴ ورځې مخکې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان‌نویل بارو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» وبللې او ویلي یې وو، چې طالبان اوس غواړي ان د ښځو نومونه هم له‌منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې د بشریت ضد جرمونو د مخنیوي او سزا ورکولو په اړه د نړۍوال کنوانسیون په خبرو اترو کې هڅه کوي چې «جنسیتي اپارتاید» هم د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

هغه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «غیرانساني شکنجه» بللې او افغان ښځو ته یې په خطاب کې ویلي: «موږ تاسې نه هېروو، فرانسه ستاسو ترڅنګ ولاړه ده او تاسې یوازې نه یاست».

د بارو په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان ښځې او نجونې په روانه پېړۍ کې له تر ټولو سخت تبعیض سره مخ دي. بارو ویلي، چې طالبانو افغان ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محرومې کړي او له عامه ژوند څخه یې څنګ ته کړې دي.

د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پرامیلا پاتن هم تېره اونۍ (دوشنبه د لیندۍ ۲مه) د افغان ښځو په اړه د مادرید په څلورمه غونډه کې ویلي، چې دمګړۍ شاوخوا ۲۰ میلیونه افغان ښځې او نجونې په داسې شرایطو کې ژوند کوي، چې د هغوی ډېری حقونه، واک او په ټولنیزو چارو کې ګډون ترې اخیستل شوی دی.

طالبانو یې په غبرګون کې ویلي وو، چې د افغان ښځو او نجونو حقونه د «شریعت» په چوکاټ کې تامین دي او په وینا یې، نړۍوالې ادارې او سازمانونه باید افغاني ټولنې ته دې له خپل لید لوري ونه‌ګوري.

ډېر لیدل شوي

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي
۱
ځانګړی

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۲

ایوبي: طالبان او پاکستان به د یو بل د سقوط سبب شي

۳

جرمني له ۷۵۳ افغان پناه غوښتونکو غوښتي چې د طالبانو کونسلګریو ته ورشي

۴

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو

۵

طالبانو له روسیې وغوښتل چې د ترکمنستان له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر اسانه کړي

•
•
•

نور خبرونه

د افغان ښځو د ولسي محکمې پلاوي د اندونیزیا له چارواکو او دیني عالمانو سره لیدلي دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۵ GMT+۰
100%

د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې پلاوي اندونیزیا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد په درېیو ښارونو کې له دولتي چارواکو، دیني عالمانو، د پوهنتون استادانو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره په کتنو کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

دغه پلاوی د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون په دفتر کې یوې خبري غونډې ته د خپلو لیدنو او خبرو اترو جزییات وړاندې کوي.
د دغه پلاوي د معلوماتو له مخې، غړو یې د جاکارتا، چیربون او باندا اچه ښارونو ته د سفر پر مهال د ښځو او کورنۍ د پیاوړتیا وزارت، بهرنیو چارو وزارت، د دیني چارو وزارت، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون، د اندونیزیا د ښځینه دیني عالمانو ټولنې او د یو شمېر پوهنتونونو او د ښځو حقونو د مدافع سازمانونو له استازو سره لیدلي دي.
د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې د پرېکړې په اړه د معلوماتو وړاندې کول، د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت ارزونه، د اسلام له نظره د جنسیتي برابرۍ څېړل او د افغانستان له ښځو سره د نړیوال پیوستون جلبول د دغو خبرو اترو مهم موضوعات وو.

د روادارۍ بنسټ مشرې شهرزاد اکبر په دې اړه لیکلي: «په اندونیزیا کې ښځینه دیني عالمانو د دیني صلاحیتونو د بېرته راژوندي کولو او د هغوی د دریځ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي. د دیني تفسیرونو او د ښځو د واقعي ژوند د تجربو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول هم د دې هڅو یوه موخه ده، څو مسلمانې ښځې له رحمت، کرامت او عدالت څخه ډک ژوند ولري. د دغو عالمانو له پوهې ډېر څه زده کېدای شي».
د افغان ښځو د ولسي محکمې پلاوي او اندونیزیایي همکارانو یې هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره د دیني، علمي او مدني همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان د ښځو لپاره ولسي محکمه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره یوه حقوقي پروسه او نړیوال نوښت دی، چې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو او د افغان ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د پام رااړولو په موخه رامنځته شوی دی.

د دغې محکمې غونډې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۸مې تر ۱۰مې نېټې د اسپانیا په مادرید ښار کې د دایمي ولسي محکمې تر څارنې لاندې ترسره شوه. په دغو غونډو کې یو شمېر حقوقي کارپوهانو، د ښځو د حقونو فعالانو او شاهدانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو او ځپلو په اړه شاهدي ورکړې وه.
دې محکمې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې خپله پرېکړه صادره کړه او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د طالبانو تګلارې او اقدامات د جنسیت پر بنسټ د پراخې ځورونې او د بشریت ضد جرمونو بېلګې وبللې. محکمې همدارنګه د ښځو د حقونو د سرغړوونکو د حساب ورکولو، له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو د مخنیوي او د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
اندونیزیا د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لرونکی مسلمان هېواد دی او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دوره‌يي مشري هم پر غاړه لري. د دیني، ښوونیزو او قانون جوړونې په برخو کې د ښځو د ونډې په اړه د دغه هېواد تجربې هم د پلاوي په خبرو اترو کې د پام وړ موضوعات وو.
ولسي محکمه له قانوني پلوه د الزامي پرېکړو صلاحیت نه‌لري، بلکې د مدني ټولنې له‌خوا پر مخ وړل کېدونکی یو غیر رسمي او سمبولیک نوښت دی، چې حقوقي کارپوهانو، د بشري حقونو فعالانو، د پوهنتون استادانو او مدني بنسټونو ته د یوې مهمې موضوع د څېړلو او په اړه یې د حقوقي او اخلاقي نظر څرګندولو زمینه برابروي.
ولسي محکمه اجراییوي واک نه‌لري، خو پرېکړې یې پراخې سیاسي، اخلاقي او ان حقوقي پایلې لرلای شي.

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۰
100%

تازه خپاره شوي اسناد ښيي چې د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې (سي‌ای‌ای) په ۲۰۱۲ کال کې د «بهیر» په نوم یو زنداني په کابل کې په یوه پټ توقیف‌ځای کې د «مصنوعي اوبو ډوبولو» په طریقه شکنجه کړی و.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه زنداني د ګلبدین حکمتیار له خپلوانو څخه و او ښايي زوم یې وي.

د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې (سي‌ای‌ای) تر اوسه په رسمي ډول د درېیو زندانیانو شکنجه د «مصنوعي اوبو ډوبولو» په طریقه منلې ده. په دغو کسانو کې د القاعدې یو لوړپوړی غړی ابوزبیده؛ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو په طرحه کولو تورن کس خالد شیخ محمد او په ۲۰۰۰ کال کې د امریکا پر یوه جنګي بېړۍ د برید په طرحه کولو تورن عبدالرحیم النشیري شامل دي.

خو د نیویارک ټایمز له‌خوا ترلاسه شوي اسناد ښيي چې ښايي د مصنوعي اوبو ډوبولو په طریقه د شکنجه شویو کسانو شمېر د سي‌ای‌ای له رسمي شمېرو ډېر وي.

د دغو اسنادو له مخې، د سي‌ای‌ای یوه پخواني قراردادي ژباړن په ۲۰۱۲ کال کې د اېف‌بي‌ای د پلټنو پر مهال ویلي چې نوموړي د «بهیر» په نوم یو سړی لیدلی و چې پر یوې تختې تړل شوی او سر یې د اوبو پر لور نیول شوی و. د ژباړن په وینا، دغه کس د مصنوعي اوبو ډوبولو تر شکنجې لاندې و.

دغه ژباړن ویلي چې په دې شکنجه کې درېیو یا څلورو کسانو برخه لرله. هغه ټینګار کړی چې دا صحنه یې د سیمې څخه د تېرېدو پر مهال لیدلې او خپله یې په شکنجه کې ګډون نه درلود. د هغه په وینا، دغه شکنجه د یوه پټ زندان په دهلېز کې په یوه کوچني ځای کې ترسره کېده.

د سي‌ای‌ای پخواني ژباړن په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دغه زنداني د ګلبدین حکمتیار له خپلوانو څخه و. نیویارک ټایمز احتمال ورکړی چې موخه به یې «غیرت بهیر» وي.

غیرت بهیر د ګلبدین حکمتیار زوم او د افغانستان د اسلامي حزب له لوړپوړو څېرو څخه دی. هغه په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان په اسلام‌اباد کې د یوه عملیاتو پر مهال نیول شوی و او نوم یې د سي‌ای‌ای په اسنادو کې هم لیدل کېږي.

د دغه زنداني د شکنجې ځای د کابل په شمال کې یو پټ توقیف‌ځای و چې د سي‌ای‌ای په اسنادو کې د «سالټ پېټ» یا «کوبالټ د توقیف مرکز» په نوم یاد شوی دی. سي‌ای‌ای تر دې مخکې په تایلنډ او پولنډ کې په خپلو دوو پټو توقیف‌ځایونو کې د مصنوعي اوبو ډوبولو د طریقې کارول منلي وو.

دا معلومات د امریکا د پخواني ځانګړي څارنوال جان دورهام د هغو څېړنو یوه برخه ده چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د سي‌ای‌ای له‌خوا د زندانیانو د شکنجې او د شکنجو د ویډیويي ثبتونو د له منځه وړلو په اړه یې کړې وې. دغه څېړنې په پای کې د هېڅ ډول قضايي تور د لګولو لامل نه شوې.

د پنجشېري ځوانانو د وژل کېدو په اړه غبرګونونه؛ مقاومت جبهې دا پېښه سیستماتیکه وژنه بللې ده

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۰
100%

په کابل کې د طالبانو له خوا د شپږو پنجشیر ځوانانو د وژنې په اړه د افغانستان انټرنشنل د راپور له خپریدو وروسته، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې، د افغان ماموریتونو او قونسلګریو د همغږۍ شورا او یو شمیر فعالانو او د خواله رسنیو کاروونکو دا پیښه په کلکه وغندله.

هغوی د پېښې د ټولو اړخونو د څېړنې او د عاملانو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

باخبره سرچینو د جمعې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو ځواکونو په کابل کې د کارته نو په سیمه کې شپږ پنجشېري ځوانان وروسته له هغې په ډزو وژلي چې امنیتي پوستې ته د درولو امر یې نه و منلی.

خو د طالبانو د کابل د پولیسو ویاند تر دې مخکې ویلي وو چې د دې ډلې شپږ غله له طالبانو سره په وسله‌واله نښته کې وژل شوي دي.

د افغانستان د مقاومت ملي جبهې په یوه اعلامیه کې یاده پېښه د «پنجشېریانو سیستماتیکه او له قانونه بهر وژنه» بللې، په کلکه یې غندلې او دا یې د «پنجشېریانو د ترور او ډله‌ییزې سزا ورکولو» د تګلارې یوه برخه ګڼلې ده.

دغې جبهې ویلي چې طالبانو په کابل او پنجشېر کې «نه بښل کېدونکي جنایتونه» کړي چې د یو شمېر ځوانانو د وژل کېدو لامل شوي دي. د مقاومت ملي جبهې په وینا، دغه اقدامات د هغې پالیسۍ په دوام کې ترسره کېږي چې موخه یې د ټولنیزو دښمنیو زیاتول او د قومي درزونو ژورول دي.

د افغانستان د مقاومت ملي جبهې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له مدافع بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې دغه پېښې په خپلواکه توګه وڅېړي او عاملان یې ځواب ویلو ته اړ کړي.

په ورته وخت کې، په ژنیو کې مېشت د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو او قونسلګریو د همغږۍ شورا هم په یوه اعلامیه کې دغه پېښه غندلې او د هغه د خپلواکې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

دغه شورا ویلي، د قربانیانو د جسدونو د نه سپارلو او د هغوی پر خپلوانو د فشار راوړلو په اړه راپورونو دا اندېښنې زیاتې کړې چې ښايي پر شاهدانو وېره اچول کېږي او د حقیقت د څرګندېدو مخه نیول کېږي.

دغه شورا هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له عالي کمېشنرۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندوی پلاوي (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي غوښتي چې دا پېښه وڅېړي.

په همدې حال کې، د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان پخوانۍ ډیپلوماټې نگارې میرداد په کابل کې د پنجشېري ځوانانو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي چې دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه نه ده. هغې زیاته کړې چې په تېرو کلونو کې هم د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي د هغې په وینا، په «بېلابېلو پلمو» نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

میرداد د طالبانو په زندانونو کې د پنجشېریانو د بندیانو وضعیت ته په اشارې پوښتنه کړې: «د دغو ناورینونو نوم به څه ږدئ او دا وضعیت به تر کومه دوام کوي؟»

د امنیتي چارو کارپوه او د افغانستان د ملي امنیت پخواني چارواکي فرید شمال هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ادعا کړې چې په وروستیو ورځو کې څو پنجشېري ځوانان د غلا په تور وژل شوي، په داسې حال کې چې دغه تورونه په شفاف او رسمي ډول نه وو ثابت شوي.

هغه ویلي: «د پنجشېري اوسېدو له امله د ځوانانو وژل جنایت دی.»

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو هم د دې پېښې په اړه غبرګونونه ښودلي دي. یوه کاروونکي احمد بلال په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې افغانستان «د وېرې، چوپتیا او اسارت په خاوره» بدل شوی؛ هغه ځای چې د ده په وینا، وګړي ترې له ازادۍ، عدالت او انساني کرامت څخه بې‌برخې دي.

د خواله رسنۍ یوې بلې کاروونکې شازیه هم ادعا کړې چې قربانیان د پنجشېر له سیمې سره د تړاو له امله په نښه شوي دي. هغې ټینګار کړی چې ان که د غلا تور هم ثابت شي، د داسې جرم سزا اعدام دی خو په ډزو وژل نه دي.

کندهار کې انارګل نندارتون؛ د ښځو هیڅ ډول لاسي صنایع او تولیداتو ته اجازه نه ده ورکړل شوې

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۰
100%

په کندهار کې د «انارګل» په نوم د ملي او نړیوالو تولیداتو په نندارتون کې چې موخه یې د کورنیو تولیداتو معرفي کول، د بازار موندنې پراخول او د پانګونې هڅول بلل شوي، د ښځو لاسي صنایعو او نورو تولیداتو ته د ځای نه ورکولو له امله د ښځینه کورنیو سوداګرو د محرومیت اندېښنې راپورته کړې دي.

د کورني تولیداتو ښځینه مسولینې وايي، که څه هم دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې په خپله په دغه ډول نندارتونونو کې ګډون وکړي، خو تمه یې لرله چې خپل لاسي صنایع او نور تولیدات به د نارینه‌وو په وسیله نندارتون ته ورسوي؛ خو د دوی په خبره، په دې لاره کې هم ورسره همکاري ونه شوه او تولیدات یې له نندارې پاتې شول.

دوی نیوکه کوي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او بازار موندنې په نوم نندارتونونه جوړېږي، د ښځو تولیداتو ته د ځای نه ورکول د هغو ښځو هڅې له خنډ سره مخ کوي چې په لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو کې کار کوي او غواړي له همدې لارې خپلې کورنۍ ته عاید برابر کړي.

100%

یوه ښځینه تولیدوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وایي: «موږ ته خو اجازه نشته چې په خپله نندارتون ته ولاړې شو، خو موږ غوښتل خپل تولیدات د نارینه‌وو په وسیله ورولېږو، څو خلک یې وویني او بازار ورته پیدا شي؛ خو زموږ تولیداتو ته بیا هم اجازه ورنه کړل شوه».

نوموړې زیاته کړه چې د ښځو لاسي صنایع یوازې د کور دننه د بوختیا وسیله نه ده، بلکې د ډېرو ښځو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ده او نندارتونونه کولای شي د هغوی د کار د پېژندنې او پلور لپاره زمینه برابره کړي.

یوه بله ښځینه تولیدوونکې هم وایي: «موږ هم د دې هېواد تولیدوونکې یو او غواړو خپل کار خلکو ته وښیو؛ خو زموږ لپاره نه د ګډون اجازه شته او نه مو تولیدات نندارې ته وړاندې کېږي».

د هغې په خبره، د ښځو د تولیداتو نندارې ته نه وړاندې کېدل نه یوازې د هغوی د کار د معرفي کېدو فرصت له منځه وړي، بلکې د هغو ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا مخه هم نیسي چې په محدودو امکاناتو کې تولیدات برابروي.

100%

د انارګل نندارتون د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د بېلابېلو کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او د سوداګرو او پانګوالو د هڅولو هڅې کېږي؛ خو د ښځو د تولیداتو نشتون دا پوښتنه راپورته کوي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په داسې پروګرامونو کې د ښځینه تولیدوونکو ونډې ته څومره پام شوی دی.

د ښځو په خبره، که د دوی د تولیداتو د نندارې او بازار موندنې لپاره هم زمینه برابره شي، کولای شي خپل کار پراخ کړي، له نورو سوداګرو سره اړیکې جوړې کړي او خپل محصولات تر ډېرو پېرودونکو ورسوي.

په دغه نندارتون کې په لومړي ورځ د طالبانو د امربالمعروف ریاست د کارکوونکو له خوا خبریالانو ته هم اجازه ور نه کړل شوه، چې ويډیويي راپورونه چمتو کړي.

100%

علي‌خېل: له بن تر دوحې د افغانستان سیاسي تحولاتو ته باید بې‌پرې کتنه وشي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۰
100%

د جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل د بن له کنفرانس څخه د دوحې تر هوکړې پورې د افغانستان د سیاسي تحولاتو د بې‌پرې ارزونې غوښتنه کړې او د هېواد د راتلونکي لپاره یې د جمهوریت د سقوط د کورنیو او بهرنیو لاملونو څېړل بنسټیز بللي دي.

علي‌خېل د جمعې په ورځ (د لېندۍ شپږمه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «له بن تر دوحې د افغانستان تحولات، یوې عیني او بې پرې بیا کتنې ته اړتیا لري.»

نوموړي د بن کنفرانس د څرنګوالي او د جمهوري نظام د سقوط د کورنیو او بهرنیو لاملونو په اړه د پوښتنو په مطرح کولو سره ویلي: «همدا به د هېواد د راتلونکي لیدلوري لپاره تر ټولو مهم او بنیادي مسایلو څخه وي.»

علي‌خېل په خپلو څرګندونو کې د جمهوریت د سقوط پړه پر کومې ځانګړې ډلې یا هېواد نه ده اچولې، بلکې د افغانستان د شل کلنو سیاسي تحولاتو پر بې‌پرې او عیني ارزونې یې ټینګار کړی دی.

د بن له کنفرانس څخه د دوحې تر هوکړې

د بن هوکړه د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په پنځمه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاسلیک شوه، چې له مخې یې د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهالې ادارې، د بېړنۍ لویې جرګې د جوړېدو او د دایمي دولتي بنسټونو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره شوه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه ورځ وروسته د ۱۳۸۳ شمېرې پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره د بن هوکړه تایید کړه.

که څه هم د بن هوکړې د یوه پراخ‌بنسټه او استازولي کوونکي حکومت پر رامنځته کولو ټینګار کاوه، خو په نړیوالو علمي څېړنو کې په دغه کنفرانس کې د طالبانو او د مدني ټولنې د پراخ استازیتوب نشتوالی د دغه سیاسي بهیر له نیمګړتیاوو بلل شوی دی.

شاوخوا ۱۹ کاله وروسته، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه امریکا او طالبانو په قطر کې د دوحې هوکړه لاسلیک کړه، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او بین‌الافغاني خبرو لپاره یې زمینه برابروله؛ خو د افغانستان جمهوري حکومت د دغې هوکړې په مستقیمو مذاکراتو او لاسلیک کې ګډون نه درلود.

د جمهوریت د سقوط کورني او بهرني لاملونه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۱۵مه په یوه څېړنیز راپور کې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط شپږ اساسي لاملونه په ګوته کړي وو.

سیګار د افغان حکومت له‌خوا د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د لازم چمتووالي نشتوالی، د امریکا او طالبانو له مذاکراتو څخه د افغان حکومت څنګ ته کول، په سوله‌ییزو خبرو کې د دواړو افغان لورو نه انعطاف، د اشرف غني د واک د کړۍ محدودوالی، د واک زیات تمرکز، پراخ فساد او د حکومت د مشروعیت ستونزې د جمهوریت د سقوط له مهمو لاملونو بللي وو.

دغې ادارې همداراز ویلي وو، چې امریکا په افغانستان کې د باثباته، ولسواک، استازولي کوونکو او ځواب‌ویونکو حکومتي بنسټونو په رامنځته کولو کې خپلو ټاکلو موخو ته ونه رسېده.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه کابل د طالبانو لاس ته ولوېد او د افغانستان شل کلن جمهوري نظام سقوط وکړ. د همدې کال د اګسټ په ۳۰مه له افغانستان څخه د امریکايي او متحدو ځواکونو د وتلو بهیر هم بشپړ شو.