• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په پنجشېر کې یو کس د ماین اېښودلو پر مهال وژل شوی

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۰

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیف‌الدین لټون ادعا کړې چې یو کس د هغه ماین په چاودنه کې وژل شوی، چې غوښتل یې د رخه ولسوالۍ پر عمومي سړک یې ځای پر ځای کړي. هغه ویلي، چې په دې چاودنه کې له ماین اېښودونکي پرته بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند ویلي، چې دا پېښه د شنبې په ورځ د لړم په اوومه سهار شاوخوا شپږ بجې د رخه لېسې ته څېرمه پر عمومي سړک شوې ده. هغه زیاته کړې، چې دې چاودنې مالي زیان هم نه دی اړولی.

تر اوسه د دغه کس د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

نوموړي ادعا کړې، چې د پنجشېر د اوسېدونکو، په ځانګړې توګه د دیني عالمانو له لوري د طالبانو له ادارې ملاتړ د ځینو کسانو او «مغرضو کړیو» غوسه راپارولې ده. د لتون په وینا، دغه کړۍ هڅه کوي د داسې پېښو په رامنځته کولو سره د دې ولایت امنیت ګډوډ کړي.

د طالبانو ځايي چارواکو په پنجشېر کې تر دې مخکې ادعا کړې وه، چې د دغه ولایت یو شمېر دیني عالمانو او ملایانو د دې ډلې له ادارې سره «بیعت» کړی دی؛ هغه اقدام چې یو شمېر مخالفانو یې جبري بللی و.

سیف‌الدین لټون همداراز ادعا کړې، چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته پنجشېر د افغانستان له تر ټولو امنو ولایتونو څخه ګڼل کېږي.

پنجشېر د طالبانو پر وړاندې د مقاومت له دودیزو مرکزونو څخه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې لږ تر لږه د طالبانو څو کاروانونه د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د مخالفانو له لوري د مرګونو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

د راپورونو له مخې، طالبانو په تېره یوه میاشت کې د درې ولسوالۍ د عبدالله‌خېل درې په سیمه کې له یوې چاودنې وروسته څو ځله د خلکو کورونه پلټلي او د ځوانانو څو ډلې یې نیولې دي. د دې سیمې اوسېدونکو ویلي، چې طالبانو له دغې چاودنې وروسته د خلکو عادي ژوند سخت ګډوډ کړی او د سیمې اوسېدونکي یې ځورولي دي.

ډېر لیدل شوي

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي
۱
ځانګړی

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۲

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو

۳

سرچینې: طالبانو شپږ پنجشیري ځوانان د تلاشۍ پوستې ته د نه درېدو له امله وژلي دي

۴

د ماشومانو د ملاتړ سازمان: جګړې، بې‌وزلي او د مرستو کمښت د ماشومانو ودونه ډېر کړي

۵

طالبانو له روسیې وغوښتل چې د ترکمنستان له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر اسانه کړي

•
•
•

نور خبرونه

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر: هېچا د ښځو د نومونو د لرې کولو امر نه دی کړی

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۰
100%

په بلخ کې د طالبانو او د دغې ډلې د عدلیې وزارت ویاندویانو د دغه ولایت په روغتونونو او درملنې مرکزونو کې د ښځو د اصلي نومونو پر کارولو د بندیز د حکم د خپرېدو په اړه راپورونه رد کړل. هغوی زیاتوي چې د ښځو د نومونو د کارولو د مخنیوي په اړه هېڅ رسمي فرمان یا امر نه دی صادر شوی.

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید د شنبې په ورځ، د لیندۍ په اوومه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې ولایت کې د درملنې په مرکزونو کې د ښځو د اصلي نومونو پر کارولو د بندیز اړه راپور ناسم دی او د والي دفتر په دې برخه کې هېڅ حکم نه دی صادر کړی.

په ورته مهال د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي هم په دې اړه راپورونه رد کړې او هغه یې اوازه بللې ده. نوموړي ویلي چې د ښځو د اصلي نومونو د کارولو د منع په اړه هېڅ قانون یا امر نه دی صادر شوی.

دا غبرګونونه وروسته له هغه مطرح شول چې ګارډین ورځپاڼې او زن‌ټایمز په یو ګډ راپور کې ولیکل، چې د افغانستان په شمال د بلخ ولایت کې طالب چارواکو ښځینه ناروغانې د هغوی په اصلي نومونو له بللو منع کړې دي. د دغو دوو رسنیو د راپور پر بنسټ، د طالبانو چارواکو په مې میاشت کې شخصي روغتونونو او کلینیکونو ته امر کړی چې د ښځو د نوم پر ځای د «بي‌بي» کلمه وکاروي.

د دې راپور د سرچینو په وینا، دا امر حتی په طبي نسخو هم تطبیقېږي.

ګارډین او زن‌ټایمز په خپل راپور کې د افغان ښځو او ډاکټرانو له قوله لیکلي، چې د درملنې خدمتونو ته د ښځو په لاسرسي کې د طالبانو محدودیتونو هغوی له سختو او کله نا کله نامعقولو شرایطو سره مخامخ کړي دي. دغه راپور د ښځو د نوم د کارولو د محدودیت تر څنګ د نارینه ډاکټرانو له خوا د ښځینه ناروغانو د درملنې غیررسمي منع کولو ته هم اشاره کړې ده.

د یو شمېر ډاکټرانو د شاهدۍ پر بنسټ، د طالبانو امنیتي ځواکونه د کلینیکونو په پلټلو او زندان ته د نارینه ډاکټرانو په ګواښلو سره د ښځینه ناروغانو د مستقیمې درملنې مخه نیسي.

طالبانو تر اوسه د ښځو پر ضد لسګونه محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي. د دغو محدودیتونو له مخې ښځې له محرم پرته د سفر کولو اجازه نه لري او درملنې خدمتونو ته د هغوی لاسرسی هم له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.

نارینه ډاکټران هم د ښځینه ناروغانو په معاینه او درملنه کې له ځینو محدودیتونو سره مخ دي.

د مزارشریف یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا بعیده نه ده چې دا ډول محدودیت د طالبانو له خوا لګول شوی وي؛ ځکه چې د هغه په وینا، د افغانستان په ټولنه کې د ښځو د نوم ړنګول یا پټول کومه نوې موضوع نه ده. همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د درملنې په مرکزونو کې د «بي‌بي» کلمې د کارولو په اړه د طالبانو د نوي حکم د صادرېدو په اړه خبر نه لري.

په افغانستان کې د ښځو د نوم د نه کارولو موضوع اوږده مخینه لري او د ټولنې په ځینو برخو کې په عمومي غونډو او حتی په کورنیو کې د ښځو د نومونو اخیستل له کلتوري حساسیتونو سره مخامخ وو. خو له دې سره په تېر وخت کې په طبي نسخو، د روغتونونو په اسنادو او رسمي کاغذونو کې د ښځو د نومونو د لیکلو هېڅ رسمي بندیز شتون نه درلود.

که څه هم د افغانستان د ټولنې په ځینو برخو کې ښځې ډېری وخت د خپل اصلي نوم پر ځای د کورنۍ په نسبت لکه د یو سړي د مور، خور، لور یا مېرمنې په نوم یادېږي، خو دا ټولنیز حساسیت د درملنې او اداري اسنادو څخه د ښځو د نومونو د ړنګولو لپاره د کوم رسمي حکم په مانا نه و.

په افغانستان کې د ښځو د نومونو اخیستلو په اړه ټولنیز حساسیتونه په تېرو کلونو کې د ښځو د حقونو د فعالانو له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

په ۲۰۱۷ کال کې یو شمېر ښځو او د ښځو د حقونو فعالانو په ټولنیزو شبکو کې د «زما نوم چېرته دی؟» کمپاین پیل کړ. دغه کمپاین هڅه کوله چې د «زما نوم چېرته دی» په هشټاګ سره له هغه دود سره مبارزه وکړي چې له مخې یې ښځې د خپل اصلي نوم پر ځای د یوه سړي د مور، خور، لور یا مېرمنې په توګه پېژندل کېږي او د هغوی خپلواک هویت له پامه غورځول کېږي.

دغه بهیر په ځینو مواردو کې حتی د ودونو په بلنلیکونو، د قبرونو په تیږو او رسمي اسنادو کې هم لیدل کېده. په هغه وخت کې د ماشومانو په پېژندپاڼو کې د پلار نوم لیکل کېده، خو په دغو اسنادو کې د مور د نوم لیکل معمول نه وو. د «زما نوم چېرته دی؟» کمپاین د ښځو د خپلواک هویت او نوم د په رسمیت پېژندلو او په رسمي اسنادو کې د هغوی د نومونو د درج غوښتنه کوله.

دغه کمپاین په ۲۰۲۰ کال کې خپلې یوې حقوقي لاسته راوړنې ته ورسېد. په هغه وخت کې د افغانستان پخواني حکومت د ماشومانو په تذکرو کې د مور د نوم درج تصویب کړ؛ هغه اقدام چې د ښځو د حقونو د فعالانو له خوا د ښځو د خپلواک هویت د په رسمیت پېژندلو لپاره د یوه ګام په توګه وستایل شو.

اوس له هغه کمپاین څخه د څو کلونو په تېرېدو او واک ته د طالبانو په بېرته راستنېدو سره، د بلخ په درملنې مرکزونو کې د ښځو د نومونو د کارولو د منع په اړه راپورونو، یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولنیزو محدودیتونو او د ښځو د هویت د ړنګېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

که څه هم د طالبانو ویاندویانو دا راپور رد کړی دی، خو پر زده‌کړو، کار، ټولنیز حضور او روغتیایي خدمتونو ته د ښځو پر لاسرسي د دې ډلې محدودیتونه لا هم د بشري حقونو د بنسټونو او د ښځو د حقونو د مدافعانو د اندېښنې اصلي موضوعات دي.

متقي د پاکستان له جګړې سره په تړاو: مهمه دا ده چې د جګړې ډګر څوک ګټي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۵۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بریدونو په اړه ویلي، چې دا ډله له زغم او حوصلې کار اخلي، خو مهمه دا ده چې په دې نښته کې څوک بریالي کېږي. هغه له اریانا ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان د پاکستان د بریدونو په ځواب کې «ماشومانه» اقدامات نه کوي.

ښاغلي متقي د پاکستان تګلاره «غیرمعقوله» بللې او ویلي یې دي، چې اسلام‌اباد له دې تګلارې هېڅ ګټه نه ده ترلاسه کړې. هغه زیاته کړې، چې تاریخ ښودلې افغانان د فشار پر وړاندې نه تسلیمېږي او په اوږدمهال کې به وضعیت د طالبانو په ګټه تمام شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان په بریدونو کې د وژل شویو ملکي وګړو د وینې د مسوولیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې طالبان «ماشومانه» اقدامات نه کوي. هغه ټینګار وکړ، چې طالبان له پاکستان سره د عادي اړیکو غوښتونکي دي؛ لکه څنګه چې له بریتانیا او شوروي اتحاد سره هم، د افغانستان پر وړاندې د دغو هېوادونو د تېرو تېریو سربېره، د عادي اړیکو غوښتونکي دي. ښاغلي متقي وویل: «که هغوی په خپله تګلاره کې بیا کتنه وکړي، موږ کومه ستونزه نه لرو.» هغه زیاته کړه، چې اوس مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ هېڅ ډول خبرې اترې نه روانې دي.

نوموړي همداراز له تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو ډلو څخه د طالبانو ملاتړ رد کړ او ویې ویل، چې د دغو ډلو ستونزې له پاکستان سره په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو مخکې هم موجودې وې.

تهران ته د احمد مسعود د بلنې په اړه غبرګون

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ایران ته د احمد مسعود د بلنې په غبرګون کې وویل، چې تهران ته د هغه سفر چندان اهمیت نه درلود؛ ځکه د متقي په وینا، مسعود په دغه هېواد کې د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و او د افغانستان د وضعیت په اړه یې خبرې نه دي کړې. خو متقي وویل، چې طالبانو دا موضوع له پامه نه ده غورځولې او خپل اعتراض یې د ایران اسلامي جمهوریت ته څرګند کړی دی.

بهرنۍ اړیکې او د طالبانو په رسمیت پېژندل

امیرخان متقي وویل، چې طالبانو په بهرنیو اړیکو کې باور او اعتبار ترلاسه کړی او د هغه په وینا، په عملي توګه په رسمیت پېژندل شوي دي؛ ځکه له نورو هېوادونو سره د تعامل او همکارۍ پر وړاندې هېڅ خنډ نشته. هغه د مسکو فارمټ په غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګندونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې لاوروف د داعش پر وړاندې د طالبانو د اقداماتو ستاینه کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل، چې دا ډله له امریکا سره د مثبتو اړیکو غوښتونکې ده. هغه زیاته کړه، چې د شل کلنې جګړې او له هغې څخه د رامنځته شوې بې‌باورۍ سربېره، امریکا د دوی پر وړاندې کوم منفي اقدام نه دی کړی.

متقي د بګرام هوايي اډې په اړه د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې طالبان به د افغانستان د خاورې ان یو انچ هم چا ته ونه سپاري. هغه د امریکايي ځواکونو د پاتې شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو په اړه هم وویل، چې دا تجهیزات غنیمت دي او طالبان یې د افغانستان د دفاع لپاره کاروي.

له ایران سره اړیکې او د ایران او امریکا جګړه

متقي له ایران سره د طالبانو اړیکې ښې وبللې او ویې ویل، چې ایران یو صنعتي او تولیدي هېواد دی او افغانستان د دغه هېواد تولیداتو او وړتیاوو ته اړتیا لري.

هغه د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې په اړه وویل، چې طالبان په دې موضوع کې د بې‌طرفۍ تګلاره لري، خو پر یوه هېواد او د هغه پر خلکو له تېري سره مخالف دي.

بشري حقونه او د طالبانو د حکومت جوړښت

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه پوښتنو ته په ځواب کې ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د دغو حقونو نقض شتون نه لري. هغه په ورته وخت کې وویل، چې د افغانستان ټولنه له لوېدیځې ټولنې سره توپیر لري.

متقي په افغانستان کې د سیاسي بندیانو شتون رد کړ او ادعا یې وکړه، چې د طالبانو د حکومت جوړښت ټول‌شموله دی او ټول قومونه پکې حضور لري. هغه وویل، چې د افغانستان په تاریخ کې هېڅکله ټول‌شموله حکومت نه دی موجود شوی او د طالبانو امارت ګوند، تنظیم یا ډله نه ده، بلکې د ټولو افغانانو ګډ جوړښت دی.

د طالبانو مخالفان او امنیتي وضعیت

متقي د طالبانو مخالفان تر ډېره په ټولنیزو شبکو کې فعال وبلل او ویې ویل، چې هغوی خواره واره او پر څو ډلو وېشل شوي دي. هغه د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند دننه د بېلتون یادونه وکړه او ویې ویل، چې دغه جریان په تېرو وختونو کې یو واحد جوړښت و، خو اوس پر څو څانګو وېشل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه، چې د دې ډلې مخالفان د افغانستان پر هېڅ برخه واک نه لري. هغه وویل، چې نورستان ته د برید لپاره د مخالفانو پنځه کلنې هڅې په دوو ساعتونو کې شنډې شوې. متقي په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه هم وویل، چې دغه ډله په افغانستان کې حضور نه لري او ګواښ یې له هېواده بهر سرچینه اخلي. هغه په دې برخه کې د پاکستان بلوچستان ته اشاره وکړه.

د طالبانو په لیکو کې خپلمنځي اختلافات او له مخالفانو سره خبرې اترې

متقي د طالبانو په لیکو کې د اختلافونو شتون رد کړ او د بدخشان په ولایت کې یې د جمعه‌خان فاتح د نښتې یادونه وکړه. هغه وویل، چې د یوه «ډلګۍ مشر» اعتراض د دې ډلې په جوړښت کې د اختلاف په معنا نه دی.

له طالبانو سره د مخالفانو د خبرو اترو په اړه متقي وویل، چې دا ډله له هېچا سره دښمني نه لري. هغه د خپل دریځ د تایید لپاره د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده وروستیو څرګندونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې طالبانو ان هغه کسان هم بښلي دي، چې په تېرو وختونو کې یې د دې ډلې د غړو له جسدونو سره سپکوونکی چلند کړی و.

طالبان: پنځو کلونو کې مو د ډیورند کرښې په ګډون سرحدي سیمو کې تر ۱۰۰۰ ډېرې پوستې جوړې کړي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۰
100%
د عکس په اړه په ورکړل شوو معلوماتو کې د لیدل کېدونکې صحنې یا ځای جزئیات نشته.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې یې د ډیورند کرښې په ګډون د افغانستان په سرحدي سیمو کې ۱۰۳۰ پوستې جوړې کړې دي. دغه وزارت په دې موده کې د څو لواوو او کنډکونو له جوړولو خبر هم ورکړی دی.

د دغه وزارت د تاسیساتو مرستیال عبدالستار هاشمي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) د طالبان تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، د ۶۵۰ میلیارده افغانیو په لګښت یې څه باندې پنځه لواوې جوړې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دفاع وزارت په چوکاټ کې ۱۱ کنډکونه، ۲۲ ټولۍ او یو زر او ۳۰ پوستې هم جوړې شوې دي.

د هاشمي په وینا، د دغو پروژو ترڅنګ د برېښنا په برخه کې هم ۱۰ پروژې تر کار او پلان لاندې دي چې یو میلیارد افغانۍ بودجه ورته ځانګړې شوې ده.

هاشمي په دې تړاو ویلي: «په ټوله کې د ۱ میلیار او ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تر کار او پلان لاندې د برېښنا پروژې دي او موخه یې د اردو لپاره سهولت رامنځته کول دي».

هغه همداراز ویلي: « د ۹۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت متفرقې پروژې ترسره شوي او د ۹۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت نورې پروژې تر کار او پلان لاندې دي چې روان کال به بشپړې شي».

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، په دغو لواوو کې یې عصري تاسیسات، د نقلیه وسایطو د ترمیم کارځایونه، روغتیايي خدمتونه، د اوسېدو او اداري چارو ودانۍ او لوژستیکي اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

په دې تړاو د طالبانو د خالد بن ولید دویمې لوا قوماندان محب‌الله خالد ویلي: « د امنیه قوماندانۍ او د پرسونل د اوسېدو ځایونو لپاره دغو تعمیرونو کې ډیرې اسانتیاوې برابر شوي دي».

همداراز، د طالبانو د فوق‌العاده لوا مرستیال ولي محمد ویلي، چې په دغې لوا کې یې هم ټولې چارې منظمې کړي، پوستو ته یې لارې غځولې او د اوبو امکانات یې ورته برابر کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت همداراز وايي، چې د هندوکش غرونو په شاوخوا کې یې هم ګڼې پوستې جوړې کړي او په وینا یې، اجازه به ورنه کړي چې څوک د هېواد امنیت ګډوډ کړي.

که څه هم طالبانو په څرګنده توګه نه‌دي ویلي، چې په ځانګړي ډول د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې څومره پوستې جوړې کړي، خو له شاوخوا یوه کال راهیسې په دې سیمه کې د دغو پوستو د جوړېدو پر سر د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځله نښتې هم شوې دي.

تېره میاشت هم د طالبانو د ۲۱۵ «عزم» قول اردو قوماندانۍ په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې له نویو جوړېدونکو پوستو لیدنه کړې وه.

د تورخم اړوند د ډیورند کرښې په اوږدو کې هم د دواړو لورو ترمنځ د پوستو د جوړېدو پر سر وخت ناوخت نښتې کېږي او یو بل ته د نویو پوستو د جوړولو اجازه نه‌ورکوي.

څه موده وړاندې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو، چې د تورخم دروازې ته څېرمه د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې او دواړو لورو پر یو بل ډزې کړې دي. د دغو سرچینو په وینا، د نښتې لامل د طالبانو له لوري ډیورند کرښې ته څېرمه د «ځنګل» په نوم د یوې پوستې د جوړولو چارې وې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شاوخوا یوه کال راهیسې اړیکې ترینګلې دي. پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې او دغه ډلې له افغانستان څخه پر پاکستان د بریدونو پلانونه جوړوي، خو طالبانو د پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړې دي.

پاکستان د همدې ادعاوو له مخې څو ځله د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه کړي او د یوناما په وینا، په ډېریو دغو بریدونو کې ملګي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ازادۍ جبهې کابل کې د طالبانو له لوري د ۶ پنجشېري ځوانانو د وژنې په تړاو د څېړنې غوښتنه کړې

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۰
100%

ازادۍ جبهې طالبان کابل کې د ۶ پنجشېري ځوانانو پر وژنې تورن کړي او وايي، دغه ځوانان د واده له یوه محفل څخه د ستنېدو پر مهال وژل شوي دي. دغې جبهې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې دغه پېښه په خپلواکه توګه وڅېړي. دغه پېښه د تېرې چهارشنبې په سهار وختي رامنځته شوې.

افغانستان انټرنشنل تر دې وړاندې دغو ځوانانو ته د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړی وو، چې هغوی د کابل په اتمه ناحیه کې د طالبانو په یوه پوسته کې له درېدو وروسته، د طالبانو د ډزو هدف ګرځېدلي او وژل شوي دي.
کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند تر دې مخکې ویلي وو، چې «شپږ غله» له طالبانو سره په وسله‌واله نښته کې وژل شوي، خو ازادۍ جبهې د طالبانو دا ادعا رد کړې، چې ګواکې دغه کسان وسله‌وال غله وو او په نښته کې وژل شوي دي. دغه پېښه د تېرې چهارشنبې ورځې په سهار وختي (د لیندۍ ۴مه) رامنځته شوې ده.

دغې جبهې د ځايي سرچینو او د وژل شویو کسانو د خپلوانو په حواله ویلي، چې د پېښې پر مهال هېڅ ډول وسله‌واله نښته نه‌وه شوې.
د طالبانو مخالفې دې پوځي جبهې د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه شپږ ځوانان د پنجشېر اصلي اوسېدونکي وو او د کابل په کارته نو سیمه کې د واده له یوه محفل څخه د ستنېدو پر مهال د طالبانو د وسله‌والو کسانو له لوري په ډزو سره وژل شوي دي.
دې جبهې همدارنګه ادعا کړې، چې طالبانو د دغو شپږو ځوانانو له وژلو وروسته د هغوی جسدونه له ځان سره ساتلي او د قربانیانو له کورنیو یې ژمنه اخیستې، چې د پېښې په اړه به له چا سره خبرې نه‌کوي.
ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې په دې پېښه کې د قربانیانو قومي او سیمه‌ییز تړاو هم اغېز لرلی او له ملګرو ملتونو، په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندویه پلاوي (یوناما)، د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو غوښتي، چې دا پېښه په خپلواکه توګه وڅېړي او مستنده یې کړي.
د وژل شویو ځوانانو یوه خپلوان افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه شپږ ځوانان ملګري او خپلوان وو. هغه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه ویلي، چې ۲۲ کلن فیروز د باغ سرخ کلي اوسېدونکی، فرزاد ایوبي د رخه ولسوالۍ د درخېل کلي اوسېدونکی او د دوو ماشومانو پلار، خداداد د ابشار ولسوالۍ د ګلاب‌خېل کلي اوسېدونکی، زبیر د بازارک د منجهور کلي اوسېدونکی او نواز د بادقول کلي اوسېدونکي ول.
د وژل شویو کسانو یو بل خپلوان ویلي، چې طالبانو د هغوی جسدونه یوه شپه او ورځ له ځان سره ساتلي او کورنیو ته یې نه‌وو سپارلي. د هغه په وینا، طالبانو د قربانیانو له کورنیو ژمنه اخیستې، چې د دې پېښې په اړه به له رسنیو سره خبرې نه‌کوي.

ایلان ماسک د افغان ښځو وضعیت «خورا اندېښمنونکی» وباله

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۰
100%

د ټېسلا او سپېس‌اېکس مشر ایلان ماسک هغه راپورونه «خورا اندېښمنونکي» بللي، چې ګواکې طالبانو د افغانستان په رسمي ادارو کې د ښځو نومونه حذف کړي دي. د راپورونو له‌مخې، طالبانو په بلخ کې روغتیايي مرکزونو ته امر کړی، چې په روغتیايي اسنادو کې د ښځینه ناروغانو نومونه ونه‌لیکلي.

د «زن‌نیوز» او «ګارډين» په یوه ګډ راپور کې راغلي، چې طالبانو په بلخ کې روغتونونو او کلینیکونو ته امر کړی، چې په رسمي اسنادو، طبي نسخو او روغتیايي سوابقو کې د ښځینه‌ ناروغانو نومونه ونه‌لیکي او د هغو د نومونو پر ځای یوازې ورته «بي‌بي» ولیکي.

په افغاني ټولنه کې «بي‌بي» د درناوي وړ ښځې او په ځانګړې توګه «نیا» ته کارول کېږي.

د ټېسلا او سپېس‌اېکس مشر ایلان ماسک د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په خپله اېکس‎‌پاڼه د یاد راپور په بیا خپرولو سره ویلي: «خورا اندېښمنونکې ده».

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په ډېرو برخو کې په عام محضر کې د ښځې د نوم اخیستل یا لیکل د هغې د مېړه یا کورنۍ عزت ته سپکاوی ګڼل کېږي، چې له امله یې د هغوی نومونه ډېری وخت د قبرونو له تیږو څخه هم لرې کېږي.

طالبانو لا تر اوسه په رسمي توګه د «زن‌نیوز» او «ګارډین» دغه ګډ راپور ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

همدا ۴ ورځې مخکې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان‌نویل بارو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» وبللې او ویلي یې وو، چې طالبان اوس غواړي ان د ښځو نومونه هم له‌منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې د بشریت ضد جرمونو د مخنیوي او سزا ورکولو په اړه د نړۍوال کنوانسیون په خبرو اترو کې هڅه کوي چې «جنسیتي اپارتاید» هم د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

هغه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «غیرانساني شکنجه» بللې او افغان ښځو ته یې په خطاب کې ویلي: «موږ تاسې نه هېروو، فرانسه ستاسو ترڅنګ ولاړه ده او تاسې یوازې نه یاست».

د بارو په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان ښځې او نجونې په روانه پېړۍ کې له تر ټولو سخت تبعیض سره مخ دي. بارو ویلي، چې طالبانو افغان ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محرومې کړي او له عامه ژوند څخه یې څنګ ته کړې دي.

د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پرامیلا پاتن هم تېره اونۍ (دوشنبه د لیندۍ ۲مه) د افغان ښځو په اړه د مادرید په څلورمه غونډه کې ویلي، چې دمګړۍ شاوخوا ۲۰ میلیونه افغان ښځې او نجونې په داسې شرایطو کې ژوند کوي، چې د هغوی ډېری حقونه، واک او په ټولنیزو چارو کې ګډون ترې اخیستل شوی دی.

طالبانو یې په غبرګون کې ویلي وو، چې د افغان ښځو او نجونو حقونه د «شریعت» په چوکاټ کې تامین دي او په وینا یې، نړۍوالې ادارې او سازمانونه باید افغاني ټولنې ته دې له خپل لید لوري ونه‌ګوري.