
طالبان: په تېره یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه ۴۶۴ کسان راستانه شوي دي
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ۱۰۸ کورنۍ، چې ۴۶۴ غړي یې لرل، هېواد ته راستنې شوې دي. د کمېسیون په وینا، ۲۳۹ کسان خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۵۷ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.


















