• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني سږ کال تر ۲۰۰ ډېر افغان پناه غوښتونکي بېرته لېږلي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۰

د جرمني حکومت په رسمي ډول اعلان وکړ چې د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه یې لږ تر لږه ۲۱۹ افغان کډوال بېرته افغانستان ته اېستلي دي. د خپرو شویو شمېرو له مخې، تېر کال له جرمني څخه د اېستل شویو افغانانو شمېر ۸۳ تنه او وړم کال یوازې ۲۸ تنه و.

دا نوې شمېرې د جرمني د چپ اړخي ګوند د استازو د هغې غوښتنې په ځواب کې خپرې شوې، چې له حکومت څخه یې د کډوالو د ايستلو، له طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي او د بې‌جرمه پناه غوښتونکو د وضعیت په اړه وضاحت غوښتی و.

د دغه سند پر بنسټ، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي له ۱۸مې د وږي تر نیمایي پورې د جرمني د بېلابېلو ایالتونو له خوا د افغانانو د شړلو د ۴۸۸ ثبت شویو غوښتنو له ډلې، ۲۶۷ کسانو هېڅ ډول جنایي یا جرمي سابقه نه درلوده.

له جرمني څخه افغانستان ته د افغان وګړو د جبري بېرته ستنولو بهیر په ۲۰۲۴ کال کې پیل شو، او واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې له دې هېواده له ۳۰۰ څخه ډېر کسان بېرته استول شوي دي.

په لومړي سر کې دغه بهیر یوازې پر هغو کسانو محدود و چې په جنایي جرمونو محکوم شوي وو، خو د ۲۰۲۶ کال له اوړي راهیسې هغه افغانان هم ايستل کېږي چې هېڅ جرمي سابقه نه لري.

د جرمني حکومت د کډوالو د اېستلو د اسانتیا لپاره له طالبانو سره اړیکې او تعاملات هم لرلو.

تر دې وړاندې، د جرمني په پارلمان کې د چپ اړخي ګوند استازې کلارا بونګر او د کډوالو د حقونو د ملاتړې ډلې «پرو ازول» اجراییوي مشرې هلن رزنه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د بې‌جرمه افغانانو د اېستلو پر پراخېدو او د هغوی د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې وه.

ډېر لیدل شوي

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي
۱
ځانګړی

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۲

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو

۳

سرچینې: طالبانو شپږ پنجشیري ځوانان د تلاشۍ پوستې ته د نه درېدو له امله وژلي دي

۴

طالبانو له روسیې وغوښتل چې د ترکمنستان له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر اسانه کړي

۵

د ماشومانو د ملاتړ سازمان: جګړې، بې‌وزلي او د مرستو کمښت د ماشومانو ودونه ډېر کړي

•
•
•

نور خبرونه

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰
100%

د بامیان ۲۱ کلن ځوان مرتضی انوري پنځه کاله په ایران کې کار وکړ، څو د خپل مړ شوي پلار پورونه پرې کړي. هغه هیله لرله چې د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه کړي، واده وکړي او د خپل ژوند نوی فصل پیل کړي.

مرتضی د هغو اتو افغان کډوالو له ډلې یو دی چې جسدونه یې د ترکیې په وان ښار کې موندل شوي دي.

د مرتضی د تره زوی عباس، چې په ایران کې ورسره همکار و د هغه د ژوند د کیسو په یادولو سره لومړی د اوږدو کاري ساعتونو یادونه کوي. دوی د اصفهان په یوه فابریکه کې د ماشینونو پرزو د پالش کولو کار کاوه.

عباس وایي: «هغه به دلته هره ورځ ۱۳ او ان ۱۴ ساعته کار کاوه. ډېر زیارکښ و.»

مرتضی د بامیان په مرکز کې د فولادي درې اوسېدونکی و. د عباس په وینا، هغه تر لسم ټولګي پورې زده‌کړې کړې وې، خو د اقتصادي ستونزو له امله اړ شو ښوونځی پرېږدي او د کار لپاره ایران ته ولاړ شي.

د مرتضی پلار شاوخوا شپږ یا اووه کاله مخکې مړ شوی و. د هغه له مړینې وروسته کورنۍ له بې‌وزلۍ او هغو پورونو سره مخ وه چې د پلار څخه یې ورته پاتې وو.

عباس د دغو پورونو اندازه شاوخوا یو میلیون افغانۍ یادوي. هغه وایي، کره اندازه یې نه ده په یاد، خو تر هغه ځایه چې پوهېږي، د کورنۍ پورونه له دې اندازې کم نه وو.

مرتضی په ایران کې د خپلو پنځو کلونو کار پر مهال هڅه وکړه چې د کورنۍ دغه پورونه پرې کړي.

د مرتضی مور، خویندې او وروڼه په افغانستان کې اوسېدل. هغه دوې مشرانې خویندې، یو مشر ورور او یو کشر ورور درلود. مشر ورور یې هم د یوې مودې لپاره په ایران کې کار کړی و، وروسته بېرته افغانستان ته ستون شوی و؛ خو مرتضی په ایران کې پاتې شو او خپل کار ته یې دوام ورکړ.

عباس شاوخوا دوه یا درې کاله له مرتضی سره یوځای کار کړی و. په دې موده کې دوی څو ځله د خپل راتلونکي په اړه خبرې کړې وې. د عباس په وینا، هغه د مرتضی له هیلو او ارمانونو خبر و.

100%

مرتضی په ایران کې د خپل استوګنې له لومړیو کلونو راهیسې ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته د تګ فکر درلود. د عباس په وینا، اقتصادي ستونزو او د کورنۍ پورونو اړ کړی و چې څو کاله په ایران کې پاتې شي او کار وکړي.

هغه هیله لرله چې په ترکیه کې به کار پیدا کړي او ډېر عاید به ترلاسه کړي. اروپا ته تګ هم د هغه د راتلونکو پلانونو یوه برخه وه، که څه هم نه پوهېده چې هلته رسېدل به څومره وخت ونیسي.

مرتضی د قاچاقي سفر لګښت هم د کارګرۍ له لارې برابر کړی و.

د عباس په وینا، قاچاق‌بر ورسره هوکړه کړې وه چې د شاوخوا یو زرو او ۴۰۰ ډالرو په بدل کې به یې ترکیې ته ورسوي او هلته به ورته دنده هم پیدا کړي.

مرتضی په همدې هیله د ترکیې پر لور روان شو؛ خو څه موده وروسته د ترکیې په وان ولایت کې د اتو افغان کډوالو د جسدونو د موندل کېدو خبر خپور شو. د عباس په وینا، مرتضی هم د دغو اتو کسانو له ډلې و.

د دغو اتو افغان کډوالو جسدونه د لړم په ۱۶مه د وان ولایت د اوزالپ ولسوالۍ په یوه سیمه کې، د ایران پولې ته نږدې او د سړک تر څنګ وموندل شول. د هغوی مړي د عدلي طب د معایناتو لپاره د وان ښار عدلي طب مرکز ته ولېږدول شول.

د دغو کډوالو د مړینې د څرنګوالي په اړه بېلابېل روایتونه خپاره شوي دي. د «وان ۶۵» سیمه‌ییزې رسنۍ د لړم په ۲۲مه راپور ورکړی چې دغه کډوال په یوه خالي شوي کور کې اوسېدل او ښایي د کور د تودولو لپاره د بخارۍ له امله د خپاره شوي کاربن مونو اکساید ګاز د تنفس کولو له کبله مړه شوي وي.

دغه رسنۍ همدارنګه ادعا کړې چې نورو کډوالو د خپلو ملګرو له مړینې وروسته د هغوی جسدونه د دوو کلیو ترمنځ یوې ازادې سیمې ته لېږدولي وو.

خو دا روایت تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

د وان د وکیلانو ټولنې د اوز الپ له څارنوالۍ سره تر لیدنې وروسته، د لړم په ۱۸مه اعلان وکړ چې د دغو اتو افغان کډوالو د مړینې لامل لا هم نه دی معلوم شوی او د پېښې په اړه څېړنې محرمانه دي. دې ټولنې ویلي، هڅه کوي د قربانیانو هویت، د مړینې لامل او د پېښې څرنګوالی روښانه کړي او قضايي بهیر له نږدې تعقیبوي.

د ترکیې اخلاص خبري اژانس د خپل وروستي راپور له مخې، چې د لیندۍ په څلورمه یې خپور کړی، د دغو اتو کډوالو جسدونه تر عدلي طب معاینې وروسته په الوتکه کې افغانستان ته لېږدول شوي دي. دغه خبري اژانس هم د هغوی د مړینې لامل نامعلوم بللی او لیکلي یې دي چې په استانبول کې د څېړنو پایلې ښايي د دغو کډوالو د مړینې د علت په روښانه کېدو کې مرسته وکړي.

100%
مرتضی په اصفهان کې

د مرتضی د کورنۍ سختې ورځې

عباس وايي، د مرتضی مور، خویندې او کشر ورور د هغه د مړینې د خبر په اورېدو سخت ځپل شوي دي. د ده په وینا، د کورنۍ غړي د دې خبر له اورېدو وروسته څو ځله بې‌هوښه شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د مرتضی مور لا هم ځوانه ده. هغې څو کاله مخکې خپل مېړه له لاسه ورکړی و او اوس د خپل زوی له مړینې سره هم مخ شوې ده. عباس وايي، د دې کورنۍ اقتصادي وضعیت ډېر ستونزمن دی.

عباس د مرتضی وروستۍ هیلې هم په یاد لري. دی وايي، مرتضی به څو ځله د خپل راتلونکي په اړه خبرې کولې او ویل به یې: «که د خدای خوښه وه، اروپا ته ځم؛ او که د خدای خوښه نه وه، بېرته افغانستان ته ستنېږم».

جرمني له ۷۵۳ افغان پناه غوښتونکو غوښتي چې د طالبانو کونسلګریو ته ورشي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۵۴ GMT+۰
100%

په جرمني کې د ۲۰۲۶ کال له پیله تر دې دمه ۷۵۳ افغان کډوالو ته د دغه هېواد د بهرنیانو ادارو داسې غوښتنې لېږلې دي چې له مخې یې باید د افغانستان ډیپلوماتیکو استازولیو ته ورشي او له هغو استازو سره وګوري چې د طالبانو تر اغېز لاندې دي.

د جرمني د اې ار ډي د حقوقي څانګې د راپور له مخې، په دې شمېره کې په باویریا ایالت کې د افغان کډوالو لپاره ۵۶۱ او په بادن‌وورتمبرګ ایالت کې ۱۹۲ غوښتنې شاملې دي. د دغو غوښتنو له امله د کډوالو د حقونو وکیلان د دې کړنلارې پر قانوني بنسټ او د افغانانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لري.
له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو ایستل
د راپور له مخې، له ۲۰۲۴ کال راهیسې له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو ډله‌ییزې ایستنې پیل شوې دي. له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، تر ۳۰۰ ډېر کسان له جرمني څخه دغه هېواد ته لېږل شوي دي.
په پیل کې یوازې هغه افغانان ایستل کېدل چې په جرمني کې په جرمونو محکوم شوي وو، خو د ۲۰۲۶ کال له اوړي راهیسې هغه کسان هم افغانستان ته لېږل کېږي چې جرمي سابقه نه لري.
د دغو ایستنو د تنظیم لپاره د جرمني حکومت له طالب چارواکو سره اړیکې ساتلې دي او دغو اړیکو ته په رسمي څرګندونو کې «تخنیکي تماسونه» وايي.
په جرمني کې د طالبانو استازي
افغانستان په جرمني کې درې ډیپلوماتیکې استازولۍ لري: په برلین کې سفارت او په بن او مونیخ ښارونو کې دوه جنرال قونسلګرۍ.
د راپور له مخې، د طالبانو استازي په دغو ډیپلوماتیکو دفترونو کې فعال دي او د جرمني حکومت یې «قونسلګرۍ کارکوونکي» بولي. داسې راپورونه هم شته چې طالبان په عملي توګه دغه دفترونه تر خپل کنټرول لاندې لري.
خو د جرمني حکومت په رسمي توګه نه ده منلې چې طالبانو د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ په بشپړ ډول تر خپل واک لاندې راوستي دي.
قونسلګرۍ ته د ورتګ قانوني بنسټ
د جرمني د اقامت قانون له مخې، چارواکي کولای شي د یوه بهرني وګړي د هویت د تثبیت یا د ایستلو د بهیر د چمتو کولو لپاره له هغه وغواړي چې د خپل هېواد ډیپلوماتیکې استازولۍ ته ورشي.
خو د افغان کډوالو وکیل ماتیاس هولېر د یوه افغان وګړي قضیه راپورته کړې چې له افغانستانه تښتېدلی او د اګسبورګ د بهرنیانو ادارې ترې غوښتي چې د افغانستان قونسلګرۍ ته ورشي.
د وکیل په وینا، د هغه د موکل هویت له مخکې تثبیت شوی او معتبر پاسپورټ هم لري؛ له همدې امله نوموړی نه غواړي له هغو استازو سره وګوري چې د طالبانو تر اغېز لاندې دي.
هولېر وايي، که د یوه کس هویت تثبیت شوی وي او معتبر پاسپورټ ولري، نو د هویت د معلومولو لپاره قونسلګرۍ ته د هغه د ورتګ اړتیا نه شته. د هغه په وینا، د نورو موخو لپاره د حضور غوښتنه د جرمني د اقامت قانون له ټاکلي چوکاټ څخه بهر ده.
د کورنیو د خوندیتوب په اړه اندېښنې
د وکیل په وینا، موکل یې په افغانستان کې کورنۍ لري او وېره لري چې په قونسلګرۍ کې ترې ترلاسه شوي معلومات به په افغانستان کې د هغه د خپلوانو پر ضد وکارول شي.
د راپور له مخې، طالب چارواکي د هغو افغانانو له بېرته منلو مخکې په قونسلګرۍ کې د هغوی حضور غواړي چې جرمني یې افغانستان ته لېږي. د بادن‌وورتمبرګ د عدلیې وزارت هم دا غوښتنه تایید کړې ده.
هولېر دا پوښتنه هم راپورته کړې چې ایا د طالبانو تر ادارې لاندې سفارت او قونسلګرۍ د افغانستان د دولت مشروع ډیپلوماتیک استازیتوب کولای شي؛ ځکه جرمني د طالبانو حکومت په سیاسي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.
د جرمني محکمو بېلابېلې پرېکړې
د راپور له مخې، د کولن اداري محکمې په دوو بېړنیو قضیو کې د افغان کډوالو په ګټه پرېکړې کړې او د قونسلګرۍ ته د ورتګ غوښتنې یې غیرضروري بللې دي.
دغې محکمې دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې ښايي په قونسلګریو کې د افغانانو یوازې هویت نه تثبیتېږي، بلکې د هغوی سیاسي نظرونه هم پوښتل کېږي. محکمې دا پوښتنه مطرح کړې چې ایا افغان کډوال باید د طالبانو د استازو له خوا سیاسي پوښتنو ته ځواب ویلو ته اړ شي؟
خو د کارلسروهه اداري محکمې په یوه جلا قضیه کې د قونسلګرۍ ته د ورتګ غوښتنه قانوني بللې ده.
وکیل هولېر د خپل موکل په استازیتوب د باویریا ایالت پر وړاندې دعوه هم کړې او د راپور د خپرېدو پر مهال یې قضیه روانه وه.
د جرمني حکومت دریځ
د جرمني فدرالي حکومت د چپ‌اړخي ګوند د پارلماني ډلې یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې د افغانستان دولت په رسمیت پېژني، خو دا په دې معنا نه ده چې د طالبانو حکومت یې هم په سیاسي توګه منلی دی.
د حکومت په وینا، د یوه حکومت نه‌پېژندل په خپله د هغه هېواد ډیپلوماتیکې استازولۍ ته د ورتګ امکان نه ردوي.
د راپور په وینا، د حکومت ځواب د «یوازې د ادارې د کارونې لپاره» په درجه‌بندۍ کې محرم ساتل شوی دی.
حکومت دې پوښتنې ته چې ایا په قونسلګریو کې له افغان کډوالو سره د لیدنو پر مهال د فشار راوړلو خطر ردولای شي، ویلي چې د دغو لیدنو څرنګوالی عموماً د اړوند هېواد د چارواکو په واک کې دی.
خو حکومت دې پوښتنې ته روښانه ځواب نه دی ورکړی چې ولې د طالبانو استازي، سره له دې چې د هغوی حکومت په سیاسي توګه نه پېژني، په جرمني کې د قونسلګرۍ د کارکوونکو په توګه له افغان کډوالو سره لیدنې او خبرې کوي.

د افغان مېرمنو له ګډون پرته؛ په کوټه کې د دوی د لاسي صنایعو نندارتون ترسره شو

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۰
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مرسته، د افغان ښځو د لاسي صنایعو نندارتون د دوی له ګډون پرته ترسره شو.

دغه نندارتون هر کال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مرسته جوړېږي. په تېرو کلونو کې به ګڼ شمېر افغان کډوالو ښځو په خپله خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کول، خو سږ کال په پاکستان کې د افغان کډوالو پر تګ‌راتګ د محدودیتونو له امله ښځینه سوداګرو د هغوی پر ځای دغه توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.

د افغان ښځو د لاسي صنایعو روزونکې نګهت رحیم افغان کډوالو ښځو ته د جامو ګنډلو پروګرام پر مخ وړي؛ هغې هم په نندارتون کې د خپلو افغان زده‌کوونکو ښځو جوړ کړي توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.

نوموړې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، افغان کډوالې ښځې اوس نه شي کولای چې په ازاده توګه نندارتون ته راشي او خپل لاسي صنایع خلکو ته وروښيي.

د نګهت رحیم په وینا، د افغان ښځو په لاس جوړو شویو جامو او نورو لاسي صنایعو ته د خلکو، په ځانګړي ډول د سیمې د ښځو، لېوالتیا زیاته ده او د دغو توکو د جوړولو ځانګړي هنر د هغوی د تولیداتو ارزښت لوړ کړی دی.

هغې وویل، افغان ښځو ته د خامک‌دوزۍ، ګنډلو، ګلیم اوبدلو، شیشې‌کارۍ، د بلوڅي جامو ګنډلو او نورو لاسي صنایعو روزنه ورکوي، څو وکولای شي د خپلو هنري مهارتونو له لارې عاید ترلاسه کړي.

د هغې په خبره، د روزنې پروګرام شپږ میاشتې دوام کوي او ګډونوالو ته د زده‌کړې پر مهال هره میاشت دوه نیم زره معاش ورکول کېږي. د پروګرام په پای کې فارغو ښځو ته سند ورکول کېږي، څو له خپلو زده‌کړو وروسته په کورونو کې د کار او عاید زمینه برابره کړي.

نوموړې زیاته کړه، د افغان کډوالو ښځو لپاره روزنیزو مرکزونو ته تګ‌راتګ ستونزمن شوی؛ له همدې امله هڅه کوي چې هغوی ته په کورونو کې د کار او تولید زمینه برابره کړي.

د نګهت رحیم په وینا، د دغو ښځو د لاسي صنایعو لپاره بازارموندنه او د تولیداتو پلور هم مهم دي، ځکه نندارتونونه د هغوی د کارونو د پېژندنې او د عاید ترلاسه کولو ښه فرصت برابروي.

د افغان ښځو کمرنګه حضور

د کوټې یوه خبریال محب خان هم افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې په تېرو کلونو کې به په دغه نندارتون کې ګڼ شمېر افغان کډوالې ښځې لیدل کېدې، خو اوس د هغوی په لاس جوړ شوي توکي نندارې ته وړاندې کېږي او خپله ښځې پکې نه ښکاري.

د محب خان په وینا، په تېرو دوو کلونو کې په کوټه کې د افغان کډوالو د ژوند چاپېریال بدل شوی او ښځې اوس نه شي کولای چې په ازاده توګه تګ‌راتګ وکړي، چې له امله یې د نندارتونونو په څېر عامه پروګرامونو کې د هغوی ګډون هم محدود شوی دی.

هغه زیاته کړه، پخوا به ګڼ شمېر افغان کډوالو ښځو په دغو نندارتونونو کې خپل لاسي صنایع پلورل او دا کار د هغوی د عاید له مهمو سرچینو څخه و.

د نوموړي په خبره، اوس که څه هم د افغان ښځو لاسي صنایع لا هم په نندارتون کې ځای لري، خو د هغو ښځو نه‌حضور د وضعیت د بدلون څرګند انځور وړاندې کوي، چې دغه توکي یې په خپلو لاسونو جوړ کړي دي.

په پاکستان کې د کډوالو د ایستلو فشار او له پولیسو وېره هم یو مهم لامل ګڼل کیږي، چې سږ کال یې له امله افغان کډوالې ښځې دغه نندارتون ته نه دي حاضرې شوي.

د کډوالو د اېستلو لړۍ دوام؛ پاکستان کې افغان سوداګر د خپلو کاروبارونو په اړه اندېښمن دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۰
•
جواد شينواری
100%

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پنډغالي مسوولان وايي، د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې تراوسه ۷زره او ۸۷۹ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

ورته مهال افغان سوداګر وايي، د پاکستان د حکومت د ضرب الاجل له امله له ستونزو سره مخ دي او د خپلو کاروبارونو او مالي چارو د بشپړولو لپاره نور وخت غواړي.
د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال لومړی د حمزه بابا افغان کډوالو پنډغالي ته لېږدول کېږي چېرته چې د هغوی نوم‌لیکنه، ثبت او نورې اړینې قانوني چارې بشپړېږي.

د نوموړي په وینا، له دې بهیر وروسته کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته استول کېږي.

بل لوري ته، د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې په تېره لړم میاشت کې ۳۷۲۶ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۱۶زره او ۲۰۵ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه راپور له مخې، له دې ډلې ۱۲۳۸ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

په پېښور کې افغان سوداګر د خپلو کاروبارونو د بشپړولو لپاره وخت غواړي

له بلې خوا په پېښور کې مېشت ۴۶ کلن افغان کډوال بلال افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د اوسني وضعیت او د نومبر د نهمې نېټې د ضرب الاجل له اعلان وروسته یې له کوره بهر تګ راتګ محدود شوی او د عادي ژوند چارې یې له ستونزو سره مخ شوې دي.

د بلال په وینا، کورنۍ یې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او په دې موده کې یې کاروبار، روزګار او ټولنیزې اړیکې په دغه هېواد کې جوړې کړې دي. هغه وايي، د پېښور په بایسکل بازار کې یې د کلونو په هڅو کاروبار جوړ کړی؛ خو په څو ورځو کې د هغه راټولول اسانه نه دي.

د نوموړي په وینا، د دوکان د توکو، پورونو او نورو مالي معاملو د تصفیې لپاره وخت ته اړتیا لري.

بلال وايي: «د دوکان د سامانونو، پورونو او نورو معاملو د بشپړولو لپاره وخت ته اړتیا ده. که په ناڅاپي ډول له هېواده وتلو ته اړ شو نه یوازې موږ له ستونزو سره مخ کېږو؛ بلکې هغه کسان هم زیان ویني چې زموږ ورسره مالي حسابونه پاتې دي.»

نوموړي له پاکستاني حکومته غوښتي، چې په دغه هېواد کې مېشتو افغان سوداګرو ته د خپلو کاروباري او قانوني چارو د بشپړولو لپاره نور وخت ورکړي؛ څو وکولای شي له خپلو چارو تر تصفیې وروسته په ډاډه زړه افغانستان ته ستانه شي.

هغه وايي، د دوی نوي نسل د ژوند ډېره برخه په پاکستان کې تېره کړې ده زده‌کړې، ملګري، روزګار او ټولنیزې اړیکې یې ټولې له همدې ځای سره تړلې دي. د بلال په وینا، افغانستان ته ستنېدل یوازې له یوه ځایه بل ځای ته سفر نه دی؛ بلکې د دوی د ژوند د ټول نظام بدلون دی.

بلال زیاتوي، چې کورنۍ یې د افغانستان د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ ده؛ خو دی خپله هلته نه دی اوسېدلی. د هغه په وینا، هلته یې ځمکه شته خو د اوسېدو لپاره کور، د روزګار زمینه او کاروبار نه لري.

هغه وايي: «موږ باید هلته هر څه له سره پیل کړو، چې دا کار اسانه نه دی.» سره له دې بلال وايي، د اوسني وضعیت له امله یې افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی پیل کړی او په کور کې یې د سامانونو په ټولولو لاس پورې کړی دی.

د بلوچستان محکمې د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو موده د ډسمبر تر ۹مې وغځوله

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۲۴ GMT+۰
100%

د بلوچستان عالي محکمې د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د بولان مېډیکل کالج د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو په اړه خپل لنډمهالی حکم د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر ۹مې نېټې پورې وغځاوه.

د بولان مېډیکل کالج افغان زده‌کوونکي عمران خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دوی د قضیې وروستۍ اورېدنه په مثبته فضا کې ترسره شوې او د قاضي او حکومتي وکیلانو له رویې داسې ښکاري چې د زده‌کوونکو د زده‌کړو د دوام په اړه به مثبتې پرېکړې وشي.
عمران خان وايي، د قضیې اورېدنه د نومبر په ۲۴مه ترسره شوې، په داسې حال کې چې دوی تمه لرله اورېدنه به د نومبر په ۲۵مه وي.
د نوموړي په وینا، په دې اورېدنه کې د پاکستان طبي او غاښونو شورا، د بولان مېډیکل کالج، د بولان پوهنتون د طبي علومو او روغتیايي څانګې او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت استازو او وکیلانو ګډون کړی و.
هغه وايي، د حکومتي ادارو د وکیلانو رویه سخته نه وه او قاضي هم د قضیې په اړه نرمه او مثبته رویه لرله. د عمران خان په خبره، قاضي له اړوندو لورو د ځواب غوښتنه کړې وه او د اورېدنې فضا د زده‌کوونکو لپاره هیله‌بښونکې وه.
عمران خان زیاته کړې چې قاضي افغان محصلینو ته ډاډ ورکړی چې خپلې زده‌کړې به بشپړوي او په دې اړه یې د دوو وروڼو ترمنځ د اختلاف مثال وړاندې کړی او ویلي یې دي چې اختلافات د وروڼو ترمنځ هم رامنځته کېږي.
د نوموړي په وینا، د محکمې د وروستۍ اورېدنې او د قاضي د رویې له مخې دوی هیله لري چې د زده‌کوونکو د اوسېدو او زده‌کړو په اړه به قانوني خوندیتوب بیا هم وغځول شي.
هغه وايي، شاوخوا ۹۰ سلنه ډاډ لري چې د محکمې اوسنی حکم به د اړتیا په صورت کې بیا وغځول شي، څو افغان محصلین وکولای شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
عمران خان له خپلو نورو افغان محصلینو غوښتي چې اندېښنه ونه کړي، ځکه د ده په باور د قضیې د حل په برخه کې مثبت پرمختګ روان دی او تمه لري چې د محکمې د پرېکړو له لارې به د دوی د زده‌کړو دوام خوندي شي.
د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په پنځمه نېټه د بلوچستان عالي محکمې د بولان مېډیکل کالج ۱۶ افغان محصلینو ته لنډمهالی قانوني خوندیتوب ورکړی و.
محکمې په خپل حکم کې ویلي وو چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۲۴مې نېټې پورې دې د یادو محصلینو زده‌کړې نه ځنډول کېږي او هغوی ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلو ټولګیو او لیلیو ته بېرته ستانه شي.
له یاد حکم وروسته افغان محصلین خپلو درسونو ته ستانه شوي وو او په لیلیو کې یې هم د اوسېدو اجازه ترلاسه کړې وه.
د محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې، د ۱۶ افغان محصلینو د زده‌کړو او اوسېدو موده اوس د ډسمبر تر ۹مې نېټې پورې غځول شوې ده.