
طالبان وایي د اریانا افغان هوایي شرکت یوه کارګو چارتر الوتکه کابل ته رسېدلې ده
د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، د اریانا افغان هوايي شرکت یوه (بي۷۳۷-۳۰۰) چارتر کارګو الوتکه نن د کابل نړۍوال هوايي ډګر ته رسېدلې او ټاکل شوې چې د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره په نړۍوالو مسیرونو کې وکارول شي.



















