
طالبانو په غزنی کې ۳۵ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي سوځولي
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په غزني ولایت کې یې شاوخوا ۳۵ ټنه تاریخ تېر درمل، خوراکي توکي او سینګار توکي سوځلي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په غزني ولایت کې یې شاوخوا ۳۵ ټنه تاریخ تېر درمل، خوراکي توکي او سینګار توکي سوځلي دي.

د طالبانو ۳۱۳ مرکزي قول اردو ویلي، چې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند «شهیدانو» غونډۍ په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال خبرداری ورکړی، چې «د ظلم پر بنسټ ولاړ نظام به هېڅکله دوام ونه کړي». نوموړي له طالب چارواکو غوښتي، چې له بندیانو او مجرمینو سره له ظلم، ربړونې او نامناسب چلند څخه په کلکه ډډه وکړي.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو د کمېسیون غړی احمدالله وثیق وايي، چې پخوانی ولسمشر اشرف غني حق لري بېرته خپل هېواد ته راستون شي. هغه شمشاد ته تلویزون ته ویلي:« اشرف غني د نورو افغانانو په څېر په خپل هېواد کې د اوسېدو حق لري»

په پکتیکا کې طالبانوو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې د یاد ولایت په مرکز کې یې د کتابونو یو ورځنی نندارتون پرانیستی دي. طالبانو د دغه نندارتون اصلي موخه په ټولنه کې د مطالعې د کلتور عامول او د کتاب لوستلو لوري ته د ځوانانو راجلبول ښودلي دي.

په فراه کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي حافظ مجاهد د ابونصر فراهي په بندر کې د ایران د خراسان ولایت له سیمهییزو چارواکو سره د سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه غږېدلی دی.

د لښکرګاه ځايي ولسي مشرانو ویلي، چې نن د شنبې په ورځ د هلمند د علماوو شورا د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ دوزیرملا عبدالحد فضلي له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې. دا ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي چې تېره ورځ افغانستان انټرنشنل د دغه غصب په اړه راپور خپور کړ.

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي، چې د دغه ولایت د والي اسلامجار په مشرۍ د لوېدیځ زون والیانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو او نورو چارواکو د همغږۍ ناسته کړې. اسلامجار په ناسته کې د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

د پاکستان دبلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ په دوام، ناپېژاندو وسلهوالو په دوو جلا پېښو کې یوه ښځینه پولیسه او د پوهنتون یو استاد وژلي دي.

د پاکستان د پوهنې وزارت وایي، په دغه هېواد کې څه باندې ۲۵ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګه پاتې دي. دغه وضعیت د پاکستان د ښوونیز نظام او د پوهنې سکتور د کمزورۍ په اړه اندېښنې راولاړې کړي.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی، سیاسي او ټولنیز شنونکي وایي، د میلیونونو افغانانو وتل به نه یوازې ټولنیزې، بلکې د پاکستان پر اقتصادي او کرنیزو برخو هم ژور اغېز وکړي.

د روسیې دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی، چې روسي ځواکونو د اوکراین د خارکیف په سیمه کې د دوو نویو کلیو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان ښار کې د اقتصادي همکاریو په یوه غونډه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا عمومي رییس رحیمالله صراح ادعا کړې، چې افغانستان د امنیت ترڅنګ له «ځوان، مسلکي او پیاوړي بشري ځواک» څخه هم برخمن دی.

په کابل کې طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د اصلامي کمېسیون رییس محمد قاسم خالد په ګډون څو طالب لوړپوړو چارواکو د دغې ډلې د مشهور رسنیز فعال او پر پاکستان د نیوکه کوونکي جنرال مبین د خوشې کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د طالبانو اړوندو رسنیو خبر ورکړی، چې په ننګرهار ولایت کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي دوو محصلینو د پیغامرسونې یو نوی اپلېکېشن جوړ کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په هرات او کندهار ولایتونو کې یې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۲زره کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او سوځولي دي او د دغو موادو د قاچاق او پلور په تړاو یې ۲۱ کسان په هرات کې نیولي دي.

کرملین ویلي چې ددغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به د را راونې سې شنبې په ورځ چین ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د دوه اړخیزه اړیکو په تړاو خبرې وکړي.

په نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست په داسې حال کې د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د سلګونو میلیونو افغانیو د پلور اعلان کوي چې د افغانستان د کانونو د مدیریت د شفافیت او د عوایدو د حساب ورکونې په اړه له وړاندې جدي پوښتنې او اندېښنې موجودې دي.

د طالبانو تر چتر لاندې د هلال مرکزي ګمېټې ویلي چې د میاشتې د لیدلو او د نوې قمري میاشتې د پیل د معلومولو لپاره یې د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د ځانګړو ټیمونو لپاره لازمې لارښوونې کړې دي.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د هلمند دودیزه کلنۍ مشاعره د سلګونو ګډونوالو په حضور کې په هلمند ولایت کې ترسره شوې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي، د غزني، بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو مسوولینو په همغږۍ د پنځو مېرمنو د «غیرشرعي نکاحګانو» مخه یې نیولې او هغوی ته یې خپل شرعي حقونه ورکړي دي.