
طالبان: په څلورو ولایتونو کې د پنځو «غیرشرعي نکاحګانو» مخنیوی شوی
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي، د غزني، بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو مسوولینو په همغږۍ د پنځو مېرمنو د «غیرشرعي نکاحګانو» مخه یې نیولې او هغوی ته یې خپل شرعي حقونه ورکړي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي، د غزني، بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو مسوولینو په همغږۍ د پنځو مېرمنو د «غیرشرعي نکاحګانو» مخه یې نیولې او هغوی ته یې خپل شرعي حقونه ورکړي دي.

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت وزیر مولوي ندا محمد ندیم د کازان په ۱۷م نړیوال بحث کې د روسیې فدراتیف د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اورچوک سره لیدنه کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

پکتیا د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت د تروریزم پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۲۸ میله توپنچې او شاوخوا ۹۰۰ فیره مرمۍ کشف او ترلاسه کړي دي.

د طالبانو تر چتر لاندې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت وایي، د زیتونو په بڼونو کې د منظمې پالنې، پر وخت د تخنیکي فعالیتونو او مسلکي مدیریت له امله سږ کال د زیتونو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ غړو په کوټه کې د اسمبلۍ غونډې پر مهال د ایالت د خراب امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړي او ویلي یې دي چې وزیران او د اسمبلۍ غړي هم د باجاخیستنې او بریدونو له ګواښونو سره مخ دي.

د پاکستان د سنده ایالت کشمور ولسوالۍ په کرمپور سیمه کې د نصیر رود د زوړ پل د نړولو پر مهال درې کار کوونکي مړه شوي دي.

تر ۲۰کلنو کم عمره د افغانستان د فوټبال ملې لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولۍ سیالیو(کافا جام) په لړ کې خپله درېیمه لوبه تاجکستان ته وبایلله.

د عزیز خان خروټي په نوم یو افغان پانګوال د کابل په «صنایع سبز» صنعتي ښارګوټي کې د زړو ټایرونو د وېلې کېدو فابریکه جوړه کړې، چې له لارې یې اته ډوله محصولات تولیدېږي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا او د نایجریا د وسلهوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د داعش ترهګرې ډلې یو لوړپوړی غړی او د دې ډلې د مهمو قوماندانانو له ډلې ابو بلال المنوکي وژل شوی دی.

د افغان ښځو متحده فوټبال لوبډله د جون میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د نیوزیلنډ په اوکلینډ ښار کې د کوک ټاپوګانو پر وړاندې دوه دوستانه سیالۍ ترسره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، چې چین ته د ډونالډ ټرمپ له سفر وروسته دغه هېواد له له ایران څخه واټن اخیستی. هغه زیاته کړې چې بیجینګ د دې اصل ملاتړ کړی چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او د هرمز تنګی باید پوځي نه شي.

د امریکا د استخباراتو ادارې سياېاې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي، د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» خونړي برید اصلي طراحان لا هم ازاد ګرځي، خو د امریکا حکومت د ټیټې کچې وسلهوالو په نیولو خلکو ته د بریا تصویر وړاندې کوي.

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو له طالبانو سره خپلې تخنیکي او عملي خبرې پراخوي او د همدې موخې لپاره یې د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته د ناستې بلنه ورکړې ده.

د خوړو نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو او د بودجې کمښت د میلیونونو کسانو بشري وضعیت لا پسې خراب کړی او که بېړنی تمویل برابر نه شي، د روان کال له نیمایي وروسته به په سرحدي سیمو کې د مرستو بهیر ودرېږي.

د فاکسنیوز د راپور لهمخې، محمد باقر سعد داوود الساعدي چې د عراق تبعه او د امریکا د ترهګرو په نوملړ کې د یوې شاملې ډلې جګپوړی غړی ګڼل کېږي، نیول شوی او د څېړنو لپاره نیویارک ته لېږدول شوی دی.

شهزاده رضا پهلوي په یوه ويډيويي پيغام کې ويلي، د ايران «رژیم» له ځپونکو جوړښتونو سره قصدي همکاري او د معترضانو د مصادره شويو شتمنيو پېر او پلور ښايي «له بشريت ضد جنايتونو سره مرسته» وبلل شي او «جنايي مسووليت» ولري.

د امریکا ولسمشر له بیجېنګ څخه تر ستنېدو وروسته په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې سفر یې «ستره بریا» وه او «لویو هوکړو» ته رسېدلي دي. هغه د جمعې په ورځ (د غويي ۲۵مه) په واشنګټن کې زیاته کړه، چې «ډېر څه شوي» او ژر به د دغو پرېکړو جزییات خپاره شي.

يو شمېر امريکايي چارواکو په خوست ولايت کې د امريکايي ليکوال پاول اووربي د لادرکه کېدو له دولسم کال سره هممهاله، طالبان تورن کړي، چې د «برمتهنيونې ډيپلوماسۍ» لاره يې خپله کړې ده. طالبانو لا تر اوسه د دغه امریکايي د برخلیک په تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.

د پاکستان بازارونو کې د یوې تولې سرو زرو په بیه کې ۱۵ زره ۵۰۰ کلدارې کمښت راغلی دی. د پاکستان د سرو زرو ټولنې د معلوماتو لهمخې، د جمعې په ورځ (د غويي ۲۵مه) په ځايي صرافه بازار کې د ۲۴ قیراط سرو زرو په بیه کې ۱۵ زره ۵۰۰ روپۍ کمښت راغلی او ۴ لکه ۷۶ زره ۸۶۲ روپیو ته رسېدلې ده.

د مدني او د بشري حقونو یو شمېر فعالانو د جمعې په ورځ (د غويي ۲۵مه) د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې «بامف» مخې ته په بُن ښار کې اعتراض وکړ او له جرمني حکومته يې وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو اېستل ودروي او له طالبانو سره هم هر ډول همکاري بنده کړي.

د پاکستان فدرالي حکومت د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر عمران خان سره د لیدنې لپاره د اپوزیسیون وړاندیز رد کړ. په سنا کې د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله وویل، چې د کمېټې جوړولو لپاره په قانون کې ځای او اجازه نهشته، چې پر بنسټ یې له بندیانو سره د سیاسي موخو لپاره لیدنې وشي.