د سرچینو د ادعا له مخې، په دې ناسته کې د طالبانو د مشر مولوي هبتالله اخوندزاده د واک پر څرنګوالي، د هغه پر فرمانونو او د حکومتولۍ پر اوسني ډول بحث شوی او ګډونوالو د احتمالي ګډ دریځ، یا ایتلاف په اړه خبرې کړې دي.
دې ناستې ته هغه طالب چارواکي نه وو بلل شوي چې مولوي هبتالله ته نږدې کسان ګڼل کېږي. په دغو کسانو کې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم، د پوهنې وزیر حبیبالله اغا او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي شامل دي.
د طالبانو اړوند یوه سرچینه، چې په یاده ناسته کې یې د ګډون ادعا کوي، چې ګډونوالو د مولوي هبتالله اخوندزاده د حکومتولۍ پر څرنګوالي او د هغه پر ځینو فرمانونو او پالیسیو نیوکې درلودې.
د دغو سرچینو په وینا، د ناستې ګډونوالو هڅه کوله، چې د خپلو ګډو اندېښنو پر بنسټ یو غیر رسمي ټولی یا ایتلاف رامنځته کړي او د هبتالله د ځینو سیاستونو پر وړاندې ګډ دریځ ولري. سرچینې ادعا کوي چې د دې هڅې موخه د هبتالله منزوي کول او د هغه پر سیاستونو داخلي فشار زیاتول دي.
سرچینې همداراز وايي، چې که سراجالدین حقاني، عبدالغني برادر، د ملا اختر محمد منصور زوی فتحالله منصور او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري په څېر یو شمېر بانفوذه کسان په یوه ګډ دریځ کې سره راټول شي، د هبتالله لپاره به اوسني سیاسي او اداري مسیر ته دوام ورکول اسانه نه وي.
د افغانستان د اوسني وضعیت تغییر، پر سیاسي څېرو او عامو افغانانو د ځینو بندیزونو کمول او د حکومتولۍ د لارې د اصلاح غوښتنه هم په دې ناسته کې د بحث یو محور و. د ناستې ګډونوالو پر دې هم بحث کړی چې د هبتالله د هغو پرېکړو پر وړاندې چې د دوی په باور د طالبانو د ادارې لپاره زیانناکې پایلې لرلی شي، باید ګډ دریځ غوره شي. د سرچینو په وینا، دا دریځ کېدای شي د مدلل مخالفت او یا د ځینو پرېکړو د نه ملاتړ په بڼه څرګند شي.
په طالبانو کې د هبت الله په اړه دوه لیدلوري
په کابل کې یو شمېر لوړپوړي طالب چارواکي د ادارې د ورځني مدیریت، اقتصاد، امنیت، بهرنیو اړیکو او نړیوال تعامل له موضوعاتو سره مستقیم سروکار لري، خو صلاحیتونه یې محدود دي. د طالبانو د ادارې جوړښت د دې ډلې مشر، یا ددوی په وینا، امیر المومنین ته خورا ډېر واکونه ور کړي او هغه یې په یوه « اطاعت وړ او نه چیلنج کېدونکي» امیر بدل کړی.
د تېرو څو کلونو په بهیر کې په طالبانو کې دوه لیدلوري راټوکېدلي، چې یو یې د مشر د فرمانونو او لارښوونو پر اطاعت ټینګار کوي او بل لیدلوری د حکومت د ادارې، نړیوال تعامل او د اوسنيو سیاستونو د تعدیل اړتیا په ګوته کوي.
د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې یو شمېر رپوټونو د هبتالله او سراجالدین حقاني، یعقوب مجاهد او ځینو نورو جګپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو ادعاوې مطرح کړې دي. په ۲۰۲۴ کال کې داسې رپوټونه خپاره شول چې حقاني او یعقوب په چارو کې د هبت الله له خورا ډېرې مداخلې خوښ نه دي.
خو په ورته وخت کې د طالبانو چارواکو په وار وار د داخلي اختلافاتو رپوټونه رد کړي او د خپل مشر د اطاعت او خپلمنځي یووالي دریځ یې څرګند کړی دی.
د ګردې څېړۍ د ناستې ترکیب ځکه مهم بلل کېږي چې د طالبانو له بېلابېلو څېرو او دورو سره تړلي کسان پکې شامل دي.
سراجالدین حقاني د طالبانو په امنیتي جوړښت کې مهم کس دی او د کورنیو چارو وزارت مشري کوي. عبدالغني برادر د طالبانو له بنسټګرانو شمېرل کیږي، چې د دې ډلې په سیاسي او مذاکراتي بهیر کې یې هم مهم رول درلود. برادر د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د مذاکراتو له بهیر سره هم تړلی و.
فتحالله منصور بیا د ملا اختر محمد منصور زوی دی. ملا اختر محمد منصور د طالبانو دویم مشر و چې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته د دې ډلې مشر شو او په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا په برید کې ووژل شو. د طالبانو په ډله کې د منصور خپل پلویان دي.
له همدې امله، که رښتیا هم د دغو څېرو ترمنځ د ګډ سیاسي دریځ د جوړولو هڅه شوې وي، دا ښايي لومړی ځل وي، چې د طالبانو په منځ کې د هبت الله پر وړاندې د یوه ایتلاف هڅه کیږي.
د ایتلاف لپاره باید څو نښې ولیدل شي، لکه منظمې ناستې، ګډې پرېکړې، ګډ دریځ او نور، چې تراوسه نه دي لیدل شوې.
ایا د تغییر او فشار څه امکان شته؟
د طالبانو په منځ کې د اختلاف یوه مهمه موضوع د هبت الله بندیزونه او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل څرنګوالی دی.
د طالبانو ځینو چارواکو په تېرو کلونو کې د نړیوال تعامل، اقتصادي اړیکو او د افغانستان د نړیوالې انزوا د کمولو پر اړتیا ټینګار کړی او یونیم ځل د طالبانو د مشرتابه پر سیاستونو نیوکې هم شوې دي، خو په دې وروستیو کې دا ډول نیوکې او ټینګارونه کم یا بیخي نه ترسترګو کیږي.
په ۲۰۲۵ کال کې د عباس ستانکزي د قضیې په اړه هم رپوټونه ورکړل شول، چې د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو له هبتالله څخه د هغه د بښلو غوښتنه کړې وه، خو دغه غوښتنه تراوسه نه ده منل شوې او هغه لا هم له هېواده بهر اوسیږي. دې د طالبانو په منځ کې د نقد جرئت له منځه وړی دی.
د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه لا هم د طالبانو د ادارې پر وړاندې سترې ننګونې او د نړیوالو د نیوکو مهم موارد دي.
برادر او حقاني د طالبانو په اداره کې د بېلابېلو کړیو استازیتوب کوي.
برادر په دې ډله کې پخوانۍ اړیکې، نفوذ او مخینه لري. حقاني هم د طالبانو په منځ کې او هم بهرنیو جنګیالیو کې له کافي نفوذه برخمن دی. که دواړه د هبتالله د ځینو سیاستونو په اړه ګډې اندېښنې او ګډ دریځ ولري، دا د طالبانو د ادارې پر اوسني وضعیت اغیز ښندلی شي.
د طالبانو د ادارې په تحلیل کې د کندهار او کابل ترمنځ د واک مساله هم مطرح ده.
کابل د حکومت اداري او دیپلوماتیک مرکز دی، خو هبتالله په کندهار کې مېشت دی او د طالبانو د اصلي رهبرۍ مهم تصمیمونه له هغه ځایه نیول کیږي. د هبت الله شاوخوا د کندهار حوزې شیوخ او مذهبي عالمان راټول دي، چې ډېر کم مسایلو ته په پرانېستي فکر ګوري. خو په کابل کې ځینې هغه چارواکي چې له نړیوالو استازو، اقتصادي ستونزو، اداري چارو او د خلکو له ورځنیو اړتیاوو سره مخ دي، د حکومتولۍ په اړه ښايي متفاوت لید ولري. سره له دې، چې هبت الله په ډېرو ادارو کې تغییرات راوستي او خپل نږدې کسان یې ګومارلي، خو په ځینو پوسټونو لکه د کورنیوچارو، دفاع وزارتونو د وزیرانو په کچه، یا د رییس الوزرا د مرستیالانو په کچه تغییر راوستل ظاهرا د هغه لپاره اسانه تصامیم نه دي.
د ګردې څېړۍ د ناستې د پایلو په تړاو درې احتمالي سناریوګانو مطرح دي:
لومړی، ممکن د طالبانو مشران د ستونزو د حل لپاره مشورتي بهیر غوره وګڼي او د هبتالله د رهبرۍ چوکاټ ومني. په دې حالت کې به اختلافات د حکومت په دننه کې د بحثونو تر کچې محدود وي، خو هبت الله ښايي پر هغوی کنټرول ډېر کړي او کابینه په کندهار کې مستقره کړي.
دویم ، شونی ده، چې د کابل یو شمېر لوړپوړي چارواکي پر هبتالله د ځینو فرمانونو د بدلولو په برخه کې ګډ فشار راوړي او هغه نرمښت ته وهڅوي، چې شته وضعیت او د هبت الله اخوندزاده طبیعت ته په پام د دغسې فشار د عملي پایلو کچه لا روښانه نه ده.
درېیم، که د کندهار محافظه کاره حلقه مقاومت وکړي، د طالبانو د مهمو څېرو ترمنځ منظم ایتلاف رامنځته شي او د خپل مشر د تصمیمونو پر وړاندې یې ګډ دریځ عملي بڼه واخلي؛ ښايي ددې ډلې په منځ کې نور منځلاري کسان هم له دې ډلې سره د یوځای کېدو جرئت وکړي. دغه سناریو د اختلاف کچې ته رسېدای شي، چې د طالبانو پر سیاستونو او داخلي یووالي او انسجام هم اغیز کولی شي.