
طالبانو د نشهيي توکو د قاچاق په تور د ۶۰ کسانو د نیولو خبر ور کړی
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ۱۲ ولایتونو کې یې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۶۰ کسان نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه لسګونه کیلوګرامه نشهيي توکي هم ترلاسه شوي دي.



















