
په پښتونخوا کې به د وینو سیلاب تم شي؟
۲۰۲۵ کال په پښتونخوا کې د ترهګرۍ د زیاتېدو له امله د مرګژوبلې له پلوه په نږدې کلونو کې د شدیدې ناامنۍ کال و، خو په ۲۰۲۶ کال کې هم امنیتي اوضاع کوم ځانګړی ښهوالی نه دی موندلی.

۲۰۲۵ کال په پښتونخوا کې د ترهګرۍ د زیاتېدو له امله د مرګژوبلې له پلوه په نږدې کلونو کې د شدیدې ناامنۍ کال و، خو په ۲۰۲۶ کال کې هم امنیتي اوضاع کوم ځانګړی ښهوالی نه دی موندلی.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د «اترا» ادارې یو مکتوب ترلاسه کړی، چې دغه ادارې د افغان ټلېکام شرکتونو ته امر کړی، چې له دې وروسته په کابل کې نویو کورونو ته د نوري فایبر انټرنټي خدمات وځنډوي.

هند او متحده عربي امارات د جمعې په ورځ د دفاعي ملګرتیا او انرژۍ په برخه کې څو مهمې هوکړې لاسلیک کړې. د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، امارات ته د نرېندرا مودي دغه سفر د ایران له جګړې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراخېدو په موخه ترسره شوی دی.

افغان سیاستوال احمدشاه دراني ویلي، چې په افغانستان کې روان کړکېچ قومي یا ژبنی نه، بلکې سیاسي دی او ریښه يې په بې عدالتي کې ده. نوموړي ویلي، تر څو چې د خلکو د ارادې پربنسټ حکومتولي رامنځته نه شي، ثبات او مشروعیت ته رسېدل ناممکن دي.

دطالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د روسیې د تاتارستان جمهوریت له مشر رستم نورګالیویچ مینیخانوف سره په لیدنه کې کابل او کازان ترمنځ پر اقتصادي، سوداګریزو، علمي او تخنیکي همکاریو خبرې کړې دي. په دغه لیدنه کې د تاتارستان مشر افغانستان ته د خپل نږدې سفر خبر هم ورکړی دی.

د جرمني لومړي وزیر فرید رېښ مېرڅ ویلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې په دې سلا شوې چې ایران باید د هرمز تنګی پرانېزي او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه یې ونیول شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني د جوماتونو پر خطیبانو غږ کړی، چې په ټولنه کې دې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د ممبر له لارې عامه پوهاوی ورکړي. نوموړي ویلي: «د خطیبانو دنده ده چې په ټولنه کې د ناسمو دودونو مخه ونیسي».

په پکتیا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د ډنډ پټان ولسوالۍ د ناري په زاندو سیمه کې یې له پاکستان نه ۲۸ میله قاچاق کېدونکې تومانچې او د تومانچو ۹۰۰ مرمۍ نیولې دي. طالبانو ویلي، چې قاچاق کوونکي د پیښې له ځایه تښتېدلي دي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند وايي، چې تر دې وروسته د ټلیفوني زنګ وهلو پرمهال د جبري نکاح اړوند د ملا هبتالله فرمان اورول کېږي. عنایت الکوزي ویلي، چې یاده پرېکړه د وزارت د مشرتابه په لارښوونه شوې او همداسې به دوام وکړي.

د سرپل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې یو داسې کس د امر په توګه ګومارلی، چې هېڅ ډول طبي زدهکړې نه لري.

د ایران تهران ټایمز خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا د جګړې د پای ته رسولو په موخه د ایراني چارواکو ۱۴ مادهییزه لیکلې طرحه رد کړې ده. واشنګټن د ایران د وړاندیزونو له منلو په انکار سره، یو ځل بیا پر خپلو پخوانیو شرایطو ټینګار کړی دی.

په بلخ کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي، چې د دغه ولایت د والي یوسف وفا په مشرۍ په سرپل ولایت کې د شمال لوېدیځ زون د پنځو ولایتونو والیانو، امنیه قوماندانانو او نورو چارواکو د همغږۍ ناسته کړې ده. په ناسته کې د بلخ والی د ملا هبتالله د اوامرو پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.

د بشري حقونو سازمان «ههنګاو» راپور ورکړی، چې د ایران د مشهد ښار د انقلاب محکمې افغانالاصله ۲۱ کلنه زهره موسوي په ۱۰ کاله بند محکومه کړې ده. پر نوموړې د ډلې جوړولو، د چاودېدونکو توکو د زدهکړې او د ملي امنیت پر ضد د خلکو د هڅولو تورونه لګول شوي دي.

د لښکرګاه ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مخابراتو وزیر ملا عبدالاحد فضلي د هلمند امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د کرنې ریاست نمرو شنه سیمه غصب کړې ده. دوی زیاتوي، د طالبانو د مخابراتو وزیر پلان لري چې په دې ځمکو استوګنیز کورونه جوړ کړي.

روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ د یوې هوکړې لهمخې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب د رواني میاشتې د اوربند برخه وه، هر لوري ۲۰۵ جنګي بندیان تبادله کړل.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د دغه هېواد د روغتیا وزیر په مشرۍ یې د افغانستان او منځنۍ اسیا د همغږۍ کمېټې سره په پاکستان کې د مېشتو افغان محصلانو او ډاکټرانو د تعلیمي او مسلکي ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هند په کوربهتوب د برېکس غونډې په څنډه کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې روانې جګړې په سیمه کې یو مهم بدلون رامنځته کړی او د ایران ستراتیژیک دریځ یې لا پیاوړی کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د روسیې د توغندیز برید له امله د کیف په یوې نهه پوړیزې استوګنیزې ودانۍ کې د درېیو ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان وژل شوي دي. د هغه په وینا؛ په یاد برید کې د دوو نورو ماشومانو په ګډون ۴۸ کسان ټپیان شوي هم دي.

په نوي ډیلي کې د برېکس د بهرنیو چارو وزیرانو د کلنۍ غونډې په پای کې هند د ګډې اعلامیې پرځای «د غونډې د مشر اعلامیه» خپره کړه او اعلان یې وکړ، چې د منځني ختیځ د وضعیت په اړه د ځینو غړو ترمنځ د نظر اختلاف شته.

د برېتانیا حکومت په رسمي ډول اعلان وکړ، چې د افغانانو د بیا مېشتېدنې په پروګرام کې یې جدي بدلونونه راوستي دي. په دې بدلونونو کې له افغانستان څخه د لېږد په برخه کې د لوژستیکي مرستو پای ته رسول او تر ۲۰۲۸ کال پورې د دغه پروګرام بشپړ تړل شامل دي.

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې شاوخوا ۲۰زره افغانانو د مالدارۍ او څارویو پالنې په برخه کې د ترکیې کاري ویزې ترلاسه کړې دي. د ترکي چارواکو په وینا؛ دغه بهیر به د اړونده ادارو په همغږۍ دوام ولري.