
پر سعودي عربستان د یمن یاغیانو بریدونه؛ کوېټ سعودي عربستان ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ
د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت پر سعودي عربستان د یمن یاغیانو وروستي توغندیز او ډرون بریدونه په کلکه غندلي او دا کړنه یې د دغه هېواد د ملي حاکمیت او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی دی. د کوېټ حکومت د دغو بریدونو په غبرګون کې له سعودي عربستان سره د بشپړ یووالي او همکارۍ اعلان کړی دی.



















