
طالبان وایي د کندهار په دوو ولسوالیو کې یې د ۴۰جریبه ځمکې د غصب مخه نیولې
په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې په لوړ میوند او ارغنداب ولسوالیو کې یې د ۴۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه نیولې ده. دغه ریاست په دې تړاو د کوم کس د نیولو په اړه بیا څه نهدي ویلي.



















