ګلبدین حکمتیار د جمعې په ورځ (د وږي ۲۷مه) «په سیمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي»؟ تر سرلیک لاندې په یوې مقاله کې د هرات د کشک ـ تېرپل د سیمې د تېلو او ګازو د پلټنې او راایستنې تړون د ۱۹۹۰مې لسیزې له تجربې سره تړلی بللی او ویلي یې دي، چې طالبانو دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کړی، چې دا ډله «نه اساسي قانون لري، نه شورا او نه هم د ملت له ملاتړ څخه برخمن حکومت لري».
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د وږي میاشتې په ۱۶مه اعلان وکړ، چې د کشک ـ تېرپل د سیمې د تېلو او ګازو د پلټنې او راایستنې تړون یې له «دلتا انټرنشنل» شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د طالبانو د اعلان لهمخې، دغه شرکت به د ګازو د اوو بلاکونو د پلټنې او رااېستنې لپاره ۵۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي. دا تړون د طالبانو د رییسالوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په حضور کې لاسلیک شو.
حکمتیار د افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه د طالبانو د پرېکړو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي: «څو زورواکي د یوې ډلې په استازیتوب کولای شي هېواد، ارزښتونه او زېرمې یې» له خلکو څخه له پوښتنې او د «ملت د استازو شورا» له څېړنې پرته له بېلابېلو هېوادونو سره معامله کړي.
د حزب اسلامي مشر خبرداری ورکړی، چې د داسې تړونونو لاسلیکول، په داسې حال کې چې قانوني او د خلکو له خوا منل شوی حکومت نهوي، د نویو شخړو لپاره زمینه برابرولای شي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې د انرژۍ په پروژو کې د ښکېلو شرکتونو سیمهییز سیالان به «لاس تر زنې او د بېپروا نندارچیانو په څېر» پاتې نهشي او د انرژۍ د لېږد پر لارو سیالي ښايي د نیابتي جګړو لامل شي.
حکمتیار همداراز ادعا کړې، چې روسیه او ایران د افغانستان له لارې سوېل ته د منځنۍ اسیا د تېلو او ګازو له لېږد سره مخالف دي او هڅه به وکړي، چې د دا ډول پروژو د پلي کېدو مخه ونیسي.
هغه ویلي، که شرکتونه فکر کوي چې روسیه، چین او ایران د دغو پروژو د مخنیوي توان نهلري، نو «لویه تېروتنه» کوي.
حکمتیار د طالبانو اوسنی تړون له «دلتا» شرکت سره په افغانستان کې د ۱۹۹۰مې لسیزې د نړیوالو تېلو او ګازو شرکتونو له هڅو سره تړلی بللی او ویلي یې دي، چې د دغه شرکت بیا راتګ، د هغه وخت د ځینو څېرو له حضور سره یو ځای، ښيي چې هماغه جیوپولیټیکي سیالۍ لا هم دوام لري.
حکمتیار د خپلې مقالې په بله برخه کې طالبان تورن کړي، چې د افغانستان د ستراتیژیکو زېرمو په اړه له قانوني جوړښتونو او ملي استازولۍ پرته پرېکړې کوي.
هغه خبرداری ورکړی، چې د دې ډول تګلارې تکرار ښايي د افغانستان لپاره پراخې امنیتي او سیاسي پایلې ولري.
حکمتیار د خپلې مقالې په پای کې پوښتنه کړې: «ایا د تېر وخت ناکامۍ او پخوانۍ خونړۍ تجربې دومره بسنه نهکوله چې له ورته کړنو څخه د بیا تکرار مخنیوی شوی وای»؟