• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د موساد لپاره د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړ

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۳ GMT+۱

ایراني چارواکو ویلي، حسین پدران یې د اسراییلو د استخباراتي ادارې «موساد» لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی. د ایران د چارواکو په وینا، نوموړی په اصفهان ولایت کې د توغندیزو مرکزونو په اړه حساس معلومات موساد ته رسول.

د ایران قضايي ادارې د سې شنبې په ورځ د هغه سړي د اعدامولو اعلان وکړ چې د اسراییلو استخباراتو ته یې د ایران د توغندیو د تاسیساتو په اړه معلومات ورکړي وو.

د محکمې چارواکو وویل، "حسین پدران د ایران په مرکزي اصفهان ولایت کې د توغندیو د تاسیساتو په اړه موساد ته د معلوماتو ورکولو په خاطر په اعدام محکوم شو." خو چارواکو دا نه دي ویلي چې یا کس کله نیول شوی او کله محاکمه شوی دی.

پدران د اسراییلو په ګټه "د جاسوسۍ او استخباراتي همکارۍ" تورن و. عدلیه وايي چې سترې محکمې د هغه محکومیت تایید کړی.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي

۵

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

•
•
•

نور خبرونه

روغتیا نړیوال سازمان: د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص د ژوند د ژغورلو چانس زیاتوي

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص او پر وخت درملنه د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي ده. په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د سرطان د تشخیص او تخصصي درملنې له محدود لاسرسي سره مخ دی.

روغتیا نړیوال سازمان په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، د ماشومانو د سرطان د ژر تشخیص درې مهم پړاوونه د ناروغۍ د نښو پېژندل، دقیق او پر وخت تشخیص او ژر تر ژره درملنې ته لاسرسی دي. دغه سازمان ټینګار کوي چې د سرطان په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او درملنه کولی شي د ماشوم په ژوند کې «ژور او برخلیک ټاکونکی» بدلون رامنځته کړي.

په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ د پراخوالي په اړه په دې وروستیو کې بېلابېل ارقام هم خپاره شوي دي. د سپټمبر په ۹مه د طالبانو یوه چارواکي وویل چې د ۲۰۲۵ کال د جون له ۲۷مې تر ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۷مې پورې نږدې ۹۹ زره د سرطان ناروغانو په دولتي روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي. نوموړي همداراز ویلي چې په کابل کې د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره د ۲۰۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړی دی.

خو دغه ۹۹ زره شمېر د سرطان د نوو پېښو له شمېر سره مستقیمه پرتله کېدای نه شي؛ ځکه دا هغه ناروغان دي چې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې یې د یوه کال په موده کې خدمات ترلاسه کړي، نه دا چې ټول یې په همدې موده کې په سرطان اخته شوي وي. د سرطان د نړیوالې څارنې ادارې د ۲۰۲۲ کال اټکلونو له مخې، په افغانستان کې په هغه کال کې ۲۴ زره او ۲۷۵ د سرطان نوې پېښې او ۱۶ زره او ۹۲۳ مړینې اټکل شوې وې.

په ورته مهال، د افغانستان د سرطان د کنټرول بنسټ د سپټمبر په ۱۳مه ادعا وکړه چې په هېواد کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه کسان پر سرطان اخته دي او هر کال نږدې ۵۰ زره نوې پېښې ثبتېږي. دغه بنسټ ویلي وو چې ارقام یې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له معلوماتو او د نړیوالو ادارو له راپورونو راټول کړي دي.

خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سپټمبر په ۱۴مه دغه شمېرې رد کړې او ویې ویل چې د ۱،۵ میلیونه سرطان ناروغانو ادعا کره نه ده. د دغه وزارت ویاند ویلي چې د سرطان د ناروغانو د شمېر په اړه به وروسته کره احصایه له خلکو سره شریکه کړي.

د سرطان د نړیوالې څارنې ادارې د روغتیا نړیوال سازمان اړوند اټکلونو له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۲ کال کې د سرطان تر ټولو ډېرې نوې پېښې د تیونو، معدې، سږو، رحم د غاړې او وینې سرطانونو وې. د ښځو ترمنځ د تیونو سرطان او د نارینه‌وو ترمنځ د معدې او سږو سرطانونه له مهمو ډولونو څخه بلل شوي دي.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ماشومانو کې د سرطان ډېری ډولونه د مناسبې درملنې په صورت کې د درملنې وړ دي، خو ناوخته تشخیص، ناسم تشخیص، درملنې ته محدود لاسرسی او د اړینو روغتیايي خدمتونو کمښت د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو چانس اغېزمنوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د سرطان د ۲۰۲۶ نړیوال راپور هم ټینګار کوي چې د سرطان د درملنې په برخه کې د هېوادونو ترمنځ د لاسرسي او پایلو لوی توپیرونه لا هم شته او د سرطان د بار د کمولو لپاره د ژر تشخیص، پیاوړو روغتیايي سیستمونو او عادلانه درملنې پراختیا اړینه ده.

د بشري حقونو څار سازمان: د چین نوې مقرره د خلکو د سفرونو حق محدودوي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۶ GMT+۱
100%

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د چین نوې مقرره له دغه هېواده د اتباعو او بهرنیو وګړو د وتلو د مخنیوي لپاره د حکومتي ادارو واکونه پراخوي او د «ملي امنیت» په نوم د سفر د بندیزونو زمینه برابروي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د چین د دولتي شورا د ۱۹ مادې لرونکې ۸۴۱م فرمان د سپټمبر له ۱۵مې نافذ شوی او چارواکو ته یې د هغو کسانو د سفر د مخنیوي پراخ واک ورکړی چې د ملي امنیت یا نورو نامعلومو خطرونو په تړاو یې سفر ستونزمن وګڼل شي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې مرستیالې مایا وانګ ویلي: «د چین حکومت خپل قوانین سختوي، څو په خپل سر پرېکړه وکړي چې څوک له چین څخه وتلی شي او څوک نه؛ دا د یوه هېواد د پرېښودو نړیوال خوندي شوی حق نقضوي».

هغې زیاته کړې، چې چینايي چارواکو په دې وروستیو کلونو کې د بشري حقونو د مدافعانو او قومي لږکیو پر نړیوالو سفرونو محدودیتونه او څارنه زیاته کړې، خو په وینا یې: «ټول خلک، په دې کې بهرني وګړي هم شامل دي، باید د چین د پرېښودو د خپل توان په اړه اندېښمن وي».

د راپور له مخې، نوې مقرره د کډوالۍ چارواکو ته اجازه ورکوي چې د سفر د اسنادو د غوښتنې پر مهال، «د اړتیا په صورت کې» اتباع له «لوړ خطر» هېوادونو یا سیمو ته له سفر کولو څخه منع یا یې وهڅوي.

خو د بشري حقونو څار سازمان وايي، په مقرره کې نه‌ده روښانه شوې چې «لوړ خطر» څه ته ویل کېږي او یا په کومو شرایطو کې د یوه کس له سفره د راګرځولو اقدام «اړین» ګڼل کېږي.

دغه مقرره له چین څخه د وتلو غوښتونکو څخه دا هم غواړي چې د سفر دلیلونه یې «رښتیني او قانوني» وي، خو د سازمان په وینا، د «قانوني» سفر د موخې لپاره یې مشخص معیارونه او د اړینو اسنادو څرنګوالی نه‌دی روښانه کړی.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د نوې مقررې له مخې بهرني وګړي هم له چین څخه د وتلو له بندیز سره مخ کېدای شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د چین د «مقابله‌يي اقداماتو»، «نامعتمد بنسټونو» یا «ناوړه بنسټونو» په نوملړونو کې شامل شي.

دغه سازمان وايي، چینايي چارواکو په تېرو کلونو کې د ځینو بهرنیو وګړو د وتلو مخه هم نیولې ده. د سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې له چین څخه د یوه امریکايي دولتي کارکوونکي او د وېلز فارګو بانک د یوه اجراییوي چارواکي له وتلو مخنیوی شوی وو، سره له دې چې پر هغوی د جرم تور نه‌وو لګېدلی.

مایا وانګ خبرداری ورکړی، چې دا ډول محدودیتونه ښايي د بیان او علمي ازادۍ پر فضا هم اغېز وکړي.

هغې ویلي: «د چین د وتلو محدودیتونه به د بیان او علمي ازادۍ فضا نوره هم محدوده کړي او چینايي او بهرني وګړي به د دې وېرو له امله لا ډېر ځان‌سانسورۍ ته اړ کړي چې ښايي له هېواده د وتلو مخه یې ونیول شي».

د بشري حقونو د څار سازمان له نورو حکومتونو هم غوښتي چې د چین پر حکومت فشار راوړي څو د دوی په وینا، دغه «ناوړه» مقررات لغوه کړي او له هغو خپلو اتباعو ملاتړ وکړي چې د وتلو له بندیزونو سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له مخې، «هر څوک حق لري چې د خپل هېواد په ګډون هر هېواد پرېږدي». خو په نړیوالو بشري حقونو کې د دغه حق لپاره ځینې محدودیتونه د ملي امنیت، عامه نظم، عامې روغتیا، اخلاقو او د نورو د حقونو د ساتنې په موخه، د اړتیا او تناسب له اصولو سره سم، منل شوي دي.

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
•
جمشید یما امیري
100%

د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن او د قطر د امنیت شورا مرستیال حمد بن خمیس الکبیشي په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تللي او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي. هغه څه و چې کالن او الکبیشي یې اړل کړل چې کابل ته سفر وکړي او له طالب چارواکو سره وګوري.

دوی د طالبانو د ریاست‌الوزرا له مرستیال عبدالغني برادر، د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني، د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق او د دفاع له وزیر یعقوب مجاهد سره کتلي دي.

د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي کندهار ته هم تللي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دوی په کندهار کې له ملا شیرین او د هبت‌الله اخوندزاده له نږدې کړۍ سره هم لیدلي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې دغو چارواکو له هبت‌الله اخوندزاده سره په خپله هم لیدلي که نه. تر دې مخکې د قطر لومړی وزیر یوازینی بهرنی لوړپوړی چارواکی و چې له هبت‌الله اخوندزاده سره یې لیدنه کړې وه.

د ترکیې او قطر د چارواکو دغه سفر په داسې حساسې او کړکېچنې دوره کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د القاعدې او داعش په څېر د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو اندېښنې، د امریکا او ایران ترمنځ شخړه، له سعودي عربستان سره د حوثیانو نښته او د طالبانو او پاکستان د اړیکو لا پېچلې کېدل د دې سفر له مهمو بحثونو څخه کېدای شي.

د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه

ترکیه او قطر چې له لوېدیځ سره نږدې اړیکې لري، کابل ته د خپل سفر له لارې طالبانو ته یو پیغام لېږدوي.

په دې وروستیو کې، د سپټمبر د یوولسمې د خونړیو بریدونو د کلیزې پر مهال، د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په یوه پیغام کې یو ځل بیا لوېدیځ او امریکا ګواښلي دي.

څارونکي د حمزه بن لادن د ویډیو د جامو او شالید ته په کتو باور لري چې ښايي هغه په افغانستان کې وي.

د څارونکو په باور، دا موضوع، په ځانګړي ډول د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د کلیزې پر مهال، د امریکا او لوېدیځ لپاره یو جدي او بېړنی ګواښ ګڼل کېږي.

امریکا د القاعدې له فعالیتونو اندېښنه لري. دغه هېواد د القاعدې له امله شاوخوا شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه او که القاعده بیا په امریکا کې کوم برید ترسره کړي، ښايي د دغه هېواد د مشرانو لپاره درنې پایلې ولري.

له همدې امله، ترکیه چې د ناټو غړې ده او په افغانستان او د خپلې سیمې په ګاونډ، په ځانګړي ډول سوریه او عراق کې، د القاعدې او داعش د فعالیتونو په اړه اندېښمنه ده، د طالبانو د روښانه کولو لپاره کابل ته تللې ده.

د دې سفر یوه موخه ښايي دا وي چې طالبان اجازه ورنه کړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ د روزنې او د امریکا، د هغه د سیمه‌ییزو متحدانو او لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې د سپټمبر د یوولسمې په څېر د بریدونو د تنظیم پر مرکز بدل شي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازي مایک والتز د چهارشنبې په ورځ د دې شورا په غونډه کې طالبان پر دې تورن کړل چې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي.

هغه وویل، هغه څه چې په افغانستان کې رامنځته کېږي، یوازې د دغه هېواد تر پولو نه محدودېږي.

له افغانستانه د ترهګرۍ د بیا راټوکېدو موضوع یو ځل بیا د ملګرو ملتونو او امنیت شورا د غونډو اجنډا ته ګرځېدلې ده.

د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د کلیزې په مناسبت د امنیت شورا په غونډه کې ډېرو هېوادونو له افغانستانه د ترهګرۍ د بیا راټوکېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ترکیه غواړي معلومه کړي چې په افغانستان کې کومې ډلې حضور لري او له طالبانو سره یې اړیکې او تړاوونه څه ډول دي.

که څه هم طالبان تر اوسه له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه نه دي څرګندې کړې او د دغو ډلو له ملاتړ څخه یې هم لاس نه دی اخیستی.

نیمګړې منځګړتوب

ترکیې او قطر دواړو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړتوب هڅې کړې دي.

خو دغه هڅې بریالۍ نه شوې، ځکه طالبانو او پاکستان په خپلو دریځونو کې پام وړ نرمښت رانه ووست.

دواړو لورو له دوحې، استانبول، ریاض او ارومچي کې له څو پړاوونو خبرو او سلا مشورو وروسته هم کومې پایلې ته ونه رسېدل.

اټکل کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د بېرته رغولو موضوع به هم د دې سفر یوه برخه وي.

خو تر اوسه داسې نښې نه لیدل کېږي چې د دواړو لورو د اړیکو د ښه کېدو په اړه دې پراخ خوشبیني موجوده وي.

پاکستان له طالبانو سره له پخواني نږدې چلنده واټن اخیستی او اوس د دې ډلې د مخالفانو کوربه دی.

اسلام‌اباد ان د زده‌کړیالانو په ګډون د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ هم روانه کړې چې قانوني اسناد لري او د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې او نورې اړیکې په عملي توګه له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.

په مقابل کې طالبان له هند سره نږدې شوي دي او داسې ښکاري چې د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې به په اسانۍ بېرته پخواني حالت ته ستنې نه شي.

سره له دې، منځګړي هېوادونه لا هم هڅه کوي چې د خبرو لړۍ روانه وساتي او دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته کېنوي.

د پاکستان یوه پېژندل شوي سیاستوال مشاهد حسین ویلي چې ترکیه، چې د پاکستان دوست او د افغانستان لپاره یو نږدې هېواد بلل کېږي، کولای شي له چین سره یوځای د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د اړیکو د پُل په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.

هغه د پاکستان او طالبانو هغو خبرو ته په اشارې سره چې د اپرېل په میاشت کې په ارومچي او استانبول کې ترسره شوې وې، ویلي چې اوس د کړکېچ د کمولو وخت دی.

شونې ده ترکیه له طالبانو وغواړي چې د تحریک طالبان پاکستان، یا ټي‌ټي‌پي، له ملاتړ څخه لاس واخلي او د پاکستان اندېښنو ته پام وکړي.

ترکیه د پاکستان سیمه‌ییزه ستراتېژیکه ملګرې ده او تر یوه حده کولای شي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د منځګړي رول ولوبوي.

ترکیې په دې وروستیو کې له پاکستان او سعودي عربستان سره یو ګډ تړون هم لاسلیک کړی چې له مخې یې پر یوه هېواد برید پر نورو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي.

په همدې مهال، راپورونه ښيي چې د ترکیې پلاوی له کابل وروسته اسلام‌اباد ته هم تللی دی.

د حرمینو شریفینو دفاع

د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي په داسې وخت کې کابل ته سفر کوي چې د مسلمانانو قبله او سپېڅلي ځایونه، یعنې «حرمین شریفین»، د حوثي یاغیانو د بریدونو له ګواښ سره مخ دي.

څارونکي په دې اړه نږدې یوه خوله دي چې په سعودي عربستان کې رامنځته شوی وضعیت او د ایران په ملاتړ د حوثیانو له خوا پر مکې د بریدونو هڅې ښايي کابل ته د دغو چارواکو د سفر د اجنډا یوه مهمه برخه وي.

که د حوثیانو بې‌هدفه بریدونه دوام وکړي، سعودي عربستان ښايي اړ شي چې د حرمین شریفینو د ساتنې لپاره د اسلامي هېوادونو مرسته وغواړي.

د اسلامي هېوادونو له نظره د حرمین شریفینو ساتنه یوه سپېڅلې دیني او اسلامي دنده ګڼل کېږي.

په دې برخه کې د طالبانو رول هم د پام وړ بلل کېږي.

طالبان له حوثیانو سره د ورته ځانګړنو لرونکی یو ځواک بلل شوی دی.

تر اوسه روښانه نه ده چې طالبان به سعودي عربستان ته د مرستې لپاره ځواکونه ولېږي که نه.

خو افغان جهادي خوځښتونه نورو هېوادونو ته د ځواکونو د استولو مخینه لري.

د بېلګې په توګه، حزب اسلامي په اذربایجان او ارمنستان کې د جګړې پر مهال د اذربایجان د مسلمانانو د ملاتړ لپاره سلګونه کسان استولي وو.

خو په دې برخه کې یوه مهمه ستونزه هم شته او هغه د پاکستان دریځ دی.

پاکستان نه غواړي چې طالبان په داسې جګړه کې برخه واخلي، ځکه د طالبانو هر ډول پوځي ګډون به له سعودي عربستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې لا ښې کړي.

د راپور له مخې، پاکستان له داسې حالت سره موافق نه دی.

د افغانستان یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ویلي چې طالبان د ځواکونو د استولو توان لري، خو پاکستان نه غواړي چې دا کار ترسره شي.

د هغه په وینا، د طالبانو هر ډول پوځي مرسته به د دغه ډلې او سعودي عربستان اړیکې نږدې کړي.

نوموړي زیاته کړې چې که سعودي عربستان د حرمین شریفینو د ساتنې لپاره د اسلامي نړۍ د مرستې غوښتنه وکړي، طالبان به د مرستې لپاره چمتو وي.

100%

د کابل هوايي ډګر د کنټرول موضوع

یوه سرچینه وايي، ښايي د ترکیې او قطر د چارواکو د سفر په اجنډا کې د کابل هوايي ډګر موضوع هم شامله وي.

د کابل هوايي ډګر اوس د متحده عربي اماراتو تر کنټرول لاندې دی.

قطر او ترکیه له ډېرې مودې راهیسې د کابل هوايي ډګر د کنټرول او مدیریت لېوالتیا لري، خو تر اوسه په دې برخه کې بریالي شوي نه دي.

له همدې امله، اټکل کېږي چې د کابل هوايي ډګر د کنټرول او مدیریت موضوع به هم د دغو چارواکو د سفر له مهمو بحثونو څخه وي.

له بلې خوا، ترکیه د طالبانو د مخالفو څېرو د ځینو مشرانو کوربه هم ده.

ښايي طالبان له ترکیې وغواړي چې د دوی د مخالفینو د فعالیتونو مخه ونیسي.

خو د راپور له مخې، د ترکیې او قطر د لوړپوړو امنیتي چارواکو سفر مهم بلل کېږي او اوس به د دې سفر د پایلو په اړه انتظار کېږي.

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
100%

په برېتانیا کې ۱۸ کلن افغان پناه‌غوښتونکي سلیمان تاجزي په لندن کې د ۲۶ کلن فرمان‌الله شېرزاد پر وژنې اعتراف کړی دی. د لندن د متروپولیتن پولیسو ویلي، تاج‌زي د جمعې په ورځ په اولډ بېلي محکمې کې د قتل تور منلی دی.

تاج‌زی چې د لیډز په ښار کې اوسېده، د چړې د ناقانونه لېږدولو جرم هم منلی دی. ټاکل شوې ده، چې محکمه (د وږي په ۲۷مه) د هغه د مجازاتو حکم صادر کړي.

د محکمې د راپور له مخې، سلیمان تاج‌زي تر وژنې وړاندې د قرباني د اوسېدو او کار ځای په اړه معلومات راټول کړي وو. هغه د تېرکال (د کب ۲۷مه) په لیډز کې د چړې تر اخیستو وروسته لندن ته ولاړ او د وېسټ مینسټر په سیمه کې د شېرزاد د کور مخې ته د هغه د بېرته راتګ په تمه و. کله چې شېرزاد ورسېد تاج‌زي پرې برید وکړ.

شېرزاد د چړې د څو ګوزارونو له امله د وېسټ مینسټر کلیسا ته څېرمه ووژل شو. تاج‌زی دوه ورځې وروسته په لیډز کې د خپل تره په کور کې ونیول شو. پولیسو د دغه کور د پلټنې پرمهال د هغه یوشمېر وسایل، چې په‌کې په وینو ککړ ورزشي بوټان هم شامل وو ضبط کړل.

د دواړو ترمنځ شخړه د قرباني او د تاج‌زي د تره زوی د مېرمنې ترمنځ له عاطفي اړیکې سره تړاو درلود. شېرزاد دغه اړیکه تایید کړې وه او ویلي یې و، چې له یادې ښځې سره مینه لري.

د تاج‌زي د تره زوی او د هغه مېرمن د تېرکال په سپټمبر کې د لیډز پولیسو ته له شېرزاد څخه شکایت کړی و او د هغه عکس او یوشمېر پیغامونه یې پولیسو ته ښودلي وو؛ خو یادې ښځې له پولیسو سره د خصوصي خبرو پرمهال پیغامونه حذف کړل، له رسمي بیان سره یې له لاسلیک کولو ډډه وکړه.

د اکتوبر په درېیمه پولیسو په لیډز ښار کې د یادې جوړې کور ته ولاړل او شېرزاد یې داسې وموند چې پر ځمکه ناست و، لاسونه یې په ټوکر تړل شوي وو او بوټان ترې لرې وو.

شېرزاد هغه مهال د څار او د جنسي جرم د ترسره کولو په نیت د ناقانونه ننوتلو په شک ونیول شو. هغه پولیسو ته ویلي و، له یادې ښځې سره یې عاطفي اړیکه لرله او وروسته له هغه چې ښځې د «سنېپ‌چېټ» له لارې د لیدو بلنه ورکړې وه لیډز ته تللی و.

د شېرزاد له خوشې کېدو وروسته، د تاج‌زي د تره زوی او مېرمن یې څو ځله بیا له پولیسو سره اړیکه ونیوله؛ خو وروسته ورته وویل شول چې د شېرزاد پر وړاندې به نور اقدام ونه شي.

د لندن د متروپولیتن پولیسو مشر پلټونکي او د دغه قضیې د څېړنو مسوول وین جولي د تاج‌زي له اعتراف وروسته وویل: «دا یوه ډېره دردوونکې قضیه ده، چې په‌کې یو ځوان د یوه تاوتریخوالي ډک، بې‌رحمانه او بې‌معنا اقدام له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ».

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
100%

د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان په سوېل ختیځ قزاقستان کې پوځي تمرینات پیل کړی چې اصلي تمرکز یې له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د احتمالي وسله‌والو ډلو د نفوذ پر وړاندې د مبارزې پر تمرین دی.

د «منځنۍ اسیا ټایمز» د راپور له مخې، د دغه سازمان پوځي تمرین د وږي په ۲۱مه پیل شوی او د وږي تر ۲۸مې پورې به د قزاقستان د ژیتیسو ولایت په کوکتال سیمه کې دوام وکړي.
د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د چټک غبرګون ځواکونه په غرنیو او دښتنو سیمو کې د سرحدي سیمو پر لور د وسله‌والو ډلو د احتمالي نفوذ د مخنیوي تمرینونه ترسره کوي.
دغه پوځي تمرین په داسې حال کې ترسره کېږي چې روسیې او تاجکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د وږي په ۱۷مه ویلي وو چې هېواد یې د تاجکستان او افغانستان د پولې پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
تاجکستان تر دې وړاندې، د تېر کال په وروستیو کې له افغانستان څخه د څو بریدونو وروسته، د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان له غړو غوښتي وو چې د دغه هېواد د پولې د خوندي کولو لپاره لا ډېرې مرستې وکړي. د ۱۴۰۴ کال د لړم او لیندۍ په بریدونو کې پنځه چینايي وګړي او دوه تاجک سرحدي ساتونکي وژل شوي وو.
په همدې تړاو، د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعت‌بیک مصدقوف د وږي په ۶مه ویلي وو چې د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د تجهیزاتو او وسلو لومړۍ جوپه به د روان کال په مني کې دغه هېواد ته ولېږل شي.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان له روسیې، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان څخه جوړ پوځي او امنیتي ایتلاف دی. تاجکستان د دغه سازمان یوازینی غړی دی چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.
که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونو له دې ډلې سره خپلې اړیکې او خبرې زیاتې کړې دي، خو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه، په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګه، لا هم د دغه سازمان د غړو لپاره یوه ګډه امنیتي اندېښنه بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ وسله‌والو ډلو اړوند له ۱۵ تر ۲۰ زرو پورې وسله‌وال فعالیت لري. روسیه بیا د دغو وسله‌والو شمېر تر ۲۳ زرو پورې اټکلوي.
د «منځنۍ اسیا ټایمز» په وینا، طالبانو د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره یو له جدي ګواښونو څخه ګڼل کېدل، خو اوس د ډله ییز امنیت تړون سازمان دغه پوځي تمرین په مستقیم ډول د طالبانو پر وړاندې نه دی متوجه. روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او تاجکستان هم په تدریجي ډول له دې ډلې سره د اړیکو لارې جوړې کړې دي.
د دغه سازمان د غړو امنیتي تمرکز اوس تر ډېره پر داعش خراسان په څېر ډلو دی. داعش خراسان د ۱۴۰۳ کال د وري په ۳مه د مسکو ښار ته څېرمه د کروکوس په تالار کې د برید مسوولیت ومانه؛ په دغه برید کې له ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شول.
د وسله‌والو ډلو احتمالي نفوذ، د نشه‌يي توکو قاچاق او د افغانستان پر پوله ناامني لا هم د ډله ییز امنیت تړون سازمان له مهمو امنیتي اندېښنو څخه بلل کېږي.