
پاکستان کې د امریکا پخواني افغان همکاران وایي چې واشنګټن یې باید هېر نه کړي
پاکستان کې مېشتو هغو افغانانو چې د امریکا د «پي۱» او «پي۲» وېزو پړاوونه یې بشپړ کړي، د یوې غونډې په ترڅ کې د لېږد د بهیر د ځنډېدو او د پاکستاني پولیسو له خوا د نیول کېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ. دغه کسان چې ځانونه د امریکا پخواني همکاران بولي، له واشنګټن وغوښتل چې دوی هېر نه کړي.



















