• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي سږکال په کاپیسا کې د ځڼغوزیو حاصلات ۴۰ سلنه زیات شوي

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۰۴ GMT+۱

په کاپیسا کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د ځڼغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

د دغه ریاست ریس روح‌الله روحاني وایي، د ښه بارانونو، مناسب اقلیم، سالم مدیریت او د خلکو د پوهاوي له امله د ځڼغوزیو حاصلات زیات شوي دي.

د نوموړي په وینا، د کاپیسا په نجراب او اله‌سای ولسوالیو کې شاوخوا ۱۱ زره هکټاره ځمکه د جلغوزیو ځنګلونو پوښلې ده.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي غوښتنه کوي چې په کاپیسا کې دې د ځڼغوزیو د پروسس لپاره لازم امکانات برابر شي.

تر دې وړاندې د طالبانو د ننګرهار د کرنې ریاست هم ویلي وو چې سږ کال به د دغه ولایت له طبیعي ځڼغوزیو ځنګلونو څخه ۱۴۰ مټریک ټنه حاصلات راټول شي، چې د تېر کال په پرتله ۵۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

ځڼغوزي د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه دي چې په نړیوال بازار کې هم ډېر شهرت لري.

ډېر لیدل شوي

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي
۱

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۳

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۴

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي

•
•
•

نور خبرونه

په دوو اوونیو کې افغانستان ته له ایران او پاکستان نه د ۱۰۲ زره ډېر تګ راتګ ثبت شوی

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۱ GMT+۱
100%

د کډوالۍ نړیوال سازمان د بې‌ځایه کېدو د څارنې د تازه راپور له مخې، د اګست له ۳۰مې د سپټمبر تر ۱۲مې افغانستان ته له ایران او پاکستانه د ۱۰۲ زره او ۹۰۳ تګ راتګ ثبتېدو په مقابل کې، له افغانستانه د وتلو ۴۱ زره او ۹۵۸ تګ راتګ ثبت شوی دی.

د راپور له مخې، په دې موده کې له ایران څخه افغانستان ته ۶۸ زره او ۲۱۳ او له پاکستان څخه ۳۴ زره او ۶۹۰ تګ راتګ ثبت شوی دی. بل لور ته، له افغانستان څخه ایران ته ۳۰ زره او ۱۵۳ او پاکستان ته ۱۱ زره او ۸۰۵ تګ راتګونه شوي دي.

د سازمان سروې ښيي چې له ایران څخه افغانستان ته د راتلونکو ۶۱ سلنه د کورنۍ د لیدلو لپاره راغلي وو، ۱۸ سلنه یې ایستل شوي وو، نهه سلنه له لنډ سفر وروسته بېرته ستانه شوي، اووه سلنه له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو لپاره راغلي او درې سلنه د ناامنۍ یا له ایرانه د وتلو د فشار له امله افغانستان ته راغلي دي.

له پاکستانه د راتلونکو کسانو په منځ کې بیا ۵۴ سلنه ویلي چې په افغانستان کې د ژوند لګښتونه کم دي. ۳۰ سلنه د ناامنۍ یا له پاکستانه د وتلو د فشار، ۱۷ سلنه د خپلو کورنیو د لیدلو، ۱۱ سلنه له لنډ سفر وروسته د بېرته ستنېدو او ۱۱ سلنه له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره افغانستان ته راغلي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور ټینګار کوي چې دغه شمېرې د جلا جلا کسانو شمېر نه ښيي، بلکې پر ټاکلو سرحدي دروازو د تګ راتګ ټول ثبت شوي حرکتونه دي.

په دې شمېرو کې راستنېدونکي، ایستل شوي کسان، محصلان، د کورنیو لیدو ته تلونکي او هغه کسان هم شامل دي چې په دوره‌یي ډول له پولې اوړي.

په راپور کې راغلي چې دغه څارنه د ایران او پاکستان پر پولو په څلورو مهمو او دوو نورو سرحدي لارو کې ترسره شوې ده.

د معلوماتو د راټولولو موخه د خلکو د تګ راتګ، د سفر د لاملونو او راتلونکو پلانونو په اړه د بشري ادارو لپاره د معلوماتو برابرول دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د ترکیې څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېرې هم خپرې کړې دي. د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال په اګست کې یو زر او ۳۵۹ کسان له ترکیې افغانستان ته رسېدلي دي.

د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ د ۲۰۲۶ کال تر اګست پورې له ترکیې د راغلو کسانو مجموعي شمېر ۵۲ زره او ۳۰۹ ته رسېدلی دی.

د ترکیې په برخه کې د سازمان معلومات ښيي چې ۶۶ سلنه کسانو د اقتصادي فرصتونو د نشتوالي، ۱۴ سلنه د ناامنۍ او ۱۰ سلنه اروپا ته د تګ په موخه افغانستان پرېښی و.

د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د دې راپور معلومات یوازې په څارل شویو سرحدي نقطو کې ثبت شوي حرکتونه ښيي او باید د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د ټولو کډوالیزو خوځښتونو د بشپړ انځور په توګه ونه ګڼل شي.

روغتیا نړیوال سازمان: د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص د ژوند د ژغورلو چانس زیاتوي

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص او پر وخت درملنه د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي ده. په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د سرطان د تشخیص او تخصصي درملنې له محدود لاسرسي سره مخ دی.

روغتیا نړیوال سازمان په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، د ماشومانو د سرطان د ژر تشخیص درې مهم پړاوونه د ناروغۍ د نښو پېژندل، دقیق او پر وخت تشخیص او ژر تر ژره درملنې ته لاسرسی دي. دغه سازمان ټینګار کوي چې د سرطان په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او درملنه کولی شي د ماشوم په ژوند کې «ژور او برخلیک ټاکونکی» بدلون رامنځته کړي.

په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ د پراخوالي په اړه په دې وروستیو کې بېلابېل ارقام هم خپاره شوي دي. د سپټمبر په ۹مه د طالبانو یوه چارواکي وویل چې د ۲۰۲۵ کال د جون له ۲۷مې تر ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۷مې پورې نږدې ۹۹ زره د سرطان ناروغانو په دولتي روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي. نوموړي همداراز ویلي چې په کابل کې د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره د ۲۰۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړی دی.

خو دغه ۹۹ زره شمېر د سرطان د نوو پېښو له شمېر سره مستقیمه پرتله کېدای نه شي؛ ځکه دا هغه ناروغان دي چې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې یې د یوه کال په موده کې خدمات ترلاسه کړي، نه دا چې ټول یې په همدې موده کې په سرطان اخته شوي وي. د سرطان د نړیوالې څارنې ادارې د ۲۰۲۲ کال اټکلونو له مخې، په افغانستان کې په هغه کال کې ۲۴ زره او ۲۷۵ د سرطان نوې پېښې او ۱۶ زره او ۹۲۳ مړینې اټکل شوې وې.

په ورته مهال، د افغانستان د سرطان د کنټرول بنسټ د سپټمبر په ۱۳مه ادعا وکړه چې په هېواد کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه کسان پر سرطان اخته دي او هر کال نږدې ۵۰ زره نوې پېښې ثبتېږي. دغه بنسټ ویلي وو چې ارقام یې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له معلوماتو او د نړیوالو ادارو له راپورونو راټول کړي دي.

خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سپټمبر په ۱۴مه دغه شمېرې رد کړې او ویې ویل چې د ۱،۵ میلیونه سرطان ناروغانو ادعا کره نه ده. د دغه وزارت ویاند ویلي چې د سرطان د ناروغانو د شمېر په اړه به وروسته کره احصایه له خلکو سره شریکه کړي.

د سرطان د نړیوالې څارنې ادارې د روغتیا نړیوال سازمان اړوند اټکلونو له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۲ کال کې د سرطان تر ټولو ډېرې نوې پېښې د تیونو، معدې، سږو، رحم د غاړې او وینې سرطانونو وې. د ښځو ترمنځ د تیونو سرطان او د نارینه‌وو ترمنځ د معدې او سږو سرطانونه له مهمو ډولونو څخه بلل شوي دي.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ماشومانو کې د سرطان ډېری ډولونه د مناسبې درملنې په صورت کې د درملنې وړ دي، خو ناوخته تشخیص، ناسم تشخیص، درملنې ته محدود لاسرسی او د اړینو روغتیايي خدمتونو کمښت د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو چانس اغېزمنوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د سرطان د ۲۰۲۶ نړیوال راپور هم ټینګار کوي چې د سرطان د درملنې په برخه کې د هېوادونو ترمنځ د لاسرسي او پایلو لوی توپیرونه لا هم شته او د سرطان د بار د کمولو لپاره د ژر تشخیص، پیاوړو روغتیايي سیستمونو او عادلانه درملنې پراختیا اړینه ده.

ملګري ملتونه: د فساد افشا کوونکو او څېړنیزو خبریالانو ساتنه د روڼتیا لپاره حیاتي ده

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د جینوا دفتر وايي، د فساد د افشا کوونکو او څېړنیزو خبریالانو خونديتوب د روڼتیا او اداري بشپړتیا لپاره حیاتي دی. دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه او معلوماتو ته د لاسرسي لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د جینوا دفتر په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر له هېوادونو سره مرسته کوي چې قوانین پیاوړي او داسې خوندي او ټول‌شموله میکانیزمونه رامنځته کړي، چې خلک وکولای شي له غچ اخیستنې او وېرې پرته د فساد راپور ورکړي.

دغه دفتر ټینګار کړی چې د فساد د افشا کوونکو او څېړنیزو خبریالانو خوندي کول، په حقیقت کې د اداري بشپړتیا او روڼتیا ساتنه ده.

په افغانستان کې بیا د رسنیو وضعیت ته په کتو، د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل راپور کې ویلي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د سانسور، معلوماتو ته د محدود لاسرسي، ګواښونو، خپلسرو نیونو او ناوړه چلند له ستونزو سره مخ دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د ۳۳۶ خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو موارد ثبت شوي چې پکې ۲۵۶ خپلسرې نیونې او توقیفونه، ۱۳۰ د شکنجې او ناوړه چلند موارد او ۷۵ د ګواښ او وېرولو پېښې شاملې دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت ویلي، د طالبانو تر ادارې لاندې پر رسنیو د سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي محدودیتونو، د خپرونو د محتوا د کنټرول او د خبریالانو د نیولو له امله د ځان‌سانسورۍ فضا هم پراخه شوې ده.

دغه ماموریت ټینګار کړی چې ازادې، خپلواکې او خوندي رسنۍ د شفافیت او حساب ورکونې لپاره بنسټیز اهمیت لري.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۴مه هم ویلي وو چې د طالبانو تر ادارې لاندې لږ تر لږه درې خبریالان نیول شوي دي. دغه پلاوي پر خبریالانو د بریدونو او د هغوی د شتمنیو د ضبطېدو راپورونه هم د اندېښنې وړ بللي او له طالبانو یې غوښتي چې د خبریالانو د کار خوندیتوب تضمین کړي.

بلخوا، د خبریالانو د حقونو د څار نړیوال سازمان «بې پولې خبریالان» وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان رسنیز چاپېریال په پراخه کچه اغېزمن شوی او د رسنیو پر محتوا او د خبریالانو پر مسلکي فعالیت محدودیتونه زیات شوي دي.

د دغه سازمان د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ په شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵م ځای لري.

د ملګرو ملتونو د جینوا دفتر د فساد د افشا کوونکو او څېړنیزو خبریالانو د ساتنې غوښتنه په داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه د ملګرو ملتونو او نړیوالو رسنیزو بنسټونو اندېښنې دوام لري.

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۱
100%

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سعودي له «دلتا انټرنشنل» شرکت سره د طالبانو د تېلو او ګازو د تړون په غبرګون کې ویلي، هغه حکومت چې د «پردیو په پیسو او وسلو» پر خلکو تپل شوی وي، د ملت اړوند د طبیعي زېرمو په اړه د پرېکړې کولو حق نه‌لري.

ګلبدین حکمتیار د جمعې په ورځ (د وږي ۲۷مه) «په سیمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي»؟ تر سرلیک لاندې په یوې مقاله کې د هرات د کشک ـ تېرپل د سیمې د تېلو او ګازو د پلټنې او راایستنې تړون د ۱۹۹۰مې لسیزې له تجربې سره تړلی بللی او ویلي یې دي، چې طالبانو دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کړی، چې دا ډله «نه اساسي قانون لري، نه شورا او نه هم د ملت له ملاتړ څخه برخمن حکومت لري».

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د وږي میاشتې په ۱۶مه اعلان وکړ، چې د کشک ـ تېرپل د سیمې د تېلو او ګازو د پلټنې او راایستنې تړون یې له «دلتا انټرنشنل» شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د طالبانو د اعلان له‌مخې، دغه شرکت به د ګازو د اوو بلاکونو د پلټنې او رااېستنې لپاره ۵۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي. دا تړون د طالبانو د رییس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په حضور کې لاسلیک شو.

حکمتیار د افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه د طالبانو د پرېکړو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي: «څو زورواکي د یوې ډلې په استازیتوب کولای شي هېواد، ارزښتونه او زېرمې یې» له خلکو څخه له پوښتنې او د «ملت د استازو شورا» له څېړنې پرته له بېلابېلو هېوادونو سره معامله کړي.

د حزب اسلامي مشر خبرداری ورکړی، چې د داسې تړونونو لاسلیکول، په داسې حال کې چې قانوني او د خلکو له خوا منل شوی حکومت نه‌وي، د نویو شخړو لپاره زمینه برابرولای شي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د انرژۍ په پروژو کې د ښکېلو شرکتونو سیمه‌ییز سیالان به «لاس تر زنې او د بې‌پروا نندارچیانو په څېر» پاتې نه‌شي او د انرژۍ د لېږد پر لارو سیالي ښايي د نیابتي جګړو لامل شي.

حکمتیار همداراز ادعا کړې، چې روسیه او ایران د افغانستان له لارې سوېل ته د منځنۍ اسیا د تېلو او ګازو له لېږد سره مخالف دي او هڅه به وکړي، چې د دا ډول پروژو د پلي کېدو مخه ونیسي.

هغه ویلي، که شرکتونه فکر کوي چې روسیه، چین او ایران د دغو پروژو د مخنیوي توان نه‌لري، نو «لویه تېروتنه» کوي.

حکمتیار د طالبانو اوسنی تړون له «دلتا» شرکت سره په افغانستان کې د ۱۹۹۰مې لسیزې د نړیوالو تېلو او ګازو شرکتونو له هڅو سره تړلی بللی او ویلي یې دي، چې د دغه شرکت بیا راتګ، د هغه وخت د ځینو څېرو له حضور سره یو ځای، ښيي چې هماغه جیوپولیټیکي سیالۍ لا هم دوام لري.

حکمتیار د خپلې مقالې په بله برخه کې طالبان تورن کړي، چې د افغانستان د ستراتیژیکو زېرمو په اړه له قانوني جوړښتونو او ملي استازولۍ پرته پرېکړې کوي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د دې ډول تګلارې تکرار ښايي د افغانستان لپاره پراخې امنیتي او سیاسي پایلې ولري.

حکمتیار د خپلې مقالې په پای کې پوښتنه کړې: «ایا د تېر وخت ناکامۍ او پخوانۍ خونړۍ تجربې دومره بسنه نه‌کوله چې له ورته کړنو څخه د بیا تکرار مخنیوی شوی وای»؟

د بوش مرکز: د طالبانو له بندیزونو سره سره افغان نجونې د زده‌کړو د حق لپاره مبارزه کوي

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱
100%

له زده‌کړو څخه د افغان نجونو د محرومیت د پنځم کال په درشل کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش مرکز د څلورو افغان نجونو زد‌ه‌کوونکو کیسې خپرې کړي چې د طالبانو له بندیزونو سره سره په پټه خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي. طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړې دي.

پنځه کاله مخکې د ۱۴۰۰م کال د وږي میاشتې په ۲۷مه، چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر له ۱۸مې سره سمون لري، طالبانو د هلکانو هغه ښوونځي بېرته پرانیستل چې د کرونا د خپرېدو له امله تړل شوي وو، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو دروازې لا هم تړلې پاتې شوې.

د جورج ډبلیو بوش مرکز په همدې مناسبت د جمعې په ورځ (د وږي ۲۷مه) په یوه خپاره کړي مطلب کې ویلي، چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانانو پر وړاندې پراخ بندیزونه لګولي، چې په دې کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز هم شامل دی.

دغه مرکز ویلي، چې د زده‌کړو ملاتړي کسان او بنسټونه د انلاین زده‌کړو د پروګرامونو، پټو ښوونځیو او نورو ښوونیزو نوښتونو له لارې، د طالبانو له بندیزونو سربېره د نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د بوش مرکز همداراز ټینګار کړی، چې له افغانانو او د نجونو د زده‌کړو له ملاتړو او فعالانو څخه د ملاتړ په برخه کې به خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.

لینا یوه ۱۸ کلنه نجلۍ ده، چې په افغانستان کې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته له زده‌کړو پاتې شوې ده. هغې د بوش مرکز ته ویلي، چې د کتابونو په لوستلو او له ښوونیزو سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره لا هم هڅه کوي، چې خپلې زده‌کړې روانې وساتي.

یوې بلې نجلۍ ویلي، چې د زده‌کړو له بندیزونو سره سره لوستل، لیکل او د انګلیسي ژبې زده‌کړه یې روانه ساتلې ده او زیاته یې کړه: «هېڅوک نه‌شي کولای پوهه له انسان څخه واخلي».

دې نجلۍ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغان نجونې هېرې نه‌کړي او هغوی ته د زده‌کړو او پرمختګ زمینه برابره کړي.

هدیه هم یوه له هغو نجونو څخه ده، چې په افغانستان کې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته له زده‌کړو پاتې شوې ده. نوموړې خپلې زده‌کړې د انلاین کورسونو له لارې روانې ساتلې دي. هغې د انګلیسي ژبې، لومړنیو مرستو او یو شمېر نورو مهارتونو زده‌کړې هم کړې دي.

یوه بله ۲۰ کلنه نجلۍ وايي، که څه هم د هغې زده‌کړې درول شوي او د راتلونکي لپاره یې ډېر پلانونه له‌منځه تللي، خو لا هم د زده‌کړو د دوام او د یوه ښه ژوند د جوړولو لپاره هیله په زړه کې لري.

د دغو نجونو کیسې د هغو زرګونو افغان نجونو د ژوند یوه برخه انځوروي چې د طالبانو له لوري پر زده‌کړو د لګېدلو بندیزونو له امله له خپلو زده‌کړو څخه پاتې شوې دي.

د یونېسف د شمېرو له‌مخې، په تېرو پنځو کلونو کې له ۲،۶ میلیونو څخه ډېرې افغان نجونې له منځنیو زده‌کړو څخه بې‌برخې شوې دي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم، د خپلې واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر د نجونو د زده‌کړو له دوام سره مخالفت پیل کړ او په لومړي سر کې یې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته او بیا په پوهنتون کې له زده‌کړو او په وروستي پړاو کې له طبي انسټيټیوټونو او کورسونو هم منع کړې او په دې برخه کې داخلي او بهرنیو غبرګونونو ته د طالبانو ځواب یوازې دا وو، چې دوی د نجونو د زده‌کړو مخالف نه‌دي او یوازې یې تر «امر ثاني» پورې ځنډولي او د دغه «امر ثاني» هم پنځه کاله پوره شوي، خو لا هم افغان نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه نه‌لري.