
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د هرات د سمنټو تولیدي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري په هرات کې د سمنټو پروژې له روانو چارو د لیدنې پرمهال د یادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ. نوموړي اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تړون له ژمنو سره سم کارونه لا ګړندي او پر وخت یې ترسره کړي.



















