• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د افراسیاب خټک لیکنه

د ترکیې او قطر منځګړیتوب به څه اغېزې ولري؟

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۱

څو ورځې وړاندې د ترکیې د استخباراتو د ملي سازمان رییس ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال حماد خمیس کابل ته د خپل سفر پر مهال له لوړپوړو طالب چارواکو سراج الدین حقاني، مولوي یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق سره جلا جلا لیدنې او خبرې اترې وکړې.

په ورته مهال په رسنیو کې داسې راپورونه هم ورکړل شوه، چې یاد چارواکي به کندهار ته هم سفرونه وکړي. د یادو چارواکو او طالبانو ترمنځ د لیدنو په اړه په رسمي اعلامیو کې داسې معلومات خپاره شول چې دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، ګډې همکارۍ ، د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي او د سیمه‌ییز ثبات د رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي، خو سیمه‌ییزو شنونکو کابل ته د دغه پلاوي د سفر اصلي موخه د پاکستان او افغانستان تر منځ د شته شخړو او تاوتریخوالي له منځه وړل بللې دي. د شنونکو د دغه نظر تصدیق په دې هم شوی دی چې د ترکیې د استخباراتو د ملي سازمان رییس افغانستان ته د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته له هغه ځایه اسلام‌اباد ته تللی و، او هلته یې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د پاکستان د وسله‌والو قواوو لوی درستیز مارشل عاصم منیر او د ای‌ایس‌ای رییس عاصم ملک په ګډون له نورو لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي. خو پاکستان د دغو لېدونو د جزییاتو په اړه په رسمي ډول څه نه دې ویلي.

دا خبره د یادونې وړ ده چې پاکستان په تېرو څو کالونو کې پر طالبانو داسې تورونه پورې کوي، چې په پاکستان کې دننه د ټي‌ټي‌پي د بریدونو ملاتړ کوي او پاکستان په وار وار له طالبانو څخه د ټي‌ټي‌پي د بریدونو د مخنیوي غوښتنه کړې. له دغو ننداریو سربیره پاکستان څو ځله د افغانستان پر ځینو ولایتونو هوايي بریدونه هم وکړل او د دغو بریدونو ډېر قربانیان ملکي وګړي وو.

همدا رنګه طالبانو هم ځلونو پر پاکستان تور پورې کړی چې په خپل هېواد«پاکستان» کې یې داعش ته پناه ورکړې او هغوی د پاکستان له خاورې په استفاده په افغانستان کې دننه بریدونه کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو له لارې د شخړې هوارۍ لپاره تر اوسه ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین منځګړیتوب کړی دی خو پخوانیو هلو ځلو مثبتې پایلې نه دي لرلې، نو ځکه پوښتنه رامنځته کېږي چې ایا د ترکیې او د قطر له خوا دغه نوې هڅه به کومه مثبته نتیجه ولري او کنه؟

په کابل کې یو شمېر خبریالانو د خپلو سرچینو له قوله ویلي دي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ترکیې او قطر استازو ته ویلي دي، چې یاده ډله د پاکستان او د افغانستان دننه د ترهګرو بریدونو د کنټرول لپاره یو میکانیزم جوړولو ته چمتو ده. خو د دې شننې تر لیکو لا دا معلومه نه ده چې پاکستان د سراج الدین حقاني وړاندیز ته څه عکس العمل ښکاره کړی دی. په ورته مهال د ترکیې او قطر د پلاو له ترکیب څخه دا جوتېږي چې، له طالبانو سره د دغو هېوادونو تعامل د هغوی د استخباراتي ادارو له لارې کېږي. او په دې پروسه کې د هغوی سیاسیونو او ډېپلوماتانو ګډون نه دی کړی. داسې برېښي چې د دغو هېوادونو حکومتونه تر اوسه لا هم طالبان یو جنګي ډله ګڼي، ځکه د خپل سیاسي ادرس د تماس او خبرو اترو پر ځای د استخباراتي ادارو د کارمندانو له لارې خبرې کوي. پخوانیو تجربو دا ثابته کړې ده چې استخباراتي تماسونه د دغو پېچلو شخړو په حل کولو کې نه دي بریالي شوي. د ترکیې او د قطر د تازه اقدام بله ډېره مهمه انګېزه د یمن او سعودي عربستان تر منځ د روانې شخړې پراختیا هم کېدای شي، ځکه چې ترکیه او سعودي عربستان د مکې په پوځي هوکړه کې د پاکستان متحدین دي او دا طبیعي خبره ده چې هغوی غواړي چې که احتمالا پاکستان په یمن کې له سعودي عربستان سره د مرستې په موخه په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي، نو له هغې وړاندې باید په افغانستان کې د طالبانو سره د خپل سیاسي او پوځي شخړې کچه راټیټه کړي، تر څو پاکستان وکولای شي چې په ډاډه زړه خپله ټوله پاملرنه د لوېدیځې اسیا شخړې ته واړوي.

دا هم د یادونې وړ ده چې د اګست او سټمبر په میاشتو کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیو یونګ کابل او اسلام‌اباد ته سفرونه کړي و او د پاکستان او افغانستان له لوړپوړو چارواکو سره یې کتلي وو. د چین د ځانګړي استازي د سفرونو موخه د اپرېل په میاشت کې د پاکستان او د طالبانو تر منځ د چین په اورمچي کې د روان کال د جنورۍ او د اپرېل په میاشتو کې شویو خبرو اترو ته ادامه ورکول دي. چینایان غواړي چې د دواړو هېوادونو استازي باید یو ځل بیا اورمچي ته د خبرو اترو لپاره لاړ شي، خو داسې برېښي چې پاکستان د اورمچي د خبرو په اړه ډېره علاقمندي نه لري، ځکه چې د چین په نوښت دغه پروسه درې اړخیزه ده. او د چین شتون د پاکستان له خوا د افغانستان پر ضد د پاکستان د تېز او تند دریځ مخه نیسي. نو داسې ښکاري چې د اورمچي پروسه به همداسې نیم مړاندې پاتې وي، خو د ترکیې او قطر د پلاوو د سفرونو د پایلو د ژر را ښکاره کېدو هېله مندي شته، خو دا لا نه ده روښانه چې پایلې به یې مثبتې وي که منفي؟

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۳
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

۴

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې هېوادونو څه وویل؟

۵

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

•
•
•

نور خبرونه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۵:۰۳ GMT+۱
•
ګلبدین حکمتیار
100%

د افغانستان په جنگونو كې د سترو استعماري ځواكونو؛ شوروي اتحاد او امريكا او د دوى استخباراتي شبكو ونډه تر ډېره حده جوته او څېړل شوې، خو د تيل شركتونه، نيابتي جنگونه، كرايي جنگيالي او دلالان یې لږ د رسنيو تر كامرو لاندې نيول شوي؛

په داسې حال کې چې د دوى ونډه تر بل هر لوري زياته اغیزناکه او ستره وه؛ دومره چې له بريا وروسته د همدې شركتونو مامورين او دلالان پر لوړو كرسيو نصب شوي؛ څوك سفير شوى، له چا د مفتوحه هېواد وایسرا جوړ شوى او له چا صدراعظم او جمهور رئيس، اقتدار همغو ډلو او كرايي جنگياليو ته سپارل شوى چې دوى غوره او استخدام كړي وو.

په دې وروستيو کې د سعودي اړوند «ډلټا» شركت د طالبانو له امارت سره د كشك او تيرپل د سيمې د نفت او گاز د استخراج لپاره، د ۲۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت تړون لاسليك كړ. د پام وړ ټكى یې دا و، چې په كابل کې د امريكا پخوانى سفير او د امريکايي «يونوكال» شركت پخوانى مامور د دې تړون په غونډو کې د «دلال» او منځگړي په توگه حاضر و. تر دې لا په زړه پورې دا چې واشنگټن اعلان وكړ: هغه نه د امريكا مامور دی او نه د امريكا استازيتوب كوي. د سعودي غبرگون هم بشپړ سكوت او چوپتيا او له څه ويلو ډډه كول وو؛ نه په كابل کې د سعودي سفير يا كوم بل استازى په غونډو کې حاضر وو او نه یې د تړون د تایید يا رد په اړه كومه اعلاميه خپره كړه.

خو د امارت له ادرسه د دې تړون د ابعادو او گټو په اړه تبصرې او ستايني ډېري عجيبي او له شور او ولولو ډکې وې؛ په داسې حال کې چې دوى د دې ډول تړون پايلې دېرش كاله وړاندې، د خپلې واكمنۍ په لومړۍ دوره کې ليدلې او څكلې دي. دا د يوې تجربې لومړنۍ ازموينه نه ده، بلکې د هغې تجربې تكرار دی چې تر نيمې پېړۍ زياته مخينه لري او د افغانستان په ناامنيو او نيابتي جگړو کې یې پراخه ونډه وه. څو بېلگي یې دا دي:

- پنځه پنځوس كاله وړاندې او د ظاهر خان د مطلقه شاهي واكمنۍ په وروستيو کې امريكا چې د افغانستان د سوېل او لوېديځ پروژو امتياز یې په لاس کې و، د همدې سيمې د زېرمو اهميت ته په پام سره یې هلته د نفت او گاز د پلټنو كار پيل كړ؛ اړيني ودانۍ یې جوړي كړې او لومړني گامونه یې واخيستل، خو د رضا شاه پهلوي جدي ناخوښۍ د دې سبب شوه چې امريكا خپل كار په نيمه لار کې ودروي، ځكه ايران هغه مهال په سيمه کې د امريكا ژاندارم و او د امريكا لپاره یې اهميت تر اسراییل هم زيات و. د ايران د اعتراض وجه دا وه چې د بادغيس او هرات د سيمې د نفت او گاز استخراج د ايران پر زېرمو جدي اغېز درلود. دا سيمې يو له بل سره نښتې او گاونډۍ دي.

- بيا پنځه كاله وروسته او د سردار داود په واكمنۍ کې او هغه مهال چې د امريكا ځاى روسانو ونيولو، هغوى همدلته د تفحصاتو او استخراج ابتدایي كارونه پيل كړل خو بخت ورسره ياري ونه كړه او د دوى كار هم نيمگړى پاته شو. د داود خلاف كودتا، د كمونستانو ناكامه واكمني او په پاى کې د افغانستان اشغال او نژدې ۱۴ كاله جنگ هم موقع ورنه كړه چې دا سيمه د دوى اړوند شركت «گاز پروم» په واك کې شي.

- کله چې نيابتي ډلې جوړې او د هغوى نيابتي جگړې پيل شوې، د يونوكال او بريداس په څېر د تېلو نړۍ والو سترو شركتونو خپل رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړل؛ بريداس موفق شو د جبل السراج ایتلاف استخدام كړي؛ د ایتلافي حكومت خارجه وزير عبدالرحيم غفورزي له لاري یې هڅه وكړه د كابل واكمن قانع او له دې سره توافق ته تيار كړي چې د تركمنستان گاز او نفت د همدې شركت په مديريت کې د بادغيس– هرات له لارې پاكستان او هند ته انتقال شي. هغوى له اعلان پرته توافق وكړ، هديو، تحفو او ابتدایي مالي مرستو خپل كار وكړ، خو دا موافقه ډېره موده پټه پاته نشوه. په امريكايي رسنيو کې دا خپره شوه چې د ۱۹۹۶ په لومړيو کي بریداس د برهان‌الدين رباني حکومت ته يو مليون ډالر ورکړل؛ د بریداس په وينا دا د ژمي د سون موادو لپاره مرسته وه، خو د امريکا د استيناف محکمې په Bridas v. Unocal (بريداس د يونوكال مقابل کې) تر نامه لاندي قضيه کي دا ورکړه د هغه تړون په بدل کې ياده شوې چې بریداس ته یې د افغانستان په خاوره کې د نل‌ليکو جوړولو حق ورکولو. نورو سرچینو دا پټه معامله لا زياته افشاء كړه او ویې ويل: ...بریداس د جبل السراج ایتلاف يوه مشهور غړي ته د یو میلیون ډالرو وړاندیز کړى و چې د یونوکال پروژه له ستونزو سره مخ کړي او که یونوکال قرارداد وگټي نو د پایپ‌لاین د تېرولو مخنيوى وكړي.

بريداس له غفور زي سره نږدې کار کاوه، د ایتلافي حکومت د بهرنیو چارو وزیر و چې بيا په ۱۹۹۷ کې د اگست مياشتي په ۱۱مه د صدر‌اعظمۍ مقام ته لوړ شو، خو هغه له دې تقرري فقط لس ورځي وروسته د اگست په ۲۱مه د بامیان له سفر كابل ته د راستنېدو په مهال د الوتکې د نسكورېدو او انفجار په پيښې کې له خپل ټول ټيم سره يو ځاى ووژل شو. ويل كېږي دا له مخکې تنظيم شوې تروريستي پېښه وه. د ملگرو ملتونو رسمي سند هم وایي چې هغه د ۱۹۹۷ د اگست په ۲۱مه د الوتکې په حادثه کي مړ شو؛ الوتكه روسي (Antonov An-32) انتونوف-ان 32 وه. په رسنيو کې دا هم وويل شول چې یو میلیون ډالر د كابل كوم حكومتي بانکي حساب ته نه وو انتقال شوي. په دې کې هيڅ شك نشته چې دا پېښه يو ترور و او په هغې کې د اړوند شركتونو تر منځ جدي سياليو خپل اغېز درلود.

100%

- بل لوري ته د امريكا يونوكال+ سعودي ډلټا د تركمنستان نفت او گاز انتقال لپاره په ۱۹۹۷م کې د (CentGas ) Central Asia Gas Pipeline Ltd تر نامه لاندې څو مليته شركت (کنسرسيوم) جوړ كړ. په دې شركت کې ستره ونډه (۴۶،۵ سلنه) د يونوكال او (۱۵سلنه) د ډلټا وه. د نورو هر يوه تركمنستان، اندونيزيا، جاپان، جنوبي كوريا او پاكستان؛ (۷سلنه) يا تر دې لږ وه؛ د روسيې لپاره هم (۱۰سلنه) سهم په پام کې نيول شوى وو، خو دا هسي ټوکې ته ورته خبره وه. دا شركت اصلاً د روسيې گازپروم په خلاف او د مركزي اسيا پر زېرمو د مسكو د بشپړي سلطې ختمولو په موخه جوړ شوى و، له همدې كبله یې ډېر ژر په دې كنسرسيوم کې خپل عدم عضويت اعلان كړ او په دې سره د مسكو لس سلنه سهم هم د امريكا پر ۴۵ سلنه علاوه او ۵۵سلنه شو.

يونوكال د طالبانو لورى غوره كړ، د دوى هيئت یې امريكا ته دعوت كړ، په تحفو او ډاليو یې ونازولو. اصلاً د طالبانو د ډلي په جوړولو کې د سعودي، متحده اماراتو، بريتانيا، امريكا او پاكستان گډ لاس و، په دې موخه یې دا ډله د پاكستان په كويټه کې او له كندهاري درانيو جوړه كړه چې د بريتانيا او سعودي گډ هدف افغانستان ته د پخواني شاهي رژيم او مخلوع پاچا بېرته راستنول وو. طالبانو له دې سره موافقه كړې وه؛ له همدې امله سعودي، متحده امارات او پاكستان د دوى حكومت په رسميت وپېژندو، ډلټا شركت ډاډه و چې د تركمنستان د نفت او گاز ټولې زېرمي به د دوى لاس ته ورځي. مسكو او تهران ته دا حالت د زغملو نه وو؛ د طالبانو خلاف یې د مسعود او رباني مرسته څو برابره زياته كړه، هره ورځ به څو الوتکې په روسي وسلو، مهماتو او په روسيه کې چاپېدونكو افغاني بانک نوټونو بار، د مشهد له لاري كولاب ته رسېدلې او بيا به د تخار خواجه بهاء الدين ته انتقالېدې.

- دادی نژدې درې لسیزي وروسته ډلټا يو ځل بیا افغانستان ته راستنه شوې، مخکينى دلال بیا ورسره دی او بیا د ترکمنستان، هرات، کندهار، پاکستان، هند او گوادر د نښلولو طرح تر لاس لاندې ده. له همدې امله د نننۍ پروژې او د ۱۹۹۰مو د طرحې تر منځ جیوپولیټیک تسلسل او يووالى له ورايه ښكاري.

د سږ كال ۲۰۲۶ د سپتمبر په ۷مه د افغانستان د کانونو وزارت او سعودي دلتا انټرنشنل د هرات د (کشک–تیرپل) د نفت او گاز د اکتشاف او استخراج قرارداد لاسلیک کړ. په لومړي پړاو کې ۲۰۰ میلیون ډالر پانگونه اعلان شوه او په كابل کې د امريكا پخوانى سفير هم د لاسلیک په مراسمو کې حاضر و. دا ناڅاپي حضور نه وو؛ د ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۲۴مه همدا سفير د ډلټا له اجرائیوي رئیس شاهر التقي سره د عبدالغني برادر په مجلس کې ناست و او هلته په صراحت سره د (گاز د كشف، استخراج او د پایپ‌لاین د غځولو) خبرې شوې وې. د ډلټا اوسنۍ طرح یوازې د افغانستان د گازو استخراج نه دی، د طالبانو د چارواکو له بیان سره سم؛ ډلټا غواړي په TAPI کې د ترکمنستان گاز واخلي، د ترکمنستان د گازو د ساحو د تولید ظرفیت لوړ کړي، له هرات تر سپین‌بولدک پایپ‌لاین وغځوي، بيا یې د پاکستان له لاري د هند تر پولې ورسوي او په گوادر کې د گازو ستر مرکز جوړ کړي. دا دومره ستره پروژه ده چې ۵۰ مليارد ډالر پانگونه ايجابوي. څنگه ومنو چې د امريكا او سعودي حكومتونو له اجازې او موافقې پرته به دغه شركت د دومره سترې پانگونې جسارت كړى وي؛ هغه هم په داسې حال کې چې امريكا د كابل حكومت په رسميت نه پېژني او تر دې هم وړاندې ځي او وايي، چې د كابل حكومت د ترويزم او تروريستانو حامي دی او په دې هېواد کې پانگونه تروريستانو ته گټه رسوي.

دا شركتونه داسې هېوادونه غوره كوي چې نه اصولي او قانوني نظام لري، نه د ملت له حمايت برخمن حكومت، نه اساسي قانون، نه شورى او نه قوي او متحده مركزي اداره؛ د څو ځواكمنو څېرو په پېرلو سره كولى شي ټول حكومت او اداره یې په خپلو منگولو کې ونيسي او چې څه غواړي هغه وكړي؛ لكه دا اوس چې د څو ځواكمنو په خپلولو سره وتوانېدل داسې تړون تر لاسه كړي چې د ډېرو نظامي، سياسي او مالي اقداماتو له لارې یې نشو تر لاسه كولى.

په يقين سره ويلى شو چې دا تړون به افغانانو ته د مخکې په څېر اوږدې او پراخې نيابتي جگړي له ځان سره لري. د دې شركت رقيبان به د بې اعتناء ناظر په څېر لاس تړلي پاتې نه شي. داسې تړونونه هغه مهال له ستونزو پرته پلي كېدى شي چې له يوه قانوني او د ملت په خوښه جوړ شوي حكومت سره وي؛ د پرديو د پيسو او وسلو په مټ جوړ شوي او تحميل شوي حكومتونه هيڅكله نشي كولى په ټول ملت پورې تړلي ارزښتونه او زېرمې له دې او هغه سره معامله كړي او د داسې خپلسرو معاملو د بدو پايلو مخنيوى وكړي. كه څوك خپل شخصي كور هم پر بل پلوري نو اصولاً پر دې مكلف دئ چې د گاونډي رضايت او موافقه په پام کې ولري. خو نن د افغانستان وضعيت داسې دی چې د يوې ډلې څو زورواکي كولى شي هېواد او ارزښتونه او زېرمي یې كله پر امريكا وپلوري او كله پر روسيې او چېن، كله پر هند او كله پر پاكستان، كله پر ايران او كله پر سعودي؛ پرته له دې چې ملت وپوښتي او داسې ستر ملي مسایل د ملت ممثلې شورى کې وڅېړي.

بايد دې ته متوجه وو چې روسیه د منځنۍ اسیا د انرژۍ پر صادراتي لارو د خپلې سلطې او انحصار دوام غواړي او په هره بيه د دې مخنيوى كوي چې د دې هېوادو گاز او نفت د افغانستان له لارې جنوب ته انتقال شي. ايران تر روسيې زيات د دې جدي مخالف دی او په تېرو څو لسيزو کې یې د دې پروژې د مخنيوي په موخه تر روسانو زياتې پانگونې كړې؛ تهران نه پرېږدي چې د پاكستان او هند دوه ستر مارکېټونه د تل لپاره له لاسه وركړي.

100%

ډلټا + يونوكال او هر بل شركت يوازې په هغه صورت کې بريالى كېدى شي چې داسې ستره ملي معامله یې له قانوني حكومت سره وي نه له يوه جنگي لوري سره او تړون یې له سيالو شركتونو سره د ازادې داوطلبۍ له مخي وي، نه د مخکې په څېر د رشوتونو او څو زورواكو د پېرلو له لارې.

كه دوى گمان كوي چې روسيه، چېن او ايران دومره كمزوري كړى شوي چې اوس د دوى خلاف د څه كولو هيڅ توان نه لري نو دا به يقيناً د دوى لويه اشتباه او پر خپل ځواك بې دليله غره كېدل وي. دوى په هرات کې دا تړون لاسليك كړ خو متصل یې حوثيانو باب المندب ونيولو او پر سعودي یې بريدونه وكړل، حتا د مكې په لوري د ډرون بريد وشو. كه سعودي له ترکېې او پاكستان سره دفاعي تړون لاسليك كړ او دا دی اوس محمد بن سلمان مصر ته ځي او له هغه به په رواني جگړې کې د گډون غوښتنه كوي او د قطر او ترکېې امنيتي مسئولين كابل ته راځي. شك نشته چې د دې ناڅاپي سفر يوه موخه به دا وي چې له طالبانو وغواړي د هند او ايران پر ځاى له ترکېې او سعودي سره نژدې شي. معلومه نه ده چې طالبان به له تهران او هند سره خپله پخوانۍ ملگرتيا پالي او كه به خپل مخکېنى جهت بدلوي او د ايران ضد ایتلاف کې شاملېدل به گټور گڼي؟ دا هم معلومه نه ده چې كه دې جهت ته رااوړي نو ونډه به یې څه وي؟ د كابل اوسنى حكومت چې د يوې ډلې حكومت دی، نه شورى لري، نه قانون اساسي؛ مشران یې په بهر کې غوره شوي او كابل د امريكا له لوري ورسپارل شوى او همدا اوس له جدي داخلي مخالفتونو او وسله وال مقاومت سره مخ دی. كه څوك گمان كوي چې همدا حكومت د دوى لپاره ډېر څه كولى شي، دا به یې بله ستره اشتباه وي.

مگر مخکېنۍ ناكامي او خونړۍ تجربې كافي نه وې چې د ورته اقداماتو له تكرار ډډه شوې وای؟!

له افراط‌پالنې او ترهګرۍ سره دوه لسیزې مبارزه؛ اوس چېرته ولاړ یو؟

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱
•
محمد محق
100%

له هغې ورځې راهیسې چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښه رامنځته شوه، د نړۍ په امنیتي تګلارو او لومړیتوبونو کې ستر بدلون راغی. له ترهګرۍ او افراط‌پالنې سره مبارزه د نړیوال سیاست له تر ټولو مهمو موضوعاتو څخه وګرځېده.

په دې لاره کې نه یوازې میلیاردونه ډالره ولګېدل، بلکې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ستر بشري ځواک هم پر کار وګومارل شو او په هغو هېوادونو کې، چې د دې جګړې په اصلي ډګرونو بدل شول، درانه ځاني زیانونه هم واوښتل.

افغانستان د دې مبارزې له اصلي او ښايي تر ټولو مهمو ډګرونو څخه وو. اوس چې د سپټمبر له ۱۱مې نېټې نږدې یوه څلورمه پېړۍ تېره شوې، دا پوښتنه مطرح کېدای شي چې په افغانستان کې له افراط‌پالنې او ترهګرۍ سره د مبارزې پایله څه شوه؟ او د دې تجربې لپاره کومه کلمه ډېره مناسبه ده: بریا که ناکامي؟

د ځواب موندلو لپاره کېدای شي څو ساده پوښتنې مطرح شي. ایا نړۍ د سپټمبر له ۱۱مې مخکې خوندي وه، که نن ورځ خوندي ده؟ هغه کړۍ چې د خپلو ایډیالوژیکو افکارو له لارې یې د ټولنو ثبات ګواښلو، هغه مهال ډېرې وې که اوس؟ هغه مهال دغو ډلو تر خپل واک لاندې ډېره ځمکه او پراخه سیمه لرله که نن؟ د هغوی تبلیغاتي امکانات، چې د خلکو او په ځانګړي ډول د ځوانانو پر فکرونو د اغېز لپاره یې کارول، هغه مهال ډېر وو که اوس؟

پوښتنې لا مشخصې هم کېدای شي. ایا هغه مهال داسې روزل شوي او منظم ځواکونه موجود وو چې د همدې ډول افکارو خاوندان وو او د یوه منظم پوځ په څېر راڅرګند شي، له نورو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي او ان د خپلو ځواکونو د روزنې لپاره له هغوی سره تړونونه لاسلیک کړي؟ ایا د دغو ډلو د څارنې، استخباراتي فعالیتونو او نړیوالو اړیکو امکانات هغه مهال ډېر وو که اوس؟

د دغو پوښتنو په ځوابونو کې دقت ښايي وښيي چې لږ تر لږه په افغانستان او تر یوه بریده په سیمه کې د افراطي ډلو ځواک، امکانات او وړتیاوې نه یوازې کمې شوې نه دي، بلکې په ځینو برخو کې د سپټمبر له ۱۱مې مخکې د وخت پرتله څو برابره ډېرې شوې دي.

که داسې وي، نو یوه لا سخته پوښتنه مخې ته راځي: هغه میلیاردونه ډالره، هغه ستر بشري ځواک، هغه ګڼ شمېر پروګرامونه او پروژې او هغو قربانیو څه پایله لرله؟ ولې پایله له لګېدلو امکاناتو سره برابره نه وه؟ په ساده ژبه، د کار کومه برخه ناسمه وه؟

ستونزه له تعریف څخه پیلېده

له لومړنیو مهمو ټکو څخه یو دا دی، که څه هم د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ له ترهګرۍ او افراط‌پالنې سره د مبارزې پر اړتیا ظاهري هوکړه موجوده وه، خو د دغو پدیدو لپاره ګډ او منل شوی تعریف نه وو.

هر هېواد د خپلو ګټو او ملاحظاتو له‌مخې د ترهګرۍ او افراط‌پالنې لپاره خپل تعریف درلود. په عمل کې له دې پدیدې سره چلند تر دې چې پر ثابتو او ګډو معیارونو ولاړ وي، تر ډېره سیاسي بڼه لرله.

ډېر ځله هغه ډلې ترهګرې یا افراطي بلل کېدې چې د یوه هېواد له ګټو سره په ټکر کې وې؛ په داسې حال کې چې هماغه ډله ښايي د بل هېواد لپاره، چې خپلې ګټې یې له ګواښ سره نه مخامخ کېدې، ترهګره یا افراطي نه ګڼل کېده. لا دا چې کېدای شي هماغه ډله په سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو کې د یوه دولت په ګټه هم تمامه شوې وای.

هغه مبارزه چې نړیواله بلل کېږي، لږ تر لږه د هغې موضوع په اړه ګډې هوکړې ته اړتیا لري چې مبارزه ورسره کېږي. که لږ تر لږه د اغېزناکو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څېر بنسټونو ترمنځ د دې پدیدې د پېژندلو پر معیارونو جدي هوکړه رامنځته نه‌شي، نو دا به ګرانه وي چې له هغې سره د مبارزې د دوامدارې پایلې تمه وشي.

په خپله افغانستان کې تناقض

دا اختلاف یوازې د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ نه وو. ان په افغانستان کې د حکومت او د هغه د مهمو ملګرو ترمنځ هم د نظر او تګلارې یووالی موجود نه وو.

په هغه پړاو کې چې طالبان په کمزوري حالت کې وو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د خبرو او محدودو غوښتنو خبره کوله، امریکايي چارواکو طالبان داسې ډله بلله چې خبرې ورسره د منلو وړ نه وې؛ په داسې حال کې چې له افغان لوري د خبرو کولو لېوالتیا مطرح کېده.

څو کاله وروسته حالت بدل شو. هغه مهال چې طالبان په یوه مهم پوځي او سیاسي ځواک بدل شوي وو او د افغانستان حکومت له دې اندېښمن وو چې هغوی له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي، کابل پر دې کار اعتراض هم وکړ، خو واشنګټن د کابل اندېښنو ته له پام پرته له طالبانو سره مخامخ خبرو ته داخل شو او دغه بهیر په پای کې د دوحې د تړون لامل شو.

پر هرې پرېکړې له قضاوت کولو پرته، دغه بدلون ښيي چې د جګړې په اوږدو کې د طالبانو د ماهیت او له هغوی سره د چلند په اړه یوه واحده او تلپاتې لیدلوري موجود نه وو. له همدې امله تګلارې هم د حالاتو او ګټو له بدلون سره بدلېدې.

د جمهوري نظام دننه اختلاف

دا ستونزه په لا کوچنۍ کچه هم موجوده وه. ان هغه ډلې چې د جمهوري نظام تر چتر لاندې یې فعالیت کاوه، که د واک د جوړښت برخه وې او که د قانوني مخالفانو په توګه یې فعالیت کاوه، د افراط‌پالنې او له هغې سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه یې ګډ نظر نه درلود.

کله ناکله به چې حکومت له افراط‌پالنې سره د مبارزې لپاره یوه تګلاره غوره کړه، ځینو جریانونو به د خپل نفوذ په کارولو سره په پارلمان، رسنیو یا نورو هغو بنسټونو کې چې د دوی تر اغېز لاندې وو، د دغې تګلارې د ناکامولو هڅه کوله.

لامل یې تل د هغې تګلارې د ګټې او زیان تخنیکي ارزونه نه وه؛ کله نا کله موضوع د دوی له ایډیالوژیک لیدلوري سره تړاو درلود. په بل عبارت، له افراط‌پالنې سره چلند خپله هم ایډیالوژیک او سیاسي شوی وو، نه دا چې د ملي ګټو پر یوه ګډ درک ولاړ وي.

حتی له دې هم په کوچنۍ کچه، د حکومت د بېلابېلو ادارو ترمنځ لازمه همغږي نه وه؛ نه د لیدلوري له پلوه او نه هم د تګلارې او عملي کار له پلوه.

هغه تګلاره چې هېڅکله جوړه نه شوه

اړینه همغږي یوازې د څو کمېټو جوړول یا د ادارو ترمنځ د ګډو غونډو ترسره کول نه وو. اړینه وه چې د حکومت مهمې برخې لومړی یوه ګډ درک ته ورسېږي او وروسته د ملي ګټو پر بنسټ داسې پراخه هوکړه رامنځته شي چې قانوني مخالفین او د ټولنې اغېزناکې کړۍ هم پرې قانع او ورسره ملې شي.

د همدې ډول ګډې هوکړې پر بنسټ کېدای شول چې له افراط‌پالنې او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یوه هر اړخیزه ملي تګلاره جوړه شي.

په دې تګلاره کې باید د ښوونې او روزنې، رسنیو او مطبوعاتو، جومات او منبر، استخباراتي او امنیتي ادارو او د ټولنې د دودیزو بنسټونو ونډه روښانه شوې وای او ټولې برخې باید له یو بل سره په مناسبه همغږۍ کې کارول شوې وای.

له افراط‌پالنې سره مبارزه باید د افغانستان د پرمختګ او ثبات له عمومي تګلارې سره هم تړلې وای. لومړی باید د حکومت چارواکي دې درک ته رسېدلي وای او وروسته باید دغه پوهاوی ټولنې ته لېږدول شوی وای.

په دې صورت کې به د ټولنې د ډېرو خلکو لپاره دا موضوع روښانه شوې وای چې ښوونیز، تقنیني، رسنیز، کلتوري، دیني او امنیتي پروګرامونه له یو بل سره څه تړاو لري او څنګه ټول د ملي ګټو لپاره کارول کېږي.

په بل عبارت، له افراط‌پالنې سره مبارزه باید په یوه ملي خوځښت بدله شوې وای، نه دا چې یوازې د څو امنیتي ادارو دنده یا د څو پروژو نوم پاتې شوی وای.

کله چې له افراط‌پالنې سره مبارزه خپله په «پروژه» بدله شوه

په عمل کې څه چې ترسره شول، په ډېرو مواردو کې له دې انځور سره واټن درلود. له افراط‌پالنې سره مبارزه تر ډېره د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په یوه پروژه‌ییزه شورماشور بدله شوه؛ داسې پروژې چې ډېری وخت د افغانستان د ټولنپوهنیز واقعیت پر پوهه ولاړې نه وې، روښانه بدیل یې نه درلود او د هېواد له داخلي شرایطو څخه یې کافي درک نه درلود.

کله ناکله حالت داسې وو، لکه د دغو پروګرامونو پلي کوونکي هم پر هغه څه چې ترسره کوي، بشپړ باور نه لري.

د افراط‌پالنې، سولې، زغم او منځلاریتوب په اړه به عمومي خبرې کېدې، خو د خلکو د ډېری برخې لپاره به دا روښانه نه وه چې په دقیقه توګه د څه شي په اړه خبرې کېږي.

افراط‌پالنه څه ده؟ څنګه رامنځته کېږي؟ بېلګې یې کومې دي؟ ولې خطرناکه ده؟ او له ورځني ژوند، امنیت او د خلکو له راتلونکي سره یې څه تړاو لري؟

کله چې دغو پوښتنو ته روښانه ځواب موجود نه وي، یوازې د «له افراط‌پالنې سره مبارزې» د اصطلاح تکرار نه شي کولای ټولنه له افراط‌پالنې څخه خوندي او مقاومه کړي.

معکوسه پایله

د ځینو پروګرامونو کمزورتیا په ځینو مواردو کې ان د معکوسې پایلې لامل کېدای شوه.هغه نمایشي او بې‌محتوا پروګرامونه چې د ټولنې کلتوري او دیني وضعیت ته له کافي پاملرنې پرته پلي کېدل، د ټولنې په یوه برخه کې یې دا وېره پیدا کوله چې د دوی دیني هویت له ګواښ سره مخ دی.

په داسې فضا کې طبیعي وه، چې د خلکو یوه برخه د خپل هویت د ساتنې لپاره لا ډېر دودیزو بنسټونو، دیني مدرسو او هغو سازمانونو ته مخه کړي چې ځانونه د دین او دود ساتونکي معرفي کوي.

لا جالبه خبره دا وه، چې له دغو بنسټونو څخه ځینو یې د خپلو مالي سرچینو یوه برخه په مستقیم یا غیرمستقیم ډول له حکومت، نړیوالې ټولنې یا هغو خلکو ترلاسه کوله چې د دوی د فعالیتونو مالي سرچینې هم په یوه ډول له حکومت او نړیوالو مرستو سره تړلې وې.

په دې توګه یو ډول تړلې کړۍ رامنځته شوې وه: له یوې خوا له افراط‌پالنې سره د مبارزې لپاره سرچینې لګېدې او له بلې خوا د همدې اقتصادي او ټولنیز جوړښت یوه برخه کولای شول له هغو بنسټونو سره مرسته وکړي چې په ځینو مواردو کې یې د افراطي لیدلورو د بیا تولید زمینه برابروله.

د خبرو او فکر تشه

په داسې فضا کې د توندلارو تمایلاتو لرونکو دیني مدرسو شمېر زیات شو، په رسنیو کې د دیني خپرونو حضور پراخ شو، د ځینو منبرونو ژبه لا تونده شوه او د افراط‌پالنې فکر وتوانېد چې په ټولنه کې له پیاوړو فکري جریانونو څخه یو جریان وګرځي.

خو ښايي تر ټولو مهمه ستونزه دا وه، چې د هغه پر وړاندې یو بدیل دیني فکر رامنځته نه شو.هغه ټولنه چې ژور دیني مخینه او جوړښت لري، یوازې د هغو الفاظو او مفاهیمو په وسیله نه شي کولای له افراط‌پالنې سره مقاومت وکړي چې د هغې له کلتوري چاپېریال څخه بهر رامنځته شوي وي.

افراطي فکر له دیني مفاهیمو، نښو، احساساتو او د ټولنې له دیني حافظې سره په داسې ژبه خبرې کولې چې خلک ورسره بلد وو، خو ډېری مدني فکرونه ونه توانېدل چې یوه بومي او د ټولنې له واقعیتونو سره برابره لاره خپله کړي.

د دغو فکرونو یوه برخه تر ډېره د هغو مفکورو خامه ژباړه وه، چې په نورو هېوادونو او د نورو ټولنیزو شرایطو لپاره رامنځته شوې وې.

په داسې نابرابره سیالۍ کې عجیبه نه وه، چې افراطي فکر د ټولنې د ځینو برخو لپاره لا د پوهېدو او پېژندلو وړ ښکاره شي.

یوه خوا په داسې ژبه خبرې کولې چې مخاطب له ماشومتوبه د هغې له ډېرو مفاهیمو او نښو سره بلد و؛ بله خوا کله ناکله په داسې کلیمو او اصطلاحاتو خبرې کولې چې مخاطب ته یې لا روښانه نه وه، چې د هغه له ژوند، کلتور او باورونو سره څه تړاو لري.

له همدې امله ستونزه یوازې د افراطي فکر ځواک نه وو؛ د بدیل فکر کمزورتیا او کله ناکله د هغه نشتوالی هم یوه ستره ستونزه وه.

هغه تجربه چې بیاکتنې ته اړتیا لري

د دغو ټکو د مطرح کولو موخه دا نه ده، چې له افراط‌پالنې سره د مبارزې لپاره یوه نوې نسخه وړاندې شي. له نسخې جوړولو مخکې تر دې مهم کار شته: تېره تجربه باید په رښتینولۍ او له پروژه‌ییزو او سیاسي ملاحظاتو پرته وکتل شي او وڅېړل شي.

له سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته، نږدې دوه لسیزې د نړۍ ستره انرژي، میلیاردونه ډالره او بې‌شمېره بشري ځواک په افغانستان کې ولګېد.اوږده جګړه وشوه، ډېر خلک ووژل شول او د ترهګرۍ، افراط‌پالنې، دولت جوړونې، پرمختګ، ولسواکۍ او ثبات تر نومونو لاندې سلګونه پروګرامونه پلي شول، خو د دې دورې پای د جمهوري نظام په سقوط او واک ته د طالبانو په بېرته رسېدو تمام شو.

دا پایله یوازې د جګړې په وروستیو ورځو کې یوه پوځي ماتې نه شي بلل کېدای. لږ تر لږه باید دا احتمال جدي وبلل شي چې موږ د لیدلوري، د تګلارې د طرحې او له افراط‌پالنې سره د مبارزې د عملي کولو په برخه کې له یوې ژورې ناکامۍ سره مخ وو.

له همدې امله، له ترهګرۍ او افراط‌پالنې سره د یوې څلورمې پېړۍ د مبارزې د بریا یا ناکامۍ پوښتنه یوازې د تېر وخت په اړه پوښتنه نه ده. دا پوښتنه په مستقیم ډول له راتلونکي سره تړاو لري.

که د تېرې تجربې له جدي نیوکې پرته هېره شي، که هماغه مبهم مفاهیم، هماغه سیاسي چلندونه، هماغه اداري ناهماهنګي، هماغه پروژې چې له بومي واقعیتونو څخه بې‌خبره وې او هماغه عمومي خبرې په نوو نومونو بیا تکرار شي، نو د بلې پایلې د تمې لپاره به هېڅ دلیل موجود نه وي.

دوه لسیزې انرژي او امکانات له لاسه ولاړل او افغانستان په پای کې د طالبانو لاس ته ولوېد. که له دې تجربې درس وانخیستل شي، اړینه نه ده چې فاجعه به په هماغه بڼه بیا تکرار شي، خو نورې فاجعې راتلای شي.

له افراط‌پالنې سره د مبارزې د یوه نوي پړاو له پیلولو مخکې، ښايي تر ټولو مهم کار دا وي چې یو ځل بیا او په لا ډېر جدیت دې پوښتنې ته راوګرځو: په تېر پړاو کې مو چېرته تېروتنه وکړه؟

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د تاوتریخوالي څپې

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۴:۲۵ GMT+۱
100%

ژورنالیست افتخار فردوس راپور ورکړی چې په سېپتمبر میاشت کې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې تاوتریخوالی زیا شوی؛ په بلوچستان کې ۱۹۰ پېښو ۲۹۶ تلفات او پښتونخوا کې ۱۳۳ پېښو ۱۳۳ تلفات اړولي دي، چیرې چې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو بریدونو امنیتي وضعیت زښت خراب کړی.

افتخار فردوس په اسلام اباد کې مېشت هغه ژورنالېست دی چې د پاکستان او سیمې د وسله والو نښتو او پېښو د خبرونو په راټولولو کې تخصص لري، او د خراسان ډایرۍ په نوم خپله وېبپاڼه کې یې خپروي. نوموړي د سپټمبر په لسمه په خپل اېکس پاڼه لیکلي دي چې د پاکستان په دوو ایالتونو بلوچستان او پښتونخوا کې چې د تاوتریخوالي کومې څپې د اګست په میاشت کې راپورته شوې وې، د سپټمبر په میاشت کې یې هم دوام درلود. هغه وایي چې د سپټمبر میاشتې تر لومړیو پورې په بلوچستان کې له تاوتریخوالي نه د ډکو پېښو شمېره ۱۹۰ وو او په دغو پېښو کې د مرګ ژوبلې شمېره ۲۹۶ ده. همدا رنګه په دغه مهال په پښتونخوا کې د تاوتریخوالي ۱۳۳ پېښې شوې دي او په دغو پېښو کې د تلفاتو شمېره ۱۳۳ ته رسېدلې ده. افتخار فردوس لیکي چې پښتونخوا کې د تاوتریخوالي د پېښو تر ټولو لوړه شمېره د پښتونخوا په سویل بنو کې ثبت شوې ده، چې شمېر یې ۲۶ دی او په دغو پېښو کې د تلفاتو شمېره ۴۵ ده. په بلوچستان کې د جګړې او تاوتریخوالي تمرکز په قلات، خضدار، مستونګ، کېچ، او چاغي ولسوالیو باندې دی. د سپټمبر او اګست په دغو ورځو کې د وګړو له اړخه د پاکستان د دوو غټو ایالتونو یعنی پنجاب او سند د تاوتریخوالي د پېښو شمېره یې په پنجاب کې ۳ او په سند کې ۶ لیکلې ده، او د تلفاتو شمېر یې ۱ او پنځه دی. پنجاب د پاکستان د ټولو نفوس په پرتله نیمايي نفوس لري خو هلته امن دی، او خلک عادي ژوند لري.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کې په ژورنالېستي، رسنیز او ټلوېزیوني فعالیتونو باندې دولتي سانسور هم سیورۍ غړولی دی، خو د پېښو په اړه معلومات یوازې پر ټولنیزو رسنیو خپریږي.

بل خوا بیا د بلوچستان په دښتو او د پښتونخوا په غرونو کې ډېرې داسې سیمې شته چې هلته نه ځایي خبریالان شته او نه هم د نورو سیمو خبریالان هلته تګ راتګ کوي، نو د دغسې سیمو پېښو ته په رسنیو کې هېڅ پوښښ نه ورکول کېږي. د بلوچستان په بلوچ مېشتو سیمو کې جګړه نوې نه ده، د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو د پاکستان پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه په ۲۰۰۶ کې د د یوه پیژندل شويي بلوڅ سیاسي او قومي مشر نواب اکبر بګټي له وژل کېدو وروسته پیل شول.

خو د وخت په تېریدو سره یې شدت وموند.

بلوچستان د مساحت له اړخه د پاکستان تر ټولو پراخ ایالت دی، او د پاکستان ۴۴ سلنه برخه تشکیلوي، خو نفوس یې د نورو ایالتونو په پرتله کم دی.

د بلوچستان نفوس د پاکستان د ټولو نفوسو په سلو کې کابو شپږ اعشاریه دوه سلنه تشکیلوي. په اوسني وخت کې د بلوڅو تر ټولو مهم او با نفوذه سیاسي سازمان د بلوچ یکجهتي کمېټې (BYC) نومېږي چې د هغې مشره ډاکټر ماه رنګ بلوچ ده، نوموړې او څو نور ملګري یې د تېرو درېیو کلونو راهیسې بندیان دي. د پاکستان حکومت له‌خوا تر ټول زیات تاوتریخوالی د بلوڅ ځوانان تري تم کولو بلل کېږي او د استخباراتي او امنیتي ادارو له لوري تر اوسه زرګونه بلوڅان تري تم شوي دي.

په تري تم کسانو کې داسې کسان هم شامل دي، چې دوه، درې، پنځه کاله لا درکه وي خو د ځینو کسانو د مرګ او ژوند حال د تېرو شلو کلونو راهیسې نه دی معلوم شوی.

البته د ځینو مړي په سړکونو او یا په کوڅو کې غورځول شوي موندل کېږي. اوس یو شمېر بلوڅ ښځې هم تري تم شوې دي. حکومت وایي چې د بلو څ ښځې هم د دولت په ضد جګړه کې برخه لري.

په بلوچستان کې په وسله والو فعالیتونو کې تر ټولو زیات فعالیت د بلوچ ازادي غوښتونکي سازمان یعنی (BLA) له خوا کېږي. دغه سازمان په ښارونو کې د پوځ او پولیسو پر مرکزونو وسله وال بریدونه کوي او بیا د څه وخت لپاره ټوله ښاري ساحه تر خپل کنترول لاندې راولي. په بلوچستان کې هسې خو تش په نوم یو ملکي حکومت شتون لري، خو د دغه ایالت ټول واک د پاکستان د پوځ د دوولسمې قول اردو د قوماندان په لاس کې دی. د مستونګ، کېچ او نوشکي غوندې سیمو کې په وار وار پر ملکي خلکو هغه وخت ګرځبندیزونه لګول کېږي، چې پوځي قطعات له یوه ځایه بل ځای ته حرکت کوي. له بلوچستان نه پر هغو بهر راوتونکو لارو هم تګ راتګ سخت شوی، چې د بلوڅو له سیمو تېرېږي. د بلوچستان په شمال کې په پښتون مېشتو سیمو کې تر تېر کال پورې د ټي ټي‌پي له خوا د هغه ډول بریدونو څرک نه لیدل کېده، کوم چې په په پښتونخوا کې عام دي، خو سږکال ټی‌ټي‌پي د بلوچستان مرکز کویټې ته نږدې په حنا وړک، زیارت او له کوټې بهر په زیارت کراس نومي ځای کې خونړي بریدونه وکړه. د سېپتمبر په درېیمه نېټه په زیارت کراس کې په یوه برید کې ۱۸ تنه امنیتي سرتېري ووژل شوه.

تردې دمه په پښتونخوا کې د پاکستان امنیتي ځواکونه د ټي ټي‌پي د بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. د دغه ایالت په سویل کې تر ۱۲ ولسوالیو کې د ټي ټي‌پي حضور ځواکمن شوی دی او د پراخو بریدونو په ترسره کولو یې د حکومت په اداري کنټرول کې درزونه رامنځته کړي دي. د دې پرمختګ تر ټولو ستر زیان پولیسو ته رسېدلی دی، او د هغوی د تلفاتو کچه ډېره لوړه شوې ده. ځکه چې په اساسي توګه د پولیسو دندې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې د امن او امان ساتنه او د جنایتونو په ضد مبارزه ده، خو په کوم ځای کې چې دولتي کنټرول له منځه لاړ شي، هلته د پولیسو لپاره ستر ننګونه دا وي چې هغوی د یاغیانو له بریدونو خپل ژوند وژغوري او که په سیمه کې امن او امان وساتي. نو د پخوا غوندې تېره میاشت یو ځل بیا د لکي مروت پولیسو د حکومت د پالیسیو په ضد غونډې وکړې او د حکومت له اجازې او پرېکړې پرته یې له اولس سره د امن کمېټې جوړې کړې. هغوی په اولسي غونډو کې د ترهګرۍ په اړه د پوځ پر پالیسیو نیوکې هم وکړې، خو پولیسو ته د ورپېښ دغه بحران یو بل علت د پښتونخوا ایالتي حکومت له خوا د ترهګرۍ په ضد جګړه کې لېوالتیا نه ښودل دي. د عمران خان اړوند تحریک انصاف ګوند د خپلې ټولې پاملرنې تمرکز له محبس څخه د خپل رهبر عمران خان پر راخلاصولو ساتلی دی. هغوی نه غواړي چې د ټي ټي‌پي په ضد جګړه کې ځان فریق کړي او خپل ژوند په خطر کې واچوي.

پیتر جوونال؛ هغه سړی چې څلور لسیزې یې افغانستان له نږدې لیدلی

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۱
•
طاهر قادري
100%

«زه لا هم افغانستان ته هیله من یم»؛ دا خبره خبریال پیتر جوونال کوي. هغه له څلورو لسیزو ډېر وخت په افغانستان کې جګړې، د حکومتونو نسکورېدل او د بېلابېلو واکمنیو راټوکېدل او له منځه تلل له نږدې لیدلي دي.

پیتر جوونال افغانستان ته د شوروي پوځونو له ننوتلو یوازې درې میاشتې وروسته لاړ. د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت نسکورېدل یې ولیدل، د طالبانو د راټوکېدو په لومړیو ورځو کې یې په کندهار کې د دې ډلې له مشرانو سره چای او فانتا وڅښل، د اسامه بن لادن راڅرګندېدل یې له نږدې تعقیب کړل، د القاعدې د مشر له لومړنیو مهمو مرکو څخه د یوې په چمتو کولو کې یې ونډه واخیسته، د احمدشاه مسعود ترور او د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه یې تعقیب کړل او په پای کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، خپله هم څه موده بندي شو.

100%

هغه د افغانستان له فرهنګ او ژوند او ژواک سره نږدې پاتې شوې او ان د خبرو پر مهال کله ناکله د افغانستان عامې کلمې او اصطلاحات کاروي.

جوونال وايي: «د شوروي پوځونو له راتګ درې میاشتې وروسته، د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلم او تر اوسه څه باندې ۷۰ ځله دې هېواد ته تللی یم».

هغه د جهاد له کلونو وروسته د جګړې جبهې هم لیدلې او هم یې د افغانستان سیاسي او پوځي بدلونونه له نږدې څارلي دي.

په ۱۹۹۲ کال کې، چې د ډاکټر نجیب‌الله حکومت نسکورېده، جوونال په کابل کې و او د افغانستان د تاریخ د یوې نوې مرحلې پیل یې له نږدې ولید.

د طالبانو په لومړیو ورځو کې له ملا برادر سره فانتا

د جوونال د مسلکي ژوند یوه له تر ټولو نه هېرېدونکو لیدنو څخه په ۱۹۹۴ کال کې وه. کندهار تازه د طالبانو لاس ته لوېدلی و او دې ډلې لا په ټول هېواد کې واک نه و ټینګ کړی.

په هغه وخت کې د افغانستان سوېل له پراخې ناامنۍ او ګډوډۍ سره مخ و. په لارو کې ګڼې پوستې جوړې شوې وې، له مسافرو پیسې اخیستل کېدې او د عادي خلکو ژوند د ناامنۍ تر اغېز لاندې و.

جوونال وايي: «د سپین‌بولدک او کندهار ترمنځ ۱۴ پوستې وې. هرې پوستې له مسافرو یو څه پیسې اخیستې. د عادي خلکو لپاره وضعیت ډېر خراب و».

هغه د کندهار له سقوط یوازې څلور ورځې وروسته، د طالبانو د اوسني رییس‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل. د جوونال په وینا، په هغه وخت کې په سویلي ولایتونو کې یو شمېر خلکو د طالبانو ملاتړ کاوه، ځکه هیله یې لرله چې دا ډله به بې‌قانونۍ او ناامنۍ پای ته ورسوي. خو د طالبانو له مشرانو سره د هغه لیدنه په پیل کې چندان دوستانه نه ښکارېده.

طالبان د بي‌بي‌سي پر هغه راپور په غوسه وو چې د دې ډلې په اړه خپور شوی و او ان د یوه لوېدیز خبریال دلومړي ځل لپاره د بندي کېدو خبرې هم کېدې، خو څو دقیقې وروسته د لیدنې فضا بدله شوه.

جوونال وايي: «زما ژباړن له ملا برادر څخه وپوښتل: ده ته کوکاکولا ورکوې که فانتا؟ ملا برادر ماته مخ راواړاوه او ویې ویل: کوم یو غواړې؟ په هماغه شېبه پوه شوم چې خطر تېر شوی دی».

په هغه شېبه کې د کوکاکولا یا فانتا په اړه یوه ساده پوښتنه د جوونال لپاره بل مفهوم درلود. هغه پوه شوی و چې د بندي کېدو احتمال یې له منځه تللی دی.

د ډېرو بهرنیو خبریالانو خلاف، جوونال به د خپلو دندو له پای ته رسېدو وروسته تل افغانستان نه پرېښود.

هغه به کله ناکله څو ورځې او څو اونۍ نور هم پاتې شو، له قوماندانانو، قومي مشرانو او عادي خلکو سره به یې خبرې کولې او داسې اړیکې یې جوړولې چې کلونه به یې دوام کاوه.

هغه وايي: «نه مې غوښتل یوازې د خلکو فلم واخلم او بیا ورک شم». همدا چلند وروسته د هغه د مسلکي ژوند له تر ټولو مهمو پانګو څخه و.

100%

کله چې خبریال په منځګړي بدل شو

د افغانستان له ټولنې او سیمه‌ییزو شبکو سره د جوونال پېژندګلوي یوازې د ځانګړو راپورونو تر چمتو کولو محدوده نه وه، هغه په بېلابېلو پړاوونو کې د بندیانو او برمته شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره هم هڅې کړې دي.

د هغه په وینا، په ۲۰۰۴ کال کې یې په کابل کې د ملګرو ملتونو د درېیو تښتول شویو کارکوونکو په خوشې کېدو کې ونډه لرله. هغه همدارنګه د یو شمېر هغو پاکستاني بندیانو په خوشې کېدو کې همکاري کړې چې د متحدې جبهې له خوا نیول شوي وو او د شوروي پوځونو د یو شمېر هغو سرتېرو په خوشې کېدو کې یې هم برخه لرله چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې وو.

جوونال وايي، په افغانستان کې د خپلو کلونو د حضور پر مهال یې د لسګونو بندیانو او برمته شویو کسانو په خوشې کېدو کې ونډه اخیستې ده.

هغه باور لري چې په افغانستان کې ډېری اختلافونه د خبرو له لارې حل کېدای شي: «که افغانانو ته شرایط تشریح کړئ او له هغوی سره په درناوي چلند وکړئ، هغوی ډېری خبرو ته غوږ نیسي».

د اسامه بن لادن د مشهورې مرکې تر شا

په ۱۹۹۷ کال کې جوونال د سي‌اېن‌اېن له شبکې سره د اسامه بن لادن د مشهورې مرکې په چمتو کولو کې ونډه لرله. هغه مهال لا ډېرو خلکو تصور نه کاوه چې څو کاله وروسته به د بن لادن نوم د نړۍ د سیاست او امنیت له تر ټولو مشهورو نومونو څخه شي.

جوونال له طالبانو سره د بن لادن د اړیکو په اړه وايي: «طالبانو هغه ته پناه ورکړې وه، ځکه د جهاد پر مهال یې له افغانانو ملاتړ کړی و او پیسې او امکانات یې ورسره شریک کړي وو».

هغه د القاعدې د پلانونو په اړه د طالبانو د درک کچې په تړاو هم څرګند نظر لري: «زه نږدې ډاډه یم چې طالبان نه پوهېدل هغه پر امریکا د بریدونو پلان جوړوي».

څلور کاله وروسته، د بن لادن نوم د نړۍ د خبرونو په سر کې راغی او افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې پاملرنې په مرکز بدل شو، خو تر هغه مخکې، دې هېواد د خپل معاصر تاریخ له تر ټولو مهمو ترورونو څخه د یوه شاهد و.

د احمدشاه مسعود ترور او د سپمټمبر ۱۱مه

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په نهمه، د متحدې جبهې قوماندان احمدشاه مسعود په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

جوونال هغه مهال په پاکستان کې و. هغه یادوي چې په لومړیو ساعتونو کې د مسعود د وژل کېدو خبر په رسمي ډول نه تأییدېده. نوموړی وايي، « په پیل کې یې د مسعود د وژل کېدو خبر نه تاییداوه، ځکه اندېښنه یې لرله چې د متحدې جبهې روحیه به زیانمنه شي».

د جوونال له نظره، مسعود د افغانستان د معاصر تاریخ له مهمو څېرو او له هغو لږو افغانانو څخه و چې د افغانستان لپاره یې جګړه کوله. د نوموړي په وینا، د هغه له لاسه ورکول د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه وه.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه، جوونال د پېښور په پرل کانټیننټل هوټل کې و.

هغه وايي: «ما په سي‌اېن‌اېن کې ولیدل چې الوتکې له نړیوالو سوداګریزو اسمانڅکو ودانیو سره ولګېدې».

په هغه شېبه کې لا څرګنده نه وه چې دغه بریدونه به د نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره څه پایلې ولري، خو څو اونۍ وروسته، افغانستان یو ځل بیا د نړیوال سیاست په مرکز کې راغی. د طالبانو حکومت نسکور شو، امریکايي ځواکونه او متحدین یې افغانستان ته ننوتل او داسې جګړه پیل شوه چې نږدې دوه لسیزې یې دوام وکړ.

په دې ټولو کلونو کې افغانستان د جوونال لپاره یوازې د کار ځای نه و. هغه د جګړې ویجاړۍ، بې‌ځایه کېدل او قربانیان له نږدې لیدلي دي. نوموړی وايي، « ما لیدلي چې راکټونه څنګه ملکي خلک وژني. ما لیدلي چې زما تر څنګ خلک وژل شوي دي. دا داسې څه نه دي چې هېر شي».

د هغه له نظره، عادي خلک تل د جګړو تر ټولو ستر قربانیان پاتې شوي دي.

د طالبانو بیا را ستنېدل

په ۲۰۲۱ کال کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له افغانستان سره د جوونال اړیکې یو ځل بیا نوي پړاو ته داخلې شوې. دا ځل هغه نه د خبریال او نه د منځګړي په توګه، بلکې خپله د یوه بندي په توګه له طالبانو سره مخ شو.

هغه سړی چې کلونه یې د نورو د خوشې کېدو لپاره هڅې کړې وې، دا ځل پخپله بندي و.

خو هغه وايي چې خپله ارامي یې ساتلې وه. نوموړی زیاتوي، « د یوه ورانپوهاوي له امله طالبانو زه ونیولم. زه رښتیا هم ارام وم، ځکه پوهېدم چې څوک به ما ونه ساتي. زما تر ټولو ستره اندېښنه دا وه چې کورنۍ مې ونه پوهېږي چې زه چېرته یم».

له لسیزو جګړو، د حکومتونو له نسکورېدو، بهرنیو لاسوهنو او پرله‌پسې بحرانونو وروسته، جوونال چې اوس په برېتانیا کې ژوند کوي، لا هم د افغانستان لپاره هیله لري.

هغه وايي، « زه فکر کوم افغانستان کولای شي دا کړۍ ماته کړي. لا هم فرصت شته. د افغانستان د ستونزو یوه لویه برخه د بهرني نفوذ او بهرنیو پیسو له امله رامنځته شوې ده».

د هغه په باور، وروستۍ حل‌لاره باید د افغانستان دننه رامنځته شي او له سیاسي پلوه افغانان پرېښودل شي، چې خپلې ستونزې پخپله حل کړي. خو له دومره کلونو وروسته هم، چې د افغانستان په اړه خبرې کوي، لا هم یوه جمله تکراروي: «زه لا هم هیله لرم».

ښايي همدا هیله د هغه سړي د کیسې لپاره تر ټولو ښه پای وي چې د افغانستان د تاریخ څلور لسیزې یې له نږدې لیدلې دي، خو لا هم باور لري چې د دې کیسې فصلونه لا نه دي پای ته رسېدلي.

افغانستان لا هم د القاعدې په نقشه کې

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱
100%

۲۵ کاله وروسته القاعده د ۲۰۰۱ کال په څېر نه ده ځکه د خپلو مشرانو، مالي سرچینو، اړیکو او منظمې مرکزي قوماندې په له لاسه ورکولو سره خورا کمزورې شوې ده. د دې شبکې د ماتې تر ټولو روښانه نښه ښايي د هغې د مشرانو وژل کېدل وي خو د دوی له منځه تلو القاعدې ته د پای ټکی نه دی اېښی.

د ۲۰۰۱ کال له بریدونو وروسته پر القاعدې د امریکا او د هغې د متحدانو پوځي او استخباراتي فشار، د شبکې د مشرانو پرله‌پسې وژل کېدو او د دې شبکې د پټنځایونو او اړیکلارو له منځه وړو د القاعدې وړتیاوې محدودې کړې. خو په ورته وخت کې د دې شبکې سیمه‌ییزو څانګو د ځان لپاره جلا ځایونه پیدا کړل.

په افریقا کې جماعت نصرت الاسلام والمسلمين (JNIM) او الشباب، په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې څانګه (AQAP) او په جنوبي اسیا کې د القاعدې د هند نیمې وچې څانګه (AQIS) د القاعدې د جولې د تغییر بېلابېلې بڼې دي.

په دغه نوي جوړښت کې محلي څانګې مکلفې نه دي، چې دایم د مرکزي مشرتابه تر مستقیمې قوماندې لاندې کار وکړي. اپوټه، د سیمې له سیاسي، ټولنیز او امنیتي چاپېریال سره یې ځان عیارول د پایښت مهمه وسیله ده. له همدې امله نننۍ القاعده د مشرتابه د ځایناستي پرځای له دې اړخه ارزول کیږي، چې په بېلابېلو سیمو کې یې شبکې، کدرونه او نظریاتي نفوذ تر کومه بریده پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارډلې د ۲۰۲۶ کال په رپوټ کې هم همدې توپیر ته اشاره شوې ده.

رپوټ وايي چې «د القاعدې وضعیت او ځواک د تېر رپوټ په پرتله په بنسټیز ډول نه دي بدل شوي او د دې ډلې د بهرنیو عملیاتو لېوالتیا لا هم موجوده ده». رپوټ همداراز وايي، چې القاعده په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړه برخمنه ده او د نورو وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (TTP) د جنګیالیو د روزنې او سلاکارۍ رول لوبوي.

طالبان د ملګرو ملتونو رپوټونه ردوي او وايي، چې په افغانستان کې بهرنۍ جنګیالۍ ډلې نشته.

100%
په مالي کې د القاعدې غړي د مالیاتو راټولولو او مرستو وېشلو له لارې خپل نفوذ پیاوړی کوي.

افغانستان لا هم د القاعدې په نقشه کې دی

د القاعدې لپاره افغانستان لاهم په سیمه کې د حضور، کدرونو ساتلو، روزنې او اړیکو مساعد چاپېریال دی.

په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدو وښوده چې د القاعدې جګپوړي مشران لا هم په افغانستان کې د فعالیت لپاره پټنځایونه موندلی شي. د ترهګرۍ ضد مرکز د ارزونو له مخې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته القاعدې او په ځانګړي ډول ددې شبکې د هند نیمه وچې څانګې په افغانستان کې له نوي وضعیت څخه د ګټې اخیستو هڅه کړې ده.

خو د افغانستان اوسنی وضعیت د ۱۹۹۰مو کلونو د پای غوندې نه دی.

القاعده نور هغسې مرکزي او ډاګیز فعالیت نه شي کولی، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې له افغانستان نه کاوه. اوس یې پایښت تر ډېره د محلي څانګو، سیمه ییزو متحدانو او د طالبانو له واکمن جوړښت سره د اړیکو پر ترکیب ولاړ دی.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال رپوټ وايي، چې د القاعدې د هند نیمه وچې څانګه لا هم د افغانستان په سوېل‌ختیځ کې، چې د حقاني شبکې پام وړ نفوذ پکې دی، فعاله ده. د دې ډلې مشر اسامه محمود او مرستیال یې یحیی غوري په کابل کې لیدل شوي او د شبکې رسنیز مرکز په هرات کې ښودل شوی. رپوټ دا اندېښنه هم ښيي، چې د القاعدې د هند نیمه وچې څانګه ښايي «بهرنیو عملیاتو ته ځیره شوې» وي. دې څانګې تراوسه داسې ډاګیز برید یا عملیات نه دي کړي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له خپرېدو سره هممهاله، سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ یو شمېر سیمې د القاعدې له غړو تخلیه کړې او خپل ځواکونه یې پکې ځای پرځای کړي دي.

په فبروري کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تودې نښتې روانې وې او ښايي د القاعدې له غړو د سیمې د تخلیې یو لامل همدا و، خو دا روښانه نه ده، چې دغه غړي د هند نیمه وچې څانګې اړوند وو، که د القاعدې عرب کدرونه هم پکې شامل ول.

پخوانۍ شبکې په نوي رول کې

د القاعدې د هند نیمه وچې څانګه په ۲۰۱۴ کال کې ایمن الظواهري په رسمي ډول اعلان کړه، خو د دې څانګې تاریخ له ۲۰۱۴ کال نه وړاندې پیلېږي.

القاعدې له ۲۰۰۴ کال وروسته، چې په افغانستان کې یې لیکې وپاشل شوې، په وزیرستان او کراچۍ کې د پاکستاني جهادي کدرونو د تنظیم لپاره له بېلابېلو پاکستانۍ او کشمیرۍ جهادي ډلو سره کار کاوه. دغه جوړښتونه په بشپړه توګه یو واحد تنظیم نه و، خو د القاعدې له مشرتابه سره یې له پخوا اړیکې لرلې. وروسته د همدې ډلو یوه برخه د القاعدې د هند نیمه وچې په څانګه کې منظمې شوې.

د هند نیمه وچې څانګه القاعدې ته له دې امله مهمه وه، چې په سویلي اسیا کې له یوه واحد نوم او منظمې سیمه‌ییزې اجنډا سره راڅرګنده شي. د الظواهري په اعلان کې پاکستان، هند، کشمیر، بنګله‌دېش او د میانمار مسلمانې سیمې د دې څانګې د جغرافیایي تمرکز د سیمو په توګه یادې شوې وې. خو په عملي توګه د دې ډلې حضور په ټولو دغو سیمو کې یو ډول نه دی.

په هند کې یې د پراخې او ثابتې شبکې جوړول له ستونزو سره مخ شول، خو په نوې څانګه کې د پاکستاني او کشمیري جهادیانو د حضور له امله کشمیر د دې ډلې په تبلیغاتي او سیاسي روایت کې مهم ځای وموند.

دالقاعدې د هند نیمه وچې څانګې د جوړېدو یو بل مهم اړخ د شبکې د سیمه‌ییز کېدو بهیر و. د بن لادن او الظواهري د نسل پر ځای، د دې څانګې په مشرتابه او کدرونو کې هغه کسان ډېر شول چې له سویلي اسیا سره یې مستقیمه ټولنیزه او جغرافیایي اړیکه لرله. په همدې توګه، القاعدې هڅه کوله چې له یوې بهر مرکزه شبکې څخه په سیمه کې د محلي هویتونو، محلي کدرونو او محلي سیاسي-امنیتي شخړو له لارې د نفوذ وړ جوړښت ته واوړي.

په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته د القاعدې د مشرانو او غړو یوه برخه د پاکستان ښارونو، په ځانګړي ډول کراچۍ او قبایلي سیمو ته ولېږدېده. له دې سره په شبکه کې د پاکستان او سویلي اسیا د نورو هېوادونو د کدرونو رول هم ورځ تر بلې ډېرېده.

الیاس کشمیري، بدر منصور، احمد فاروق، خالد شیخ محمد او نور هغه پاکستانۍ څېرې وې، چې د شنونکو په باور، د القاعدې په پاکستاني کېدو کې یې ټاکونکی رول درلود. د دوی په منځ کې د پنجاب، کراچۍ او بنګله دېش او میانمار جنګیالیو پام وړ ونډه درلوده.

د القاعدې د پاکستاني کدرونو د ډېرېدونکي رول په پایله کې د دې شبکې او د قبایلي سیمو د وسله‌والو ډلو ترمنځ اړیکې هم پېچلې شوې.

له ۲۰۰۴ کال نه تر ۲۰۱۳ کال پورې د وزیرستان او قبایلي سیمو د جګړه ییز چاپیریال تحلیل ښيي، چې د القاعدې د هند نیمه وچې د نااعلان شوې څانګې د مشرانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ اړیکې له پیله د بشپړې همکارۍ اړیکې نه وې. په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د دواړو لوریو ترمنځ د مشرتابه، قوماندې، جلب او جذب، جغرافیایي نفوذ، قومي او ژبني هویت او د جګړې پر لومړیتوبونو یو ډول رقابت و. دغه رقابت د حکیم الله مسید د مشرۍ پرمهال تر دې بریده ورسېد، چې د القاعدې مشرانو هغه ته پر پنجابي طالبانو د کار نه لرلو خبرداري ورکړل.

پاکستاني طالبان تر ډېره په قبایلي او پښتني جوړښتونو متکي دي، خو د القاعدې د هند نیمه وچې څانګې خپل مهم کدرونه له پنجاب، کراچۍ او نورو غیرپښتني سیمو جذبول.

د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د غیرپښتنو، په ځانګړي ډول پنجابي طالبانو حضور تل له بې‌باورۍ سره مل دی. د قبایلي سیمو طالبان پنجابي طالبان د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو د نفوذ له زاویې هم ګوري. هغوی په تېر کې د افغانستان جګړه د خپلې مبارزې له اصلي محورونو ګڼله، خو ټي ټي پي په پاکستان او افغانستان دواړو کې خپلې جګړې ته جهاد وایه.

د دواړو ترمنځ د اړیکو تر شا د دوو بېلابېلو سیمه‌ییزو لیدلوریو اغیز لیدل کېږي. د پاکستاني طالبانو د فعالیت ډېره برخه له پاکستاني دولت، امنیتي ځواکونو او د افغانستان-پاکستان له اوسني امنیتي چاپېریال سره تړلې ده. د القاعدې د هند نیمه وچې څانګې له پیله هڅه کړې چې خپل ځان د سویلي اسیا د پراخې جغرافیا په کچه تعریف کړي او د افغانستان، پاکستان، کشمیر، هند او بنګله‌دېش موضوعات په یوه پراخ تبلیغاتي روایت کې سره وتړي.

دا موضوع دالقاعدې د هند نیمه وچې څانګې په رسنیز چلند کې هم تر یوه حده لیدل کېږي. د دې ډلې رسنیز تولیدات پر افغان طالبانو، کشمیر، هند او د سویلي اسیا پر نورو شخړو ډېر تمرکز لري، خو ټي ټي پي د دوی په روایت کې د یوه مرکزي او خپلواک شریک په توګه نه دی منعکس شوی.

100%
د ملګرو ملتونه رپوټونه وايي، چې القاعده لاهم په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې حضور لري

طالبان د موډل په توګه معرفي کیږي

د القاعدې د هند نیمه وچې په تبلیغاتو کې افغان طالبان د یوې اوږدې جګړې د بري د بېلګې په توګه وړاندې کېږي.

د دوی په خپرونو کې د طالبانو د جګړې، د امریکا د وتلو او د کابل د بیا نیولو موضوع په تکرار سره خپریږي. دا روایت هڅه کوي چې د طالبانو د اوږدې جګړې تجربه د افغانستان له پولو هاخوا د سویلي اسیا او نورو سیمو لپاره د یوه ماډل په توګه وړاندې شي.

ددغو تبلیغاتو یوه مهمه سرچینه د القاعدې حطین مجله او «نوای غزوه هند» ویب‌پاڼه ده. دې «جهادي رسنۍ» په ۲۰۰۸ کال کې د «نوای افغان جهاد» په نوم خپرونې کولې، خو د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د القاعدې د هند نیمه وچې د رسنیزې کمېټې د غړو په مشرۍ د نوای غزوه هند په نامه خپرونې کوي. ډېری د افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش، کشمیر او هند په اړه تبلیغات کوي او د خپلې رسنیزې محتوا له لارې سیمه‌ییز موضوعات د القاعدې له پراخ نړیوال روایت سره نښلوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو بیا واکمنېدو د القاعدې په تبلیغاتي ادبیاتو کې ځانګړی ځای نیولی. دغه شبکه د طالبانو اوږده جګړه، له ۲۰۰۱ کال وروسته ماتې، بیا مقاومت او په پای کې د کابل بیا نیول د دې لپاره تبلیغوي، چې وښيي اوږدمهاله وسله‌واله مبارزه، یا د دې ډلې په تعبیر «جهاد»، د ماتې له پړاو وروسته هم بېرته بریالی کېدای شي.

دالقاعدې د هند نیمه وچې څانګې د رسنیزو تولیداتو په منځ کې «له دشت لیلې نه د کابل تر سوبې» په نوم مستند فلم هم د همدغه نریټیف برخه ده. په دغه مستند کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ سقوط، له ۲۰۰۱ کال وروسته جګړه، د طالبانو بیا راټولېدل او د کابل بیا نیول انځور شوي دي.

له بن لادن او الظواهري وروسته څه شی پاتې دی؟

د بن لادن او الظواهري وژل کېدل د القاعدې لپاره سترې ضربې وې او د هغې پخوانی مرکزي جوړښت یې سخت کمزوری کړی، خو دا په دې معنا نه دي، چې هغه ټولې اړیکې او سیمه‌ییز جوړښتونه هم له منځه تللي چې القاعدې په تېرو دوو لسیزو کې رامنځته کړي دي.

د ترهګرۍ ضد مرکز د ۲۰۲۵ کال په یوه ارزونه کې القاعده د یوه متمرکز او عمودي سازمان پر ځای یوه غیرمتمرکزه نړیواله شبکه بللې، چې څانګې یې په افغانستان، افریقا، منځني ختیځ، جنوبي اسیا او نورو سیمو کې پام وړ خپلواکي لري. په دې جوړښت کې د مرکزي مشرتابه نفوذ پاتې دی، خو د ورځنیو فعالیتونو، محلي لومړیتوبونو او اړیکو ډېره برخه د څانګو پر غاړه ده.

البته د القاعدې غیر متمرکز کېدل د دې شبکې د ځواک ډېرېدو نښه هم نه ده.

دې چارې د شبکې لپاره نوې ستونزې هم پیدا کړې. کله چې د یوې شبکې واک له مرکز څخه محلي څانګو ته لېږدیږي، پر شبکه د مرکزي مشرتابه کنټرول هم کمېږي. محلي څانګې د خپلو سیمو له شرایطو، جوړښتونو او سیاسي لومړیتوبونو سره ځان برابروي. ددې یوه ښه بېلګه په سوریه کې د القاعدې پخوانۍ متحدې ډلې دي. د القاعدې پخوانۍ سوریایي څانګې، چې جبهه النصره یې تر ټولو مهمه وه، په تدریج له مرکزي القاعدې فاصله واخیسته او د خپل محلي چاپېریال او پوځي او سیاسي اړتیاوو پر بنسټ یې خپل سازماني مسیر بدل کړ. په ۲۰۱۶ کال کې دې ډلې له القاعدې سره د اړیکو پرېکون اعلان کړ او وروسته یې خپل جوړښت هیئت تحریر الشام ونوماوه. دې محلي کېدو له القاعدې ډېره فاصله واخېسته او د القاعدې مرکزي مشرتابه دغه پریکړه د عهد ماتول وبلل.

له همدې امله د القاعدې ټولې څانګې نن د یوه واحد تنظیم په څېر عمل نه کوي. ځینې یې خپل محلي اهداف د القاعدې تر نړیوالې اجنډا مهم ګڼي او ځینې نورې د مرکزي القاعدې د نړیوال جهاد له نریټیف سره نږدې اړیکه ساتي. څېړونکي هم وايي چې د دې غیرمتمرکز جوړښت یوه پایله دا ده چې د القاعدې د نړیوال ایډیولوژیک یووالي او سازماني انسجام کچه تر پخوا کمزورې شوې ده.

نن ۲۵ کاله وروسته د القاعدې په اړه محتاطانه تحلیل ښايي دا وي، چې القاعده ټوټه شوې او د اړیکو او تمویل کانالونه یې ځپل شوي، خو هسته او محلي څانګې یې لا هم په افغانستان، پاکستان، سویلي اسیا، افریقا او عربي نړۍ کې فعالې دي.