افتخار فردوس په اسلام اباد کې مېشت هغه ژورنالېست دی چې د پاکستان او سیمې د وسله والو نښتو او پېښو د خبرونو په راټولولو کې تخصص لري، او د خراسان ډایرۍ په نوم خپله وېبپاڼه کې یې خپروي. نوموړي د سپټمبر په لسمه په خپل اېکس پاڼه لیکلي دي چې د پاکستان په دوو ایالتونو بلوچستان او پښتونخوا کې چې د تاوتریخوالي کومې څپې د اګست په میاشت کې راپورته شوې وې، د سپټمبر په میاشت کې یې هم دوام درلود. هغه وایي چې د سپټمبر میاشتې تر لومړیو پورې په بلوچستان کې له تاوتریخوالي نه د ډکو پېښو شمېره ۱۹۰ وو او په دغو پېښو کې د مرګ ژوبلې شمېره ۲۹۶ ده. همدا رنګه په دغه مهال په پښتونخوا کې د تاوتریخوالي ۱۳۳ پېښې شوې دي او په دغو پېښو کې د تلفاتو شمېره ۱۳۳ ته رسېدلې ده. افتخار فردوس لیکي چې پښتونخوا کې د تاوتریخوالي د پېښو تر ټولو لوړه شمېره د پښتونخوا په سویل بنو کې ثبت شوې ده، چې شمېر یې ۲۶ دی او په دغو پېښو کې د تلفاتو شمېره ۴۵ ده. په بلوچستان کې د جګړې او تاوتریخوالي تمرکز په قلات، خضدار، مستونګ، کېچ، او چاغي ولسوالیو باندې دی. د سپټمبر او اګست په دغو ورځو کې د وګړو له اړخه د پاکستان د دوو غټو ایالتونو یعنی پنجاب او سند د تاوتریخوالي د پېښو شمېره یې په پنجاب کې ۳ او په سند کې ۶ لیکلې ده، او د تلفاتو شمېر یې ۱ او پنځه دی. پنجاب د پاکستان د ټولو نفوس په پرتله نیمايي نفوس لري خو هلته امن دی، او خلک عادي ژوند لري.
د یادونې وړ ده چې پاکستان کې په ژورنالېستي، رسنیز او ټلوېزیوني فعالیتونو باندې دولتي سانسور هم سیورۍ غړولی دی، خو د پېښو په اړه معلومات یوازې پر ټولنیزو رسنیو خپریږي.
بل خوا بیا د بلوچستان په دښتو او د پښتونخوا په غرونو کې ډېرې داسې سیمې شته چې هلته نه ځایي خبریالان شته او نه هم د نورو سیمو خبریالان هلته تګ راتګ کوي، نو د دغسې سیمو پېښو ته په رسنیو کې هېڅ پوښښ نه ورکول کېږي. د بلوچستان په بلوچ مېشتو سیمو کې جګړه نوې نه ده، د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو د پاکستان پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه په ۲۰۰۶ کې د د یوه پیژندل شويي بلوڅ سیاسي او قومي مشر نواب اکبر بګټي له وژل کېدو وروسته پیل شول.
خو د وخت په تېریدو سره یې شدت وموند.
بلوچستان د مساحت له اړخه د پاکستان تر ټولو پراخ ایالت دی، او د پاکستان ۴۴ سلنه برخه تشکیلوي، خو نفوس یې د نورو ایالتونو په پرتله کم دی.
د بلوچستان نفوس د پاکستان د ټولو نفوسو په سلو کې کابو شپږ اعشاریه دوه سلنه تشکیلوي. په اوسني وخت کې د بلوڅو تر ټولو مهم او با نفوذه سیاسي سازمان د بلوچ یکجهتي کمېټې (BYC) نومېږي چې د هغې مشره ډاکټر ماه رنګ بلوچ ده، نوموړې او څو نور ملګري یې د تېرو درېیو کلونو راهیسې بندیان دي. د پاکستان حکومت لهخوا تر ټول زیات تاوتریخوالی د بلوڅ ځوانان تري تم کولو بلل کېږي او د استخباراتي او امنیتي ادارو له لوري تر اوسه زرګونه بلوڅان تري تم شوي دي.
په تري تم کسانو کې داسې کسان هم شامل دي، چې دوه، درې، پنځه کاله لا درکه وي خو د ځینو کسانو د مرګ او ژوند حال د تېرو شلو کلونو راهیسې نه دی معلوم شوی.
البته د ځینو مړي په سړکونو او یا په کوڅو کې غورځول شوي موندل کېږي. اوس یو شمېر بلوڅ ښځې هم تري تم شوې دي. حکومت وایي چې د بلو څ ښځې هم د دولت په ضد جګړه کې برخه لري.
په بلوچستان کې په وسله والو فعالیتونو کې تر ټولو زیات فعالیت د بلوچ ازادي غوښتونکي سازمان یعنی (BLA) له خوا کېږي. دغه سازمان په ښارونو کې د پوځ او پولیسو پر مرکزونو وسله وال بریدونه کوي او بیا د څه وخت لپاره ټوله ښاري ساحه تر خپل کنترول لاندې راولي. په بلوچستان کې هسې خو تش په نوم یو ملکي حکومت شتون لري، خو د دغه ایالت ټول واک د پاکستان د پوځ د دوولسمې قول اردو د قوماندان په لاس کې دی. د مستونګ، کېچ او نوشکي غوندې سیمو کې په وار وار پر ملکي خلکو هغه وخت ګرځبندیزونه لګول کېږي، چې پوځي قطعات له یوه ځایه بل ځای ته حرکت کوي. له بلوچستان نه پر هغو بهر راوتونکو لارو هم تګ راتګ سخت شوی، چې د بلوڅو له سیمو تېرېږي. د بلوچستان په شمال کې په پښتون مېشتو سیمو کې تر تېر کال پورې د ټي ټيپي له خوا د هغه ډول بریدونو څرک نه لیدل کېده، کوم چې په په پښتونخوا کې عام دي، خو سږکال ټیټيپي د بلوچستان مرکز کویټې ته نږدې په حنا وړک، زیارت او له کوټې بهر په زیارت کراس نومي ځای کې خونړي بریدونه وکړه. د سېپتمبر په درېیمه نېټه په زیارت کراس کې په یوه برید کې ۱۸ تنه امنیتي سرتېري ووژل شوه.
تردې دمه په پښتونخوا کې د پاکستان امنیتي ځواکونه د ټي ټيپي د بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. د دغه ایالت په سویل کې تر ۱۲ ولسوالیو کې د ټي ټيپي حضور ځواکمن شوی دی او د پراخو بریدونو په ترسره کولو یې د حکومت په اداري کنټرول کې درزونه رامنځته کړي دي. د دې پرمختګ تر ټولو ستر زیان پولیسو ته رسېدلی دی، او د هغوی د تلفاتو کچه ډېره لوړه شوې ده. ځکه چې په اساسي توګه د پولیسو دندې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې د امن او امان ساتنه او د جنایتونو په ضد مبارزه ده، خو په کوم ځای کې چې دولتي کنټرول له منځه لاړ شي، هلته د پولیسو لپاره ستر ننګونه دا وي چې هغوی د یاغیانو له بریدونو خپل ژوند وژغوري او که په سیمه کې امن او امان وساتي. نو د پخوا غوندې تېره میاشت یو ځل بیا د لکي مروت پولیسو د حکومت د پالیسیو په ضد غونډې وکړې او د حکومت له اجازې او پرېکړې پرته یې له اولس سره د امن کمېټې جوړې کړې. هغوی په اولسي غونډو کې د ترهګرۍ په اړه د پوځ پر پالیسیو نیوکې هم وکړې، خو پولیسو ته د ورپېښ دغه بحران یو بل علت د پښتونخوا ایالتي حکومت له خوا د ترهګرۍ په ضد جګړه کې لېوالتیا نه ښودل دي. د عمران خان اړوند تحریک انصاف ګوند د خپلې ټولې پاملرنې تمرکز له محبس څخه د خپل رهبر عمران خان پر راخلاصولو ساتلی دی. هغوی نه غواړي چې د ټي ټيپي په ضد جګړه کې ځان فریق کړي او خپل ژوند په خطر کې واچوي.
«زه لا هم افغانستان ته هیله من یم»؛ دا خبره خبریال پیتر جوونال کوي. هغه له څلورو لسیزو ډېر وخت په افغانستان کې جګړې، د حکومتونو نسکورېدل او د بېلابېلو واکمنیو راټوکېدل او له منځه تلل له نږدې لیدلي دي.
پیتر جوونال افغانستان ته د شوروي پوځونو له ننوتلو یوازې درې میاشتې وروسته لاړ. د ډاکټر نجیبالله د حکومت نسکورېدل یې ولیدل، د طالبانو د راټوکېدو په لومړیو ورځو کې یې په کندهار کې د دې ډلې له مشرانو سره چای او فانتا وڅښل، د اسامه بن لادن راڅرګندېدل یې له نږدې تعقیب کړل، د القاعدې د مشر له لومړنیو مهمو مرکو څخه د یوې په چمتو کولو کې یې ونډه واخیسته، د احمدشاه مسعود ترور او د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه یې تعقیب کړل او په پای کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، خپله هم څه موده بندي شو.
هغه د افغانستان له فرهنګ او ژوند او ژواک سره نږدې پاتې شوې او ان د خبرو پر مهال کله ناکله د افغانستان عامې کلمې او اصطلاحات کاروي.
جوونال وايي: «د شوروي پوځونو له راتګ درې میاشتې وروسته، د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلم او تر اوسه څه باندې ۷۰ ځله دې هېواد ته تللی یم».
هغه د جهاد له کلونو وروسته د جګړې جبهې هم لیدلې او هم یې د افغانستان سیاسي او پوځي بدلونونه له نږدې څارلي دي.
په ۱۹۹۲ کال کې، چې د ډاکټر نجیبالله حکومت نسکورېده، جوونال په کابل کې و او د افغانستان د تاریخ د یوې نوې مرحلې پیل یې له نږدې ولید.
د جوونال د مسلکي ژوند یوه له تر ټولو نه هېرېدونکو لیدنو څخه په ۱۹۹۴ کال کې وه. کندهار تازه د طالبانو لاس ته لوېدلی و او دې ډلې لا په ټول هېواد کې واک نه و ټینګ کړی.
په هغه وخت کې د افغانستان سوېل له پراخې ناامنۍ او ګډوډۍ سره مخ و. په لارو کې ګڼې پوستې جوړې شوې وې، له مسافرو پیسې اخیستل کېدې او د عادي خلکو ژوند د ناامنۍ تر اغېز لاندې و.
هغه د کندهار له سقوط یوازې څلور ورځې وروسته، د طالبانو د اوسني رییسالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل. د جوونال په وینا، په هغه وخت کې په سویلي ولایتونو کې یو شمېر خلکو د طالبانو ملاتړ کاوه، ځکه هیله یې لرله چې دا ډله به بېقانونۍ او ناامنۍ پای ته ورسوي. خو د طالبانو له مشرانو سره د هغه لیدنه په پیل کې چندان دوستانه نه ښکارېده.
طالبان د بيبيسي پر هغه راپور په غوسه وو چې د دې ډلې په اړه خپور شوی و او ان د یوه لوېدیز خبریال دلومړي ځل لپاره د بندي کېدو خبرې هم کېدې، خو څو دقیقې وروسته د لیدنې فضا بدله شوه.
جوونال وايي: «زما ژباړن له ملا برادر څخه وپوښتل: ده ته کوکاکولا ورکوې که فانتا؟ ملا برادر ماته مخ راواړاوه او ویې ویل: کوم یو غواړې؟ په هماغه شېبه پوه شوم چې خطر تېر شوی دی».
په هغه شېبه کې د کوکاکولا یا فانتا په اړه یوه ساده پوښتنه د جوونال لپاره بل مفهوم درلود. هغه پوه شوی و چې د بندي کېدو احتمال یې له منځه تللی دی.
د ډېرو بهرنیو خبریالانو خلاف، جوونال به د خپلو دندو له پای ته رسېدو وروسته تل افغانستان نه پرېښود.
هغه به کله ناکله څو ورځې او څو اونۍ نور هم پاتې شو، له قوماندانانو، قومي مشرانو او عادي خلکو سره به یې خبرې کولې او داسې اړیکې یې جوړولې چې کلونه به یې دوام کاوه.
هغه وايي: «نه مې غوښتل یوازې د خلکو فلم واخلم او بیا ورک شم». همدا چلند وروسته د هغه د مسلکي ژوند له تر ټولو مهمو پانګو څخه و.
کله چې خبریال په منځګړي بدل شو
د افغانستان له ټولنې او سیمهییزو شبکو سره د جوونال پېژندګلوي یوازې د ځانګړو راپورونو تر چمتو کولو محدوده نه وه، هغه په بېلابېلو پړاوونو کې د بندیانو او برمته شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره هم هڅې کړې دي.
خو هغه وايي چې خپله ارامي یې ساتلې وه. نوموړی زیاتوي، « د یوه ورانپوهاوي له امله طالبانو زه ونیولم. زه رښتیا هم ارام وم، ځکه پوهېدم چې څوک به ما ونه ساتي. زما تر ټولو ستره اندېښنه دا وه چې کورنۍ مې ونه پوهېږي چې زه چېرته یم».
له لسیزو جګړو، د حکومتونو له نسکورېدو، بهرنیو لاسوهنو او پرلهپسې بحرانونو وروسته، جوونال چې اوس په برېتانیا کې ژوند کوي، لا هم د افغانستان لپاره هیله لري.
هغه وايي، « زه فکر کوم افغانستان کولای شي دا کړۍ ماته کړي. لا هم فرصت شته. د افغانستان د ستونزو یوه لویه برخه د بهرني نفوذ او بهرنیو پیسو له امله رامنځته شوې ده».
د هغه په باور، وروستۍ حللاره باید د افغانستان دننه رامنځته شي او له سیاسي پلوه افغانان پرېښودل شي، چې خپلې ستونزې پخپله حل کړي. خو له دومره کلونو وروسته هم، چې د افغانستان په اړه خبرې کوي، لا هم یوه جمله تکراروي: «زه لا هم هیله لرم».
ښايي همدا هیله د هغه سړي د کیسې لپاره تر ټولو ښه پای وي چې د افغانستان د تاریخ څلور لسیزې یې له نږدې لیدلې دي، خو لا هم باور لري چې د دې کیسې فصلونه لا نه دي پای ته رسېدلي.
القاعده نور هغسې مرکزي او ډاګیز فعالیت نه شي کولی، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې له افغانستان نه کاوه. اوس یې پایښت تر ډېره د محلي څانګو، سیمه ییزو متحدانو او د طالبانو له واکمن جوړښت سره د اړیکو پر ترکیب ولاړ دی.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال رپوټ وايي، چې د القاعدې د هند نیمه وچې څانګه لا هم د افغانستان په سوېلختیځ کې، چې د حقاني شبکې پام وړ نفوذ پکې دی، فعاله ده. د دې ډلې مشر اسامه محمود او مرستیال یې یحیی غوري په کابل کې لیدل شوي او د شبکې رسنیز مرکز په هرات کې ښودل شوی. رپوټ دا اندېښنه هم ښيي، چې د القاعدې د هند نیمه وچې څانګه ښايي «بهرنیو عملیاتو ته ځیره شوې» وي. دې څانګې تراوسه داسې ډاګیز برید یا عملیات نه دي کړي.
په هند کې یې د پراخې او ثابتې شبکې جوړول له ستونزو سره مخ شول، خو په نوې څانګه کې د پاکستاني او کشمیري جهادیانو د حضور له امله کشمیر د دې ډلې په تبلیغاتي او سیاسي روایت کې مهم ځای وموند.
دالقاعدې د هند نیمه وچې څانګې د جوړېدو یو بل مهم اړخ د شبکې د سیمهییز کېدو بهیر و. د بن لادن او الظواهري د نسل پر ځای، د دې څانګې په مشرتابه او کدرونو کې هغه کسان ډېر شول چې له سویلي اسیا سره یې مستقیمه ټولنیزه او جغرافیایي اړیکه لرله. په همدې توګه، القاعدې هڅه کوله چې له یوې بهر مرکزه شبکې څخه په سیمه کې د محلي هویتونو، محلي کدرونو او محلي سیاسي-امنیتي شخړو له لارې د نفوذ وړ جوړښت ته واوړي.
په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته د القاعدې د مشرانو او غړو یوه برخه د پاکستان ښارونو، په ځانګړي ډول کراچۍ او قبایلي سیمو ته ولېږدېده. له دې سره په شبکه کې د پاکستان او سویلي اسیا د نورو هېوادونو د کدرونو رول هم ورځ تر بلې ډېرېده.
الیاس کشمیري، بدر منصور، احمد فاروق، خالد شیخ محمد او نور هغه پاکستانۍ څېرې وې، چې د شنونکو په باور، د القاعدې په پاکستاني کېدو کې یې ټاکونکی رول درلود. د دوی په منځ کې د پنجاب، کراچۍ او بنګله دېش او میانمار جنګیالیو پام وړ ونډه درلوده.
د پنجشېر له سقوط وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې چې د احمدشاه مسعود د مزار د زیانمنېدو او د طالبانو د ځینو کسانو د اتڼ صحنې پکې لیدل کېدې.
طالبانو وویل چې دا د دوی رسمي سیاست نه و. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دا د ځینو کسانو شخصي عمل وباله او ویې ویل چې د ورته پېښو د مخنیوي هڅه به وشي.
خو د دغو صحنو خپرېدو پراخ غبرګونونه راوپارول، ځکه د یوه وژل شوي مخالف د مزار په خوا کې د خوښۍ او اتڼ صحنه، که په هر هدف شوې وي، له عادي سیاسي مخالفت څخه یې د سپکاوي تر کچې د تېرېدو معنا لرله.
د خبرو اترو ناکامي او د طالبانو انحصاري سیاستونو ددې ډلې مخالفان، چې په سر کې یې د مقاومت جبهه ده، د طالبانو خلاف وسله والې جګړې ته وهڅول او پنځه کاله وروسته لیدل کیږي، چې نښتې پراخیږي او نوي اړخونه خپلوي.
طالبان له مسعود نه یو روایت نه لري
د مسعود په اړه د طالبانو پر دریځ د پوهېدو لپاره باید دغه ډله د یوه واحد سیاسي ذهنیت په توګه ونه کتل شي. د دې ډلې مشران بېلابېل سیاسي او جهادي شالیدونه لري. د جګړې تجربې یې هم یو شان نه دي. د سیمو، قوماندانانو او پخوانیو اړیکو له مخې د مسعود په اړه د دوی برداشتونه هم توپیر لري.
د کندهار او هلمند له محور سره تړلي یو شمېر طالب مشران له مسعود او د هغه له ځواکونو سره په مستقیمه جګړه کې ښکېل پاتې شوي دي. ملا عبدالغني برادر، ملا عبیدالله اخوند، ملا فاضل مظلوم، ملا نورالله نوري او ملا عبدالقیوم ذاکر د همدې جګړهییز نسل له مهمو څېرو څخه دي.
د دوی لپاره مسعود د جګړې یو واقعي مخالف و. له همدې امله د هغه نوم له شخصي خاطرو، پوځي تجربو او د اوږدې جګړې له حافظې سره تړلی دی. ښايي د همدې حافظې اغېز د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته په پنجشېر کې د طالبانو په پوځي چلند کې هم لیدل شوی وي.
خو د طالبانو په بل مهم محور حقاني شبکه کې د مسعود په اړه تصویر تر یوه حده متفاوت دی.
د شوروي ضد جهاد پر مهال د جلالالدین حقاني او احمد شاه مسعود ترمنځ د اړیکو او متقابل درناوي سابقه یاده شوې ده. دواړه د شوروي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په یوه پراخه جهادي جبهه کې شامل وو، خو وروسته یې سیاسي او پوځي لارې له یو بل څخه بېلې شوې. حقاني له مسعود سره نږدې پاتې شوی و او د قوماندانانو په شورا کې یې غړیتوب درلود.
د ۱۳۷۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې په یوه واورینه ورځ د هغه وخت د ولسمشر برهان الدین رباني د حکومت دفاع وزیر احمد شاه مسعود له خپلو څو ملګرو سره د کابل له سویل لوېدیځ څخه شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې د میدان ښار پر لور لاړ. هغه د هغو وسله والو لیدو ته ورغی چې په سپین بیرغ لرونکو موټرو کې له کندهاره راوتلي وو. دا نوی بهیر د طالبانو اسلامي تحریک و، چې مشري یې ملا محمد عمر کوله او د شرعي نظام د پلي کولو ادعا یې لرله.
مسعود له طالب استازو، په ځانګړي ډول ملا محمد رباني او ملا بورجان، سره شاوخوا څلور ساعته پر یوه ټغر کښېناست. د مسعود او برهان الدین رباني تمه دا وه چې نوي راټوکېدلي طالبان به، د پخوانیو اړیکو او مرستو ترڅنګ، د نوي سیاسي تعامل له لارې ورسره همکاري وکړي او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار پر وړاندې په ګډه وجنګېږي.
خو د طالب استازو ځواب د دوی د تمې خلاف و. هغوی شرط کېښود چې رباني او مسعود باید بېشرطه واک پرېږدي، خپلې وسلې طالبانو ته وسپاري او د طالبانو د تعریف له مخې شرعي نظام ته غاړه کېږدي.
دغه څلور ساعته مجلس بې پایلې پای ته ورسېد. یاده ناسته چې ښايي د جوړجاړي یوه لاره یې پرانیستې وای، په راتلونکو کلونو کې د دواړو لوریو ترمنځ د اوږدې او خونړۍ مقابلې پر یوه بل پړاو واوښته.
طالبانو په لومړیو کې د سولې او د وضعیت د کرارولو له شعارونو سره د سپین بیرغ په نوم خپل حضور پراخ کړ، خو د قلمرو له پراختیا او په ۱۹۹۶ کال کې د کابل له نیولو وروسته، د جګړې مسیر هم بدل شو.
مسعود خپل ځواکونه شمالي سیمو، په ځانګړي ډول پروان، پنجشېر او تخار، ته واېستل او د طالبانو پر ضد یې د «افغانستان ملي متحدې جبهې» بنسټ کېښود. طالبانو او پاکستان دې جبهې ته د «شمال ټلوالې» نوم ورکړ.
نزدې ۲ اونۍ وړاندې د پاکستان جمهور رییس اصف علي زرداري له کوم رسمي اعلان پرته په مرموز ډول له پاکستان نه بهر لاړ. دغه کار د ژورنالېسټانو له ډېرو پوښتنو سره مخ شو. د اګست په ۲۷مه د جمهوري ریاست له دفتر نه اعلان وشو چې زرداري د یوې اونۍ لپاره په یوه شخصي سفر اتریش (اسټریا) ته لاړ.
له دې سره د پاکستان په خواله رسنیو کې یو خبر د ځنګل د اور غوندې په ګړندي ډول خپور شو چې ګواکې اصف علي زرداري د خپل زوی بلاول بوټو زرداري د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه اتریش ته تللی دی. خبر کې دا هم راغلي وو، چې د بلاول واده د سویس او اتریش تر منځ پروت د یوه کوچني هېواد لشټن سټاین له شهزادۍ سره کېدونکی دی.
له دې وروسته بیا ځینو خبریالانو وویل، چې د بلاول ناوې به د اتریش د پاچا لور وي. د لږ وخت د پاره د زرداري کورنۍ او د هغه ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ پر دغو خبرونو چپ پاتې شوه، خو د اګست په ۳۱مه نېټه بلاول بوټو په یوه ویډیويي پیغام کې د خپل واده خبر رد کړ او د دې خبر په خپروونکو یې تور پورې کړ، چې هغوی دا خبر له مهمو ملي مسایلو نه د پاکستان د خلکو پام اړولو د پاره خپور کړی دی.
بلاول په خپل ویډیويي پیغام کې د داخله چارو د وزیر محسن نقوي نوم وانهخیست، خو هغه ته یې په اشارې کولو پر هغه تور پورې کړ، چې هغه د پاکستان د ایالتونو د وېش د پلان په وړاندې کولو سره له ځان نه د پاکستان ګورباچوف جوړول غواړي.
د بلاول بوټو لهخوا د پاکستان د ګورباچوف جوړېدو تور یعنې د ګورباچوف غوندې عمل د تکرار په وسیله د پاکستان د ړنګولو تور؛ ځکه هم ډېر سنګین دی چې هغه پر دې خبره ښه خبر دی، چې د ایالتونو د وېشلو پلان د داخله چارو د وزیر محسن نقوي پلان نهدی، په حقیقت کې دا د پاکستان د پوځ د لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر پلان دی او محسن نقوي په سیاسي چارو کې د عاصم منیر ویاند بلل کیږي، نو بلاول په غیر مستقیم ډول عاصم منیر ته د پاکستان ګورباچوف ویلی دی.
پاکستان یو نوی هېواد دی، خو د دغه هېواد څلور واړه ایالتونه یعنې پنجاب، سندھ، پښتونخوا او بلوچستان ډېر ستر شالیدونه لري او دغه ایالتونه د تاریخي قومونو یعنې د پنجابیانو، سندھیانو، پښتنو او بلوچو وجود ترسیموي.
شنونکي وايي، چې د پاکستان جنرالواکي په درېیو وجوهاتو د دغو ایالتونو لهمنځه وړل غواړي؛ وړومبۍ وجه یې دا ده، لکه څرنګه چې دغه ایالتونه تاریخي قومونه، ژبې او هویتونه ترسیموي، نو دا د یوه نوي پاکستاني قوم د جوړېدو په لاره کې خنډ دي. دویمه وجه یې دا ده، چې دغه ایالتونه د فدرالي ډيموکراټيک نظام د نسبي مالي او سیاسي اختیار په چوکاټ کې کار کوي او تل د پوځي دیکتاتورۍ د جوړیدو پرضد مقاومت کوي. درېیمه وجه یې دا ده، چې د پاکستان د اساسي قانون لهمخې، ایالتونه پهخپله خاوره کې د شته طبیعي منابعو او د معدنونو د ملکیت حق لري. د جنرالواکۍ اقتصادي امپراتورۍ پورې تړلي شرکتونه دا غوښتنه لري، چې دغه طبیعي منابع او معدنونه د جنرالانو تر لاس لاندې مرکزي دولت ته په لاس ورشي او د پوځ سوداګریز شرکتونه به د دغو معدنونو تولید په نړۍوال مارکېټ کې په اسانه وپلوري او په میلیاردونه ډالر به وګټي.
په لندن کې په ظاهره د زرداري بېوجې ناستي کې یوه نوې موخه هغه وخت ولیدلای شوه، چې سندھیانو د سندھ ایالت د وېش پر ضد سترې مظاهرې وکړې. د سندھ ایالتي پارلمان د ایالت د وېش پر ضد یوه سخته پریکړه تصویب او د سندھ په پارلمان کې د زرداري خور فریال تالپور، د سندھ لومړی وزیر مراد عليشاه او د پیپلز ګوند نورو غړو توندې ویناوې وکړې.
اوس ځینې پاکستاني ژورنالېسټان وايي، چې د پاکستان د اوسني ولسمشر په توګه په لندن کې د زرداري مېشت کېدل که د تبعیض جدي عمل نه هم وي، خو د خپلې مرورتیا د څرګندونې په موخه د تبعیض علامتي ګام ضرور دی.
دا خبره د یادونې وړ ده، چې دوه کاله وړاندې جنرالانو غوښتل چې د پنجاب په سویل کې کوم ځای چې پوځي صاحب منصبانو ته د دولت لهخوا وړیا ترلاسه شوې ځمکې دي له اباسین نه د یادو ځمکو د خړوبولو په موخه درې کانالونه جوړ کړای شي، خو د کانالونو پروژې په سندھ کې په لویه کچه مخالفت وزېږاوه، ځکه چې د پنجاب او سندھ تر منځ د اباسین پر اوبو ډیرې شخړې لا هم پر خپل ځای دي، ځکه چې سندھ ته د اباسین اوبه وړومبی پر پنجاب کې تېرېږي بیا سندھ ته ورداخلیږي.
سندھیان وايي، چې پنجاب په اباسین کې د سندھ پر اوبو ګېډه اچوي، نو په ۲۰۲۵ کال کې د سویلي پنجاب د کانالونو د پروژې د پلي کېدو پر ضد مخالفت دومره پراخ او کلک شو چې زرداري هغه وخت جنرالانو ته وویل، چې له دغې پروژې نه لاس واخلي، ګنې نو هغه به د ولسمشرۍ له څوکۍ نه استعفا ورکړي. پوځ د زرداري خبره هغه وخت ومنله، خو د زرداري مخالفت یې تر اوسه په زړه پروت دی، چې د هغې د پاسه د ایالتونو د وېش دغه نوې کشاله منځ ته راغلله.
د پاکستان جنرالواکي نړۍوالو ته داسې ښيي، چې د هغوی تر واک لاندې پاکستان یو موټی او ځواکمن دی، خو د پاکستان په دوو ایالتونو بلوچستان او پښتونخوا کې اوږدې، پراخې او وینه تویوونکې جګړې، د پاکستان ژور اقتصادي او مالي بحران او د دغو ټولو د پاسه د یوه برحاله ولسمشر په توګه په لندن کې د مرورتیا په حال کې د اصف علي زرداري ناستې دا حقیقت په ګوته کوي، چې پاکستان کې دننه جدي او ژور سیاسي او ټولنیز تضادودنه موجود دي، چې د هغو حل کول د جنرالواکۍ د وس کار نهدی.
جالبه خبره دا ده، چې جنرالانو د نويو ایالتونو د پروژې په مسئله کې د نواز شریف او اصف زرداري د مجبورولو د پاره داسې زیګنالونه هم خواره کړل، چې که چېرې نواز شریف او زرداري د نویو ایالتونو په جوړولو کې له پوځ سره مرسته ونهکړي، نو پوځ به عمران خان له محبس نه راوباسي او هغه به نوې ټولټاکنې وګټي.
شنونکي وايي، چې څو ورځې وړاندې سترې محکمې ځکه د عمران خان په باره کې امر کړی وو، چې هغه دې له محبس نه روغتون ته انتقال کړای شي، چې جنرالانو د سترې محکمې قاضیانو ته سترګه وهلې وه، خو د شهباز شریف حکومت عمران خان بېرته محبس ته واستاوه.