• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د عبدالغفور لېوال لیکنه

بامیان د لرغونو هنرونو خزانه

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۱

دا ورځې بیا هغه کسان چې د بامیان تاریخي مجسمې یې ړنګې کړې، په ویاړ او غرور دغه د ملي فرهنګ ضد جنایت د خپلې کارنامې په توګه یادوي. پوره پینځه‌ویشت کاله پخوا د بامیان له زړه څخه تورې لوخړې پورته شوې او په نړۍ کې یې تر ټولو لوړې ولاړې لرغونې مجسمې راونړولې.

باروتو یوازې د صلصال او شهمامې اندامونه خاورې نه‌کړل، بلکې د یوه تاریخي هنري میراث داسې ظریف او بې‌ساري هنري اثار یې هم وتوږل، چې ښايي تراوسه به ډېرخلک ترې خبر هم نه‌وي. بامیان د لرغونپوهانو، هنرپېژندونکیو او د هرې څانګې هنرمندانو لپاره ولې دومره مهم و؟

یو خوا د قدرت جمال بل خوا د انسان کمال
زه یې لیونی کړمه چارچاپېره نور دی
نه‌‌دی بامیان نه‌دی دا دا خو کوه طور دی

هرخوا چې دې لاړ نظر غرونه نا ګلونه دي
هرغر دی دریاب د رنګ یو نا په زرګونه دي
بل خوا د ادم د ژوند مینې او ایمان قصه

هرغار کې نغمې د عشق هرخوا د جانان قصه
هریوغارکې پروت خاموش ساز یو د نورونو دی
دا ورک او ویجاړ جهان کور مې د نیکونو دی
(غني خان)

بامیان د افغانستان په زړه کې د لرغونې اریانا د برم یوه هنري تابلو وه، چې اوس ټوټې ټوټې د خپل عظمت د یادونو د څلي پښتو ته پرته ده.
ویل کیږي، په بامیان کې د مهایانا یو لوی ښوونځی و، چې له ټولې بودايي حوزې به د ورېښمو په لار له درېیو خواو څخه بامیان ته کاروانونه راتلل:
ـ له پېښور یا ژمني باګرام څخه د دوبني باګرام او د (نیلاب) پرغاړه د غوربند و شېبر په لار
- د سیکاراما له اړخه د پکتیانا، لوکرانا او چکړي و خوردکابل له لارې مخ په وردیکا بیا د بامیان تر زړه پورې
- د بګولان (بغلان) له ستر منځي څخه د شمالي هیندوکوښ پر څنډو تر بامیان پورې
بامیان یوازې د صلصال و شهمامې د مجسمو لپاره مشهور نه‌و، بلکې دلته د ګڼو هنرونو یوه بشپړه مجموعه پرته وه.
د بېلابېلو مغارو په دیوالونو او چتونو د طبیعي رنګونو داسې انځورونه ترپېړیو پېړیو رادیخوا هماغسې رنګین او زړه‌راکښونکي پاتې و، چې د سیلانیانو او څېړونکیو ډلې به یې دغې سیمې ته راکاږلې.
د سترې مجسمې د رواق په خورا ارزښمنو انځورونو کې یوه هم د چنګ‌غږونکیو نجونو نقاشي وه، چې د لرغونپوهانو له خوا بېسارې ګڼل کېده، دا انځور د هېواد پیاوړي انځورګر استاد یوسف کهزاد په یوه تابلو کې بیاځلې وپنځوله او پوهاند دکتور محمد رحیم الهام په یوه ښکلې مثنوي کې ستایلې وه، چې پیل یې داسې وو:

ای خداوندِ طرب را دختران
آسمانِ ذوق ِ ما را اختران
یادگارِ جاودانِ آریان
لعبتان ِ باستان ِ بامیان

د ټولې نړۍ د بشري ګډ فرهنګ د دغه میراث ویجاړونکي به يې په ورانولو ویاړي، خو د افغانستان خلک، نخبه‌ګان او فرهنګیان یې ښايي هرکله یاد په ویر او ماتم ولمانځي، چې بیا هيڅوک او هیڅکله د ملي فرهنګ له ارزښتونو سره داسې لوبه ونه کړي .

ډېر لیدل شوي

د روغتیايي خدمتونو تشه؛ نورستان ښځینه متخصصه نه‌لري، ننګرهار کې یې هم شمېر محدود دی
۱

د روغتیايي خدمتونو تشه؛ نورستان ښځینه متخصصه نه‌لري، ننګرهار کې یې هم شمېر محدود دی

۲

د یوه افغان پلاستیکي ټوپک د جرمني پولیس د هوا او ځمکې له لارې عملیاتو ته اړ اېستل

۳

مقاومت جبهې د حسیب پنجشیري ځایناستی وټاکه

۴

په پنجاب کې د افغان کډوالو اړوند هټۍ په بولۍ کې وپلورل شوې

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

د پاکستان ولسمشر زرداري ولې لندن کې ناست دی؟

•
•
•

نور خبرونه

تر استقلال وروسته

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۹ GMT+۱
100%

د یوه هېواد خپلواکي د ګټلو له اعلان سره پای نه‌مومي، بلکې راپیلیږي. خپلواکي د یوه ملت لپاره هدف نه‌، بلکې داسې یو امکان دی، چې د هغه له برکته یو ولس د خپل انساني ژوند شرایط ښه کړای شي.

یو سل او اووه کاله کیږي، چې افغانان د افغانستان د خپلواکي د ګټلو جشن لمانځي، خو ایا پوښتنه مو کړې ده، چې دغې خپلواکۍ زموږ لپاره څه بدل کړل؟ څه یې راوړل؟ څومره یې زموږ ژوند ښه کړ؟ او څومره یې پر خپلو پښو ودرولو؟

خپلواکي نوې مانا د نوي ژوند ده

روښانتیا سره د سولې یو پیوند ده

خپلواکي د مور ټيکری د بابا توره

خپلواکي خوب د جانان پر سپین مړوند ده

خپلواکي د جینکو د مکتب زنګ ده

له تیارو سره د سپینې رڼا جنګ ده

خپلواک د ځوان شپانه د یاکوربان غږ

خپلواکي د ملالۍ د سترګو رنګ ده

خپلواکي خپلې اوبه پر خپله زمکه

خپلواکۍ د پوهې کرکه له ټوپکه

خپلواکۍ څپې څپې په ولولو ده

له امو نه رانیولې تر اټکه

ایا ریښتیا خپلواکي یوازې یو احساس دی، چې زموږ خوښیږي؟ ځکه نور نو خپلواک یو! د نړۍ د هر ملت تجربه له خپلواکۍ څخه ښايي له یو ګډ ویاړ او خوند څخه راپیل شي. لکه له زندان څخه د یوه زنداني د وتلو لومړۍ شېبه چې ښايي په ډېرو ولولو او خوښیو چیغه کړي، دا دی! زه ازاد یم. خو له همدې عاطفي او احساسي حالت لږ روسته د عقل څپې رارسیږي، عقل پوښتنه کوي: له زندان څخه تر وتلو روسته چېرته ولاړ شم او څه وکړم؟ له زندانه وتلی زنداني ښايي لومړی د څه خوړلو، څه اغوستلو او یو ځای د شپې تېرولو په اړه فکر وکړي او همدا تر احساسي حالت روسته د عقلانیت پړاو دی. د یوه ولس ملي خپلواکي کټ مټ همداسې ده. کله چې یو ملت د ښکېلاک له تور زندانه وځي، د ویاړونو، حماسي ولولو او خوښیو په اوج کې باید د عقلانیت پړاو ته هم په تمه وي. عقل لومړنۍ پوښتنه راوړاندې کوي، چې ازادۍ ته رسېدلی ملت څنګه له خپلې خپلواکۍ څخه د ژوند او پایښت لپاره استفاده کوي؟ څه باید وکړي، چې بیا ښکېل نه‌شي؟

د افغانستان تر خپلواکۍ ګټلو روسته ډېر ژر همدا پوښتنه رامنځ‌ته شوه، چې اوس نو پر دغې خپلواکۍ څه وکړو؟ اماني نهضت د افغانستان په معاصر تاریخ کې د همدغې پوښتنې ځواب دی: پوهنه، اصلاحات، قانونیت، مختګ، ډوډۍ، مدني ژوند او له نړۍ سره سیال کېدل. اماني نهضت دا هڅې راپیل کړې او ښې یې راپیل کړې، خو د ښکېلاک تور سیوری لا هم ژوندی و. د تحجر، تکفیر، خرافاتو او شاتګ‌پالنې په بڼه کې بېرته راغی او تر نن ورځې پورې د افغانستان د نېکمرغۍ د لارې خنډ دی. تېر یوسل او اووه کاله د اماني نهضت او د ښکېلاک د تور سیوري ترمنځ جګړه روانه ده.

د ځان‌پېژندنې په نوي فرهنګي پېر کې باید ترخپلواکۍ ګټلو روسته د افغان ولس هغه بریاوې وڅېړو چې د ځان پیاوړي کولو په هځه کې ترلاسه شوې دي. ایا افغانانو وکړای شول د یوه ویښ، روښانه او بدلون غوښتونکي ملت په توګه له بیاځلې جګړو پرته او د ځان پیاوړي کولو په مټ د خپلواکۍ د ساتلو وړتیا ثابته کړي؟ که ملت دومره ځان په پوهنه رڼا کړی وای، چې بیا یې هیچا د ښکېلولو هڅه کړلای نه شوای، نو بیا بیا به بهرنیان ولې راتلل؟

دا زمانه له موږ غواړي، چې د استقلال په اړه تر عاطفي او احساسي ولولو ورهاخوا عقلانیت ته هم مخه کړو او خپل معاصر تاریخ ته په انتقادي نظر وګورو. که داسې کتنه وکړو، ښايي د خپلې اوسنۍ بدمرغۍ د لاملونو او له دغې تیارې څخه د وتلو ګڼې لارې وپېژنو.

د امریکا له وتلو پنځه کاله وروسته؛ افغانستان څه وګټل او څه یې له لاسه ورکړل؟

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

پنځه کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱مه د امریکا وروستی سرتېری له افغانستانه ووت. د امریکا له وتلو سره نه یوازې د شل کلنې جګړې پوځي فصل پای ته ورسېد، بلکې هغه جمهوریت هم سقوط وکړ چې واشنګټن او متحدانو یې د دوو لسیزو لپاره د جوړولو او ساتلو هڅه کړې وه.

پنځه کاله وروسته، د افغانستان انځور متناقض دی.

له یوې خوا، هغه پراخه جګړه چې نږدې دوه لسیزې یې د هېواد ډېری برخې سوځولې وې، تر ډېره پای ته رسېدلې ده. طالبانو نږدې ټول هېواد تر خپل کنټرول لاندې لري، د جګړې د جبهو کچه په بې‌ساري ډول راټیټه شوې او د پخواني جمهوریت په څېر د پراخو جبهه‌یي جګړو نښې نه لیدل کېږي.

له بلې خوا، افغانستان له یوه بل ډول بحران سره مخ دی؛ د ښځو او نجونو د حقونو محدودېدل، اقتصادي ستونزې، بشري اړتیاوې، نړۍواله انزوا او د یوه ټول‌شموله سیاسي نظام نشتوالی.

نو پنځه کاله وروسته اصلي پوښتنه دا ده چې افغانستان له امریکا وروسته څه وګټل؟ او څه یې له لاسه ورکړل؟

افغانستان څه وګټل؟

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان تر ټولو لوی بدلون د جګړې د کچې کمېدل دي.

د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ ترمنځ افغانستان د طالبانو، افغان حکومت او نړۍوالو ځواکونو ترمنځ د اوږدې جګړې میدان و. په لسګونو زره افغانان هر کال د جګړې، چاودنو او بریدونو قرباني کېدل.

د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته، د پخوانۍ جګړې هغه بڼه نوره نږدې له منځه ولاړه.

د طالبانو حکومت اوس د هېواد پر ډېره برخه کنټرول لري او د پخواني جمهوریت په څېر د ولسوالیو، ولایتونو او لویو ښارونو د نیولو او بېرته له لاسه ورکولو جګړه نه شته.

دا بدلون د افغانستان د عادي خلکو لپاره مهم دی.

هغه بزګر چې پخوا به یې د لارې په اوږدو کې د جګړې له وېرې سفر نه شو کولای، هغه سوداګر چې د سړکونو پر سر له امنیتي ګواښونو وېرېده او هغه کورنۍ چې د چاودنې او جګړې له وېرې یې د شپې خوب نه شو کولای، لږ تر لږه د پخواني پراخ جنګ له خطر سره نه مخ کېږي. که په بل عبارت یې شرحه کړو، اوس طالبان په لارو او کوڅو کې ځانمرګي بریدونه نه کوي، د سړک غاړې ماین چاودنې نه کوي او جګړه درېدلې ده.

خو دا امنیت مطلق نه دی.

داعش خراسان لا هم د طالبانو لپاره امنیتي ګواښ دی او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه نړۍوالې اندېښنې هم دوام لري.

یعنې جګړه کمه شوې، خو امنیتي ستونزه نه ده ورکه شوې.

د طالبانو لپاره د واک بشپړ کنټرول

له ۲۰۲۱ وروسته طالبان د یوه یاغي حرکت له حالت څخه د یوه حاکم ځواک په حالت کې بدل شول.

دوی د افغانستان د ډېرو برخو اداري، امنیتي او قضایي جوړښتونه تر خپل کنټرول لاندې راوستل.

دا د طالبانو لپاره ستره سیاسي لاسته راوړنه ده؛ خو د افغانستان لپاره یې بل اړخ هم شته.

طالبانو تر اوسه داسې سیاسي جوړښت نه دی رامنځته کړی چې د هېواد ټول سیاسي، قومي او ټولنیز جریانونه پکې ځان وویني.

له همدې امله، د جګړې پای ته رسېدل د سیاسي جوړجاړي په معنا نه دي.

افغانستان څه له لاسه ورکړل؟

تر ټولو ستر زیان ښايي د افغانستان د سیاسي نظام بدلون وي.

په ۲۰۲۱ کې یوازې یو حکومت سقوط ونه کړ؛ بلکې د ۲۰۰۱ وروسته جوړ شوی سیاسي نظم هم پای ته ورسېد.

اساسي قانون، ټاکنیز نظام، پارلمان او د جمهوریت ډېری بنسټونه له منځه ولاړل.

هغه نظام، له ټولو ستونزو، فساد، کمزورۍ او سیاسي اختلافونو سره - سره، د انتخاباتو، رسنیو، مدني ټولنې او سیاسي سیالۍ لپاره یو چوکاټ درلود.

د هغه نظام تر سقوط وروسته، دا سیاسي فضا محدوده شوه.

تر ټولو دروند زیان؛ ښځې او نجونې

که د تېرو پنځو کلونو د افغانستان د بدلون یو سمبول انتخاب شي، ښايي هغه د نجونو تړل شوي ښوونځي وي.

د ۲۰۲۶ کال تر اګسټ پورې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو ښوونځیو څخه محرومې دي. افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زده‌کړو څخه په رسمي ډول منع دي.

دا بدلون یوازې د نن ورځې ستونزه نه ده. که یوه ۱۴ کلنه نجلۍ نن ښوونځي ته نه ځي، اغېزه یې یوازې پر همدې کال نه پاتې کېږي؛ د هغې پر راتلونکي مسلک، عاید، کورنۍ او د ټولنې پر اقتصادي ظرفیت اغېز کوي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار محدودیتونه د افغانستان د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو پر راتلونکي هم ژور اغېز کولی شي او د ښځو مساله یوازې تعلیم نه دی. د کار، سفر، عامه ژوند او سیاسي ګډون په برخه کې هم محدودیتونه پراخ شوي دي. ملګري ملتونه وايي چې د ښځو د عامه ژوند څخه د ایستلو بهیر په تېرو پنځو کلونو کې تر ډېره عادي شوی دی.

اقتصاد سقوط ونه کړ، خو عادي هم نه شو

له ۲۰۲۱ وروسته ډېرو خلکو وېره لرله چې افغانستان به په بشپړ اقتصادي سقوط کې ډوب شي.

د نړۍوالو مرستو کمېدو، د بهرنیو اسعارو د زېرمو کنګل کېدو او د بانکدارۍ د ستونزو له امله اقتصاد له سخت فشار سره مخ شو.

خو اقتصاد په بشپړ ډول ونه نړېد؛ سوداګري روانه ده، داخلي عواید راټولېږي او طالبان هڅه کوي چې د کانونو، کرنې، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال له لارې اقتصادي فعالیت پراخ کړي.

په وروستیو کلونو کې چین، ایران، روسیه او د سیمې ځینو نورو هېوادونو له طالبانو سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې کړې دي. د ۲۰۲۵ کال په جولای کې روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول وپېژاند.

خو دا لا هم د افغانستان د نړۍوال اقتصادي حالت د عادي کېدو معنا نه لري.

افغانستان لا هم له پراخو بشري اړتیاو، کمې پانګونې او د نړۍوالې مرستې له کمېدو سره مخ دی. د ۲۰۲۶ کال د بشري وضعیت په اړه راپورونه ښيي چې د خلکو اړتیاوې د طبیعي افتونو، راستنېدونکو کډوالو او د مرستو د کمېدو له امله لا هم ډېرې دي.

نړۍواله انزوا

د طالبانو یوه مهمه لاسته راوړنه دا ده چې له پنځو کلونو وروسته هم واک یې نه دی له لاسه ورکړی.

ډېرو هېوادونو له طالبانو سره اړیکې ساتلي دي. چین، روسیه، ایران، پاکستان، د منځنۍ اسیا هېوادونه او نور دولتونه له کابل سره سیاسي او اقتصادي تعامل لري.

خو د طالبانو حکومت لا هم د نړۍوالې ټولنې له پراخ رسمي مشروعیت څخه محروم دی.

روسیه په ۲۰۲۵ کې لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول وپېژاند، خو د ډېرو هېوادونو دریځ لا هم د رسمي پېژندنې پر ځای له عملي تعامل سره محدود دی.

نو افغانستان نه په بشپړ ډول منزوي دی او نه نړۍوال نظام ته بېرته بشپړ داخل شوی.

د امریکا میراث څه دی؟

پنځه کاله وروسته د امریکا د شلو کلونو میراث هم دوه مخونه لري. د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ ترمنځ میلیونونه افغان ماشومان ښوونځیو ته لاړل، خصوصاً په ښارونو کې رسنۍ، پوهنتونونه، مدني ټولنه او ښځینه مسلکي حضور پراخ شو.

خو هغه نظام چې دغه بدلونونه یې رامنځته کړل، د بهرني پوځي او مالي ملاتړ د له منځه تلو سره سقوط وکړ.

دا د امریکا د افغانستان پالیسۍ تر ټولو لویه پوښتنه ده چې ولې هغه دولت چې امریکا یې د شلو کلونو لپاره جوړاوه، د امریکا له وتلو وروسته دومره ژر ونړېد؟

ځواب یوازې په طالبانو کې نه دی. د جمهوریت داخلي سیاسي اختلافات، فساد، د واک تمرکز، کمزوری اداري جوړښت، د امنیتي ځواکونو پر بهرني ملاتړ اتکا او د امریکا د وتلو څرنګوالی ټول د دې سقوط په کیسه کې برخه لري.

له پاکستان سره دښمني

له امریکا وروسته افغانستان یو ځل بیا د سیمې په جیوپولیټیک کې ډېر مهم شوی دی.

طالبان هڅه کوي له چین، روسیې، ایران او مرکزي اسیا سره اړیکې پراخې کړي.

خو له پاکستان سره اړیکې، چې یو وخت د طالبانو له مهمو سیمه‌ییزو اړیکو څخه ګڼل کېدې، په وروستیو کلونو کې سختې شوې دي. د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ډېورنډ پر کرښې، تحریک طالبان پاکستان او متقابلو امنیتي تورونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.

دا بدلون هم د ۲۰۲۱ وروسته افغانستان د نوې جیوپولیټیکي نقشې یوه مهمه برخه ده.

نو که په لنډ ډول ووایو، چې افغانستان څه وګټل او څه یې له لاسه ورکړل؟

افغانستان وګټل:

  • د پراخې جبهه‌یي جګړې پای؛
  • د طالبانو تر کنټرول لاندې نسبي سراسري امنیت؛
  • د یوه مرکزي واک بیا ټینګېدل؛
  • د سیمه‌ییزو هېوادونو له لوري د اقتصادي او سیاسي تعامل زیاتېدل؛
  • د اوږدې بهرنۍ پوځي مداخلې پای.

خو افغانستان له لاسه ورکړل:

  • د جمهوري نظام سیاسي جوړښت؛
  • انتخاباتي او پارلماني نظام؛
  • د ښځو او نجونو د تعلیم او کار پراخ حقونه؛
  • د رسنیو او مدني فعالیتونو ډېره برخه؛
  • د نړۍوالې پراختیايي مرستې لویه برخه؛
  • د میلیونونو افغانانو د راتلونکي په اړه سیاسي او اقتصادي ډاډ.

پنځه کاله وروسته؛ افغانستان د جګړې له پای او د بحران له دوام سره مخ دی

د افغانستان د پنځو کلونو کیسه نه یوازې د «بریا» کیسه ده او نه یوازې د «ماتې».

طالبان کولای شي ووایي چې جګړه یې پای ته ورسوله، بهرني ځواکونه ووتل او د هېواد کنټرول یې ترلاسه کړ.

د دوی مخالفان کولای شي ووایي چې د دې بریا قیمت د سیاسي ازادۍ، د ښځو د حقونو، تعلیم او نړۍوال مشروعیت په برخه کې ډېر دروند دی.

د دواړو روایتونو ترمنځ یو حقیقت شته، افغانستان له یوې جګړې وتلی، خو لا هم له یوه ژور سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحران څخه نه دی وتلی.

پنځه کاله مخکې پوښتنه دا وه چې امریکا به کله ووځي؟ خو نن پوښتنه بدله شوې ده:

افغانستان به کله داسې نظام ومومي چې هم امنیت ولري، هم مشروعیت، هم اقتصادي ثبات او هم د خپلو ټولو وګړو—ښځو او نارینه‌وو—لپاره د راتلونکي حق؟

همدا به د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ټولو مهم میراث او د راتلونکو کلونو تر ټولو ستره ازموینه وي.

د داعش او طالبانو متقابل خدمتونه

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۵۷ GMT+۱
•
محمد محق
100%

طالبان او داعش په ظاهره د یو بل سرسخت دښمنان دي. په تېرو کلونو کې د دواړو لورو ځواکونو څو ځله له یو بل سره جګړه کړې او هر لوري مقابل اړخ خپل عقیدوي او پوځي دښمن بللی دی.

همدې دښمنۍ د افغانستان او سیمې په قضیو کې ښکېل یو شمېر هېوادونه دې ته هڅولي چې له داعش سره د طالبانو مبارزه، له دې ډلې سره د تعامل یو دلیل وبولي.

له تاکتیکي پلوه ښايي دا ډول چلند د درک وړ وي، داسې لکه «د دښمن په لاس د مار سر ځپل». که هغه ځواک چې موږ ورسره ستونزه لرو، وکولای شي تر ځان ډېر خطرناک دښمن له منځه یوسي، نو ولې له دې فرصته ګټه وانخلو؟

خو ستونزه له هغه ځایه پیلېږي چې یو لنډمهاله تاکتیک د اوږدمهالې ستراتیژۍ ځای ونیسي. که موضوع ته له پراخ لیدلوري وګورو، طالبان او داعش، له ټولې هغې خونړۍ دښمنۍ سره سره چې ترمنځ یې شته، له ځینو اړخونو د یوې سکې دوه مخونه دي.

دوی په ارادي یا غیرارادي ډول یو بل ته متقابل خدمتونه کوي او داسې شرایط رامنځته کوي چې د یوه بقا د بل د بقا د لاملونو له بیا تولید سره مرسته کوي. له همدې امله، د یوه لوري په لاس د بل تاکتیکي ځپل په افغانستان او سیمه کې د افراطیت د بحران اساسي حل نه شي کېدای.

طالبان؛ د افراطیت د خامو موادو د تولید کارخانه

تر ټولو مهم خدمت چې طالبان یې داعش ته کوي، د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د فکر او فرهنګ په ډګر کې ترسره کېږي. طالبان د دین د افراطي تعبیر په ترویجولو، په ټولنه کې د یوه غږ په حاکمولو، د انتقادي فکر په له منځه وړلو او د هغو بهیرونو په محدودولو یا حذفولو سره چې له بل لیدلوري د دیني بنسټپالنې نقد کولای شي، په عملي ډول داسې زمینه برابروي چې لا ډېرو افراطي بهیرونو ته پکې د خلکو ورماتېدل اسانه کېږي.

د دین او سیاست بشپړ ګډول، د جهاد تر عنوان لاندې د دین پر جنګي اړخ ټینګار، د «استشهادي» په نوم د ځانمرګو بریدونو ستاینه او د تکفیر د ادبیاتو او د الحاد، سیکولرېزم او بې‌دینۍ په څېر تورونو پراخ کارول، د هغه فکري روایت برخې دي چې د افراطیت پر وړاندې رواني او اخلاقي پولې کمزورې کوي.

هغه څوک چې کلونه په داسې فکري چاپېریال کې روزل شوی وي، له داعش سره د یوځای کېدو لپاره بشپړ فکري بدلون ته اړتیا نه لري، بسنه کوي چې پر هماغه لار څو نور ګامونه واخلي.

له دې لیدلوري، طالبان له مخکې د داعش د ایډیالوژیک کار ډېره برخه ترسره کوي. هغه ځوان چې لا وړاندې یې منلې وي چې سیاسي نظام باید دین‌محوره وي، وسله‌وال جهاد د سیاسي بدلون مشروع لاره ده، ځانمرګي برید ته «استشهاد» ویل کېدای شي، فکري مخالفان په دیني مفاهیمو رټل کېدای شي او کثرت‌پالنه او سیکولرېزم له دین څخه د انحراف نښې دي، نور د داعش لپاره ناپېژندل شوي خام مواد نه دي.

له دې وروسته به اختلاف پر دې وي چې کومه ډله د دیني حکومت «لا اصیله» بېلګه ده او کوم سازمان دا ایډیالوژي په ډېر قاطعیت پلې کوي.

له داعش سره د یو شمېر افراطي عناصرو د یوځای کېدو تجربه هم ښيي چې د هغوی د افراطي کېدو بهیر تر ډېره د سیاسي اسلام او جهادي روایتونو له منځه تېر شوی دی، داسې نه ده چې هغوی دې په مستقیم ډول له یوه لېبرال یا سیکولر بهیر او یا ان له دودیز اسلام او تصوف څخه داعش ته ورغلي وي.

له دغو کسانو ځینې یې په لومړي سر کې د داسې ادبیاتو تر اغېز لاندې راغلي چې طالبان او هغوی ته نږدې بهیرونه هم له هماغو فکري سرچینو تغذیه کېږي، خو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې طالبان د خپلو ادعاوو په عملي کولو کې رښتیني نه دي.

اختلاف پر اصولو دی که اصولو ته پر وفادارۍ؟

د دغو عناصرو له نظره، د طالبانو ستونزه حتمي د هغوی فکري بنسټونه نه دي، بلکې له هماغو بنسټونو د طالبانو انحراف دی. د بېلابېلو هېوادونو له استخباراتي ادارو سره د طالبانو پټې او ښکاره اړیکې، له بهرنیو قدرتونو سره سیاسي معاملې او د دې ډلې مصلحت‌پال چلند ښايي د یوه افراطي کس لپاره د «نفاق» یا له ادعا شویو ارمانونو څخه د واټن اخیستو نښه وګڼل شي.

د بېلګې په توګه، جهادي عناصر ښايي د ایمن الظواهري برخلیک په همدې چوکاټ کې داسې تعبیر کړي چې طالبان د سیاسي اړتیاوو پر مهال د ایډیالوژیکو غوښتنو او د خپل واک د بقا د ملاحظاتو ترمنځ یو انتخابولای شي.

له بلې خوا، د طالبانو قومي چلند هم د یو شمېر ایډیالوژیکو عناصرو لپاره ستونزه‌پارونکی دی. کله چې په ځینو مواردو کې قومي تړاو پر عقیدوي پیوستون برلاسی کېږي او د یوه قوم کسان، له بېلابېلو فکري مخینو سره سره، د نورو قومونو پر مذهبي سیالانو غوره ګڼل کېږي، یو سخت‌دریځی بنسټپال ښايي دا چلند پر قومیت د عقیدې د لومړیتوب له اصل سره خیانت وبولي.

په داسې شرایطو کې داعش اړ نه دی چې د دغو کسانو د جذب لپاره نوی نړۍ‌لید رامنځته کړي، یوازې دومره بسنه کوي چې طالبان «خپلو ارمانونو ته په نه وفادارۍ» تورن کړي. په دې مانا، طالبان په دوامداره توګه د داعش د احتمالي بشري ځواک یوه برخه تولیدوي.

داعش؛ د طالبانو د سپین‌ښودنې ماشین

خو دا خدمتونه یو اړخیز نه دي. داعش هم په تېره یوه لسیزه کې طالبانو ته یو ډېر مهم خدمت کړی دی چې طالبان یې د ځان په پرتله معتدل ښودلي دي. داعش له مخالفانو سره د چلند د تر ټولو تاوتریخجنو بڼو، د شیعه‌ګانو د وژلو، له دودیزو سني مسلمانانو سره د دښمنۍ، پر ملکي وګړو د بریدونو او د تکفیر د ادبیاتو د پراخ کارولو له لارې د افراطیت داسې انځور وړاندې کړی چې د طالبانو په څېر ډلې یې په پرتله کم‌خطره ښکاري.

د داعش راڅرګندېدو په حقیقت کې د پرتلې معیار بدل کړ. که طالبان له یوه کثرت‌پال، ډیموکراتیک او د هېواد د ټولو وګړو پر حقونو ولاړ نظام سره پرتله شي، د دې ډلې استبدادي او افراطي ماهیت څرګندېږي، خو کله چې طالبان د داعش ترڅنګ کېښودل شي، ناڅاپه د «اهون‌الشرین» او «اخف‌الضررین» په ځای کې واقع کېدای شي، یعنې د لا بد په مقابل کې د بد انتخاب.

ښايي هېڅ یوې پدیدې د داعش د ظهور په کچه د طالبانو له سپین‌ښودنې او عادي‌کولو سره مرسته نه وي کړې. د داعش له بې‌حده تاوتریخوالي او د بېلابېلو هېوادونو د ځوانانو د جذبولو له وړتیا څخه راولاړې شوې وېرې د یو شمېر دولتونو ترمنځ دا تصور پیاوړی کړ چې طالبان، له ټولو نیمګړتیاوو سره سره، د یوه لا خطرناک ګواښ پر وړاندې خنډ کېدای شي.

له دې لیدلوري، که طالبان داعش ته ایډیالوژیک خام مواد او احتمالي بشري ځواک برابروي، داعش هم طالبانو ته امنیتي اعتبار او د سیاسي تعامل زمینه برابره کړې ده.

طالبانو هم د دې سیاسي پانګې پر اهمیت ښه پوهېدلي دي. په دوامداره توګه د داعش د خطر برجسته کول او د هغه د مهارولو یوازینی ځواک په توګه د ځان معرفي کول، د طالبانو په سیمه‌ییزو اړیکو کې پر یوې مهمې وسیلې بدل شوي دي.

ان داسې تورونه هم مطرح شوي چې ښايي ځینې تاوتریخجنې پېښې داعش ته منسوبې شوې وي، څو د دې ډلې خطر تر واقعي کچې لوی وښودل شي، خو له خپلواکو څېړنو پرته د دغو ادعاوو د بېلګو په اړه پرېکنده حکم نه شي کېدای. له دې سره سره، د هرې ځانګړې قضیې له رښتینولۍ پرته، څرګنده ده چې «د داعش ګواښ» د طالبانو لپاره ارزښتناکه سیاسي او امنیتي پانګه ده.

د افراطیت امنیتي اقتصاد

دا مسئله یو بل اړخ هم لري. له ترهګرۍ سره مبارزه په تېرو څو لسیزو کې د امنیتي او استخباراتي ادارو د فعالیت پر یوې پراخې برخې بدله شوې ده. دولتونه له دې ګواښ سره د مقابلې لپاره پراخې بودجې ځانګړې کوي او امنیتي سازمانونه د ګواښ د کچې له مخې لا ډېر امکانات، صلاحیتونه او اهمیت ترلاسه کوي.

دې وضعیت هغه څه رامنځته کړي چې «د افراطیت امنیتي اقتصاد» یې بللای شو. د یوه مهار شوي او کنټرولېدونکي ترهګریز ګواښ موجودیت ښايي د ځینو امنیتي شبکو لپاره د بودجې، نفوذ او سازماني اهمیت د دوام توجیه شي. له همدې امله، تل دا خطر شته چې د ګواښ مدیریت د هغه د رامنځته کوونکو عواملو د له منځه وړلو ځای ونیسي.

په داسې چاپېریال کې طالبان د ځینو سیمه‌ییزو ادارو لپاره پر یوه تاکتیکي شریک بدلېدای شي، استخباراتي معلومات ورکړي، د داعش غړي وځپي او په بدل کې پیسې، امکانات یا یو ډول زغم او سیاسي تعامل ترلاسه کړي.

خو اساسي تناقض لا هم پر خپل ځای دی؛ هماغه ځواک چې نن د داعش څو غړي نیسي یا وژني، په ورته وخت کې د افراطي ښوونیز او تبلیغاتي نظام په پراخولو سره د داعش د غړیو د جلب لپاره اړین بشري او فکري مواد بیا تولیدوي.

د مار سر او هغه لاس چې نوي ماران روزي

که د سیمې او نړۍ هېوادونه له داعش او ترهګرۍ سره د مبارزې په ادعا کې جدي وي، یوازې پر لنډمهالو امنیتي اقداماتو بسنه نه شي کولای. له افراطیت سره مبارزه یوازې د یوه سازمان د غړو وژل او نیول نه دي؛ تر دې مهمه دا ده چې هغه ریښې وچې شي چې په دوامداره توګه نوي سازمانونه زېږوي.

دا نه شي کېدای چې له یوې خوا د داعش د څو هستو د ځپلو هرکلی وشي او له بلې خوا، د مذهبي تعصب په چاپېریال کې د ګڼ شمېر ځوانانو روزلو، د داعشي فکر لرونکو زرګونو مدرسو پراخېدو، د عصري زده‌کړو او انتقادي فکر له منځه وړلو او د جهاد، تکفیر او ځانمرګو بریدونو د ادبیاتو خپرېدو ته بې‌پامي وشي.

همدلته د «د دښمن په لاس د مار د سر ځپل» بېلګه لا روښانه مانا پیدا کوي. ښايي نن د طالبانو په لاس د داعش د مار سر وځپل شي، خو که همدا لاس داسې چاپېریال رامنځته کړي چې په دوامداره توګه نوي ماران پکې وروزل شي، د نن ورځې تاکتیکي بریا د سبا ستراتیژیکې ماتې ته زمینه برابرولای شي.

پاکستان د دې ډول محاسبې د ناپایښت یوه نږدې بېلګه ده. هغه تاوتریخوالی چې نږدې هره ورځ قرباني اخلي، ښيي چې افراطیت د تل لپاره په ټاکلو جغرافیایي او سازماني پولو کې نه شي مهارېدای. هغه څه چې نن د فشار وسیله یا تاکتیکي شریک ګڼل کېږي، سبا پر یوه خپلواک ګواښ بدلېدای شي.

له همدې امله، اصلي ستونزه یوازې داعش یا طالبان نه دي، بلکې د افراطیت د تولید کړۍ ده. تر هغه چې دا کړۍ ماته نه شي، طالبان او داعش به له خپلې خونړۍ جګړې سره سره، یو بل ته متقابل خدمتونه روان وساتي. طالبان د افراطیت فکري او بشري زمینه بیا تولیدوي او داعش د وېرې په خپرولو سره طالبان د یوه «کم‌خطره» انتخاب په توګه د سیمې سیاسي بازار ته وړاندې کوي. یو له بله ځواک اخلي او بل د لومړي له موجودیته امنیتي مشروعیت ترلاسه کوي.

هغه سیاست چې دا اړیکه له پامه غورځوي، ښايي یو برید شنډ یا د داعش یوه هسته له منځه یوسي، خو د تلپاتې ثبات د رامنځته کولو توان به ونه لري.

له افراطیت سره د مبارزې لاره دا نه ده چې یو افراطیت د بل افراطیت د ځپلو لپاره غوره شي، بلکې د هغې زمینې وچول دي چې دواړه ترې راټوکېږي.

فولکلور او د ولسي ادب پانګه

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۵۳ GMT+۱
100%

هره ټولنه خپل لرغوني او دودیز ارزښتونه او باورونه لري، چې د تاریخ له تکاملي بهیر سره هممهال لږ یا ډېر بدلون مومي، نوي کیږي او د ټولنیز ژوند له لوښیو سره سم بډاییږي.

اداب، دودونه، افسانې، اسطورې، افکار، سندرې و ترانې، متلونه، هنرونه او ان طبي تجربې و درملنې، سینګار او انګېرنې په دغو ارزښتونو کې راځي، چې په پراخه مفهوم فولکلور یا ولس‌پوهه نومول شوې ده. پښتانه هم د نړۍ د هر بل لرغوني ولس په توګه د ولس‌پوهې یوه خورا بډایه خزانه لري، چې نن به یې پر ارزښت و پېژندنه تم شو.

بورا به خدای په ګلو موړ کړي

باغوانه ستا نیمګړی نیت مې ځوروینه

پاس په کمره ولاړه ګله

نصیب د چا یې اوبه زه درخېژومه

ژرنده که د پلار ده هم په وار ده

خپله ژبه هم کلا ده هم بلا

چې اوړه والوځي، مېلمه راځي. په مساپر پسې انګړ مه جارو کوئ، بد شګوم لري...

دا ټول د ولس‌پوهې یا فولکور اجزا او عناصر دي.

پخوا فولکور په ډېره پراخه مانا کارېده، روسته چې د ټولنیز ژوند څه برخې د نویو پوهنو په قلمرو کې راغلې او د بشرپېژندنې، اسطوره پوهنې او دودیزې درملنې غوندې څانګې خپلواکې شوې، نو فولکلور ولسي ادبیاتو، انګېرنو، جشنونو، دودونو او ولسي باورونو ته راټول شو. په افغانستان کې ډېرځله ولسي یا شفاهي ادبیات له فولکلور سره په مترادفه مانا پېژندل کیږي، حال دا چې ولسي ادبیات د فولکلور یوه مهمه برخه ده.

د ولسي ادبیاتو فولکلوریکه پانګه، چې په ټوله پښتون‌مېشتې جغرافیه کې په لږ و ډېر توپیر شته او له پېړيو پېړیو څخه یې ولس له یوه نسل څخه بل ته سینه په سینه رانقلوي.

کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي ولسي ادبیات په لوی سر کې په منظومو او منثورو برخو ویشلي، په منظومه برخه کې یې عامې سندرې لکه لنډۍ،سروکي، د اتڼ نارې، د ماشومانو سندرې، کیسۍ ، منظوم متلونه، غاړې، ساندې او نورې داسې شمارلي، په خاصو سندرو کې یې چاربیتې، بدلې، غږونه، د مروتو کسرونه، بګتۍ، لوبې، داستان (بدله) مقام (رباعي) او ازاد ولسي شعرونه ګڼلي دي.

په منثورو ولسي ادبیاتو کې یې متلونه، نکلونه، وړې کیسې، ټوکې، بولنې، تکیه کلامونه، روایات، دعاوې و وښېراوې او داسې نور شامل ګڼلي دي.

فولکلور څېړنې او راټولونې ته د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې پاملرنه زیاته شوه، په پښتونخوا او کابل کې په دې اړه فرهنګي، اکاډمیکو او څېړنیزو ادارو ته مسئولیتونه وسپارل شول، د فولکلور په تیوري، میتودولوژي او د راټولونې، تصنیف او خوندي کولو کار وشو. اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، علومو اکاډمۍ، ، پېښور پښتو اکاډمۍاو پوهنتونونو په دې برخه کې ځانګړې خپرونې خپرې کړې، خو د دغې برخې پوهانو تل ټینګار کړی، چې د پښتني فولکلور شتمني دومره زیاته او لمن یې دومره پراخه ده، چې خوندي کول یې ډېر کار او وخت غواړي.

فولکلور څنګه پېژنو؟ د ولسي ادبیاتو برخه په کې څومره ده؟ لاتراوسه د ولسي ادبیاتو د تدوین لپاره څه شوي دي؟

که د ولس دغې ګډې او مهمې شتمنۍ ته پام ونه‌شي نو څه به له لاسه ووځي؟

دا خورا مهمې پوښتنې دي، چې نن سبا د بدلیدونکې نړۍ په چټک اوښتون کې د پښتني فولکلور په وړاندې رامخته کیږي. نړۍ د بریښنايي (ډيجیټل) ژوند په خوا راوانه ده، کتابتونونو او ارشیفونو خپل ځای ګرځنده بريښنايي کتابتونونو ته ورکړی. د عصري ژوند وړانګې داسې راخپرې دي، چې د ولسي فرهنګ دودیز او لرغوني ارزښتونه کمرنګولای شي، په تېره بیا په هغو ټولنو کې چې دغه ارزښتونه له دولتي ملاتړه محروم وي.

که څه هم د افغانستان خلک د خپلو ولسي – فرهنګي ارزښتونو ساتونکي دي، خو په دې برخې کې ځانګړي ملي بنسټونه او حکومتونه هم خپل مسئولیت لري، چې ښايي ترسره یې کړي.

نه طالبان، نه جنګسالاران؛ د افغانستان د بحران د حل درېیمه لار څه ده؟

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۵۴ GMT+۱
100%

په ۲۰۰۵ کال کې له ارګ نه د کورنیو چارو پر وزیر علي احمد جلالي باندې فشار زیات شو چې د د دغه وزارت امنیتي معین باید د خپلې دندې ګوښه او پر ځای یې بل څوک وټاکل شي. د بدلون موخه د سیستم اصلاح نه وه، بلکې د ارګ او جنګسالارانو په خوښه د یو بل کس ټاکل وو.

له ډیرو فشارونو وروسته، علي احمد جلالي ته د ارګ له خوا د وروستی نوملړ په توګه د دوو کسانو د نومونو یادونه وشول، چې د دغه دوو کسانو څخه باید یو کس خپل په خوښه وټاکي. جلالي ورته وویلي و، چې تاسي د خوشایي یو څپیاکه دوه چنډې کړیده او ما ته وایي چې د څپیاکې د دغه دوه برخو نه یوه انتخاب کړه. جلالي ورته ویلي و چې زما لپاره هیڅ فرق نه کوي چې هر یو تاسي ټاکئ، ځکه دواړه چنډې د خوشایو ټوټې دي. په دغه وخت کې جلالي هم پریکړه کړې وه چې د کورنیو چارو وزارت څخه استعفا وکړي. اخر کې د څپیاکې یوه چنډه وټاکله شوله چې ډیر وخت وزیر هم پاتې شو او د کورنیو چارو وزارت یې د فساد په ځاله بدل کړ.

نن سبا چې یو شمېر کسان چې ځانونو ته پوه، با تجربه، عالم، استاد او عام فهمه کسان وایي، ځینې یې د خوشایو د همهغه یوې برخې صفت او ملاتړ کوي او ځینې یې د خوشایو د بلې برخې صفت او ملاتړ کوي او مفتې نمرې ورکوي. دغه کسان چې اصلا رواني ناروغان دي، داسې فرصت طلبه دلیل راوړي چې دوی د بد او بدتر ترمنځ باید یو انتخاب کړي، په داسې حال کې چې د بد او بدتر تر منځ اصلا هیڅ توپیر نشته.

په سیاست، مبارزه او ټولنیز ژوند کې ځینې اصول مراعاتول مهم دي، خو دا اړینه نه ده چې هرومرو باید د بد او بدتر تر منځ ټاکنه وکړو، دا مهمه نه ده چې څوک په خپله تګلاره کې کامیابیږي یا نه کامیابیږي، خو مهمه خبره دا ده چې باید په بد صف کې ونه دریږئ او یا د بدې تګلارې او ډلې ملاتړ او حمایت ونه کړئ.

که دا مسله نوره هم روښانه ووایم، د طالبانو لابیګران او پلویان وایي چې تر پخوانیو جنګسالارانو او د جمهوریت تر فاسدو غلو طالبان ښه دي، خو په وته مهال بیا د طالبانو فرصت طلبه مخالف پلویان بیا وایي چې له طالبانو څخه پخواني جنګسالاران او د جمهوریت فاسد غله ښه دي. په دې هم بحث نه کوو چې همدا کسان چې د یو او بل صفتونه او مخالفتونه کوي، پخپله یې څومره په فساد کې درلود یا لري.

که اولې ډلې ته ووایې چې طالبان خو یوازې په خپل قوت نه دي راغلې او نه اشغال ختم شویدی، خو سربیره یې افغانستان د تدریجي زوال او نا معلوم برخلیک سره مخامخ کړی، فساد، غلا، تښتونې او د دولتي شتمنیو چور اوس هم روان دی. که د طالبانو کړنې همداسې دوام وکړي، عاقبت به بیا نیابتي جګړې وي او د دغه جګړو مسوولیت به د طالبانو په غاړه وي. دا ډول کسان درته وایي چې جمهوریت کې هم فساد و او هم د بهرنیانو په واسطه رامنځته شو نو څه فرق کوي. دا بې‌منطقه منطقیان د جمهوریت د حکومتدارۍ د سیستم او د طالبانو د انډیوالې د سیستم تر منځ توپیر نشي کولی او یا یې نه کوي. که هغه وخت هم فساد و او اوس هم فساد شته نو تفاوت په څه کې دی؟ له واک څخه ناړه استفادې ته فساد وایي او طالبان د خپل نه په ښکاره ناوړه استفاده کوي.

د پخوانیو جنګسالارانو او د جمهوریت د فساد د ډلې مدني او سیاسي فعالان او د هغوی ملاتړي وایي، که د پاکستان په ګډون که هر څوک له دوی سره د طالبانو په راپرځولو کې مرسته وکړي نو دوی د هغه هیوادونو مرستې په ویاړسره قبلوي. که ورته ووایي چې دا سمه تګلاره نه ده ځکه د پاکستان له لارې بدلون بیا بل بحران رامنځته کوي، دا ډله بیا درته وایي چې طالبانو هم د پاکستان په مرسته قدرت ونیوه، نو څه فرق کوي او بله چاره نشته ځکه د بهرنیانو له ملاتړ پرته جګړه ناشونې ده.

اوس نو که فرق نه کوي، نو د دوی او طالبانو ترمنځ توپیر په څه کې دی؟ او د افغانستان لپاره به یې ګټه څه وي؟ ځکه په تیرو پنځوسو کلونو کې چې د هر بهرني به مرسته تغیر او په خاصه توګه د پاکستان د منفي مداخلو په وسیله رامنځته شوې، پایلې منفې وي او په راتلونکې کې به هم منفې وي.

د طالبانو پلویان دا دلیل هم وړاندې کوي که د طالبانو ملاتړ ونشي، نو د طالبانو د لمنځه تللو سره به افغانستان تجزیه شي. نو د طالبانو لومړۍ دومره چې پای ته ورسېده هغه مهال خو افغانستان تجزیه نه شو، نو په راتلونکې کې به هم افغانستان پر خپل حال پاتې وي.

ځینې کسان په خاصه توګه ځینې پښتانه، چې د اوسینو جنګسالارانو، هغه جنګي او سیاسي ډلو څخه چې د پاکستان او ایران لخوا یې ملاتړ کیږي، د خپلو حمایت او ملاتړ لپاره دا دلیل هم راوړي چې دوی د ملي وحدت د تامین په خاطر د دوی حمایت کوي چې افغانستان تجزیه نشي.

اول خو افغانستان که تجزيه کېدای، اوس به وخته تجزيه شوی و؛ ځکه له پنځوسو کلونو راهيسې افغانستان له نامعلوم برخلک سره مخامخ دی. د افغانستان د تجزيه کېدو سره به دا ټوله سيمه تجزيه کېږي او دا امکان نه لري. دويمه مسله دا ده چې د افغانستان ملي وحدت دومره ضعیف نه دی چې د خوشايو د دغو دواړو چندو صفتونه او ملاتړ ونه کړو، نو ملي وحدت به له منځه لاړ شي. ملي وحدت په تظاهري خبرو او صفتونو نه ترلاسه کېږي او نه له منځه ځي. په دې خاطر د طالبانو یا د طالبانو له مخالفینو څخه جعلي اتلان (قهرمانان) جوړول سم کار نه دی.

ستونزه دا ده چې کله د علم او منطق پر ځای ناپوهي او بې‌منطقي ځای ونیسي، بیا احساساتي ځوانان، سياسي مبصرين، مدني فعالان او حتا سياسيون او ټکنوکراتان هم ولس ته د خوشايو دوه چندې په لاس کې نيسي او ورته وایي چې د دغو دوو چندو نه کومه يوه خوښوې. حال دا چې اکثریت ولس د خوشايو له دواړو چندو څخه نفرت لري؛ ځکه هم طالبانو او هم د هر قوم او سمت جنګسالارانو، زورواکانو او فاسدو چارواکو لومړی په خپلو سيمو کې پر خپلو کسانو ظلمونه کړي او يا یې د هغوی حقوق خوړلي دي.

په ژوند، سیاست، مدني او فرهنګي مبارزه کې د ځينو اصولو مراعاتول مهم دي، ترڅو د يوه انسان، حکومت، حاکمې ډلې يا سياسي خوځښت او مدني حرکتونو اعتبار لوړ او د خلکو د باور وړ وګرځي. د بېلګې په توګه موږ د جګړې مخالف یو او دا تګلاره مو ځکه انتخاب کړې ده چې جګړه د مسایلو د حل لاره نه ده. که طالبان له ولس سره په جګړه کې وو او دي، هم یې مخالف یو او که نور د مسایلو د حل پر ځای جګړې او نيابتي جګړو ته لمن وهي، هم یې مخالف یو. د طالبانو حاکمیت ولسي، قانوني او نړيوال مشروعيت نه لري او کړنې یې هم د دين، قانون او د افغانانو د ټولنيزو ارزښتونو خلاف دي. که دوی په صحرايي توګه د هر قوم، سمت او ژبې کسان وژني، غندو یې او مخالفت یې کوو؛ که مقابل لوری هم پخوا یا اوس فساد، غلا، وژنې او اختطافونه کول، مخالف یې وو او په راتلونکي کې به یې هم مخالف وو.

د واک له نفې او انحصار سره مو پخوا هم مخالفت درلود او اوس یې هم مخالف یو. پخوا مو هم د قانون د تطبیق او ټولنیز عدالت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو د حقوقو ملاتړ کاوه او اوس یې هم کوو. پخوا هم په ولسواکۍ او د ولس په رایه د نظام ملاتړي وو او اوس یې هم یو. پخوا مو هم ویل چې د نفې سیاست کار نه ورکوي، لکه طالبان یا نور کسان چې نفې شول؛ اوس هم د طالبانو له خوا د نفې او د قدرت د انحصار د سیاست مخالف یو او پایله هم نه ورکوي. پخوا مو هم د سولې د خبرو د بریالیتوب ملاتړ کاوه او د نظام ړنګېدل مو د افغانستان او ولس په خیر نه باله او اوس یې هم نه بولو.

د افغانستان د اوسني بحران او له انزوا حالت څخه د وتلو يوازېنۍ لاره د جګړې او وحشت، د یو بل د نفې کولو، د نفرت خپرولو او سپکولو پر ځای، د يوې واقعي لويې جرګې دایرېدل دي، چې ټول افغانان په کې خپل ځان وګوري او د يوه قانون‌مند، مشروع او ولسواک نظام د جوړېدو لپاره زمینه برابره شي. بیا د قانون په چوکاټ کې به ټول افغانان مساوي حقوق او وجایب ولري او د افرادو د حاکمیت پر ځای به قانون حاکم وي.

په دې خاطر، پر پرنسپونو او منل شوو اصولو درېدل په اوږدمهال کې پښېماني نه لري. هغوی چې پخوا د احساساتو پر بنسټ د ملي ګټو پر خلاف شعارونه ورکول، اوس هم پښېمانه دي او هغوی چې نن دا ډول شعارونه ورکوي، سبا به خامخا پښېمانه وي.