فولکلور او د ولسي ادب پانګه

هره ټولنه خپل لرغوني او دودیز ارزښتونه او باورونه لري، چې د تاریخ له تکاملي بهیر سره هممهال لږ یا ډېر بدلون مومي، نوي کیږي او د ټولنیز ژوند له لوښیو سره سم بډاییږي.

هره ټولنه خپل لرغوني او دودیز ارزښتونه او باورونه لري، چې د تاریخ له تکاملي بهیر سره هممهال لږ یا ډېر بدلون مومي، نوي کیږي او د ټولنیز ژوند له لوښیو سره سم بډاییږي.
اداب، دودونه، افسانې، اسطورې، افکار، سندرې و ترانې، متلونه، هنرونه او ان طبي تجربې و درملنې، سینګار او انګېرنې په دغو ارزښتونو کې راځي، چې په پراخه مفهوم فولکلور یا ولسپوهه نومول شوې ده. پښتانه هم د نړۍ د هر بل لرغوني ولس په توګه د ولسپوهې یوه خورا بډایه خزانه لري، چې نن به یې پر ارزښت و پېژندنه تم شو.
بورا به خدای په ګلو موړ کړي
باغوانه ستا نیمګړی نیت مې ځوروینه
پاس په کمره ولاړه ګله
نصیب د چا یې اوبه زه درخېژومه
ژرنده که د پلار ده هم په وار ده
خپله ژبه هم کلا ده هم بلا
چې اوړه والوځي، مېلمه راځي. په مساپر پسې انګړ مه جارو کوئ، بد شګوم لري...
دا ټول د ولسپوهې یا فولکور اجزا او عناصر دي.
پخوا فولکور په ډېره پراخه مانا کارېده، روسته چې د ټولنیز ژوند څه برخې د نویو پوهنو په قلمرو کې راغلې او د بشرپېژندنې، اسطوره پوهنې او دودیزې درملنې غوندې څانګې خپلواکې شوې، نو فولکلور ولسي ادبیاتو، انګېرنو، جشنونو، دودونو او ولسي باورونو ته راټول شو. په افغانستان کې ډېرځله ولسي یا شفاهي ادبیات له فولکلور سره په مترادفه مانا پېژندل کیږي، حال دا چې ولسي ادبیات د فولکلور یوه مهمه برخه ده.
د ولسي ادبیاتو فولکلوریکه پانګه، چې په ټوله پښتونمېشتې جغرافیه کې په لږ و ډېر توپیر شته او له پېړيو پېړیو څخه یې ولس له یوه نسل څخه بل ته سینه په سینه رانقلوي.
کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي ولسي ادبیات په لوی سر کې په منظومو او منثورو برخو ویشلي، په منظومه برخه کې یې عامې سندرې لکه لنډۍ،سروکي، د اتڼ نارې، د ماشومانو سندرې، کیسۍ ، منظوم متلونه، غاړې، ساندې او نورې داسې شمارلي، په خاصو سندرو کې یې چاربیتې، بدلې، غږونه، د مروتو کسرونه، بګتۍ، لوبې، داستان (بدله) مقام (رباعي) او ازاد ولسي شعرونه ګڼلي دي.
په منثورو ولسي ادبیاتو کې یې متلونه، نکلونه، وړې کیسې، ټوکې، بولنې، تکیه کلامونه، روایات، دعاوې و وښېراوې او داسې نور شامل ګڼلي دي.
فولکلور څېړنې او راټولونې ته د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې پاملرنه زیاته شوه، په پښتونخوا او کابل کې په دې اړه فرهنګي، اکاډمیکو او څېړنیزو ادارو ته مسئولیتونه وسپارل شول، د فولکلور په تیوري، میتودولوژي او د راټولونې، تصنیف او خوندي کولو کار وشو. اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، علومو اکاډمۍ، ، پېښور پښتو اکاډمۍاو پوهنتونونو په دې برخه کې ځانګړې خپرونې خپرې کړې، خو د دغې برخې پوهانو تل ټینګار کړی، چې د پښتني فولکلور شتمني دومره زیاته او لمن یې دومره پراخه ده، چې خوندي کول یې ډېر کار او وخت غواړي.
فولکلور څنګه پېژنو؟ د ولسي ادبیاتو برخه په کې څومره ده؟ لاتراوسه د ولسي ادبیاتو د تدوین لپاره څه شوي دي؟
که د ولس دغې ګډې او مهمې شتمنۍ ته پام ونهشي نو څه به له لاسه ووځي؟
دا خورا مهمې پوښتنې دي، چې نن سبا د بدلیدونکې نړۍ په چټک اوښتون کې د پښتني فولکلور په وړاندې رامخته کیږي. نړۍ د بریښنايي (ډيجیټل) ژوند په خوا راوانه ده، کتابتونونو او ارشیفونو خپل ځای ګرځنده بريښنايي کتابتونونو ته ورکړی. د عصري ژوند وړانګې داسې راخپرې دي، چې د ولسي فرهنګ دودیز او لرغوني ارزښتونه کمرنګولای شي، په تېره بیا په هغو ټولنو کې چې دغه ارزښتونه له دولتي ملاتړه محروم وي.
که څه هم د افغانستان خلک د خپلو ولسي – فرهنګي ارزښتونو ساتونکي دي، خو په دې برخې کې ځانګړي ملي بنسټونه او حکومتونه هم خپل مسئولیت لري، چې ښايي ترسره یې کړي.