• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
فرهنګي سپړنه - د لېوال لیک

د افغان مېرمنو د رواني امنیت فرهنګي زمینه

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۰۶ GMT+۱

په ټولنه کې ځينې وګړي یا اقشار تر نورو زیات له ګواښ و زیان سره مخ وي. د دې لپاره چې دوی په ټولنه کې  ځان له ګواښ سره مخ ونه ویني ، رواني امنیت ته اړتیا ده. د رواني امنیت بحث د یوې ټولنې له فرهنګي، اقتصادي او مدني وضعیت سره تړلی دی.

د درېیمې نړۍ په ګڼو ټولنو کې ښځې، ماشومان او کډوال د مناسب رواني امنیت احساس نه کوي. په ځینو ټولنو کې چې لا هم د کاست یا سیال و ناسیال ویش پاتې دی، د ټيټو طبقو خلک هغه امنیت نه‌لري، چې نور ترې برخمن دي. په افغانستان کې له دې اړخه وضعیت څنګه دی؟ څوک د رواني امنیت احساس نه لري؟ تاریخ او فرهنګ په دې اړه څه وايي؟

چې د زلفو په زنځیر یې زمري بند کړل
هوسۍ سترګې زوروې نه دي څه دي

چې د باغ سروې یې پستې تر قامت دي
پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي

که نړۍ یو باغ وي او نورې ښځې یې د سروو په شان قامت ولري، نو د خوشال بابا په نظر د افغان مېرمنو قامتونه تر دې سروو لوړ دي. دا هغه هوسۍ دي، چې زمري هم په زنځیرونو تړلی شي. په استعاري اخیستنه زموږ نومیالی شاعر دعوی کوي، چې افغان مېرمنې تر هیچا کمې نه دي.

که د خوشحال بابا پوهه او همت په نورو کې هم وای او همداسې یې له تېرو څلورو پېړیو راپه دېخوا افغان مېرمنو ته انګېزه ورکولای اوس به مو ټولنه له فرهنګي پلوه په دومره محرومیتونو کې راګیر نه وای.

څه موده وړاندې خبرونه خپاره شول، چې دوه افغان مېرمنې په جلاوطنۍ کې د خپلو کوربه هېوادونو مهمو تقنیني، خدماتي او اداري څوکیو ته په سیالۍ ودرېدې. دا لومړني خبرونه نه‌دي، تر دې وړاندې هم افغان مېرمنې د لویو هېوادونو پارلمانونو ته بریالۍ شوې دي، د روغتیا په برخه کې ځلېدلي، یوې افغانې مېرمنې د سرطان د درملنې په برخه کې نړیوالې جایزې واخیستې او څه شمېر نورې د ټولنیز ژوند په نورو برخو کې د رهبرۍ تر بریده وړاندې ولاړې.

له دې څخه څرګندیږي، چې که ټولنیز چاپېریال خوندي وي، فرهنګي زمینه برابره وي او حق وغوښتل شي، افغان مېرمنې د نړۍ تر نورو هغو یو سروغاړه هسکه وړلای شي.

دا استعدادونه ولې یوازې په جلاوطنۍ کې ځلیږي؟ ولې په خپل وطن کې د هغې افغان مېرمنې له روغتیايي نبوغ څخه ګټه اخیستل کېدلای نه‌شي، چې د سرطان په درملنه کې یې نوښت وکړ، ښايي هره ورځ له همدې ناروغۍ څو تنه په افغانستان کې ومري. ولې دلته داسې او هلته هسې؟

د استعدادونو او ظرفیتونو د کارېدلو لپاره فرهنګي زمینه بویه، مساعد ټولنیز ذهنیت او مناسب ژوند چاپېریال. دا ټول بیا د رواني امنیت په څرنګوالي پورې تړلي، چې ښايي نن یې سم وپېژنو.

رواني امنیت هغه چاپېریال دی، چې وګړي په کې له ویرې، تحقیر او ګواښ پرته ځان وښوولی شي، او خپل انساني ظرفیتونه او استعدادونه وکارولی شي.

د رواني امنیت تشه ټولنه له ګڼو استعدادونو بې‌برخې کوي. د رواني امنیت لپاره لازم فرهنګي بستر پکار دی، چې له کورنۍ، ښوونځي او ژوند چاپېریال څخه راپیلیږي. دا یوازې سیاسي – حقوقي بحث نه دی، بلکې تر ډېره بریده فرهنګي - پیداګوژیکه مسئله ده. د رواني امنیت لپاره تر ټولو لومړنی مهم چاپېریال کورنۍ ده. موږ څومره خپلو نجونو ته دا احساس ورکوو، چې هغه د خپل ژوند هر لوی ارمان او هدف ته رسېدلای شي.

متخصصان په دې نظر دي، چې هر انسان د چاپېریال، ژوند او طبیعت په اړه لومړنی ډاډ او پرځان باور له کورنۍ څخه زده‌کوي، په سالمه کورنۍ کې رالوی شوي ماشومان د یوې سالمې ټولنې په جوړولو کې اساسي ونډه لري، که په ماشومتوب کې کورنۍ د یوه وګړي د خوندي ژوند احساس ورڅخه وانه‌خلي، ټولنه خو د همدې وګړیو ټولګه ده، نو خامخا به د دوی په ګډون جوړه شوې ټولنه د هر انسان رواني امنیت او ډاډمن ژوند چاپېریال جوړوي.

تجربو ښوولې چې ګڼ هغه وګړي، چې ټولنیز امنیت ګډوډوي په کوشنیوالي کې ځورول شوي او له عقدو سره رالوی شوي دي. د سالمې ټولنې جوړولو لپاره د ماشوم‌روزنې سالم ژوندچاپېریال اړین دی.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۴

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۵

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی

•
•
•

نور کیسې

فرهنګي سپړنه: د مغزو تېښته، ملي فاجعه

۲۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۳۲ GMT+۱
100%

د مغزو تېښته څه ده؟ ولې دا اصطلاح رامنځ‌ته شوې ده؟ افغانستان په تېره نیمه پېړۍ کې لږ ترلږه درې ځلې د خپلو متخصصینو او علمي کادرونو له ټولیزې کډوالۍ څخه کړېدلی دی.

هرځلې چې د ثبات او ملي حاکمیت یو لنډمهالی امکان هم رامنځ‌ته شوی، نو مستعدو افغانانو په بېلابېلو څانګو کې خپل استعدادونه ځلولي دي.

خو همدا چې هېواد د علمي کادرونو له اړخه ځان بسیايینې ته ورنږدې شوی، یوه بله غمیزه پېښه شوې او وطن خپل علمي کادرونه بیا بیا بایللي دي.

په ګل پسې ړندیږو د ګلونو په وطن کې

دي کاڼي مو په برخه د لعلونو په وطن کې

دې ژوند ته تاسو څه نوم ورکولی شئ ملګرو

په څاڅکي پسې مړه شو د سیندونو په وطن کې

خیالونه مو لوټ کیږي او فکرونه مو قتلیږي

نه تور شو او نه سپین د تهمتونو په وطن کې

د دغو بیتونو انقلابي شاعر رحمت شاه سایل بل ځای ویلي وو:

« چې کیني نورو وطنونو ته زلمي لویوي

میندې لیونۍ دي نادانې دي»

د کډوالیو له دوو تاریخي لویو څپو روسته چې یوه یې د پخواني شوروي اتحاد یرغل او بله یې د کورنیو تنظیمي جګړو پرمهال وشوې د یویشتمې پېړۍ د پیل په دوو لسیزو کې یوځل بیا افغانستان د خپلو بچیو د روزنې نیمګړي امکانات وموندل. له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې له جګړو او ناخوالو سره سره لسګونه زره پېغلې او ځوانان په کور دننه او له هېواده بهر زدکړو ته ولاړل، تر دکتورا او ماستریو پورې زدکړې وشوې، نوې تجربې راغلې، له تکنولوژی او نویو علمي میتودونو سره بلد نسل د پوهنې دریځ ته راغی او له دې اړخه افغانستان ورو ورو پرځان بسیايینې ته ورنږدې کېده.

خو د افغانستان له سقوط سره یوځای دا بهیر هم سقوط شو، د مغزو تېښته پیل شوه او داسې ویروونکې تشه یې رامنځ‌ته کړه، چې بېرته ډکول یې که ناشوني نه‌وي، نو ډېره سخته به وي.

د پوهنیزو کادرونو، متخصصانو، مفکرانو، تخنیکي ماهرانو او خلکو ته د منلیو او باور وړ شخصیتونو ټولیزې کډوالۍ ته د مغزو تېښته وايي، چې له یوې بشري جغرافیا څخه نورو هېوادونو ته ځي. د ژوند نامساعد شرایط، جګړې، بحرانونه، سیاسي ګواښ د عقایدو تفتیش او د کار نشتوالی یې لوی لاملونه دي. د مغزو د تېښتې غمیزه یوازې د هغوی اصلي هېوادونو او خلکو ته نه ده، بلکې د دې غمیزې بله برخه دا ده، چې په نوې ټولنه کې هم دغه کادرونه په خپلو تخصصي څانګو کې نه‌جذبیږي او په دې توګه د دوی تخصص ضایع کیږي.

له افغان کادرونو سره هم داسې وشول، ګڼ یې داسې هېوادونو ته ولاړل چې د هغه ځای ژبه یې زده‌نه‌وه. هلته یې تخصص درک نه‌شو، پوهنیز ستندردونه یې بل ډول ول. له نوي چاپېریال سره نابلده متخصصان له فرهنګي شوک سره مخامخ شول. ځینې یې له خپل مسلک لرې په نورو کارونو بوخت شول او ځینې یې ژورو خپګانونو داسې ډوب کړل لکه خړ سیلاو یې چې یوسي. د افغانستان لپاره دا روزل شوي ماغزه داسې ضایع شول. بېرته په هېواد کې اوس نه په کافي شمېر کې ډاکتر شته، نه استاد، نه څېړونکی نه تکنولوژي پوه او نه هم د ادارې متخصص یا ټولنپوه او د ټولنیز شعور د روښانولو کارپوه. وطن خپلې اړتیا ته په پام له کادرونو داسې تش دی لکه خزانه چې له غمیو تشه شي.

د افغانستان د لوړو زدکړو په سکتور کې تر دوه زره و یویشتم پورې د علمي کادرونو وضعیت مخ په ښه کېدو و. د ظرفیت لوړونې یوه ملي ستراتيژي وه، په زرګونو پېغلې و زلمیان چې لوړو زدکړو ته لېږل شوي وو، پخپله بېرته هېواد ته راستنېدل او کار یې کاوه. علمي کادرونه او متخصصان په ګڼو سکتورونو کې بوخت ول. خو ناڅاپه داسې یو په بل مخ اوښتون راغی چې اوس افغانستان له خپلو علمي کادرونو تش شوی. ایا دا تشه بېرته ډکېدلای شي؟ ایا دا د بشري پانګې یو بحران دي؟ په دې اړه نړیوالې تجربې څه دي؟ دا هغه اساسي پوښتنې دي، چې باید د افغانستان خلک او هر ملي و مشروع حکومت چې په راتلونکي کې راځي باید جدي پام ورته وکړي. افغانستان یوازې د خپلو بچو په پوهه و خولو جوړیږي، هېڅ هېواد په بشپړه توګه پردیو جوړ کړی نه‌دی.

ایا نړیوال نظم ړنګ شوی؟

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۱
100%

په نړۍ کې د روانو جګړو او خونړیو پېښو په اړه یوه خبره چې ډېره تکراریږي، دا ده چې ګواکې نړیوال نظم ړنګ شوی دی. او یوځل بیا هرڅوک چې زور و زر لري، پر کمزوریو رابلوسي او هغه څه کوي، چې زړه یې غواړي.

د دې په وړاندې نور خلک استدلال کوي، چې د بشریت په تاریخ کې تل همداسې و او ګواکې دا د بشري نړۍ ځانګړنه ده، چې د زورورو اوبه په بره خیژي. په بله ژبه نړیوال نظم هېڅکله ټینګ نه‌دی او دا یو دروغ دی، چې بشریت ځان ته ویلی. نړیوال نظم څه دی؟ شته که نه‌شته؟

د افغانانو لوی حکیم خوشال خان خټک فرمايي:

ما چې ولید د دنیا خلق مختوریقابوچي دي واړه ګوري په‌تاو سیوری

چې یې څه د دنیا سود څه یې فایده ويد خپل زړه په یرغه نیسي هغه لوری

یا د لېچو زور په کار دی یا د زروخوار هغه شو، چې په دواړو وي کمزوری

تر دویمې نړیوالې جګړې روسته د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو منطق نن سبا تر بل هروخته ډېر تر پوښتنې لاندې دی. داسې ښکاري، چې بشریت به هيڅکله هغه اخلاقي بلوغ ته ونه‌رسیږي، چې زورور دې د خپلو ګټو او قدرت لپاره د هڅو په ترڅ کې یوشمېرهغه اصول رعایت کړي، چې د کمزورۍ پرمهال یې د درناوي ژمنه کړې وه.

په نننۍ نړي کې په دې اړه اصلي پوښتنه ډېره تاریخي یا حقوقي نه‌ده، که څه هم چې د نړیوال نظم مسئله له دې دواړو سره تړاو ولري، اصلي پوښتنه تر یوه بریده فیلوسوفیکه ده، ایا دا د انسانانو تلپاتې ځانګړنه ده، چې زورور به پر کمزوریو بلوسي؟ په دې صورت کې نو اخلاق یعنې څه؟ ایا اخلاق هغه خواږه دروغ دي، چې بشریت یې د کمزورۍ پرمهال ځان ته وايي؟ په انساني ټولنو کې اخلاق او عواطف کله هم په نړیوالو قوانینو بدل شوي دي؟ که هو؟ نو بیا دغه قوانین څه وخت او چا مات کړي دي؟

څنګه سیاستونه، اخلاقي فضایل، قوانین او ان ادیان د زورورو د پراختیا غوښتنې او زبرځواکۍ د توجیه او سپیناوي لپاره استخدامیږي؟

له دغه لیدلوري، هغه څه چې موږ یېنړیوال نظم بولو څه ډول یو تعریف لري؟ د نړیوال نظم د ټینګښت اړتیا اخلاقي- بشري ده؟ که په نړۍ کې د قدرتونو ترمنځ د توازن او تعادل په پایله کې قرارداد کیږي؟ او هرکله چې یو لوری بیا زور ومومي، بېرته یې ړنګوي؟ ایا دغه نظم اوس هم شته؟

که داسې وګڼو، چې نړیوال انساني ارزښتونه، بشري حقوق، ولسواکي او د ښو واکمنیو ټاکل د هر ملت او هر ولس خپله وظیفه ده او نړیوال نظم په دې کې له چا سره مرسته نه‌کوي، دا د افغانستان غوندې ټولنو لپاره څه ډول پیغام لري؟ اصلاً په روان نړیوال بحران او مطلقه بې‌نظمۍ کې افغانان چې تل د زورورو تر منځ د لویو لوبو، سړو او تودو جګړو قربانیان دي، باید څه وکړي؟

دا او دې ته ورته نورې پوښتنې نن سبا د دریېمې نړۍ له هر اوسيدونکي سره شته. درېیمه نړۍ مو ځکه ورته وویل، چې د نړیوال نظم د ماتېدو لومړني قربانیان همدغه هېوادونه دي، مختللي او ماړه هېوادونه چې پوځي ځواک هم لري، د نړیوال نظم له ړنګېدو څخه لږ زیان ویني او ان داسې ښکاري چې دوی د خپلو ګټو لپاره په لوی لاس دغه نظم مختل کوي. غم د بې‌وزلو او روسته پاتې هېوادونو دی، چې لا هم ډېر مزله ته اړ دي، چې په نړیوال نظم کې د ګټو او حرص په دغه لوبه کې ځانونه وساتي. په افغانستان غوندې ټولنو کې د خلکو ویښتیا، ملي یووالي او پر خپل برخلیک د واکمن کېدو اراده د هغو هڅو پیل ګڼل کېدلای شي، چې د هغو په پایله کې په یوه پیاوړې ارادې ځان د دغو سیالیو او نړیوالو سیاسي و امنیتي بداخلاقیو له زیان څخه وژغورلای شي.

انلاین زدکړې، اړتیا او نیمګړتیا

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۱
100%

په وروستیو کلونو کې چې افغان نجونې او ځوانان د بېلابېلو ستونزو او خنډونو له کبله له حضوري زدکړو محروم شوي،دهغوی لپاره د یوې جدي اړتیا له مخې انلاین زده‌کړې د بدیل په توګه تربحث لاندې راغلي دي.

په دې کې هېڅ شک نشته چې له زدکړو څخه دبشپړ محرومیت په نسبت دغه امکان زرین فرصت ګڼل کیږي، خو د کیفیت، اعتبار او تخنیکي اسانتیاوو له نظره یې په اړه اندېښنې شته. انلاین زدکړې څه دي او څنګه یې کیفیت، اعتبار او ورته لاسرسی ښه کېدلای شي؟

له لرې واټن څخه د ښوونې و روزنې تاریخچه یې راته وايي چې داسې زدکړې شاوخوا یوه پېړۍ مخینه لري. هغه مهال چې د نوې ترانسپورتي چټکتیا له برکته پوسټي خدمات اسانه و چټک شول، نو یوشمېر پوهنتونونو او کالجونو خپل لکچرنوټونه او ان د ازمویینو پوښتنپاڼې د پوستې له لارې زده‌کوونکیو ته استولې او په ځینو مواردو کې یې د ازمویینو ځوابونه هم ترلاسه کول. د شلمې پېړۍ د دویمې نیمايي په پیل کې چې ټلویزیوني امکانات اسانه شول، ځینې استادانو له یوه هېواده په بل هېواد کې زده‌کوونکیو ته تلویزیوني یا غږیز لکچرونه ورکول. خو په نولس سوه نويیمې لسیزې کې انټرنټ نړۍ سره وګنډله او د نړیوالتیا په بهیر کې د نړیوال کلي اصطلاح د اړیکتيايي اسانتیاوو پر بنسټ رامنځ ته شوه، چې د یویشتمې پېړۍ په پیل کې د نویو انلاین پلاتفورمونو له رامنځ‌ته کېدو سره له لرې د زدکړې مفهوم ورو ورو د انلاین زدکړو پړاو ته ننوت. مجازي ټولګي جوړ شول او د تکنالوژۍ ماهرانو د تدریس لپاره ځانګړي پلاتفورمونه طرح کړل.

پوهنتونونو او ښوونیزو موسسو په احتیاط او د کیفیت ساتنې له قید سره سم انلاین زدکړو ته لار پرانیستله. په ۲۰۲۰ کال کې کووید ۱۹ یا کرونا ناروغۍ نړۍ پرسرواخیسته او کورناستی یې پر میلیونونو انسانانو لازمي کړ. د دغې ناروغۍ د چټکې خپرېدا پرمهال یوشمېر پوهنتونونو، د زدکړو موسسو او ان په یوشمېر هېوادونو کې ښوونځیو د انلاین زدکړو بهیر راپیل کړ، چې روسته بیا تر یوه بریده دغه دود پاتې شو.

د افغانستان ستونزه بیا نوره هم پراخه وه، که څه هم کووید ۱۹ کمزوری شو او نورو هېوادونو بېرته حضوري ټولګیو ته مخه کړه، خو په افغانستان کې د زدکړو بهیر بېرته هغسې راژوندی نه‌شو،ګڼ استادان بهر ووتل او نجونې په کور کېنول شوې، کورنیو د خپلو بچیانو له بیخي محرومیت څخه غوره وګڼله چې په هرډول وي باید بچي یې زدکړو ته دوام ورکړي، زرګونه کورنۍ یوازې د بچو په زدکړو پسې له وطنه ووتې خو ټولو ته دا امکان نه‌و، بیا هم یوازینی بدیل انلاین زدکړې وې. خو څنګه؟ څومره؟ په کومو تخینکي امکاناتو؟ کوم اکاډمیک اعتبار؟ او کوم علمي کیفیت؟ دا پوښتنې جدي وې او لاهم جدي دي.

د دې برخې د کارپوهانو په نظر، داسې انلاین زدکړې یوازې د افغانستان زده‌کوونکیو ته نه، بلکې لا هم په ټوله نړۍ کې یوشمېر پوهنتونونو او د زدکړو نورو موسساتو کې دود دي، خو هغه څه چې په افغانستان کې توپیر لري، هغه مجبوریت دی، چې نجونې او ان نارینه محصلان یې لري. استادان له هېواده وتلي دي. د لوړو او منځنیو زدکړو نصاب کې ناعلمي لاسوهنې شوي او لازم تخنیکي امکانات نه‌شته. ګڼو افغان پېغلو او ځوانانو ته د انترنیټ هغسې اسانتیا نه‌شته چې د دوی زدکړې پرې منظمې وړاندې ولاړې شي، ځکه خو په دې برخه کې ښايي د افغان زده‌کوونکو لپاره باید د بحران او غیرعادي شرایطو په نظر کې نیولو سره ځينې ځانګړي میتودونه په نظر کې ونیول شي.

د زده کړو لپاره علمي اعتبار، د بریا د اسنادو رسمیت او د تدریسي ژبو اړتیاوې باید په کلکه په نظر کې وي. نجونو ته ښايي لومړیتوب ورکړل شي او په دې اړه په نړیوال کچ هغه بنسټونه او هېوادونه چې مرسته کولای شي، په تېره بیا یونیسف، یونیسکو او نور نړیوال سازمانونه ښايي راوننګول شي، چې د بشریت د یوې محرومې برخې لپاره مرسته او د ځانګړیو اسانتیاوو په برابرولو کې خپل مسئولیت ترسره کړي.

سرچینې او دولت – ملت جوړونه

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۱
100%

طبیعي او بشري سرچینې باید د یوه هېواد د اقتصادي پرمختګ او ملي هوساینې لامل شي، خو که په دې اړه سمه ملي اراده او اداره نه‌وي، د بدمرغۍ او تباهۍ لامل هم ګرځېدلای شي.

په نړۍ کې ګڼ داسې هېوادونه شته، چې د خپلو پټو او ښکاره شتمنیو قرباني شوي او ان ویشل شوي یا د ولږې و روسته‌پاتې والي دوزخ ته ورټېل وهیل شوي دي. طبیعي سرچینې څه دي؟ او څنګه یو دولت – ملت جوړولای یا له منځه وړلای شي؟

افریقا شتمنه نه‌ده، افریقا بډایه ده، خو خلک یې له خپلې شتمنۍ ګټه نه‌شي اخیستلای.دا په ظاهر متنقاضه پاراډوکسي جمله د ګانا د خپلواکۍغوښتنې له مشر کوامه انکرومه څخه رانقل شوې، هغه وړاندې وايي: نوی ښکېلاک ښايي په ظاهره تاسو تلقین کړي، چې خپلواک یاست، خو په حقیقت کې داسې یو نظام دی، چې په هغه کې اقتصادي و سیاسي ځواک له بهره پټ کنټرولیږي،په هغو هېوادونو کې، چې نوي استعمار ښکېل کړي وي،طبیعي سرچینې یې د دې پرځای چې د مختګ او ودې لامل شي، د زبېښاک او تړاو په وسیله یې بدلیږي.

افریقا د عاج، الماسو، سرو زرو، پراخو ځنګلونو، ډول ډول کاني زېرمو، نادرو ژویو او پرېمانه بشري ځواک له لرلو سره سره وږې، ناروغه، محرومه نالوستې او په کورنیو شخړو کې ښکېله ده، یوځل یوه افریقايي عکس نړیوال شهرت وموند، عکس یو ماشوم ښيي، چې له لوږې په ځنګدن کې دی او یو غټ ټپوس يې ترڅنګ د مړینې انتظار کوي، چې بیا یې د مړي غوښې وخوري. یوه مبصر تر همدې عکس لاندې لیکلي و: ښايي له لوږې د همدې مړه کېدونکي ماشوم او ورته په تمه ناست ټپوس تر پښو لاندې د میلیارډونو ډالرو په بیه الماس، سره زر، تېل یا بله شتمني خښه وي.

له هیندوستان، چین او نورو هېوادونو سره د ښکېلاکي چلند اوږد تاریخ هم له داسې ډېرو کیسو ډک دی.

ایا افغانستان هم همداسې د خپلو سرچینو او شتمنیو قرباني دی؟

په دې اړه تبصرې څو ډوله او سره متناقضې دي. ځینې وايي: پرافغانستان د نړۍ سیالي ټوله د کانونو او نایابه طبیعي سرچینو پر سر ده، نور وايي: نه! د افغانستان ستراتيژيک – جغرافیايي یا جیوستراتيژیک موقعیت مهم دی، ځینې وايي هېڅ خبره هم نه‌شته او افغانستان له هېڅ اړخه نړۍ ته مهم نه‌دی، بلکې موږ خپلې ناکامۍ او ناراستۍ دې ورځې ته راوستي یو او له خپلې ناکارۍ څخه د تېښتې لپاره بهرنیان ملامتوو.

که هرڅه وي، خو د روستیو کلونو پېښو څرګنده کړه، چې که په نړیواله یا سیمه‌ییزه سطحه نه وي، نو د افغانستان د سرچینو د بې‌رویې پلورنې سیالیوپه کور دننه شخړې راپارولې دي او د وطن سلامتۍ ته یې ګواښونه پېښ کړي دي. د ځنګلونو له وهلو رانیولې، بهر ته د وړیا اوبو تربهېدلو، د ډبرو د سکرو له بې‌رویې پلورنې او اوس د سروزرو تر جګړې پورې کیسو د هېواد سیاسي فضا ګردجنه کړې ده. په دې برخه کې د راغلیو بهرنیو کمپنیو پیشیانې د خدای لپاره موږک نه‌نیسي او که زموږ اراده او اداره همداسې کمزورې او په نشت شمار وي، نو د پلورونکیو ډلو جیبونو ته د ورروانې ډېرې کوشنۍ ګټې پر سر به بله ورځ له لوږې د هر وژل کېدونکي افغان ماشوم سر ته یو غوښه‌خوړونکی ټپوس ناست وي او بهرنیان به یې عکسونه اخلي، چې بیا د عکاسۍ په نړیوالو فیستیوالونو کې پرې میلیونونه ډالره جایزه وګټي. که وایو چې د ملي سرچینو او شتمنیو اصلي مالکان د افغانستان خلک دي، نو پوښتنه راولاړیږي، چې خلک د دغې شتمنۍ له حقیقت څخه څومره خبر دي؟ او څومره ګټه يې خلکو ته رسیږي؟

ایا موږ د بې‌پایه خزانو پر سر پروت وږی ملت یو؟

ایا افغانستان نړۍ ته مهمې طبیعي سرچینې لري؟ ایا موږ د دغو سرچینو د استخراج، په کور دننه پروسس او ګټور پلور و پیر لپاره ملي اراده او اداره لرو؟ ایا موږ له خپلو ملي شتمنیو څخه د ملي ګټو لپاره د استفادې فرهنګ پېژنو؟ په دې برخه کې کوم علمي فرهنګي کارونه شوي دي؟ د افغانستان اوبه، ځنګلونه، د بادي او لمریزې اینرژۍ د تولید حوزې، زمکلاندې اینرژي، کانونه، د طبیعي سرچینو زنځيره‌يي ګټنه او نور زموږ په ملت – دولت جوړونه کې کومه ونډه لري؟ ایا په دې اړه جدي علمي و فرهنګي بحثونه شوي؟

کارپوهان وايي، ټولې طبیعي سرچینې د افغانستان د خلکو ملکیت دي. د دې زېرمو اصلي مالکان د افغانستان خلک دي او حکومتونه د هغو خدمت‌رسوونکیو ادارو حیثیت لري، چې دغه ملي شتمنۍ د هېواد د رفاه او هوساینې او د خلکو په ګټه وکاروي.

د متخصصانو په نظر د دغو شتمنیو او سرچینو دقیقې سروې او ارزونه او بیا یې تر نړیوالو مارکېټونو او په کور دننه تر مصرف پورې ګڼ مهم پړاوونه ښايي په پام کې وي. ترهرڅه واندې د سرچینو د استخراج او پروسس په برخه کې ښايي چاپېریال او طبیعت ساتنې ته پام وساتل شي او ټولې هغه اړخیزې ربړې او زیانونه باید په پام کې وي، چې د سرچینو بې‌رویې خرڅلاو یې افغانستان ته لرلای شي. تر دې ورهاخوا په کور دننه استخراج، پروسس او بیا یې روستی محصول په ممکنه لوړه بیه نړیوال مارکېټ ته بل اړین پړاو دی، چې هم په کې د افغانستان بشري ځواک بوختیږي او هم یې لویه برخه ګټه وطن ته رسیږي.

د سرچینو د استحصال حقوقي پړاوونه مهم دي. ترهرڅه وړاندې ښايي په دې برخه کې دقیق او تخصصي قوانین وي، چې وکړای شي ملي ګټې تضمین کړي. د صنعتي ځواکونو د استثماري چلند او د سرچینو له کبله راجوړې سیاسي دسیسې هغه څه دي، چې ښايي ملت یې په اړه هوښیار اوسي او د دې لپاره د عامه پوهاوي او فرهنګي هڅو اړتیا مهمه ده.

ایا کابل وچېږي؟

۱۵ زمری ۱۴۰۵ - ۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۱
100%

کابل د افغانستان پلازمېنه او د سیمې له ګڼ‌مېشته ښارونو څخه دی. خو اوس اوس دغه ښار له یوه لوی طبیعي او بشري ناورین سره مخ ښکاري. له اوبو څخه د وچېدو ناورین. پلازمېنه هم د څښاک او هم د سمسورتیا لپاره اوبه نه‌لري.

د کابل ځمکې لاندې اوبه لاپسې د ځمکې تل ته لوېږي او د ورښتونو کچه ډېره کمهه شوې ده.

اقلیمي ستونزې، د هستوګنو زیاتوالی، د اوبو بې‌پروا او بې‌رویې لګښت او د اوبو رسولو د زېربنا کمزوري یې یوه برخه لاملونه دي. ایا کابل وچیږي؟

د کابل میوې خوراک دي د طوطیانو

پرې خواره شول تور کارغان له هندوستانه

یو شدت د بادشاهانو ترمنځ پرې‌وت

بل دا ملک شو یوڅوکاله بې بارانه

د آوۍ څښتن دعا کړي چې نرخ ګران کړې

للمي‌کار په زړه پریشان مېنه ویرانه

د افغانانو ستر حکیم خوشال خان خټک د کابل مڼې او میوې یادې کړي، خو له ورپېښې وچکالۍ یې هم سر ټکولی، بابرشاه په کابل کې ځان ته باغ جوړ او بیا یې وصیت وکړ، چې په همدې باغ کې دې خښ کړای شي. یو مهال کابل په خپلو باغونو مشهور و، ګل باغ، باغ عمومي، باغ شهرارا، باغ علیمردان، باغ قاضي، باغ‌بالا، باغ جهان‌ارا او باغ چهل‌ستون. د چهاردهي سمسوره سیمه او ښکلې هوا، د پغمان مناظر، قرغه، د ستالف ښکلاوې او د نیلاب څپاندې اوبه. چمچه مست او د ګذرګاه یخدان. دې ټولو ښووله چې کابل پرېمانه اوبه لرلې.

خو په روستیو لسیزو کې کابل تږی شو، کابل بې واورې و بې‌بارانه شو، نږدې دی، چې بې‌اوبو او وچ شي. د کابل د ځمکې ستونی وچ دی او د کال ګڼې میاشتې یې په سیند کې اوبه نه‌بهیږي. د باغونو او کروندو ځای کانکریټي او ډبرینو ودانیو نیولی، چې د زمکې له زړه څخه اوبه زبيښي. دیموګرافیک لېږد او د نفوسو هجوم هغه ښار چې څوسوه زره کسانو ته یې ځای ورکولای شو اوس په کې په میلیونونو وګړي اوسي، پرته له دې چې کانالیزسیون او د اوبو رسولو سیستم یې نوی کړای شي، درګرده یې له رګ رګ څخه اوبه ایستل کیږي او بخیلې وریځې یې هم پر دغه حال یو څاڅکی اوښکه نه‌بهوي. پوښتنه دا ده، چې اقلیم بدل شوی؟ که انسانان؟ تنده زیاته شوې که اوبه کمې شوې؟ انسانانو څه کړای شول، چې نه‌یې دي کړي؟ او څه باید وشي؟ چې کابل او کابلیان له دې ناورین څخه وژغورل شي؟

د اوبو د برخې متخصصان او کارپوهان وايي: افغانستان بې‌اوبو نه دی، خو موږ بې اوبو کړی دی. دولتونه، اړوند سکتوري ادارې، خلک او هغوی چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي امکانات لري، په دې برخه کې مسئول دي. کارپوهان درې اساسي لارې وړاندیزوي:

کابل ته له څېرمه بهېدونکیو سیندونو څخه د بندونو او کانالونو له لاره ښار ته د اوبو رسولو پر شبکو کار پیلول. د اوبو د سمې کارونې او د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات او له ځمکلاندې اوبو څخه په احتیاط ګټنه او له بېلابېلو لارو څخه یې د زېرمو بېرته ډکول حللارې دي.

د زمکلاندې اوبو د زېرمو بېرته پوره کول د کوچنیو بندونو (چک‌ډېمس)، د ورښتونو د اوبو لپاره د جذب امکانات برابرول او په غونډیو او شېلو کې د کندو په ایستلو سره سمسورتیا او د اوبو زېرمه کولو ته لار هوارول یې اسانه هڅې دي.

د فرهنګي بنسټونو، رسنیو، شخصیتونو او وسایلو مسولیت دا دی، چې د اوبو او چاپېریال په اړه د تخصصي پیامونو په رسولو کې د عامه پوهاوي لپاره هڅې وکړي او کابل له وچېدو څخه وژغوري.