سرچینې او دولت – ملت جوړونه

طبیعي او بشري سرچینې باید د یوه هېواد د اقتصادي پرمختګ او ملي هوساینې لامل شي، خو که په دې اړه سمه ملي اراده او اداره نهوي، د بدمرغۍ او تباهۍ لامل هم ګرځېدلای شي.

طبیعي او بشري سرچینې باید د یوه هېواد د اقتصادي پرمختګ او ملي هوساینې لامل شي، خو که په دې اړه سمه ملي اراده او اداره نهوي، د بدمرغۍ او تباهۍ لامل هم ګرځېدلای شي.
په نړۍ کې ګڼ داسې هېوادونه شته، چې د خپلو پټو او ښکاره شتمنیو قرباني شوي او ان ویشل شوي یا د ولږې و روستهپاتې والي دوزخ ته ورټېل وهیل شوي دي. طبیعي سرچینې څه دي؟ او څنګه یو دولت – ملت جوړولای یا له منځه وړلای شي؟
افریقا شتمنه نهده، افریقا بډایه ده، خو خلک یې له خپلې شتمنۍ ګټه نهشي اخیستلای.دا په ظاهر متنقاضه پاراډوکسي جمله د ګانا د خپلواکۍغوښتنې له مشر کوامه انکرومه څخه رانقل شوې، هغه وړاندې وايي: نوی ښکېلاک ښايي په ظاهره تاسو تلقین کړي، چې خپلواک یاست، خو په حقیقت کې داسې یو نظام دی، چې په هغه کې اقتصادي و سیاسي ځواک له بهره پټ کنټرولیږي،په هغو هېوادونو کې، چې نوي استعمار ښکېل کړي وي،طبیعي سرچینې یې د دې پرځای چې د مختګ او ودې لامل شي، د زبېښاک او تړاو په وسیله یې بدلیږي.
افریقا د عاج، الماسو، سرو زرو، پراخو ځنګلونو، ډول ډول کاني زېرمو، نادرو ژویو او پرېمانه بشري ځواک له لرلو سره سره وږې، ناروغه، محرومه نالوستې او په کورنیو شخړو کې ښکېله ده، یوځل یوه افریقايي عکس نړیوال شهرت وموند، عکس یو ماشوم ښيي، چې له لوږې په ځنګدن کې دی او یو غټ ټپوس يې ترڅنګ د مړینې انتظار کوي، چې بیا یې د مړي غوښې وخوري. یوه مبصر تر همدې عکس لاندې لیکلي و: ښايي له لوږې د همدې مړه کېدونکي ماشوم او ورته په تمه ناست ټپوس تر پښو لاندې د میلیارډونو ډالرو په بیه الماس، سره زر، تېل یا بله شتمني خښه وي.
له هیندوستان، چین او نورو هېوادونو سره د ښکېلاکي چلند اوږد تاریخ هم له داسې ډېرو کیسو ډک دی.
ایا افغانستان هم همداسې د خپلو سرچینو او شتمنیو قرباني دی؟
په دې اړه تبصرې څو ډوله او سره متناقضې دي. ځینې وايي: پرافغانستان د نړۍ سیالي ټوله د کانونو او نایابه طبیعي سرچینو پر سر ده، نور وايي: نه! د افغانستان ستراتيژيک – جغرافیايي یا جیوستراتيژیک موقعیت مهم دی، ځینې وايي هېڅ خبره هم نهشته او افغانستان له هېڅ اړخه نړۍ ته مهم نهدی، بلکې موږ خپلې ناکامۍ او ناراستۍ دې ورځې ته راوستي یو او له خپلې ناکارۍ څخه د تېښتې لپاره بهرنیان ملامتوو.
که هرڅه وي، خو د روستیو کلونو پېښو څرګنده کړه، چې که په نړیواله یا سیمهییزه سطحه نه وي، نو د افغانستان د سرچینو د بېرویې پلورنې سیالیوپه کور دننه شخړې راپارولې دي او د وطن سلامتۍ ته یې ګواښونه پېښ کړي دي. د ځنګلونو له وهلو رانیولې، بهر ته د وړیا اوبو تربهېدلو، د ډبرو د سکرو له بېرویې پلورنې او اوس د سروزرو تر جګړې پورې کیسو د هېواد سیاسي فضا ګردجنه کړې ده. په دې برخه کې د راغلیو بهرنیو کمپنیو پیشیانې د خدای لپاره موږک نهنیسي او که زموږ اراده او اداره همداسې کمزورې او په نشت شمار وي، نو د پلورونکیو ډلو جیبونو ته د ورروانې ډېرې کوشنۍ ګټې پر سر به بله ورځ له لوږې د هر وژل کېدونکي افغان ماشوم سر ته یو غوښهخوړونکی ټپوس ناست وي او بهرنیان به یې عکسونه اخلي، چې بیا د عکاسۍ په نړیوالو فیستیوالونو کې پرې میلیونونه ډالره جایزه وګټي. که وایو چې د ملي سرچینو او شتمنیو اصلي مالکان د افغانستان خلک دي، نو پوښتنه راولاړیږي، چې خلک د دغې شتمنۍ له حقیقت څخه څومره خبر دي؟ او څومره ګټه يې خلکو ته رسیږي؟
ایا موږ د بېپایه خزانو پر سر پروت وږی ملت یو؟
ایا افغانستان نړۍ ته مهمې طبیعي سرچینې لري؟ ایا موږ د دغو سرچینو د استخراج، په کور دننه پروسس او ګټور پلور و پیر لپاره ملي اراده او اداره لرو؟ ایا موږ له خپلو ملي شتمنیو څخه د ملي ګټو لپاره د استفادې فرهنګ پېژنو؟ په دې برخه کې کوم علمي فرهنګي کارونه شوي دي؟ د افغانستان اوبه، ځنګلونه، د بادي او لمریزې اینرژۍ د تولید حوزې، زمکلاندې اینرژي، کانونه، د طبیعي سرچینو زنځيرهيي ګټنه او نور زموږ په ملت – دولت جوړونه کې کومه ونډه لري؟ ایا په دې اړه جدي علمي و فرهنګي بحثونه شوي؟
کارپوهان وايي، ټولې طبیعي سرچینې د افغانستان د خلکو ملکیت دي. د دې زېرمو اصلي مالکان د افغانستان خلک دي او حکومتونه د هغو خدمترسوونکیو ادارو حیثیت لري، چې دغه ملي شتمنۍ د هېواد د رفاه او هوساینې او د خلکو په ګټه وکاروي.
د متخصصانو په نظر د دغو شتمنیو او سرچینو دقیقې سروې او ارزونه او بیا یې تر نړیوالو مارکېټونو او په کور دننه تر مصرف پورې ګڼ مهم پړاوونه ښايي په پام کې وي. ترهرڅه واندې د سرچینو د استخراج او پروسس په برخه کې ښايي چاپېریال او طبیعت ساتنې ته پام وساتل شي او ټولې هغه اړخیزې ربړې او زیانونه باید په پام کې وي، چې د سرچینو بېرویې خرڅلاو یې افغانستان ته لرلای شي. تر دې ورهاخوا په کور دننه استخراج، پروسس او بیا یې روستی محصول په ممکنه لوړه بیه نړیوال مارکېټ ته بل اړین پړاو دی، چې هم په کې د افغانستان بشري ځواک بوختیږي او هم یې لویه برخه ګټه وطن ته رسیږي.
د سرچینو د استحصال حقوقي پړاوونه مهم دي. ترهرڅه وړاندې ښايي په دې برخه کې دقیق او تخصصي قوانین وي، چې وکړای شي ملي ګټې تضمین کړي. د صنعتي ځواکونو د استثماري چلند او د سرچینو له کبله راجوړې سیاسي دسیسې هغه څه دي، چې ښايي ملت یې په اړه هوښیار اوسي او د دې لپاره د عامه پوهاوي او فرهنګي هڅو اړتیا مهمه ده.